کندهار @ps

د لوګر په مرکز پل علم کې چاودنې یوولس تنه ټپیان کړي

د لوګر والي ویاند سلیم صالح رسنیوته وویل، چې د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند شهیدانو چوک ته څېرمه تیر ماښام شپږ نیمې بجې د ځای پر ځای شويوچاودېدونکیو توکو له کبله چاودنه وشوه، چې په پایله کې یي یوولس تنهټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا؛ په …

نور... »

په لوګر کې سنځل ګل دودیزه میله او مشاعره جوړه شوه

د لوګر سنځل ګل دودیزې میلې او مشاعرې ته د لوګر، وردګو او غزني ولایتونو په ګډون د لویې پکتیا او ختیځو ولایتونو شاعران رابلل شوي وه. په دې مشاعره کې استاد لال پاچا ازمون د ولسمشر پیغام ولوست؛ په پیغام کې د لوګر ولس ته د یادې میلې او …

نور... »

د كندهار- روزګان د لارې په عملیاتو کې ٢٥٠ مخالفین وژل شوي-اڅکزی

د کندهار امنيه قومندان له آريانانيوز سره په ځانګړې مرکه کي ويلي، چې له تېرو درې اوونيو را په ديخوا د کندهار او روزګان د لویې لاري د خلاصيدو په عملياتو کي ٧٠ تنو امنيتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتى او همدا شان ٢٥٠ تنه د دولت وسلوال مخالفين …

نور... »

پاکستان د انګور اډې پوځي تاسیسات افغانستان ته وسپارل

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند پوځي تاسیسات یې د شنبې په ورځ ناوخته افغانستان ته وسپارل. د دغه کار موخه د افغانستان او پاکستان د اړیکو  ښه کیدل او په سرحد کې خلکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابرول …

نور... »

كورنيو چارو وزير د پوليسو په ليكو كې د ستونزو پر حل ټینګار کړی

کورنیو چارو وزیرتېره ورځ كندهار ته سفر كړى و؛ په یوه ګډه ناسته یې له سیمه ییزو چارواكو او قومي مشرانو سره وكتل. د کندهار قومي مشرانو د کورنيو چارو له وزیر سره د لیدني پر مهال وویل، چي په دې ولایت کي د امنیتي ځواکونو پر وړاندي پرتې ستونزي دې …

نور... »

په هلمند كې د وسلوالوطالبانو يو زندان مات شو

په هلمند كې د وسلوالو له يوه زندان څخه ۲۳ ملكي وګړي ژغورل شوي دي. د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې دا كسان تېره شپه د مارجې ولسوالې د كورو چارايي د اړوند سیمې د ملي اردو په خنجر نومو عملياتو كې ژغورل شوي. هغه زیاتوي، په دې عملياتو …

نور... »

په کندهار کي د تېر کال په پرتله د کوکنارو کچه لوړه شوې

د دي ولايت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، په سيمه کي امنيتي ستونزي او لږ امکانات د دي لامل شول، چي د کوکنارو کروندي زياتي او توليد يي هم ٤٠ سلنه زيات شي. د دې ولايت د مخدره توکو ريیس ګل محمد شکران وايي، تېر …

نور... »

د شمالې هلمند د پوهنې بهیرپه خيالي ښوونځيو کې تر سره کيږي

د هلمند په شمالي سيمو کې د تېرو دوه کلونو راپه ديخوا د ناامنيو لمن پراخه شوې، چې له کبله یې په ټولنيزو برخو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي. د سنګين د ټولنيزې شورا غړی محمد داود وايي؛ په ناامنو سيمو کې اوس ټول ښوونځي تړل شوي، خو د …

نور... »

په هلمند کې موتر بم چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هلمند کې د سيمه یيزو پوليسو پر روزنيز مرکز موتربم چاودنه شوې، چې په کې دری کسان وژل شوي او۱۲ نورټپيان دي. دا  بريد نن  د مارجې او نادعلي ولسوالۍ د دوه لارې په سيمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د يو ځانمرګي بريد کوونکي لخوا، …

نور... »

په هلمند کې سل کورنيو ته د لبنياتو توليدي توكي ووېشل شول

کارديف موسسې په هلمند کې سل کورنيوته د لبنياتو توليد توكي ووېشل شول، چې شل سلنه پیسې له همدې كورنيو څخه اخيستل شوې دي. دغه توکي، چې په کې ځينې اصلاح شوي تخمونه هم شته؛ د يکشنبې په ورځ په لښکرګاه ښارکې پر سل غوا لرونکیو کورنيو ووېشل شول. په …

نور... »

د کابل – کندهار پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۵۰ کسه مړه شوي

د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په اړوند سیمه كې له يوې ترافيكي پيښې ۵۰ کسو ژوند له لاسه وركړى دى.  د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي، دا پې ښه نن سهار د كابل _ كندهار پر لویه  لار د مقر ولسوالۍ په اړوند …

نور... »

په کندهار کې دوه رومانیایي سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی

د رومانیا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان په کندهار کې د دوی دوه تنه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی. د دغه هېواد د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه د کندهار ښار ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه کله، چې رومانيایي عسکرو …

نور... »

په کندهار کي انارګل دوديزه مشاعره او میله تر سره شوه

انارګل مشاعره په کندهار کي خورا ډېره مخينه لري، چي هر کال د انارو د ګل په موسم کي تر سره کيږي . سږنۍ مشاعرې او میلې ( د غویی ۱۷) ته د ځایي اوسیدونکيو او اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ترڅنګ  دهېواد لسګونه ليکولان او شاعران له مرکز کابل …

نور... »

په زابل کې ماین چاودنې څلور ماشومان وژلي

د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې ماین چاودنې څلور ماشومان وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی. د شاجوی ولسوال وزیرمحمد جوادي ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په تازي سیمه کې رامنځته شوې ده. د ولسوال په وینا؛ په چاودنه کې څلور …

نور... »

د کندهار په شاولیکوټ کې د ملي اردو چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې د شاولیکوټ ولسوالۍ په البک سیمه کې د ملي اردو یوې چورلکي بیړنۍ ناسته کړې. د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي، چې یوې چورلکي تېر مازیګر مهال د شاولیکوټ ولسوالۍ د البک په سیمه کې د تخنیکي ستونزو پر لامل …

نور... »

ولسمشر د خپلو ژمنو په پلي كولو كې پاتې راغلى

دلوموړي ځل له پاره د کندهار، روزګان، زابل او هلمند ولايتونو د ولايتي شورا ګانو دهمغږۍ غونډه په کندهار کي جوړه شوه، چې موخه يي له دولت سره په امنيتي برخه کي مرسته ښودلې ده.  دوي، چي د پنجشبى په ورځ په ياده غونډه کي خبري کولې وويل: دولت په …

نور... »

لاریونوالو د لوګر د ولایتي شورا مرستیال د دولتي ځمکې پرغصب تورن کړ

 د لوګر په مرکز کې لسګونه لاریونکوونکیو د ولایتي شورا مرستیال قسیم خوشیوال د سلګونه جریب  دولتي ځمکې پر غصب تورن کړ. دغه شاوخوا دوه سوه لاریونکوونکي هغه کسان دي، چې له پاکستان څخه تازه  را ستانه شوي دي. دوي وایي، دولت ورته په خوشي ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي …

نور... »

د روزګان او کندهار تر منځ د لويې لار د خلاصولو عمليات روان دي

د کندهار مرستيال والي وايي، له تېرو درې ورځو راپه ديخوا د وسلوالو طالبانو پرضد امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي، چي په کې سیمه پاکه شوې؛ خو ماينونه د دې لامل شوي، چي لاره پوره  خلاصه نه شي. له تېرو پېنځه ورځو راپه ديخوا د کندهار او روزګان ترمنځ لويه …

نور... »

په پکتيا کې د وسلوالو اکمالاتي لارې بندې شوې- جنرال ځدراڼ

که څه هم د هېواد د سويل ختيځ په يو شمېر ولسواليو کې وسلوال طالبان ډېر فعال دي؛ خو په دې وروستيو کې ترې د مخامخ جګړو خبرونه کم ورکول کيږي. د پکتيا امنيه قوماندان جنرال قادرګل  ځدراڼ په ډاګه کړې، چې، ځواکونه يې پياوړي شوي او د وسلوالو د …

نور... »

د روزګان ولایت د لویې لارې د خلاصولو په موخه جګړه پیل شوې

افغان امنیتي ځواکونه د روزګان د لویې لارې د خلاصون له پاره له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل شوي دي. افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې د روزګان مرکز ترینکوټ ته د غزېدلې لویې لارې د پاکولو له پاره مرستندوی ځواک استول شوی او دغه ځواکونه له …

نور... »