عاجل خبرونه

کندهار @ps

په هلمند کې امنيتي چارواکو ته د خلکو همکارۍ اړینه شوې

په هلمند کې امنيتي چارواکي د امنيت په ټينګښت کې د خلکو همکارۍ اړینه بولي. که څه هم، چې په هلمند کې اوس وسلوالطالبانله اختر وروسته د درندو جګړو له پاره چمتوالی نيسي؛ خود هلمند امنيه قومندان وايي؛ پلان لرو، چې په نږدې راتلونکي کې د دې ولايت په ټولو …

نور... »

په هلمند کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو درې کسیزه ډله نیول شوې

چارواکو په ډاګه کړې، چې په هلمند کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو درې کسیزه ډله نیول شوې. د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې مشري نعمت الله کوي او په لښکرګاه ښار کې د ځانمرګو بریدونو د پروګرام جوړولو پر مهال د …

نور... »

طالبانو د فراه ولایت د خاک سفید په اړوند سیمه کې دوه کسه په دارځړولي

  وسلوالو طالبانو په فراه كې د ملي امنيت يو كارکوونکی او يو ملكي وګړى له وژلو وروسته په دارځړولي دي. د فراه د امنيه قومندانۍ امنيت آمر محمد غوث ماليار وايي، د ملي امنيت يو پخوانى كارکوونکی، چې د فراه د شيب كوه ولسوالې د ملي امنيت پخوانى مدير …

نور... »

په روژه کې د بيات بنياد د مرستو لړى غزني ته ورسيده

په روژه کې د بیات بنیاد په مرستو کې اوړه ، غوړي ، وريجې، مالكه، چاى او د ماشومانو له پاره ځواکمن خوراکي توکي د شامل دي، چې پر بېوزلو كورنيو ووېشل شول. په غزني کې ځوانې او زړې ښځې له بېوزلۍ او فقر له لاسه ځوريږي او په دې …

نور... »

د لوګر د پورک سیمې د نجونو لیسه د طالبانو له ګواښ سره مخ شوې

په لوګر کې د پورک سیمې د نجونو لیسې زدکوونکیو او ښوونکیو ته طالبانو ګواښ کړی، چې ښوونځي ته له تلو ډډه وکړي. د لوګر د پوهنې رییس محمد اکبر ستانکزی وایي، چې دغه ښوونځی د لوګر د مرکز پل علم د پورک سیمې په هغه ځای کې پروت دی، …

نور... »

د هلمند پوهنتون ځمكه له غصب سره مخ ده

د هلمند پوهنتون مسوولين او مدني فعالان وايي، محلي ادارې دپوهنتون د ځمكې په ورسپارلو او نورو پرمختيايي برخو كې دپام وړ مرسته نه ده كړې.  د هلمند پوهنتون رییس پوهنيار سورګل وايي، د پخواني ولسمشر حامد كرزي پر مهالپه لښكرګاه ښار كې ۷۵جريبه ځمكه ځانګړې شوې وه؛ خو تراوسه …

نور... »

غزني ته د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د عملیاتو پر مهال دغه ولایت ته نومول شوی والي ملا قاسم له خپلو درې تنو ملګرو سره ووژل شو شو او دوه نور ټپیان دي. رسنیو ته د …

نور... »

مونږ اوس د وسلوالو طالبانو په وړاندې کمينونه نیسو- مل پاسوال کینتوز

اوس، چې د ګرمۍ موسم دی ورسره په څنګ کې د هلمند ولایت د وسلوالو طالبانو او دولتي  ځواکونو تر منځ جګړې هم له پخوا ډېرې شوې دي. د هلمند امنيه قوماندان وايي، دا، چې د امنيتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې کچه راټيټه شوې وي؛ مونږ د کمينونو په …

نور... »

طالبان د هلمند په شمالي ولسوالیو کې خپلې لیکې پیاوړې کوي

د هلمند په شمالي ولسواليو کې وسلوالو طالبانو خپلو ليکو ته د خلکو په جلب و جذب لاس پورې کړی اوخلکو ته وايي، چې د جګړې پرمهال نيول شوې وسلې، مهمات او نورامکانات دوی ته ورکوي، چې په همدې نوم ځوانان د جنګ ليکو ته جلبوي.  د هلمند ولایتي شورا …

نور... »

د فراه په ګلستان کې طالبان د واکسینو مخنیوی کوي

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي، چې تېر کال په کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ د واکسین له روان پړاوه پاتې شوه.   د فراه ولایت مرستیال والي محمد یونس رسولي رسنیو ته  ویلي، چې طالبان په اړوند سیمه کې د واکسینو د پلي کولو مخه …

نور... »

د هلمند په مارجه کې نوې امنيتي پوستې د جوړیدو په حال کې دي- جنرال کینتوز

امنيتي مسوولين وايي، چې د خنجرعملياتو لومړۍ مرحله پای ته رسيدلې او د دې عملياتو په دوه یم او درېيم پړاو کې به د مارجې د نورو سيمو تر څنګ د نادعلي او باباجي سيمې تر دولتي حاکميت لاندې راوستل کيږي، دوی همدا راز په يادوشويو سيمو کې ځمکني ماينونه …

نور... »

د کندهار- روزګان ترمنځ لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانستل شوه

د کندهار روزګان لويه لار، چې شاوخوا پېنځه څلويښت ورځي د ترافيکو پرمخ د وسلوالو طا لبانو له لوري تړل شوې وه، تېره ورځ پرانيستل شوه. د کندهارد شاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قومندان باچا خان وايي، چې تېره  ورځ د کندهار روز ګان ترمنځ لويه لار وروسته له سختو عملياتو …

نور... »

په لوګر کې بریدګرو د نوي څارنوال په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ و ژوبله اړولې

 نن یکشنبه(د غبرګولي۱۶) له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې درې وسلوالو، چې په وسلواو  ځانمرګو واسکتونو سبمال ول د لوګر ولایت پراستناف محکمې برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول. امنیتي چارواکو ویلي، چې برید د درې تنو وسلوالو په وژل کیدو پای ته رسید …

نور... »

په زابل کي طالبانو يوه ښځه او دوه نرينه په دورو وهلي او يو بل يې قصاص کړی

وسلوالو طالبانو تېره ورځ د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کي يوه ښځه او دوه نرينه په عام محضر کي په دورو وهلي او يو بل يې قصاص کړی دی. د شاه جوی ولسوالۍ اوسيدونکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ د جعفرو په سيمه کي په سل گونه …

نور... »

د كندهار په دوه ولسواليو كې د ګوزڼ پرضد واكسين نه كيږي

د كندهار د عامې روغتيا رييس وايي، له ريګ او شورابك ولسواليو پرته د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو كې د ګوزڼ واكسين پلي كيږي؛ خوسږ كال په شاولي كوټ ولسوالې كې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې ده. د کندهار د عامي روغتیا ریيس وايي، د دې ولايت شورا …

نور... »

په فراه كې له يوې ترافيكي پېښې ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپيان دي

د فراه د امنيه قومندانۍ امنيت آمر محمد غوث ماليار وايي، دا پېښه  تېر ماښام د فراه د بالابلوك په ولسوالې كې رامنځته شوې ده. هغه زیاتوي، يو بس،  چې له كابله _هرات ته روان و له سړك چپه شوى دى. د فراه د عامې روغتيا رييس عبدالجبارشايق وايي، د …

نور... »

په زابل كې خبريالانو ته د والي له خوا ګواښونه شوي

په دي وروستيو کېد سويلي ولايتونو خبريالانو ته کاري ساحه تنګه شوى او دکار په وړاندي يي د وسلوالو مخالفينو ترڅنګ  دولتي چارواکي هم  ستونزي جوړوي. په دغه ولايت كې دعالم ميډيا خبريال لعل جان وايي،والي د مرکى کولو وخت نه ورکوي او ټولو ادارو ته يي لارښوونه كړې، چي …

نور... »

په هلمند کې د نالوستو افسرانو له کبله امينتي ستونزې ورځ تربلې ډيرېږي

د هلمند  د پوليسو چارواكي وايي،  د يو شمېرنالوستو افسرانو د نه وړتيا له کبله په دغه ولايت كې امينتي ستونزې ورځ تربلې ډيرېږي. په دې ولايت کې وروسته له هغې د پوليسو د مسوولينو او د هلمند د ځينو وکيلانو ترمنځ هغه مهال ناندرې راپورته شوې، چې څو ورځې …

نور... »

د هلمند امنيه قومندانۍ امنيت آمر په چاودنه کې ټپي شو

د هلمند امنيه قومندانۍ امنيت آمر غلام جيلاني خروټی نن په مارجه ولسوالې كې له يوي چاودنې ټپي شو. د هلمند امنيه قومندان جنرال آقا نور كينتوز وايي،  په غلام جيلاني خروټي نن يوولس بجې د ماين چاودنه شوې، چې يو ساتونكى يې وژل شوى؛ دى او يو بل ساتونكى …

نور... »

د هلمند مرکز لښکرګاه د سقوط له ګواښ سره مخ شوی

د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګاونډ کې د يکشنبې له شپې راهیسې د وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي. د هلمند د ولايتي شورا ریيس محمد کریم اتل وایي، که په را روانو۴۸ ساعتونو کې دې ولايت ته نورامنيتي سرتېري را ونه لیږل …

نور... »