کندهار @ps

دولت غواړي د هلمند نيمه برخه طالبانو ته وسپاري- قومي مشران

په هلمند كې داسې ګنګوسې دي، چې دولت غواړي په يوه سياسي معامله كې د دغه ولايت نيمه برخه طالبانو ته وسپاري. دې آوازو د هلمند ولايتي شورا، قومي مشرا ن او مدني فعالان اړ كړل، چېپه دې اړه تند غبرګون وښيي. دوى وايي؛ که دولت غواړي، چې له طالبانو …

نور... »

په خوست کې د نيالګيو کینولو بهير پيل شو

د نوي کال په رانږدې کيدو د نورو ولايتونو ترڅنګ په خوست کې هم د نيالګيو کینولو بهير پيل شو. دا پروګرام د كرنې رياست له خوا پيل شوى او ٤٥ زره نيالګي به پر خلکو ووېشل شي. د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، سږ کال په پلان کې …

نور... »

د هلمند د سنګين ولسوالۍ لسګونه پوليس له طالبانوسره د تړاو په تورنيول شوي

د هلمند د سنګين ولسوالې د امنيه قوماندانۍ د سرپرست په ګډون دېرش پوليس د ملي اردو او نړيوالو ځواكونو له خوا د طالبانو په شك نيول شوي دي. په سنيګن ولسوالې كې ځينې سرچينې وايي، چې دغو كسانو غوښتل ولسوالي وسلوالو طالبانو ته تسليم كړي. د هلمند امنيه قوماندان …

نور... »

په خوست کې د نشه يي توکو د قاچاق او جنايي پېښو په تور ٩ کسان نيول شوي

د خوست پوليس چارواکي وايي، د نشه يي توکو د قاچاق او جنايي پېښو په تور ٩ کسان نيول شوي دي. د خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت وايي، له قاچاقچيانو سره ٢٠ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه وسلې تر لاسه شوي دي. نوموړى له خلکو غواړي، چې د …

نور... »

د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د تېرکال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي

ګرمسيرد هلمند له ټولو پراخه او د امنيت له پلوه ډاډمنه ولسوالي ده، چې پراخې کرنيزې ځمکې لري. د دې ولسوالۍ کروندګر وايي، له يوې خواكرنيز محصولات په بازارکې په ټيټه بيه پلورل کيږي، د كښت لګښتونه لوړدي او له بلې خوا د بيکارۍ کچه لوړه او د پرمختيايي پروژو …

نور... »

که په غزني کې سیمه ییز پولیس تجهیز نه شي، وېشل کیږي

دغزنی سیمه ییز پولیس وايي، چې د تجهیزاتو د نه شتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي؛ خو که حکومت یې ستونزې حل نه کړي؛ نو دا لړي به په ددې ولایت کي پای ته ورسیږی. د وسلوالو طالبانو پرضد لومړنی پاڅون د غزنی ولایت په اندړو کې …

نور... »

د پولو په ساتنه کې قومي مشران او ديني عالمان مرسته کولی شي- ګلاب منګل

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير، چې د جمعې په ورځ دې ولايت ته رسیدلی د خپل سفرموخه يې د ټاپي پروژې د ساتنې او د هغه د اهميت په اړه له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره خبرې اترې او د دې ولايت له بېلابېلو مخورو سره ليدنې کتنې …

نور... »

په کندهار ښار کې د کرنې وزیر پر موتریز کاروان چاودنه شوې

په کندهار ښار کې د کرنې اوبه لگولو او مالدارۍ وزیر موتریز کاروان د ماین چاودنېموخه وگرځید. د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، چاودنه د هغه ماین له کبله وه، چې د واټ  په غاړه کې ځای په ځای شوی و. د هغه په وینا؛ په دې چاودنه کې  …

نور... »

د فراه د اناردرې ولسوالۍ د سړک جوړولو تړون له جاپان سره لاسلیک شو

د فواید عامې وزارت د فراه د اناردرې ولسوالۍ سړک د دولس اعشاریه اته کیلو مترو په اوږدوالي د جاپان پر مالي مرسته او د افغان حکومت پر پراختیایی بودجې جوړوي. د فواید عامې وزیرمحمود بلیغ وایي، دغه سړک، اناردره له ایران سره نښلوي او اقتصادي گټې یې هېواد ته …

نور... »

نړيوال، طالبانو او دولت ته مساوي امکانات ورکوي- جهادي مشران

د سلواغې د مياشتې ۲۷ مه، چې له هېواد څخه د روسي ځواکونود وتلو ورځ ده؛ په هلمند کې د سې شبنې په ورځ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې غونډه کې جهادي مشرقاري مختاراحمد حقاني وويل؛ اوسنۍ جگړې د بهرنيوهېوادونو لخوا پر افغانانو تپل …

نور... »

په هلمند کې د نويو عملياتو شپږ مياشتنی پلان د بشپړيدوپه حال کې دی- سرجنگ

د هلمند امنيه قوماندان په دې خبري ناسته کې وويل که څه هم ددې ولايت په بېلابېلوسيمو کې جگړې روانې دي؛ خو له ټولو امنيتي ارگانونوسره په گډه د عملياتواوپه دې ولايت کې د امنيت د رامنځته کولوپه موخه پر شپږمياشتني پلان کار شوی، چې ځينې برخې يې بشپړې شوي …

نور... »

طالبانو نن سهار د هلمند په سنگین كې د ملي اردو پر كنډك بريد كړى

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيكو مسوول محمد رسول ځاځى وايي، وسلوالو لومړى د كنډك په دروازه كې د موتر په وسيله ځانمرگى بريد كړى او درې نورو بريدگرو د ملي اردو كنډك ته د ننوتو هڅه كوله، چې د ملي اردو د سرتيرو له خوا ووژل شول. …

نور... »

د سنگین ولسوالۍ ډېرې برخې وسلوالو طالبانو نیولي دي

د افغانستان د ملي اردو یو قوماندان وايي، چې دهلمند ولایت یوه مهمه ولسوالي د وسلوالو طالبانو له لوري د سقوط له خطر سره مخ ده. د ملي اردو دغه قوماندان د نوم د نه څرگندولوپه شرط وویل، د سنگین ولسوالۍ ډېرې برخې وسلوالو طالبانو نیولي دي. ده په ډاگه …

نور... »

د لوگر ولایت د استناف محکمې رییس په یوه چاودنه کې ټپي شو

د لوگر والي ویاند وایي، په دې چاودنه کې د استناف او ښاري محکمو د رییسانو په گډون ۸کسه ټپيان شوي او یو سرتېری وژل شوی دی. د لوگر والي ویاند سلیم صالح زیاتوي، په ټپیانو کې دوه قاضیان او یو ماشوم هم شته. د نوموړي په وینا؛ چاودنه هغه …

نور... »

د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د ځانمرگي برید مخه ونیول شوه

د افغانستان ملي امنیت، د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د یو ځانمرگي برید مخه ونیوله. په هغه خبر پاڼه کې، چې دغه ریاست خپره کړې راغلي؛ یو برید کوونکي، چې غوښتل یې د دې ولایت امنیتي ځواکونه تر خپل برید لاندې راولي، ونیول شو. خبرپاڼې په ډاگه کړې، چې …

نور... »

د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى

په هلمند کې چارواکي وایي، د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى. پوره يو کال وړاندې له هلمند څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم په دې ولايت کې وسلوالو مخالفينو په خپلو فعاليتونو کې ډېروالی راوست، چې دادي په دې وروستيوکې د هلمند مرکزي سيمو …

نور... »

د غزني د گیلان ولسوالې امنیه قومندان لطف الله کامرانی له یوې چاودنې روغ ووت

د غزنی امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امیري وایي، چې دا برید نن غرمه د گیلان ولسوالۍ په بازار کې شوی او موخه یې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان لطف الله کامرانی و، چې زیان ورته نه دی رسیدلی؛ خو اووه ملکي وگړي ټپیان شوي دي. سرچینه وایي، بریدگر پلی و. …

نور... »

پاکستان اوس هم د سولي په خبرو کي رښتنى نه دى-جنرال عبدالرازق

په افغانستان كې د سولې د ټينگښت په اړه د خلكو هيلې ډېرې شوي، چې گڼې د پاکستان، چين او امريکا په منځگړيتوب به په افغانستان کي د سولي خبري ښي پايلي ته ورسيږي؛ خو تراوسه هم د پاكستان په رښتينولۍ شكونه شته. د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق …

نور... »

په خوست کې چاودنې یو تن وواژه او پېنځه نور ټپیان دي

نن غرمه د خوست ښار د لودیځې څنډ په یوه سرای کې چاودنه شوې ده.  ویل کیږي؛ ماین ته پر ریموت چاودنه ورکړشوې، چې د یوه درملتون مخې ته ایښودل شوی و.  د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايي، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی …

نور... »

په لوگر ولایت کې ۷ داعشیان نیول شوي او د هغو ۳ پټنځایونه په ډاگه شول

د لوگر ولایت د ازرې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو گډ عملیات تر سره شول، چې په کې د وسلو او مهماتو ۳ پټنځایونه په ډاگه شوي او ۷ تنه داعشیان نیول شوي دي. ویل کیږي، چې د وسلو او مهماتو دغه پټنځایونه …

نور... »