عاجل خبرونه

کندهار @ps

ولسمشر د خپلو ژمنو په پلي كولو كې پاتې راغلى

دلوموړي ځل له پاره د کندهار، روزګان، زابل او هلمند ولايتونو د ولايتي شورا ګانو دهمغږۍ غونډه په کندهار کي جوړه شوه، چې موخه يي له دولت سره په امنيتي برخه کي مرسته ښودلې ده.  دوي، چي د پنجشبى په ورځ په ياده غونډه کي خبري کولې وويل: دولت په …

نور... »

لاریونوالو د لوګر د ولایتي شورا مرستیال د دولتي ځمکې پرغصب تورن کړ

 د لوګر په مرکز کې لسګونه لاریونکوونکیو د ولایتي شورا مرستیال قسیم خوشیوال د سلګونه جریب  دولتي ځمکې پر غصب تورن کړ. دغه شاوخوا دوه سوه لاریونکوونکي هغه کسان دي، چې له پاکستان څخه تازه  را ستانه شوي دي. دوي وایي، دولت ورته په خوشي ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي …

نور... »

د روزګان او کندهار تر منځ د لويې لار د خلاصولو عمليات روان دي

د کندهار مرستيال والي وايي، له تېرو درې ورځو راپه ديخوا د وسلوالو طالبانو پرضد امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي، چي په کې سیمه پاکه شوې؛ خو ماينونه د دې لامل شوي، چي لاره پوره  خلاصه نه شي. له تېرو پېنځه ورځو راپه ديخوا د کندهار او روزګان ترمنځ لويه …

نور... »

په پکتيا کې د وسلوالو اکمالاتي لارې بندې شوې- جنرال ځدراڼ

که څه هم د هېواد د سويل ختيځ په يو شمېر ولسواليو کې وسلوال طالبان ډېر فعال دي؛ خو په دې وروستيو کې ترې د مخامخ جګړو خبرونه کم ورکول کيږي. د پکتيا امنيه قوماندان جنرال قادرګل  ځدراڼ په ډاګه کړې، چې، ځواکونه يې پياوړي شوي او د وسلوالو د …

نور... »

د روزګان ولایت د لویې لارې د خلاصولو په موخه جګړه پیل شوې

افغان امنیتي ځواکونه د روزګان د لویې لارې د خلاصون له پاره له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل شوي دي. افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې د روزګان مرکز ترینکوټ ته د غزېدلې لویې لارې د پاکولو له پاره مرستندوی ځواک استول شوی او دغه ځواکونه له …

نور... »

په خوست کې ځنګل وهونکي نیول شوي- والي

د خوست ولایت چارواکي وايي، د سپېرې او تڼیو د ولسوالیوترمنځ په اړوند سیمه کې یوولس کسان د ځنګلونو د وهلو په تور نیول شوي دي. د خوست والي حکم خان حبیبي رسنیوته وویل، چې دا کسان د ده په امر د چارواکو له خوا نیول شوي او دوسیې به …

نور... »

کمندو ځواکونو په هلمند کې ۲۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هلمند کې د کمندو ځواکونو په ۱۲ ساعته عملياتو کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او۱۰ نورټپيان دي. په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معيين فقيروايي، چې دا عمليات د جمعې په ورځ د نادعلي ولسوالۍ اړوند سيمو او باباجي حوزه کې …

نور... »

د خوست اوسېدونکي: که غوښتنې مو ونه منل شي، د ارګ مخې ته به خېمه ولګوو

د خوست ولايتي شورا رييس وايي، که حکومت د خوستيانو غوښتنو ته ځواب ونه وايې، د ارګ مخې ته به خيمه ولګوي.  د خوست يو شمېر قومي مشرانو، د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړيوپه یوه ګډه ناسته کې د حکومت دواړو رهبرانو ته د ټاکنيزو کمپاينونو ژمنې وريادې کړې. …

نور... »

په هلمند ولایت کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د  اړوند امنيتي پوستې ۳ پوليس وژل شوي او څلورنور ټپيان دي. د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي، چې په ياده سيمه کې د دوشنبې په شپه د وسلوالو طالبانو لخوا کمين نيول شوی و، چې په کې دری پوليس وژل شوي او …

نور... »

وسلوال مخالفين خپل ډېر عوايد د رخام ډبرې له کان څخه ترلاسه کوي

د هلمند ولايتي شورا وايي، د رخام ډبرې له كان څخه اتيا سلنه عوايد وسلوال طالبان او لس سلنه نور يې دولت ته ځي. د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل وايي، هره ورځ په دې کان کې ناقانونه کيندنې کيږي او د مخنيوي له پاره یې هم ګام نه …

نور... »

په فراه كې ۱۰۰ زدكوونكې مسومې شوې

رپوټونه وايي، چې نن سهار د فراه ښار د باغ پل د نجونو ښوونځي زدكوونكې مسمومې شوې او روغتون ته ليږدیدلې دي. د فراه د ولايتي روغتون داكتران وايي، تراوسه له دې ښوونځي څخه ۱۰۰مسمومې زدكوونكې ورته ليږدول شوې دي. د دغه ښوونځي زدكوونكې وايي؛ كله، چې تفريح ته راووتل، …

نور... »

په لوګر کې د طالبانو پوځي مسوول ملا رحیم وژل شوی

د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت د مرکز پل علم له پاره د طالبانو پوځي مسوول ووژل شو او د هغه دوه ملګري يې نيولي دي. د لوګر والي وياند سليم صالح ويلي، چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د پل علم په باري دښته کې د پل …

نور... »

زابل ولايت له بد امنيتي وضيعت سره مخ دى- حق بیان

د زابل د ولایتي شورا رییس وايي، په دي ولايت کي له  تېرو څو ورځو راهيسي د وسلوالو خوځښتونه زيات شوي او د ولايت د مرکز په ګډون ټولي ولسوالۍ له امنيتي ګواښ سره مخ دي. د زابل د ولایتي شورا ری ییس عطاجان حق بیان وايي، د تېرو دري …

نور... »

په لوګر کې د ولسي جرګې د غړي سخي مشواڼي پر ضد لاریون شوی

د لوګر ولایت سلګونه اوسیدونکیو  په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د استازي سخي مشواڼي پر ضد لاریون کړی. لاریون له محمد آغې ولسوالۍ پیل شوی او تر مرکز پل علم پورې یې دوام وکړ، چې د ولایتي شورا غړیو او سلګونه لوګریانو په کې ګډون کړی و. د …

نور... »

د غزني له پاره د طالبانو والي د خوست په ګربز ولسوالۍ کې نيول شوی

د ملي امنيت رياست وايي، چې د غزني له پاره د طالبانو لخوا نومول شوى والي د خوست ولايت په ګربز ولسوالۍ کې نيول شوی. د دغه رياست په خبرپاڼه  کې راغلي؛  قاري يوسف نومی، چې د طالبانو له خوا د غزني له پاره د والي په توګه نومول شوى …

نور... »

د زابل په شاجوی ولسوالى کې شل ښوونځى تړل شوي

د زابل ولایت چارواکي وايي، چې طالبانو په هغو سيمو کې ښوونځي تړلي، چي دولتي حاکميت یې کمزورى دى. د زابل د شاه جوي ولسوالۍ د سيمه یيزو پوليسو قومندان وایي، له تېرو درې ورځو راهیسي د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې، چې د دولت د وسلوالو مخالفینو تر …

نور... »

په لوګر کې د ترورستانو درې پټنځایونه ښکاره شول

د افغانستان ملي امنیت لوی ریاست په لوګر ولایت کې د ترورستانو د ۳ پټنځایونو له ښکاره کولو خبر ورکړ . په هغه خبر پاڼه کې، چې د دغه ریاست رسنیز دفتر خپره کړې راغلي، چې د دغه ریاست کارکوونکیو د لوګر ولایت په ازره او خوشي ولسوالیو کې د …

نور... »

په هلمند کې پر شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي

په هلمند ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ریيس وايي، چې سږکال هم د تېرو کلونو په شان پر شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي؛ خو تر اوسه پورې يې د له منځه وړلو له پاره ګام نه دی پورته شوی. له نشه يي توکوسره د مبارزې …

نور... »

په هلمند کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ۵۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د دوشنبې په سهار شاوخوا نهه بجې د هلمند د واشيرولسوالۍ اړوند د دلخک په سيمه کې  یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې ده. د هلمند د ترانسپورت ریيس عبدالغفور توخی وايي، چې په دې پېښه کې د صدابهارشرکت اړوند ۳۰۳ موتر، چې له نيمروز څخه د کندهار پر لور …

نور... »

د ميدان وردګ والي حيات الله حيات په هلمند کې والي شو

د ولسمشرد فرمان له مخې، د ميدان وردګ اوسنى والي حيات الله حيات د هلمند والي په توګه ټاکل شوى دى. د ولسمشر په دې فرمان کې، چې درې ورځې مخکې خپورشوی؛ راغلي،  چې د سيمه ييزو ارګانونو په وړانديز د حيات الله حيات تبديلي د هلمند والي په توګه …

نور... »