کندهار @ps

د پکتیا په ګردیز ښار کې ۱۳ زره کورنۍ له برښنا بې برخې پاتې دي

د پکتیا اوسیدونکي وايي، لدې ولایت سره د نښلول شوې برښنا کال پوره شو؛ خو د ګردیز ښار او د اړوند کلیو اوسیدونکي ترې بې برخې پاتې دي. یو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پرانستې ترڅنګ له پکتیا سره …

نور... »

په هلمند کي د شپنيو عملياتو په غبرګون کې لسګونه کسانو لاريون وکړ

د هلمند والي د څرګندونو له مخې؛ دوه شپې وړاندې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر په دښت سیمه کې شپني هوایي عملیات ترسره شوي، چې په کې د القاعده ډلې دوه غړي ملا یاسر او ملا جابر وژل شوي او څلور نور، چي دوه ښځي دي له القاعده …

نور... »

په پکتیا پوهنتون کې د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

په پکتیا پوهنتون کې د ۵۰ ميليون افغانيو پر ارزښت د غونډو او کنفرانسونو د تالار جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ورزشي لوبو او سياليو پر وخت به هم د دغه ولايت ورزشکاران ترې ګټه واخيستلی شي. دغه تالار، چې …

نور... »

حکومت او طالبان دې خپل بریدونه ودروي- د خلاصون شورا

د افغانستان د خلاصون شورا مشر د پکتیا د قومي مشرانو او سپین ږیرو په ناسته کې له حکومت او طالبانو وغوښتل، چې د سولې له روانو مذاکراتو دې ګټه واخلي او د دایمي سولې لپاره دې یو او بل وزغمي. د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر آغا، …

نور... »

ملي امنیت په هلمند کې ۶ وسلوال طالبان نیولي

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د ۶ وسلوالو طالبانو له نیولو خبر ورکړی دی.  د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت  په نهرسراج ولسوالۍ کې د حاجي امان الله( شبیر) پر مرکز برید کړی او د …

نور... »

زلمي خلیلزاد په کندهار کې هم د بېلابېلو فعالانو اندونه واوریدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ( د وري ۱۳) کندهار ته په خپل سفر کې د سولي په اړه د دې ولایت د قومي مشرانو، فعالو میرمنو، د مدني ټولنو د استازیو، ولایتي شورا او دیني عالمانو نظرونه واوریدل.   …

نور... »

د کندهار په تخته پل کې د کوکنارو ځاى د پستې باغونو او زعفرانو نيولى

د تخته پل ولسوالۍ مسوولين وایي، چې د بديلو کښتونو د ترويج له برکته اوس په دې ولسوالۍ کې کوکنار نه کرل کیږي. تخته پل ولسوالي د کندهارښارختیځ ته په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په کې د سویل په کچه ډېر نشه یې توکي تولیدیدل؛ خو تازه په …

نور... »

په غزني کې د یوه ښونځي ۲۱ زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي پر ودانۍ د هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله څلور ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپیان دي.  د غزنی والي ویاند محمد عارف نوري وایي، دا مرمۍ نن له غرمې مخکې د اندړ ولسوالې د ملا نوح بابا …

نور... »

په پکتيا کې د سولې ځغاست سيالي تر سره شوه

د دوشنبې پر ورځ( د وري ۵)  د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د دې ولایت د ورزشي آمريت لخوا د سولې تر نامه لاندې د ځغاستې(منډې) سيالي تر سره شوه.  په ياده سيالۍ کې د يو شمېر ورزشي فدارسيونونو او ادارو شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو او ځوانانو برخه اخيستې وه. …

نور... »

د هلمند د برښنا په پروژه کې ۴۵ میلیون دالر فساد شوی

په هلمند کي  مدني فعالان وايي؛ د برښنا په هغه پروژه کې پراخ فساد شوى، چي له کجکي ولسوالۍ څخه د ۴۵ میلیون امریکایې دالرو پر ارزښت د نويو ستنو اومزیو لپاره پيل شوې وه. مدني مخکښ عبدالخالق ځواکمن وایي، چې دغه مزي د اوسنۍ برښنا د لیږد وړتیا نلري. …

نور... »

د امریکا استازی خلیلزاد د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له استازيو سره وغږیده

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روسیې، چین او اروپايي اتحادیې له استازیو سره د سولې او امنیت په اړه د وري پر لومړۍ او دوه یمې نېټې، چې د مارچ له یویشتمې او دوه ویشتمې سره …

نور... »

د هلمند ولایت په لوبغالي کې چاودنو ۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هلمند والي ویاند عمرځواک وایي، چې نن له غرمې مخکې لس بجې د بزګر د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې د دوه پرلپسې چاودنو له کبله د هلمند اقتصاد رییس محمدخان نصرت او دوه سرتېری وژل شوي او د سرحدي لوا د قوماندان ظاهرګل مقبل په ګډون ۳۰ …

نور... »

په پکتیا کې د غوزانو او جلغوزو د کښت پروژه پیل شوه

د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لوري په پکتیا کې د غوزانو او جلغوزو د دوه میلیون نیالګیو د کښت پروژه پیل شوه. د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، په راتلونکیو درې کلونو کې به په پېنځه ولسوالیو کې د اړوند وزارت له لوري د جلغوزو او …

نور... »

د لوګر ولایت په زرغون ښار سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي

د لوګر ولایت امنیتي مسوولین وايي، له تېرو دوه ورځو راپدیخوا افغان ګډو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه خیبر پېنځه نومي عملیات پیل کړي دي. د لوګر د محمداغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا …

نور... »

د پکتیا د شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو اوسیدونکي وارداتي برښنا غواړي

د پکتیا د شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو اوسیدونکي وايي، که وارداتي برښنا ورنکړشي له حکومت سره به پرېکون اعلان کړي.  دوی نن د خوست او ګردېز ترمنځ غزېدلې لویه لار د دوه ساعتونو لپاره وتړله. د پکتیا د شواک او ګردي څېړۍ ولسوالیو اوسیدونکي وايي که دوی ته وارداتي …

نور... »

په کندهار او هلمند کې سیلابونو ۵۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندهار ولايت مسوولينو ویلي؛ د سيلابونو له کبله د قربانيانو شمېر مخ پر زياتيدو دى، چې تر اوسه دوى ته د ٢٠ کسانو د مړیني او ٢٦ نورو د زخمي کيدو تر څنګ د سلګونه کورونو د ويجاړیدو راپور رارسیدلی دی. د جمعې پر شپه په کندهار کې د …

نور... »

پر شوراب د طالبانو په ډله ییز برید کې نږدې ۴۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

سرچینو په ډاګه کړې، چې شاوخوا شل برید ګرو پوځي جامې اغوستې وې، د جمعې پر سهار یې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې یې د شوراب پر پوځي  اډې یا ۲۱۵ میوند قول اردو برید وکړ. د دې پېښې په اړه، چې له ۲۴  ساعتونو ډېره روانه وه؛  د …

نور... »

په کندهار ولایت کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

په کندهار کي د اورښتونو او سيلابونو له کبله ٧ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د کندهار د عامي روغتيا ریيس داکتر عبدالقيوم پخلا وايي، چي تر اوسه له دې کبله ٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٤ نور ټپيان شوي دي. …

نور... »

طالبانو په کندهار کې له ۲۰ ډېر سرحدي پولیس وژلي

د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې طالبانو د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز وسلوال برید کړی، چې په کې له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.    یوې سرچینې، چې نه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه برید تېره شپه د …

نور... »

په لوګر ولایت کې یو موتر له چاودیدونکیو توکو ډک نیول شوی

د لوګر امنیه قومنداني ویاند وایي؛ تېره شپه ۱۰:۳۰ بجې د دې ولایت اړوند په تنګي واغجان سیمه کې ملي پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک کرولا موتر له یوه بریدکوونکي سره، چې ناصر نومیږي نیولی دی. د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی زیاتوي؛ بریدګر د هلمند ولایت د ګرشګ …

نور... »