عاجل خبرونه

کندهار @ps

د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب د طالبانو په کمین کې ووژل شو

د دوه سوه درې تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا د رسنیو مسوول احمد شکیل تسل آریانا نیوز ته وویل، چې پېښه نن له غرمې وروسته د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان په بازا ر کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې، چې په پېښه کې د والي ویاند سلیم …

نور... »

د غزني د اندړ دوه سیمه ییز پولیس د پوستې پلورلو پر تور نیول شوي

د غزني امنیتي چارواکو ویلي؛ په دې ولایت کې دوه سیمه ییز پولیس، چې له طالبانو سره یې اړیکې درلودې؛ د یوې امنیتي پوستې له سپارلو مخکې ونیول شول. د غزني ولایت امنیه قومندان ویلي، چې نیول شوي پولیس د لغمان ولایت اوسیدونکي دي او د اندړ ولسوالۍ د امین …

نور... »

په خوست کې افغان ځواکونو له پاکستانيو سرتېرو یوه سرحدي پوسته نیولې

په خوست کې د یکشنبې د سهار له اته نیمو بخو راپدیخوا د افغان او پاکستانیو سرتېرو تر منځ د دیورند کرښې په اوږدو کې نښته پیل شوې او او تر دې دمه افغان ځواکونو ترې یوه سرحدي پوسته نیولې ده. یوې ځایي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د …

نور... »

په غزني کې ملي امنیت په تېره یوه اوونۍ کې ۵ طالبان نیولي

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت کارمندانو په تېره یوه اوونۍ کې ۵ طالبان له بېلابېلو سیمو نیولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو او د دولتي کارمندانو په ترور کې یې لاس درلود. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي: امنیتي ځواکونه …

نور... »

طالبانو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوال او امنیت آمر وژلي

تېره شپه د غزني ولایت د خواجه عمري پر ولسوالۍ د طالبانو په ډله ییز برید کې د دې ولسوالۍ د ولسوال علي دوست شمس او امنیت آمر په ګډون دولس کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. د غزني ولایت امنیه قومندان محمد زمان خوستي په ډاګه کړې، …

نور... »

ولسمشر غني وسلوال طالبان ټاکنو او مناظرې ته راوبلل

افغان ولسمشر اشرف غني، چې نن خوست ته تللی و، سلګونه کسانو ته یې په وینا کې وسلوال طالبان سولې ته راوبلل او دغه راز یې بلنه ورکړه، چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او مناظرې ته هم ورسره چمتو دی. افغان ولسمشر د دو شنبې پر ورځ( د …

نور... »

کندهار به په روان لمریز کال کې له لمريزې برښنا برخمن شي

 د کندهار د برښنا رياست وايي، چي په روان لمریز کال کې به د ٦٥ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت له لمريزې برښنا ګټه پورته شي. د کندهار د برښنا شرکت ریيس د شنبې په ورځ( د وري ۱۸) په يوه خبري ناسته کې وويل: له کجګي څخه تر کندهار …

نور... »

یو شمېر پارلماني وکیلانو په خوست کې ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي-مدني فعالان

د خوست مدني فعلان وایي، د دغه ولایت یو شمېر پارلماني وکیلانو ځوانان پر ډلو ټپلو وېشلي او دغې چارې د دې ولایت ځوانان بې اتفاقه کړي دي. په ټولنیزه رسنۍ فسبوک کې له خپل یا مستعار ادرس څخه یو او بل ته د سپکو سپورو ویل، د یو او …

نور... »

په هلمند کې د نجونو لیسې ۲۴ زدکوونکې مسمومې شوي

د هلمند والی ویاند آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې، نن سهار د دې ولایت د لښکرګاه د نجونو د مرکزی لیسې د یوولسم ټولګي ۲۴ زدکوونکې مسمومې شوې دي. د هلمند والي ویاند عمرځواک زیاتوي، چې مسمومې شوې نجونې روغتون ته لیږدول شوې او روغتیایی حالت یی د ډاډ وړ …

نور... »

د سولې د ټینګښت لپاره ولسي فشار زیات کړئ- ولسمشرغني

افغان ولسمشر د پکتیا خلکو ته د وینا پر مهال له ولسونو وغوښتل، چې د سولې د ټینګښت لپاره پر ښکېلو خواوو ولسي فشار زیات کړي. دا د ملي وحدت حکومت له جوړیدو را وروسته پکتیا ولایت ته د افغان ولسمشر درېیم رسمي سفر دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني …

نور... »

په کندهار کې امنیتي چاررواکي د ۳۰ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي، تېره شپه د  میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د افغان ځواکونو ۰۳ قطعې یو لړ عملیات تر سره کړي دي، چې په کې لس مرکزونه په نښه شوي؛ ۳۰ وسلوال مخالفین وژل شوي او لس نور ټپيان دي. وسلوالو تراوسه په …

نور... »

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځی پرانستل شو

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د احمدآباد د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ د ځایي چارواکو او قومي مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي؛ دا ودانۍ ۱۲ درسي او اداري خونې او اړین ملحقات لري، چې اتلس میلیون افغانۍ پرې لګول …

نور... »

پولیسو په غزني کې د طالبانو د عشر او زکات راټولوونکی نیولی

په غزني ولایت کې امنیتي چاروکي وایي، چې پولیسو د طالبانو د عشر او زکات راټولوونکی نیولی. د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په هغو سیمو کې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي د دې ډلې لخوا عشر او زکات راټولیږي؛ خو اوس پولیسو د طالبانو یو غړی نیولې، چې …

نور... »

په زابل کی له یوې ترافیکی پېښې ۷ کسانوته مرګ و ژوبله اوښتې

   د زابل امنیتي مسوولین وایي؛ د پنجشنبې پر ورځ د وري ۲، لس بجې د زابل کندهار پر لویه لار په شهرصفا ولسوالۍ کې یو فیلدر او لارۍ موتر ټکر کړی، چی په کی ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي. چارواکي وايي په مړو کې …

نور... »

د غزني ولایت په لویدیځه څنډه کې طالبانو پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

د غزني والي ویاند آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه له سل ډېرو طالبانو د غزني ښار د لویدیځې څنډې د قله قاضي او خاک غریبانو پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، چې په کې ۵ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.   د دغه ولایت …

نور... »

د خوست محلي ادارې ته د غلام خان بندر د تړلو امر شوی

د خوست ولایتي شورا غړي وایي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خوست محلي ادارې ته  د غلام خان بندر د تړلو امر کړی دی. له هغې وروسته، چې تېره اوونۍ پاکستان د غلام خان بندر پرانست؛ افغان حکومت اوس ویلي، چې په سرحدي صفري ټکي کې د نظامي …

نور... »

د غزني د قرباغ ولسوالۍ د خلکو لانجه د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده

د غزني د قرباغ ولسوالې د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو لانجه د دواړو لوریو د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده . د غزني د قرباغ ولسوالۍ د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو ترمنځ له پخوا راهیسې د اوبو لانجه وه؛ خو هغه وخت یې زور واخیست، …

نور... »

په غزني کې یو ځوان له شل ورځني بنده ژغورل شوی

افغان امنیتي ځواکونه وایي، په غرنې کي د طالبانو له بنده ژغورل  شوی ځوان وایي شل ورځې یی په بند کې تیرې کړې او سخت شکنجه شوی دی.  امنیتي چارواکي زیاتوي، چې ژغورل شوی ځوان وکیل نومیږي. هغه په لوګر کې  له دولت سره د همکارې په تور نیول شوی …

نور... »

د کندهارـ روزګان پر لویه لار په یوه هوایي برید کی ۲۵ وسلوال وژل شوي

 د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، د دغه ولایت د میانشین ولسوالۍ د سرخ بید په سیمه کې تېره شپه  وسلوالو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې بیا هوایي ځواکونو پرې برید وکړ. هغه زیاتوي، په دې هوایي برید کی ۲۵ وسلوال وژل شوي او ۱۴ نور …

نور... »

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د اړوند سیمې هوایي ډګر ته نږدې یوه چاودنه رامنځته شوې ده. د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، دغه چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شوې، چې تلفات نلري؛ خو هغه …

نور... »