کندهار @ps

د کندهارپه ارغنداب کي د ۳ میليون افغانیو پر لگښت د يوه پله د جوړېدو کارپيل شو

د کندهار مرستیال والي وایي،په دي ولسوالى کي پر څه باندي ٦٤ لويو او وړو پروژو كار روان دى،چي يوه يي هم د ارغنداب ولسوالۍ د پله جوړيدل دي. د دوی په وینا؛ دغه پل په مصرآباد نومې سيمه کي جوړيږي. د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي ددغه پل دپرانيستنى …

نور... »

د هلمند ولايتي شورا د باباجي سيمې ته نه پاملرنه د دې ولايت له خلکوسره جفا بولي

د هلمند ولايتي شورا مرستیال عبدالمجيد اخندزاده وايي، چې باباجي له کلونو وړاندې د لښکرگاه مربوط سيمه ده.   د هغه ّه وینا؛ د دې سیمې د ملکيتونوټولې چارې د لښکرگاه ښاروالۍ پورې تړلې دي اود هغوی لخوا ترسره کيږي.   د ولايتي شورا منشي عطاالله افغان وایي، چې دا …

نور... »

د هلمند د مارجې ولسوالۍ ډېرې سيمې له وسلوالو طالبانو پاکې شوې

د مارجې ولسوالۍ ډېرې سيمې د تېرو دوه مياشتو راپه ديخوا د وسلوالو طالبانوپه ولکه کې وې، چې کابوهره ورځ په کې د ښکېلو خواوو لخوا نښتې هم رامنځته کيدې.   د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنگوايي، په نوموړې ولسوالۍ کې نوي عمليات دوه ورځې وړاندې له کيمپ …

نور... »

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ ناامنې سيمې به ډېر ژر له بشپړامنيت برخمنې شي

نادعلي د لښکرگاه لويديځ ته پرته ولسوالي ده، چې د ناوې اوگرمسيرولسواليوپه څيرترټولوامن سيمه بلل کيده؛ خو په دې وروستيو کې يې ځينې سيمې وسلوالو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.   د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيارعمرجان حقمل وايي؛ نادعلي لښکرگاه ته ترټولونږدې سيمه ده، چې وسلوالو طالبانو …

نور... »

په هلمند كې د طالبانو يو لوى زندان مات شو

وسلوالو طالبانو دا زندان د هلمند د گرشك ولسوالۍ په نهر سراج سيمه كې جوړ كړى و او هغه كسان به يې په كې ساتل، چې په دغه ولايت كې به دوى د جگړې پرمهال نيول او يا برمته كول.   له دې زندان څخه نږدې شپيته كسان خوشي شوي …

نور... »

طالبانو د روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړى- داکتر پخلا

د کندهار د عامي روغتيا رياست وايي، طالبانو ترې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړى ده.   دکندهار دعامې روغتيا ریيس داکتر عبدالقیوم پخلا وايي، چي له تېرو پېنځه کلونو راپه ديخوا ددې ولايت شورابک او ريگستان ولسوالُ د ناامنيو له کبله روغتيايي مرکزونه نه لري.   هغه زیاتوي، …

نور... »

هلمند ته زر نور سيمه ييز پوليس هم منظور شول

د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې زر نور سيمه ييز پوليس دغه ولايت ته د كورنيو او ملي دفاع وزارتونو د گډ پلاوي له سفر وروسته منظور شوى دى.   د هلمند امنيه قوماندانمل پاسوال عبدالرحمن سرجنگ وايي؛ په دغه ولايت كې به سيمه ييزو پوليسو ته درندې وسلې هم …

نور... »

د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې ۶۰ وسلوال طالبان وژل شوي

نوموړې ولسوالۍ کې د ۲۱۵ميوند قول اردود دوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي وايي چې وسله والومخالفينوته یاده شوې مرګ ژوبله د چهارشنبې د ورځې له غرمې وروسته بيا ترنن پورې په مخامخ نښتواوهمدا رازد کورنيواوبهرنيوځواکونوپه هوايي بريدونوکې اوښتې چې په دې لړکې ۴۰نورټپيان شوي هم دي. هغه وايي چې …

نور... »

د هلمند والي هغه گنگوسې رد کړېِ، چې گواکې سنگين سقوط کړی

د هلمند والي د دوشنبې په ورځ خبريالانوته وويل، چې اوس هم پهدي ولسوالۍ کې ټولې ادارې د دولتي ځواکونو په لاس کې دي، جگړه روانه ده اومخالف لوري ته يې درنده مرگ و ژوبله اړولې ده. هغه په ملي شورا کې د هلمند د خلکود استازیواوځينونورواوسيدونکیوهغه ادعاوې رد کړې، …

نور... »

وسلوالو طالبانو تيره شپه د هلمند ولایت سنگین ولسوالي ونیوله

د هلمند دسنگین ولسوالۍ په پوځي اډه کې څه نا څه ۴۰۰ امنیتي پولیس د طالبانو تر محاصرې لاندې دي. په مشرانو جرگه کې د هلمند د خلکو ستازی هاشم الکوزی پېښه تائیدوي او وایي؛ طالبانو دې ولسوالۍ ته غزیدلې ټولې لارې تړلې دي. ځینې گزارشونه وایي، چي د امنیتي …

نور... »

نړيوال بانك د هلمند په بولان كرنيز فارم كې بېلابېلې پروژې پلې كوي

د هلمند د کرنې رياست سرپرست وايي،نړيوال بانك د هلمند په بولان كرنيز فارم كې په ۳۵ ميليون افغانیو بېلابېلې پروژې پلې كوي. د دې پروژوچارې د پنجشنبې په ورځ پيل شوې. د هلمند د کرنې رياست سرپرست حفيظ الله شانوري وايي، په فارم كې د ميوو د ساتنې او …

نور... »

امریکا او بریتانیا په هلمند کې خپلې عملیاتي ډلې ځای په ځای کړي

د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼه وایي، بریتانیا او امریکا په هلمند کې څلور ځانگړې عملیاتي ډلې ځای په ځای کړي دي او تر څنگ یې له افغان محاربوي ځواکونو مستقیم ملاتړ هم ښکاره کړی دی. طالبانو په دې ستراتیژیک ولایت کې د څلور ولسوالیو کنترول په لاس کې اخیستی …

نور... »

په هلمند کې د ولايت په كچه سلگونه روغتيايي پوستې جوړې شوي

په هلمند كې د رضاكارانو ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې ونمانځل شوه. په هلمند کې د افغانستان روزنيزاوپرمختيايي مرکزځايي مسوولمحمد نصيرصابروايي، چې زياتره روغتيآيي خدمتونه ددې ولايت په کچه د رضاکارانوپر مټ ليرې پرتوسيموته غزول شوي اوپه نږدې راتلونکي کي به د روغتيايي رضاکارانولړۍ نوره هم پراخه اوله …

نور... »

په هلمند کې د وسلوالو په وړاندې شپني عمليات بريالي دي

په هلمند کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې له هغې وروسته د شپني عملياتو لړۍ پيل شوه، چې په دې وروستيوکې گڼې مرکزي سيمې د وسلوالو طالبانو ولکې ته ولويدې.   په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورنجنرال معيين فقير وايي؛ له نوروامنيتي ارگانونوسره کلکه همغږي …

نور... »

جگړه او د بهرنيانو مرستې افغانستان پخپلو پښو درولی نشي

د خوست ولایت د جرگو په  تالار کې د فکري بدلون په نوم د يوه ټولنيز بنسټ د پرانستلو غونډه جوړه شوه. د خوست والي په دغه غونډه کې د هېواد روانو حالتو ته په نغوته کې وويل، چې ځوانان د دې وطن جوړونکي دي.   د خوست والي حکم …

نور... »

د هلمند ولایت د برښنا شركت په عوايدو كې ډېروالى راغلى

د ترانسپورت ریاست او برښنا شرکت مسوولينو په یوه خبري ناسته کې د تېرو سل ورځو د كړنو او راتلونكیو پروگرامونو په اړه خلكو اورسنيو ته معلومات وركړل. په هلمند كې د برښنا شركت مسوول نصرت الله قانع وايي،كه څه هم تراوسه هم ډېرې دولتي ادارې د دوى ۱۲۰ ميليون …

نور... »

په افغانستان کې يو ميليون ځوانان بيکاره شوي- سنچارکي

په دې وروستيو کې گڼ شمېر افغانان، چې زياتره يې ځوانان دي، په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته مخه کوي. د دې غيرې قانوني سفرونو يو لامل په هېواد کې په لويه کچه بيکاري بلل کيږي. داجرائيه رييس سلاکار سيدآقا فضل سنچارکيپه خوست ولايت کې د يوې غونډې پرمهال وويل، …

نور... »

په هلمند کې څه نا څه لس زره ماشومان له واکسين پاتې دي

په هلمند کې د واکسين له کمپاين څخه په داسې حال کې زرگونه ماشومان پاتې کيږي، چې د روان کال په لومړيو کې دلتهد گوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه . د دې ولايت د کتلوي معافيت آمر داکترعبدالاحد حازم وايي، چې په تېره مياشت کې ټول ۷۸۲ زره …

نور... »

پوليس په هلمند کې له خپلو پوستو ساتنه كوي او پر نورو سيمو كنترول نه لري

په هلمند كې د پوليسو سرتېري وايي، د هلمند د مارجې ولسوالۍيوازې مرکز، د امنيه قوماندانۍ وداني، د مارجې ليسه او د کمپ په سيمه کې د عامه نظم د کنډک وداني د امنيتي ځواکونوپه ولکه کې دي.   د عامه نظم کنډک سرتېری احمدوايي، چې د کنډک د تاسيساتو …

نور... »

پاکستانیو ناروغو چرگانو په خوست کې د ٤٠٠ فارمونو کار و بار اغېزمن کړی

په تېرو څو كلونو كې د هېواد پانگوالو په بېلابېلو برخو كې پانگونه وكړه، چې ځينې يې د دولت د نه ملاتړ له کبله له ستونزو سره مخ دي.   په خوست کې د چرگانو د يو شمېر فارمونو  مسوولين وايي، په دې ولایت کې اوسڅه نا څه ٤٠٠ د …

نور... »