عاجل خبرونه

کندهار @ps

په خوست کې د ۴ ولسوالیو تړل شوې لویې لار خلک له ستونزو سره مخ کړي

په خوست کی د نړیوالو ځواکونو همکارو سرتېرو د څلور ولسوالیو عمومي لار تړلې او خلک یی له ستونزو سره مخ کړي دي. دا لوی سړک په خوست کي د امریکایي ځواکونو پوځي هډې ترڅنګ تېر شوی دی. شاوخوا دوه میاشتې کیږي، چې د خوست ښار ختیځ ته د امریکایانو …

نور... »

په لوګر کې د مخالفو وسلوالو د وسلو زیرمه کشف او ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړیو ځواکونو په لوګر ولایت کې د وسلوالو مخالفینو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف او ونیوله. چارواکو په ډاګه کړې، چې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په اودکي کلي کې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې …

نور... »

ایران دې د افغانستان د اوبو په بدل کې تېل ورکړي

په هلمند کې لاریونکوونکیو د افغانستان د اوبو بندونو په اړه  د ایراني ولسمشر حسن روحاني خبرې د هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او د اوبو بندونو له جوړولو یې ملاتړ وکړ. په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو په تړاو د ایراني ولسمشر خبرې په …

نور... »

په خوست کې مزرين لاسي صنعت پاملرنه غواړي

په خوست کې د مزرين لاسي صنعت کاروباریانو ویلي؛ د حکومت له پآملرنې سره مخ شوي نه دي، د سړک پر غاړه خپل لاسي توکي خرڅوي. د دغو لاسي صنایعو جوړونکي او پلورونکي وايي، د خوست په غرنیو سیمو کې د مزري په نوم له یوه بوټي څخه، ځایي خلک …

نور... »

په هلمند کي د ناوې ولسوالۍ د بیا نیولو عملیات پیل شول

د هلمند ځايي چارواکي وايي، تېره شپه په ناوه ولسوالۍ کي د طالبانو پر ضد هوايي او ځمکني عمليات پيل شوي، چي په پايله کي يې يوازې تېره شپه ٤٣ وسلوال وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي. د دوى په خبره؛ په دې عملياتو کي د طالبانو د اته …

نور... »

د غزني امنیه قومندان امرخېل له دندې استعفا کړې

د غزني امنیه قومندانی ویاند فهیم امرخېل د جنرال امین الله امرخېل استعفا تائیدوي او وايي، چې د امرخېل د استعفا لامل شخصي مسایل دي او پرځای یی  د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون د څېړنو رییس مصطفی مایار د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.  …

نور... »

د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ طالب ولسوال وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر مازیګر د میدان وردګو د نرخ ولسوالی په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو ولسوال ملابشیر، چې په ملا فاتو یې ځان شهرت ته رسولی و؛ د ځانګړیو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.  د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره …

نور... »

شنو خونو خوست د سابو له پلوه پر ځان بسیا کړی

د کرنې وزارت له لوري تېر کال په خوست کې سل شنې خونې جوړې شوې، چې ښه پایله یې لرلې ده او اوس په خوست ښار کې د خوست تازه شنه سابه په ارزانه بیه ترلاسه کیږي. خوست ته پخوا له پاکستان او د افغانستان له ختیځو ولایتونو شنه سابه …

نور... »

په لښکرګاه ښار کې د وروستي برید لامل وظیفوي غفلت دی

په هلمند کې اوس هم د جګړو اور بل دی، د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې یو موتر بم درې ورځې مخکې د لښګرګاه په ښار کې وچاودید، چې څلور دېرش تنه یې ووژل او شاوخوا شپېته نور یې ټپیان کړل. د همدې پېښې په غبرګون کې کابل ته د …

نور... »

په هلمند کي موټر بم بريد ۹۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هلمند والي وياند وايي، چي د روژې پر ٢٧ د غرمې ۱۲ بجې د مرکز لښکرګاه ښار د نوي کابلبانک د څانګي مخي ته پر هغو پوليسو او ملکي وګړیو موتربم چاودنه تر سره شوه، چي خپلي تنخواګاني يې اخيستې . هغه په ډاګه کړې، چې په ياد بريد کي ۳۰ کسه …

نور... »

په پکتیکا کې د حقاني شبکې دوه مهم قومندانان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن سهار پېنځه نیمې بجې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د شیخانو په اړوند سیمه کې د حقاني شبکې دوه مهم قومندانان هر یو عبدالعزیز مشهور په ابو بکر او غلچکی نومی پر یوه هوایي برید له خپلو څلور نورو ملګرو سره …

نور... »

د پکتيا پر امنيه قومندانۍ موتر بم بريد مرګ و ژوبله اړولې

د پکتیا پر امنیه قومندانی په وسلوال برید کی پېنځه سرتېري او پېنځه برید ګر وژل شوي دي. نن سهار شپږ بجې او پېنځلس دقیقې لومړی د امنیه قومندانۍ د وداني په دروازه کی د موتر بم چاودنه  وشوه او وروسته نښته پیل شوه.  د پکتیا  والي ویاند عبدالله حسرت …

نور... »

په خوست کې د نوري فایبر او لایني تیلیفونو پروژې بشپړې شوې

په خوست کې د ۶ میلیون امریکایي دالرو پرلګښت د نوري فایبر او پېنځه زره لایني تیلیفونونو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په خوست کې کابو اته کاله وړاندې د نوري فایبر پروژې چارې پیل شوې وې، چې دا دی بشپړې شوې.  دغه راز په خوست کې د …

نور... »

په غزني کې یوه ډله سړي تښتوونکي نیول شوي

په غزني ولایت کې د پولیسو قومندان  وایي؛ په تېرو څو میاشتو کې پولیسو د یو شمېر هغو خپلسریو او بې نظمیو مخه نیولې، چې تل د خلکو د سپکاوي او ځورونې لامل شوي دي.     د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امرخېل و سړی تښتوونکي رسنیو ته نه …

نور... »

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي پر سرحدي سرتېرو بمبارد شوی

د هلمند  والي ویاند عمر ځواک وایي، چي تېره شپه په نادعلي ولسوالی کي د طالبانو پر پټنځایونو توغندیز بریدونه او چاپه وهل شوې، چي د بهرنیو ځواکونو هوایي ځواک یې ملګرتیا کوله. د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او پېنځه …

نور... »

په کندهار کې پولیسو خپل اته ملګري وژلي دي

په کندهار کي د پولیسو په خپلمنځي نښته کي اته  پولیس وژل شوي دي.  دا پېښه د کندهار ښارد حاجی عرب د سیمې په یوه اړوند پوسته کې رامنځته شوې ده. د والي ویاند صمیم خپلواک هم د پولیسو نښته تائید کړې؛ خو د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي. یوه …

نور... »

په هلمند ولایت کې د طالبانو له بنده ۱۱ کسان خوشې شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزات په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې  د طالبانو له بنده یوولس کسان راخوشي کړي، چې شپږ په کې افغان سرتېري او پېنځه یې ولسي وګړي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان د هلمند په نادعلي ولسوالۍ …

نور... »

په غزني کې طالبانو ته یو شمېر چورلکو ناستې کړي

د غزني د ولایتي شورا یو غړی وایي، د غزني په واغز او خوږیاڼیو ولسوالیو کې طالبانو ته یو شمېر چورلکې ناستې دي. له یوې اوونۍ ډله ییزو بریدونو وروسته طالبان پر واغز ولسوالۍ حاکم شوي دي. د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وایي، په واغز او خوږیاڼیو …

نور... »

طالبانو پر پوځي مرکزونو بریدونه ډېرې کړي

په کندهار کې له خونړۍ پېښې وروسته پوځ منلې، چې طالبانو پر پوځي مرکزونو بریدونه ډېرکړي او وایي، چې د ملي دفاع وزارت د شاولیکوټ ولسوالۍ د تازه پېښې په تړاو یو پلاوی ګمارلی؛ خو سیاسي کارپوهان باوري دي، چې حکومت د طالبانو د نويو جنګي فعالیتونو په وړاندې چمتووالی …

نور... »

په خوست کې موتر بم چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د شنبې په سهار د روژې پر لومړۍ ورځ د یوه موتر بم بریدکوونکي په خوست کې امنیتي ځواکونه په نښه کړل. امنیتي سرچیني وايي، چې دا برید نن سهار د خوست ښار فوتبال لوبغالي ته څیرمه شوی دی. د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت وایي، د برید هدف بهرنیو …

نور... »