عاجل خبرونه

کندهار @ps

د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د ځانمرگي برید مخه ونیول شوه

د افغانستان ملي امنیت، د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د یو ځانمرگي برید مخه ونیوله. په هغه خبر پاڼه کې، چې دغه ریاست خپره کړې راغلي؛ یو برید کوونکي، چې غوښتل یې د دې ولایت امنیتي ځواکونه تر خپل برید لاندې راولي، ونیول شو. خبرپاڼې په ډاگه کړې، چې …

نور... »

د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى

په هلمند کې چارواکي وایي، د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى. پوره يو کال وړاندې له هلمند څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم په دې ولايت کې وسلوالو مخالفينو په خپلو فعاليتونو کې ډېروالی راوست، چې دادي په دې وروستيوکې د هلمند مرکزي سيمو …

نور... »

د غزني د گیلان ولسوالې امنیه قومندان لطف الله کامرانی له یوې چاودنې روغ ووت

د غزنی امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امیري وایي، چې دا برید نن غرمه د گیلان ولسوالۍ په بازار کې شوی او موخه یې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان لطف الله کامرانی و، چې زیان ورته نه دی رسیدلی؛ خو اووه ملکي وگړي ټپیان شوي دي. سرچینه وایي، بریدگر پلی و. …

نور... »

پاکستان اوس هم د سولي په خبرو کي رښتنى نه دى-جنرال عبدالرازق

په افغانستان كې د سولې د ټينگښت په اړه د خلكو هيلې ډېرې شوي، چې گڼې د پاکستان، چين او امريکا په منځگړيتوب به په افغانستان کي د سولي خبري ښي پايلي ته ورسيږي؛ خو تراوسه هم د پاكستان په رښتينولۍ شكونه شته. د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق …

نور... »

په خوست کې چاودنې یو تن وواژه او پېنځه نور ټپیان دي

نن غرمه د خوست ښار د لودیځې څنډ په یوه سرای کې چاودنه شوې ده.  ویل کیږي؛ ماین ته پر ریموت چاودنه ورکړشوې، چې د یوه درملتون مخې ته ایښودل شوی و.  د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايي، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی …

نور... »

په لوگر ولایت کې ۷ داعشیان نیول شوي او د هغو ۳ پټنځایونه په ډاگه شول

د لوگر ولایت د ازرې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو گډ عملیات تر سره شول، چې په کې د وسلو او مهماتو ۳ پټنځایونه په ډاگه شوي او ۷ تنه داعشیان نیول شوي دي. ویل کیږي، چې د وسلو او مهماتو دغه پټنځایونه …

نور... »

د سپین بولدک پر کمیسارۍ برید د ۳ بریدگرو په وژل کیدوپای ته ورسید

وسلوالو بریدگرو نن له غرمې وروسته(دوشنبه د سلواغې ۵) د کندهار ولایت د سپین بولدک پر سرحدي کمیسارۍ برید وکړ. د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وایي، نښته د ۳ بریدگرو په وژل کیدوپای ته رسیدلې ده. د نوموړي په وینا؛ په دې نښته کې، څو شېبې روانه وه؛ پولیسو …

نور... »

د خوست پخوانیو مجاهدینو له دولت څخه د سولې په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

په خوست کې د مجاهدينو سرتاسري شورا په يوه غونډه کې، چې يو شمېر پخوانيو جهادي قوماندانان، ديني عالما او قومي مشران یې برخوال ول؛ له وسلوالو طالبانو سره یې د سولې له خبرو ملاتړ اعلان کړ. د مجاهدنيو سرتاسري شورا مشرمولوي محمد سردار ځدراڼ وايي، په خوست کې ځينې …

نور... »

د کجکي د برښنا پروژې چارې بيا په ټپه دريدلي

د هلمند کجکي ولسوالۍ ته درېيم توربين د نصب له پاره کلونه وړاندې په سختوحالاتو کې وليږدول شو؛ خو چارې يې تېرکال پيل شوې. د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل وايي؛ دې پروژې ته، چې اوس يو ځل بيا ۳۰۰ میليون امريکايي دالر ځانگړي شوي. د ولايتي شورا مرستيالعبدالمجيد …

نور... »

په پکتیکا ولایت کې پاکستانيو تاسیساتو جوړولو خلک اندېښمن کړي

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انگور اډه کې د پاکستانيو تاسیساتو جوړولو؛ د سیمې عام خلک او په ولسي جرگه کې د دې ولایت استازی اندېښمن کړي دي. دوی وایي، پاکستانيو پوځیانو له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د ډیورند د کرښې پر اوږدو د تاسیساتو جوړول پیل کړي …

نور... »

د كندهار- هرات پر لویه لار په يوه ترافيكي پېښه کي څلور تنو ژوند له لاسه وركړى

د كندهار_ هرات پر لویه لار د كندهار په ميوند ولسوالې كې له يوې ترافيكي پېښې څلور تنو ژوند له لاسه وركړى دی. د كندهار والي وياند صميم خپلواك وايي، چې نن غرمه يو ۳۰۳ بس او یو تونس موتر د تورې پوستې په سيمه كې وجنگیدل، چې له کبله …

نور... »

حکومت د زابل تاریخي سیمو ته پاملرنه نه کوي- زابلیان

د زابل ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، د دې ولایت تاریخي ځایونه د له منځه تلو په حال کې دي؛ خو مرکزي حکومت په ياده برخه کي له تېرو ١٥ کلونو راهیسې هيڅ هم نه دي کړي. د زابل ولایت اوسيدونکي مرکزي حکومت او اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ددې ولایت …

نور... »

د ديورند کرښې دواړو غاړیو ته افغانان په ښکاره وژل کيږي- خوستیان

د تېرې چهارشنبې په ورځ په خيبر پښتونخوا کې د پاچاخان پر پوهنتون او په کابل کې د کابورا پروډکشن پر موټر بريدونه وشول. په خوست کې يو شمېر مدني فعالانو او قومي مشران پر پاچاخان پوهنتون او په افغانستان کې پر ملکي خلکو بريدونه وغندل. د خوست مدني فعال فيض …

نور... »

په خوست کې د خوشال بابا فکري بهير پرانستل شو

د خوشال بابا فکري بهير د افغان ملي غورځنگ له لوري پرمخ وړل کيږي او هره اوونۍ نوبتي غونډې لري. افغان ملي غورځنگ د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د خوشال بابا فکرِ بهير غونډې لري، چې دا لړۍ په خوست کې هم پيل شوه. د افغان ملي غورځنگ غړى …

نور... »

په هلمند کې لسگونه جنگ ځپلي كورنۍ له مرستو برخمنې شوې

په هلمند کې له لسگونو جنگ ځپليو كورنیو ته د ملگروملتونود ماين پاکۍ پروگرام لخوا مرستي چمتو شوي، چې د دوشنبې په ورځ د سرې مياشتې لخوا ووېش شوې. دغه مرستې، چې په کې ۳۰ قلمه خوراکي توکي او نورد کورسامان آلات شامل دي ۶۳ هغو کورنیو ته ورکړشوې، چې …

نور... »

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي ماين چاودنې درې ملکي وگړیو ته مرگ و ژوبله واړوله

د کندهار والي وياند صميم خپلواک وايې، چي چاودنه نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ د مندوزو مانده په سيمه کي د ملکي وگړیو پر تونس موتر رامنځته شوې ده.   خپلواک وايي، چي ماين د طالبانو له لوري ځای په ځای شوی و، چي د چاودني پر مهال …

نور... »

د هلمند د گرشک ولسوالۍ په جگړه كې ۳۷ وسلوال طالبان وژل شوي

په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردود عامه اړيکومسوول ډگرمن محمد رسول ځاځی وايي، چې دا نښتې ددې ولسوالۍ په ده آدم خان سيمه کې پرون پيل شوي، چې ترمازديگرپورې يې دوام درلود.   د نوموړي په وینا؛په دې نښتوکې نړيوالو ځواکونوهم هوايي بريدونه کړي، چې ۳۷ وسلوال …

نور... »

د كندهار په خاکریز كې يو پوليس خپل څلور ملگري وژلي

د كندهار والي وياند صميم خپلواك وايي، چې د دغه ولايت د خاكريز ولسوالۍ په يوه پوسته كې څلور پوليس وژل شوي؛ خو نور جزيات نه وركوي. يوه بله امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي؛ تېره شپه د دې ولسوالۍ د سلامي غره د سیمې په …

نور... »

د خوست ولایتي شورا د هوايي ډگر پر نوي قرارداد نيوکې لري

د خوست ولایتي شورا غړي د خوست نړیوال ملکي هوايي ډگر پروژې د قرارداد په بیا پيل نيوکي لري. وروسته له هغې، چې تېره اوونۍ آريانا نيوز د خوست هوايي ډگر پروژې د ځنډ په اړه رپوټ خپور کړ؛ خلکو يې هر کلى وکړ. د خوست ولايتي شورا غړي حبيب …

نور... »

د هلمند څلويښت سلنه سيمه له وسلوالو طالبانو سره ده

د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي، چې د جگړو له توديدوسره سم لسگونه ځله لوړپوړي امنيتي پلاوي دغه ولايت ته راغلي؛ خو له دې سره سره د دې ولايت امنيتي حالت مثبت بدلون نه دی موندلی او ورځ تربلې د خرابيدو په حال کې دی.   د ولايتي شورا …

نور... »