عاجل خبرونه

کندهار @ps

د غزني ښار د ښاري محکمې رییس ووژل شو

د غزني چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت د ښاري محکمې رییس د وردګ ولایت د سالارو په سیمه کې له موتر کښته کړ او بیا یې وژلی دی. د غزني ولایت امنیه قومندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې ولایت د ښاري محکمې …

نور... »

په کندهار ولایت کې ۱۵ طالبان نیول شوي- ملي امنیت

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په کندهار ولایت کې د درې ترورستي څانګو له نیولو خبر ورکوي. د دغه ریاست په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې؛ د دغه بنسټ کارکوونکیو د طالبانو درې ترورستي څانګې، چې ۱۵ کسه دي نیولي. د خبرپاڼې له مخې دغو کسانو غوښتل په …

نور... »

په هلمند د امريکا بې پیلوته الوتکو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هلمند کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د امريکا د بې پیلوته الوتکو په دوه بريدونو کې لسگونه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي. په هلمند کي د پولیسو ۵۰۵ زون قومندان پاسوال عصمت الله دولتزي له رسنیو سره په خبرو کې وويل، چې لومړی برید په …

نور... »

دوه زره شپاړلسم کال به د وسله والو د ځپلو کال وي- اسدالله شېزاد

د پوليسو د ٣٠٣ سپين غر زون قومندان وايي، ٢٠١٦ کال به د وسله والو د ځپلو کال وي. نوموړي د خوست له سرحدي پوستو څخه د ليدنې پر وخت وويل، د ملا اختر منصور او نړيوالې ټولنې هغه څرګندونې هسې تبليغات دي، چې ٢٠١٦ کال به جګړه زور واخلي …

نور... »

د ۲۱۵ میوند قول اردو ملکي مرستیال د طالبانو په برید کې ووژل شو

د ۲۱۵ میوند قول اردو د ملکي برخې مرستیال او یو ساتونکی یې تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوي دي. د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند وایي، خان آقا او زوی یې د دند کندهار په ولسوالۍ کې کورته نږدې د وسلوالو طالبانو تر برید لاندې راغلي …

نور... »

په کندهار کې یو شمې حکومتي کارکوونکي څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

د کندهار والي وياند وايي، تېره ورځ د کندهار د دريايي حوزى رييس او د دې رياست دوه مديران د اداري فساد په تور څارنوالى ته ورپېژندل شول. د کندهار والي وياند صمیم خپلواک په وینا؛ پر دغو کسانو د وظيفوي غفلت، د جعلي اسنادو جوړولو او د دهلي د …

نور... »

په کندهار کې د نوي لمریز کال نمانځنې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

د کندهارامنيه قومندان په يوه خبري غونډه کي ويلي، چي د نوي کال د نمانځلو په موخه کلک امنيتي چمتوالى نيول شوی او ټول پوليس د ځانګړي امنيتي پلان له مخي پر دندو ګومارل شوي دي. د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزى وايي، تر دې دمه د کندهار …

نور... »

په خوست ولايت کې خصوصي سکتور ټولګټو پروژو ته ورګډ یږي

په خوست ولایت کې داسې هڅې روانې دي، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ساری نه لري. په داسې حال کې، چې له افغان حکومت سره نړيوالې مرستې لږ شوې او دې کار رغانيزې چارې اغېزمنې کړي دي؛ خو اوس تر ډېره ټينګار كيږي، چې خصوصي سکتور رغانيزو چارو ته …

نور... »

وروستيو اورښتونو د کابل- کندهار لويه لار ورانه کړى

د زابل امنيه قوماندان او سرپرست والي وايي؛ په تېره اوونۍ کي د سختو بارانونو له کبله سيلابونه راغلي، چي د کابل- کندهار دلويي لارې ډېرې برخې يې ورانې کړي دي. د زابل امنیه قومندان او سرپرست والي جنرال میرویس نورزی  وایي؛  دولايت په کچه دومره امکانات نه شته، چي …

نور... »

په ننګرهار کې ۱۱۰۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته اړې دي

د ننګرهارد شینوارو د اووه ولسوالیو له دوه زره او پېنځه سوه بې ځایه شویو کورنیو سره د پېنځه زره بوریو اووړو مرسته شوې. ویل کیږي، چې دننګرهارد شینوارو له ۷ ولسولیو څخه د جګړو له کبله شاوخوا یوولس زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. د ننګرهار د کرنې ريیس …

نور... »

په هلمند كې شپږ وسلوال طالبان او درې پوليس وژل شوي

په هلمند كې اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان وايي؛ تېره شپه د دغه ولايت په نادعلي ولسوالې كې د طالبانو پر يوه مركز نړيوالو ځواكونو هوايي بريد كړى، چې په كې شپږ وسلوال وژل شوي دي. هغه زیاتوي؛ دغه راز تېره شپه وسلوالو د مارجې ولسوالۍ په تريخ ناور سیمه كې …

نور... »

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ پرامنيتي کمربند د طالبانو بريدونه ډېرشوي

نادعلي ولسوالي د لښکرګاه په ۳۰ کيلومترۍ، د مارجې او ګرشک ولسواليو په منځ کې پرته سیمه ده، چې اوس له همدې سيمو څخه تر ګواښلاندې ده. د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عمرجان حقمل وايي، له تېرو شپږ مياشتو را پديخوا لږ تر لږه هره شپه وسلوال مخالفين د …

نور... »

په هلمند کې څو ورځنی وسلوال برید تېره شپه پای ته رسیدلی

د هلمند ولایت اوپراتیفي مشر رسنیو ویلي دي، چې د دې ولایت پر یوشمېر حکومتي بنسټونو له تېرو درې ورځو راهیسې د طالبانو ډله ییز برید تېره شپه پای ته ورسید، چې په کې شاوخوا لس ځانمرګو برید کوونکیوبرخه درلوده. د هلمند ولایت اوپراتیفي مشر جنرال عبدالجبار قهرمان په ډاګه …

نور... »

په کندهار کې حکومت د وسلوالو بریدونو قربانیانو ته پاملرنه نه ده کړې

شاوخوا شپږ کال وړاندي په دې ولایت کي د یوې کورنۍ غړي ديوه ځانمرګي بريد پر مهال ووژل شول او ډېرى په کي ټپيا ن شول، چي وروسته دولت ددى کسانو دکورنيو له پاتي غړو سره دهرډول مرستو ژمنه وکړه. په کندهارکې د چاودنواو وسلوالو بريدونوله کبله د قربانيانو د …

نور... »

د لوګر ولايت په خوښي ولسوالۍ كې چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي

د لوګروالي وايي، تېره شپه يې د دغه ولايت د خوښي ولسوالۍ په دوبندي سيمه كې عمليات كړي. هغه وايي، په دې عملياتو كې چاوديدونكي توكي او نور هغه توكي نيول شوي، چې په بمونو كې ترې كار اخيستل كيږي. د لوګر والي حليم فدايي زیاتوي، په نيول شويو توكو …

نور... »

افغان دولت د ځنګل ساتنې پروګرام نه لري-ځدراڼ

ځنګلونه د هېواد ملي شتمني بلل کيږي، خو تر ډېره پام ورته نه دى شوى. د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر خوست هم پراخ ځنګلونه لري؛ خو دا ځنګلونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي. د دغه ولایت مدني فعال بوستان وليزى وايي، پخوا په لاسي …

نور... »

په هلمند كې د جګړې نوی پړاو پيل شوى

د هلمند ولايتي شورا غړي وايي؛ وسلوالو د جګړې موسم ته ځانونه چمتو كړي او غواړي په دې ولايت كې هغه سيمې هم ناامنې كړي، چې تراوسه په كې نسبي امنيت و. دغې جګړې د تېرو درې ورځو راپديخوا کابو په ټول هلمند کې پيل شوې دي، چې چارواکي يې …

نور... »

د هلمند په مارجه او خانشين ولسواليو کې ۲۴ وسلوال مخالفين ووژل شول

د هلمند په مارجه او خانشين ولسواليو کې له ملي اردوسره په نښتو کې ۲۴ وسلوال مخالفين وژل شوي دي. په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي؛ يادې شوې نښتې تېره شپه په خانشين او مارجه ولسوالیوکې پرامنيتي پوستو …

نور... »

په خوست کې يو شمېر بانفوذه اشخاص له غاصبينو ملاتړ کوي- حبیبي

د هېواد په کچه د دولتي ځمکو غصب د افغان حکومت له پاره يوه جدي ننګونه ده. خوست هم له دې ستوونزې وتلی نه دى او په دې ولايت کې د ځمکو اداره وايي، چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ٥٨ زره جريبه دولتي ځمکه ثبت شوي؛ …

نور... »

دولت غواړي د هلمند نيمه برخه طالبانو ته وسپاري- قومي مشران

په هلمند كې داسې ګنګوسې دي، چې دولت غواړي په يوه سياسي معامله كې د دغه ولايت نيمه برخه طالبانو ته وسپاري. دې آوازو د هلمند ولايتي شورا، قومي مشرا ن او مدني فعالان اړ كړل، چېپه دې اړه تند غبرګون وښيي. دوى وايي؛ که دولت غواړي، چې له طالبانو …

نور... »