عاجل خبرونه

کندهار @ps

په لوګر کې وسلوالو طالبانو یو شمېر ښوونځي تړلي

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درې ورځو راهیسې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي تړلي دي.  د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وايي؛ طالبانو د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو امرینو …

نور... »

وسلوالو په غزني کې د جغتو ولسوالۍ وداني سوځولې

د غزني ولایتي شورا غړي وایي، وسلوالو تېره شپه پر جغتو ولسوالۍ ډله ییز برید کړی؛ ودانۍ ته یی اور اچولی، وسلې او تهیجزات یی ترې وړي دي. د غزني ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیري ویلي: په برید کې تلفات نشته؛ ځکه، چې د ولسوالۍ درې ساتونکي نږدې کلیو ته …

نور... »

د ولسمشر له امر سره سم بیا عمليات پيل شول

د هلمند ولايت سيمه ییز چارواکي وايي، چي له طالبانو سره يې شوى اوربند پاى ته رسيدلى او د ولسمشر له امر سره سم يو ځل بيا په هغو سيمو کي پوځي عمليات پيل شول، چي دا مهال د وسلوالو طالبانو په واک کي دي. د هلمند والي مرستيال وايي، …

نور... »

په غزني کې دوه پولیس د مهماتو او پوځي جامو د پلور په تور نیول شوي

د غزني امنیه قومندان وایي، چې د مهماتو او پوځي جامو د پلور پر تور شاکر او صفی الله نومي دوه پولیس لاس په لاس نیول شوي، چې له کلونو را پدیخوا یی په غزني کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده. د دې ولایت امنیه قومندان فرید احمد …

نور... »

طالبانو په وردګ ولایت کې پوستې نیولي؛ وسلې او مهمات یې وړي

وسلوالو طالبانو د وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي؛ له لس ډېرې پوستې یې نیولي، وسلې او مهمات یې هم وړي دي. جلریز د وردګ ولایت له مرکز میدانښار سره په خوا کې هغه ولسوالي ده، چې په کې ګڼشمېر وسلوال طالبان …

نور... »

په غزني کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول

سیمه ییزوچارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه په غزني کې یو ځل بیا د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول او ځاني زیان هم وراوښتی دی. د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په ګیرو او اندړ ولسوالیو کې طالبان پر شا وتمبول شول. په خبرپاڼه کې …

نور... »

د پکتیا والي له وسلوال بریده روغ رمټ وتلی

په پکتیا کې سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دغه ولایت والي شمیم کتوازی نن سهار مهال له وسلوال بریده روغ رمټ وتلی دی. د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت ویلي، چې ښاغلی کتوازی د کابل –ګردیز پر لویه لار د لوګر په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو تر …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان کابل ته راورسیده

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان له  یوې میاشتي او درې ورځو مزله وروسته تېره شپه د هېواد پلازمېنې کابل ته راورسیده. هلمندي ځوانان، چې د لښکرګاه له ښاره یې روژه په خوله پلی مزل پیل کړی و؛ په تڼاکو پښو او ستړي وجود نن منزل ته را ورسید؛ خو …

نور... »

د غزني په مالستان کې ماین چاودنې د یوې کورنې ۵ غړي ووژل

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په یوه کور کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي.   د غزني ولایت د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د پېښې پخلی کوي او وایي، چې دغې چاودنې دوه نرینه او درې میرمنې وژلي دي. …

نور... »

په کندهار کې د وسلوالو په برید کې پېنځه پولیس وژل شوي

چارواکي وایي، تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې په کې پېنځه پولیس وژل شوي دي. د کندهار والي ویاند داوود احمدي وايي، په دغه برید کې درې سیمه ییز پولیس او دوه ملي پولیس وژل …

نور... »

ملي امنیت په پکتیکا کې څلور پاکستاني وسلوال نیولي

د  پکتیکا ملي امنیت ریاست په ډاګه کړې، چې د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د عملیاتو پروخت څلور پاکستاني وسلوال نیولي دي. سرچینې زیاته کړې، چې دا  څلور کسان د شمالي وزیرستان اوسیدونکې دي او غوښتل يې د ځايې قومندانانو( بودا او رحمانې) په …

نور... »

په هلمند کې د بنسټیز بدلون له پاره د خلکو مرسته اړینه ده- نوی والي

د هلمند نوی والي تورن جنرال محمد یاسین، چې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۳)  یی د هلمند د والي په توګه دنده پيل کړه وایي: د بنسټیز بدلون له پاره د خلکو مرسته اړینه ده. هغه، چي د هلمند د څه باندې ۹۰ سلنه سیمو د سقوط پر …

نور... »

په هلمند کې د طالبانو له زندانه یو سل و پېنځه بندیان خوشې شول

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کماندو د اووم کندک ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د سره کاریز او ده بابا کلیو په اړوند سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو پر ملاتړ د ۵ ښځو په ګډون …

نور... »

د پکتیا په ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وژل شوی

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال وسلوالو وژلی او یو پولیس ټپي شوی دی.  د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، نن سهار پېنځه بجې د لومړۍ امنیتي حوزې مرستیال او یو پولیس له مرکز ګردیز څخه چوڼۍ نومې سیمې ته د لارې …

نور... »

په غزني، زابل او کندهار کې د شریعت غږ رادیو خپرونو اندېښنې راپارولي

د غزني یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو د شریعت رادیو خپرونې د اندېښنې وړ بولي او له حکومت غواړي، چې ژر یې مخه ونسي. شریعت غږ رادیو له لس کلونو راپدیخوا په غزني کې محدود نشرات درلودل؛ خو اوس پراخ شوي او حتا تر کندهار او زابل ولایتونو اوریدل کیږي. …

نور... »

د غزني له ولسوالیو بېځایه شوي له ستونزو سره مخ دي

ځینې کورنۍ، چې د غزني له ولسوالیو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شوي وایي، د جګړو پر مهال یې هر څه له لاسه ورکړي. د ده یک له ولسوالۍ څخه تښتیدلی محمد حبیب توانیدلي، چې له خپلې میرمن او درې وړو ماشومانو سره له هغه ځایه راووځي. هغه …

نور... »

د هلمندي ځوانانو د سولې پلی کاروان د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی

د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي خوزښت کاروان له کندهار ښار څخه د زابل لوري ته پلی تګ پیل کړی، چي دا مهال د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلي دي. له هلمنده اووه کسانو د کابل پر لوري پلی تګ پیل کړ او غوښتنه يي کوله، چې د جګړې …

نور... »

په کندهار ښار کې موتر بم چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې

د کندهار ښار سیمه ییزو چارواکو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د د غه ښار په ۴ امنیتي حوزه کې موتر بم چاودنه د تونس ډوله موتر پر مټ رامنخته شوې، چې په کې ۵۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د کندهار والي ویاند عمر ځواک …

نور... »

په ګردیز کې د افغان ځواکونو یوه پوسته وسلوالو مخالفانو ونیوله

په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې طالبانو تېره شپه د ګردیز ښار پر منصور پوسته برید کړی او نیولې یې ده. سرچینو په ډاګه کړې، چې په دې برید کې ۴ پولیس وژل شوي او درې نور طالبانو له ځان سره وړي دي. د پکتیا د ولایتي …

نور... »

د غزني په اجرستان کې لسګونه طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ته د رارسیدلیو تازه دمو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۳ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري څرګنده کړې، چې د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو طالبانو له دې ولسوالۍ تېښته …

نور... »