عاجل خبرونه

کندهار @ps

په پکتیا کې وسلوالو طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري میرمن او زوی وژلي- عبدالله حسرت

د پکتیا والي ویاند آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کې وسلوالو طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتېري میرمن او زوی وژلي دي. د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاته کړې، چې د …

نور... »

په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر …

نور... »

په غزني کې ناڅرګندو وسلوالو یو زیارت ته چاودنه ورکړې

په غزني ولایت کې ناڅرکندو وسولوالو تېره شپه یو زیارت پر ماینونو ویجاړ کړی دی. د غزني والي ویاند عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې ناڅرکندو وسلوالو د عبدالواحد زیارت، چې پر شمس العارفین شهرت لري پر چاودیدونکیو توکو الوځولی دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ …

نور... »

په غزني کې د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي

په غزني کې د ائتلافي ځواکونو پر هوایي بریدونو د یو ماین جوړوونکي په ګډون۷ طالبان وژل شوي دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دغه طالب جنګیالي د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په څلور هوایي بریدونو کې تېرمازیګر( د غویی ۷) …

نور... »

په لوګر ولایت کې ۷۹۰ کیلو ګرامه ګرمه چرس ونیول شول

د لوګر ولایت پولیسو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې پولیسو ۷۹۰ کیلو ګرامه ګرمه چرس کشف او دری تنه وسلوال ساتونکي یې ووژل شول. د لوګر ولایت امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص تېره ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد عملیات تېره شپه د …

نور... »

په غزني کې د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي

په غزني ولایت کې د ګډو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې، چې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو له هوایي ملاتړه برخمن ول؛ د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي. د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي؛ دغه عملیات د غزني ولایت د مرکز په ګډون …

نور... »

په غزني کې ۹ طالبان وژل شوي او له زندانه یې لس بندیان خوشې شوي

د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې ځانګړیو امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ د لیلیزي او واله و تواله په اړوند …

نور... »

د اسلامی تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني شپږمه کلیزه ونمانځل شوه

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، په دې ولایت کې د اسلامي تمدن ډېر تاریخي آبدات بیا ورغول شول او د غزني موزیم ودانۍ هم پرانیستل شوه. د غزني سلګونه اوسیدونکيو د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه د غزني د نومولو شپږمه کلیزه د یو لړ مراسمو …

نور... »

ملي امنیت ځواکونو په خوست کې دوه ځانمرګي وژلي

د خوست ملي امنیت عمومي ریاست وایي؛ د دې ریاست ځواکونو دوه کسه ځانمرګي بریدکوونکي وژلي، چې غوښتل یې په خوست ښار کې بریدونه تر سره کړي. سرچینې زیاته کړې، چې د دې ریاست ځواکونو له پېژندلو وروسته وڅارل شول او تېره شپه ۷ بجې یې د تویشي پله تر …

نور... »

د پکتیا په ګردیز ښار کې ۱۳ زره کورنۍ له برښنا بې برخې پاتې دي

د پکتیا اوسیدونکي وايي، لدې ولایت سره د نښلول شوې برښنا کال پوره شو؛ خو د ګردیز ښار او د اړوند کلیو اوسیدونکي ترې بې برخې پاتې دي. یو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پرانستې ترڅنګ له پکتیا سره …

نور... »

په هلمند کي د شپنيو عملياتو په غبرګون کې لسګونه کسانو لاريون وکړ

د هلمند والي د څرګندونو له مخې؛ دوه شپې وړاندې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر په دښت سیمه کې شپني هوایي عملیات ترسره شوي، چې په کې د القاعده ډلې دوه غړي ملا یاسر او ملا جابر وژل شوي او څلور نور، چي دوه ښځي دي له القاعده …

نور... »

په پکتیا پوهنتون کې د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

په پکتیا پوهنتون کې د ۵۰ ميليون افغانيو پر ارزښت د غونډو او کنفرانسونو د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ورزشي لوبو او سياليو پر وخت به هم د دغه ولايت ورزشکاران ترې ګټه واخيستلی شي. دغه تالار، چې …

نور... »

حکومت او طالبان دې خپل بریدونه ودروي- د خلاصون شورا

د افغانستان د خلاصون شورا مشر د پکتیا د قومي مشرانو او سپین ږیرو په ناسته کې له حکومت او طالبانو وغوښتل، چې د سولې له روانو مذاکراتو دې ګټه واخلي او د دایمي سولې لپاره دې یو او بل وزغمي. د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر آغا، …

نور... »

ملي امنیت په هلمند کې ۶ وسلوال طالبان نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د ۶ وسلوالو طالبانو له نیولو خبر ورکړی دی.  د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت  په نهرسراج ولسوالۍ کې د حاجي امان الله( شبیر) پر مرکز برید کړی او د …

نور... »

زلمي خلیلزاد په کندهار کې هم د بېلابېلو فعالانو اندونه واوریدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ( د وري ۱۳) کندهار ته په خپل سفر کې د سولي په اړه د دې ولایت د قومي مشرانو، فعالو میرمنو، د مدني ټولنو د استازیو، ولایتي شورا او دیني عالمانو نظرونه واوریدل.   …

نور... »

د کندهار په تخته پل کې د کوکنارو ځاى د پستې باغونو او زعفرانو نيولى

د تخته پل ولسوالۍ مسوولين وایي، چې د بديلو کښتونو د ترويج له برکته اوس په دې ولسوالۍ کې کوکنار نه کرل کیږي. تخته پل ولسوالي د کندهارښارختیځ ته په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په کې د سویل په کچه ډېر نشه یې توکي تولیدیدل؛ خو تازه په …

نور... »

په غزني کې د یوه ښونځي ۲۱ زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي پر ودانۍ د هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله څلور ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپیان دي.  د غزنی والي ویاند محمد عارف نوري وایي، دا مرمۍ نن له غرمې مخکې د اندړ ولسوالې د ملا نوح بابا …

نور... »

په پکتيا کې د سولې ځغاست سيالي تر سره شوه

د دوشنبې پر ورځ( د وري ۵)  د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د دې ولایت د ورزشي آمريت لخوا د سولې تر نامه لاندې د ځغاستې(منډې) سيالي تر سره شوه.  په ياده سيالۍ کې د يو شمېر ورزشي فدارسيونونو او ادارو شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو او ځوانانو برخه اخيستې وه. …

نور... »

د هلمند د برښنا په پروژه کې ۴۵ میلیون دالر فساد شوی

په هلمند کي  مدني فعالان وايي؛ د برښنا په هغه پروژه کې پراخ فساد شوى، چي له کجکي ولسوالۍ څخه د ۴۵ میلیون امریکایې دالرو پر ارزښت د نويو ستنو اومزیو لپاره پيل شوې وه. مدني مخکښ عبدالخالق ځواکمن وایي، چې دغه مزي د اوسنۍ برښنا د لیږد وړتیا نلري. …

نور... »

د امریکا استازی خلیلزاد د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له استازيو سره وغږیده

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روسیې، چین او اروپايي اتحادیې له استازیو سره د سولې او امنیت په اړه د وري پر لومړۍ او دوه یمې نېټې، چې د مارچ له یویشتمې او دوه ویشتمې سره …

نور... »