عاجل خبرونه

کندهار @ps

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې اوس هم جګړه روانه ده

په روزګان کې اوس هم جګړه روانه ده او طالبان د تالانې له سيمي د ولايت پر مقام او امنيه قوماندانۍ ډزي کوي د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادم زى وايي، چې مرستې ته رسيدلي ټول ځواکونه ستړي شوي او نور مرستندويه ځواک ته اړتيا شته. هغه زیاتوي، چې د …

نور... »

امریکایي ځواکونود اروزګان ولایت پر مرکز ترینکوټ هوایي بریدونه پیل کړل

د اروزګان پر مرکز ترينکوټ دوسلوالو طالبانو دځپلو په موخه امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه پيل کړي دي. ددى ولايت دوالي وياند دوست محمد ناياپ وايي، له تېرو دوه ساعتونو را په ديخوا دامریکاد هوایي ځواک جيت او چورلکو پر ترینکوټ ښار هوايي بريدونه پيل شوي اوطالبانو سيمه پريښي او دتېښتې …

نور... »

وسلوال طالبان د اروزګان مركز ترينكوټ ښار ته ننوتل

د اروزګان والي وياند وايي، يوازې  د ولايت او امنيه قوماندانۍ پر ودانيو جګړه روانه ده او نور ترينكوټ ښار وسلوالو نيولى دى. آریانا نیوز خبریال بریالی رحیمي پېښه تائیدوي او وایي، امنیتي ځواکونه ونه تواندل ، چې جګړه کنترول کړي او یوشمېر حکومتي مقاماتو هوایي ډګر ته پنا وړې …

نور... »

په هلمند كې سږکال دوه پنځوس نور ښوونځي هم تړل شوي

په هلمند کې نوی ښوونيزکال په داسې حال کې پيل کيږي، چې اوس يوازې لښکرګاه ښار او د ځينو ولسواليو مرکزونه د دولت تر واک لاندې دي. د هلمند د پوهنې ریيس د دوشنبې په ورځ په دې ولايت کې د نوي ښوونيزکال د پيل پرمهال وويل: په هلمند کې …

نور... »

د پكتيكا ولايت اومنې ولسوالي طالبانو نيولې

يوه حكومتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي؛ د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالي طالبانو نيولې ده. د پكتيكا والي وياند نبي الله پيرخېل د ولسوالۍ سقوط نه مني؛ خو وايي: په دې ولسوالۍ كې له يوې پوستې شاته تګ شوى، چې سيمې ته نورځواكونو رارسيدلي او بېرته …

نور... »

د کندهار ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریيس ناڅرګندو وسلوالو وژلی

د کندهار ولایت دکار او ټولنيزو چارو ریيس نظرعلی قاطع تېره شپه په عینو مېنه کې د ناڅرګندو وسلوالو له خوا وژل شوى دى. د کندهار والي وياند صميم خپلواک پېښه تائیدوي او وايي، چي نظرعلی قاطع په يوه وسلوال بريد کې د کندهار ښار د عينو مئېنې په خپل …

نور... »

د زابل د اړوند سیمې په يوه ترافيكي پېښه كې۶۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، چې د زابل ولایت د اړوند سیمې  په ترافیکي پېښه کې ٣٦ کسان مړه شوي او ٢٨ نور ژوبل دي. د زابل د امنيې قومندانۍ امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي ويلي، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د دغه ولايت د …

نور... »

طالبان د غزني د اندړو ولسوالۍ زیاترو سیمو کې خپل ښوونیز نصاب پلی کوي

د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د پوهنې مدیریت مسوولین وایي، طالبان هغه دیني مضامین زدکوونکیو ته تدریسوي، چې د حکومت په ښوونیز نصاب کې نشته. د غزني د اندړو ولسوالۍ د پوهنې مدیر تازه ګل مظلوم وایي، طالبان د دغې ولسوالۍ زیاترو کلیو کې حاکمیت لري او خپل ښوونیز …

نور... »

هلمند د مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو په اور کې سوځي

د هلمند ولايتي شورا اوخلک وايي، د ملي وحدت د حکومت مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله دا ولايت په اورکې سوځي.   د هلمند ولایتي شورا په بلنه د پنجشنبې په ورځ د هلمند د زرګونه اوسيدونکیو په ګډون پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې له ملي …

نور... »

د چمن – بولدک دروازه پرانیستل شوه

د چمن – بولدک دروازه له پېنځلس ورځو وروسته د پنجشنبې په سهار بېرته پرانستل وه. دغه دروازه د پاکستان له ادعا وروسته، چې وایي: بیرغ یې د څو تنو افغانانو لخوا سوځیدلی، وتړل شوه. په دې پېنځلس ورځو کې سوداګرو ته څه باندې سل میلیون دالر زیان اوښتي. د …

نور... »

د پکتیا د جانیخېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل شوي

د پکتیا سیمه ییز مسوولین وایي، چې تمه ده د جانيخېلو ولسوالي نن بېرته د وسلوالو طالبانو له کنترول بهر کړشي.  د پکتیا والي ویاند وایي، له مرکز څخه پکتیا ته نور ځواکونه رسیدلي او دا مهال امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه دوه – درې کیلو متره لرې …

نور... »

پر څرخ ولسوالۍ ډله ییز برید د ۶ برید ګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

د لوګر والي حلیم فدایي وایي، چې د څرخ ولسوالۍ پر ودانۍ د وسلوالو طالبانو ډله ییز برید د شپږ برید ګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.  ویل کیږي، چې په پېښه کې دولس نور وسلوال ټپیان شوي دي. په دې برید کې د ملي اردو یو سرتېری هم …

نور... »

د هلمند د نادعلي په زندان کې ولسي وګړي او امنيتي سرتېري په نښه شوي

په هلمند کې د بې پيلوته الوتکې په بريد کې  د زندان ولسي وګړي اوامنيتي سرتېري په نښه شوي دي. دغه بريد د پنجشنبې په ورځ مازيګر مهال د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې شوی، چې چارواكو په نښه شوی ځاى د وسلوالو طالبانو يو مهم مركز بللى و. …

نور... »

د پکتیا جانیخېلو ولسوالي وسلوالو طالبانو ونیوله

د پکتیا جانیخېلو ولسوالي نن سهار په بشپړ ډول د وسلوالو طالبانو لاسته ورغلي ده. د دغه ولایت ولایتي شورا وایي،چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو په نښته کې امینتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتي؛خو تر اوسه یې کره شمېرمعلوم نه دی. سرچینې په ډاګه کړې، چېوسلوالو طالبانو …

نور... »

د هلمند جګړې كورنۍ بې سرپرسته كړې دي

له هلمنده كندهار ته كډه شوې يوه كورنې، چې هيڅ نرينه سرپرست نه لري وايي؛ دوه ځوانان يې د دوى پروړاندې مړه شول او يو بل ترى تم دي او یوه ماشومه له یوې سترچې بې برخې شوې ده. دا دوې ښځې، چې له دوه نجونو سره كندهار ته راغلي؛ …

نور... »

په هلمند ولایت کې د طالبانو پر زندان هوایي برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د حکومت یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي: تېره شپه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو پر زندان هوایي برید شوی، چې په کې د ملي اردو سرتېرو او پولیسو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده. هغه څرګنده کړه، چې دغه برید د …

نور... »

د هلمند له ولکې وتلو سیمو لپاره د عملیاتو غوښتنه شوې

د هلمند ډېری مرکزي او جنوبي سيمې په دې وروستيو کې د يو پراخه بريد په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو ولکې ته لويدلې، چې اوس په کې وسلوالې جګړې رامنځته کيږي. د هلمند ولايتي شورا رییس محمد کریم اتل په ډاګه کړې؛ د جګړې کرښې يې له نږدې ليدلې …

نور... »

د هلمند مركز لښكرګاه ته ګڼ شمېر امريكايي سرتېري رارسیدلي

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېرامريکايي سرتېري له هغې وروسته ځای پرځای کيږي، چې دغه ښارتر نسبي محاصرې لاندې اوغزيدلې لارې يې ټولې د وسلوالو طالبانو لخوا تړل شوې دي.  د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، ډېرشمېرسرتېري، چې کره شمېر يې نه دی روښانه د يکشنبې په …

نور... »

د خوست نړيوال هوايي ډګر ځغاستليکې د پخولو چارې پيل شوې

د تېرو څو مياشتو راهيسې د خوست ملکي هوايي ډګر د جوړيدو چارې پيل شوي، چې تېره ورځ يې د ځغاستليکې پخول پيل شول. د خوست والي حکم خان حبيبي وایي،دا ځغاستليکه د ٤٥ مترو په پلنوالي او دوه نيم کيلو مترو په اوږدوالي پخيږي. د نوموړي په وینا؛ د …

نور... »

د هلمند د ولسوالیو بې تفاوته او خاین چارواکي به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي

 د هلمند د نادعلي، ناوې او ګرمسير ولسواليو ډېرې سيمې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو د بريدونو پرمهال له امنیتي ټینګار پرته پخپله ولکه کې راوستلې، چې اوس هم د دوی ترواک لاندې دي. په دې ولايت کې د پوليسو د بست ۵۰۵ زون قومندان مل پاسوال محمد حکيم …

نور... »