کندهار @ps

په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د پرمختګ مخه نیول شوې

چارواکي وایي، په هلمند کې له تېرو دوه اوونيو راهیسې وسلوالو طالبانو په نادعلي، مارجه، خانشين، ناوه او ګرمسير ولسواليو کې پراخه بريدونه وکړل، چې په کې يې پيل شوې جګړه د يادو شويو ولسواليو مرکزونو ته ورسوله. د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي؛ له تېرو درې ورځو راهیسې …

نور... »

په هلمند کي د جګړو پرلامل سلګونه کورنى کندهار ته کډه شوي

د کندهار ولایت او ولسوالیو ته راکډه شوې ۳۶۰ کوزنۍ په ډاګه کوي، چې، که څه هم له هلمند څخه کندهار ته ټولي راغلي لاري تړل شوې دي؛ خو دوی په ډېرو سختو لارو ځانونه دلته رارسولي دي. په کندهار ښار او ولسواليو کي ميشتې کورنۍ په هلمند ولایت کې …

نور... »

په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د عملې د خوشي کیدو راپورونه رد شول

د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پاکستانۍ چورلکېد عملې د خوشي کیدو راپورونه ردوي. په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د عملې د خوشي کیدو د راپورونو په غبرګون کې د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، چې اوس هم یرغمل شوي کسان د طالبانو په …

نور... »

د هلمند د ناوې ولسوالې د نيولو په موخه د طالبانو هڅه ناكامه شوه

د ناوې ولسوالۍ په مرکز کې روانې جګړې د پنجشنبې په ورځ له هغې وروسته زور واخيست، چې وسلوالو طالبانو د لوی بريد په ترڅ کې د ولسوالۍ او ملي امنيت مديريت ودانۍ ترخپل ولکې لاندې راوستلې. د هلمند والي وياند عمرځواک وايي؛ پرهمدې شپه يو شمېر لوړپوړي مسوولين او …

نور... »

په غزني کې پر پوسته برید کوونکی ووژل شو

د غزني چارواكي وايي، يو وسلوال، چې غوښل يې په دغه ولايت كې د پوليسو پر پوسته بريد وكړي وژل شوى دى. د غزني والي وياند جاويد سالنګي وايي؛ يو تن، چې په تومانچه سنبال و غوښتل يې د غزني ښار په څنډه کې د پير قرضداران د سيمې د …

نور... »

د هلمند- کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې

يو شمېرموتر چلوونکي وايي، د تېرو پېنځه ورځو راپه ديخوا د هلمند- کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. موتر چلوونکي وایي؛ کله، چې وراندې لاړشي د جګړې ښکېلې خواوې پرې ډزې کوي. دوی همدا راز زیاتوي؛ وسلوالو طالبانو ورته ويلي، چې پر پاخه سړک مه ځئ اوهغه …

نور... »

په غزني کې یوې چاودنې ۵ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

نن له غرمې وروسته د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې ماین چاودنې دوه سرتېري وژلي او درې نور ټپیان دي. چارواکي وایي، دغه مرګ و وژوبله د سړک غاړې له ماین چاودنې رامنځته شوې ده. د غزني ولایت د پوځ ویاند حنیف رضایي پېښه تائید …

نور... »

په لغمان کې امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي- ولایتي شورا

له ننګرهار او کونړ وروسته په لغمان کې ناامنۍ زیاتې شوي. وسلوال طالبان هڅه کوي له دې لارې کابل ته ځان نږدې او ارګ ته سرخوږی جوړ کړي. د لغمان استوګن قومي مشر شکرالله نیازی   وايي، دمګړۍ د دولت شاه، الینګاراو بادپښ ولسوالیو انګړونه له حکومت سره دي او پر …

نور... »

په هلمند کې د ۵ ولسواليو د سقوط پلان له ناکامۍ سره مخ شو

په هلمند کې د وسلوالوطالبانولخوا د ۵ ولسواليو د سقوط پلان له ناکامۍ سره مخ شو. د هلمند ګڼې سيمې له تېرې يوې اوونۍ راپه ديخوا د درندو جګړو شاهدې دي، چې په ترڅ کې يې دولتي لوري له ځينو سيمو شاتګ کړی او وسله والو مخالفينو ته يې درنده …

نور... »

هلمند سرتېرو ته نه، بلکې ځواکمن مدیریت ته اړتیا لري

په هلمند کې له تېروڅلور ورځو راپه ديخوا له هغې وروسته هوايي اوځمکني عمليات پراخه شول، چې وسلوالو مخالفينو د نادعلي ولسوالۍ ډېری سيمې ترخپلې ولکې لاندې راوستلې او د لښکرګاه په اته کيلومترۍ چاه انجير کې يې جګړې ته زور ورکړ. د هلمند د ولايتي شورا امنيتي کميتې مسوول …

نور... »

د خوست سياحتي سيمو ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوى

د خوست ولایت د تڼیو ادمامد يوه غرنۍ سيمه ده، چې هره ورځ ګڼ شمېر کسان د ميلو او ساتيرۍ له پاره ورځي. کریم نومی څایي سیلاني وایي، ادمامد شمالي وزيرستان ته نږدې ميله ځاى دى. دلته هره ورځ په ځانګړي توګه د رخصتيو په ورځ کې د ولايت له …

نور... »

افغان ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې پرمختګ كړى

په هلمند ولایت کې چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې پرمختګ كړىدى. د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجيرسيمه د لښکرګاه لويديځ په اته کيلومترۍ کې پرته ده، چې د تېرو درې ورځورا په ديخوا په كې درنده جګړه روانه ده. د هلمند والي وياند عمر …

نور... »

په لوګر کې د پاکستان لویدلې چورلکې د تېریدو اجازه اخیستې وه-دولت وزیری

د پنجشنبې ورځې په سهار یوه پاکستانۍ چورلکه د لوګر په ازره ولسوالۍ کې راولویدلې ده.  د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، دغې چورلکې د افغانستان له فضا څخه د تېریدو له پاره د بهرنیو چارو وزارت او هوایي چلند ادارې اجازه اخیستې وه؛ خو څېړنې پیل شوي، …

نور... »

کمزورې پوځي رهبرۍ جګړه د لښکرګاه دروازو ته راورسوله

په هلمند کې د جګړې په کرښه کې د امنيتي ځواکونوکمزورې رهبرۍ جګړه د لښکرګاه دروازو ته راورسوله. په هلمند کې د روانې اوونۍ په سرکې پيل شوې جګړه اوس د دې ولایت په مرکزي ولسوالۍ  نادعلي کې دوام لري، چې د تېرې ورځې را په ديخوا وسلوالو مخالفينو ډېر …

نور... »

د هلمند ولایت خانشين ولسوالي دولتي ځواكونو بیا ونيوله

د هلمند ولایت خانشين ولسوالي بېرته دولتي ځواكونو نيولې؛ خو په نادعلي كې د طالبانو بريدونو زور اخيستى دى. د هلمند خانشين سرحدي ولسوالي د شنبې په شپه وسلوالو طالبانو په خپله ولکه کې راوسته؛ خو له ۱۲ ساعتونو وروسته دا ولسوالي بېرته د ملي اردو په هوايي عملياتو کې …

نور... »

په خوست ښار کې د یوه لوړ منار د جوړيدو چارې پيل شوې

د خوښت ښار په لويديځه څنډه کې د کابل په عمومي لاره کې د يوه لوړ منار د جوړيدو چارې پيل شوې. د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، دا منار٣٥ ميتره لوړوالى لري، چې د ښاروالۍ له لوري په څه ناڅه ۱۹ میلیون افغانیو جوړیږي. د هغه په وینا؛ …

نور... »

عبدالکریم متین د غزني د نوي والي په توګه دنده پیل کړه

د ملي وحدت حکومت لومړی مرستیال محمدخان، چې د غزني د نوي والي د دندې پیلولو مراسمو ته تلی؛ د دې ولایت پر روغتیایي، پوهنیزو او کرنېزو چارو اندېښنه وښوده او ژمنه  یې وکړه، چې په اړوند برخو کې به د ستونزو د لیرې کولو له پاره ګټوره طرح جوړه …

نور... »

د هلمند خانشين ولسوالي طالبانو بیا ونیوله

چارواکي که څه هم د هغې ولسوالۍ سقوط نه مني؛ خو ځينې امنيتي سرچينې او ترڅنګ يې د هلمند ولايتي شورا وايي، چې نوموړې ولسوالي د شنبې په ورځ ترسختې جګړې وروسته يو ځل بيا د وسلوالو طالبانو ولکې ته لويدلې ده. د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجيد اخندزاده …

نور... »

د جلریز پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د دوه یمې لویې لارې پر ځینو پوستو د وسلوالو  طالبانو ډله ییز بریدونه په شا وتمبول شول. وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په شپه د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې پر ځینو پوستو حمله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره یې …

نور... »

په هلمند کې د ګارنیزیون په رامنځته کیدو د ناامنیو کچه راټيټه شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د امنيتي ځواکونولخوا د نوي جوړشوي ګارنيزيون په رامنځته کيدو د پېښو کچه راټيټه شوې ده. په لښکرګاه ښار کې دغه ګارنيزيون دوه مياشتې وړاندې وروسته له هغه جوړشو، چې په هلمند کې امنيتي حالت ترينګلی او د لښکرګاه د سقوط وېره رامنځته شوې …

نور... »