کندهار @ps

د هېواد په لویدیځ کې له دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو ۳۰ کسه مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

د هېواد په لویدیځ فراه ولایت کې د یکشنبې په ورڅ(د لیندۍ ۲۸) له یوې ترافیکي پیښې څوارلس کسه مړه شوي، دوه روغ رمټ وتلي او  ۴۳ نور ټپیان دي. دغه پېښه نن سهار د یو ۳۰۴ بس موتر، چې له هرات ولایت څخه  کابل ته راروان و د فراه …

نور... »

په لوګر ولایت کې د پیام ملي رادیو رییس وسلوالو وژلی

په لوګر ولایت کې د پیام ملي رادیو رییس نصیر احمد مدثر د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی. د لوګر ولایت د محمد آغه ولسوالۍ امنیه قومندان نصیر امیر وایي، چې د پیام ملي رادیو رییس نصیر احمد مدثر تېر ماښام د خپل کور پر لوري روان و، چې …

نور... »

د کندهار د نيش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې۵۰ وسلوال طالبان وژل شوي

افغان ځواکونه د کندهار په نيش ولسوالۍ کي د ( ۵۰ ) وسلوالو له وژلو خبر ورکړ. په سويل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه په ډاګه کړې، چي تېره ورځ افغان ځانګړیو ځواکونو د کندهار په نېش ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو په …

نور... »

طالبان په غزني کې له سوداګرو کلنۍ پیسې غواړي

طالبانو د غزني ولایت په بازارونو کې سوداګرو او هټیوالو ته په مکتوبي بڼه خبرداری ورکړی، چې له مخې یې ترې کلنۍ پیسې واخیستل شي. د غزني ولایتي شورا منشي حسن رضا یوسفي د دغې کړنې پر فرهنګي بڼه اوښتنې  اندېښمن کړی او دا د طالبانو د پیاوړتیا لپاره یوه …

نور... »

په خوست کې د څلور روغتیايي مرکزونو چارې بشپړې شوې

په خوست ښار کې د بېړنیو پېښو څانګه له ولایتي روغتون جلا جوړه شوې، چې ۱۴۸ زره دالر پرې لګښت راغلی او په ټولو روغتیایي وسایلو سمبال دی. د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ترڅنګ په علي شېرو ولسوالۍ کې د بېړنیو پېښو د یوې څانګې، د …

نور... »

د زابل والي بسم الله افغانمل له یوه بریده روغ ووت

د زابل والي بسم الله افغانمل وايي د شهرصفا ولسوالۍ ته د زابل له ښاروال سره یوځای تللی و، چې د بېرته راتلو پر وخت د پل سوخته په سیمه کې د وسلوالو له کمین سره مخ شو. هغه څرګنده کړې، چې پر موترو یي مرمۍ لګیدلې؛ خو ده او …

نور... »

په میدان وردګو کې د وسلوالو مخالفینو له خوا یو محصل وژل شوی

په میدان وردګو کې د وسلوالو طالبانو له خوا یو محصل وژل شوی دی. دا کس، چې فیض الرحمن نومیږي د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالې په ونخي سیمه کې نیول شوی و او یوه ورځ وروسته د چک ولسوالی د سیبکه سیمې د خلکو په مخ کې غرغره …

نور... »

افغان حکومت له پاکستان سره په صفري ټکي کې د بیرغ په پورته کولو اعتراض کړی

افغان حکومت له پاکستان سره د ګډ سرحد چمن په سیمه کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمې واګې په څیر د بیرغ  پورته کولو د مراسمو په پیلولو سخت اعتراض څرګند کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو نوره …

نور... »

په کندهار کې ۴ پولیس په خپلمځي نښته کې وژل شوي

په کندهار ښار کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې څلور پولیس وژل شوي دي.  د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چې نن غرمه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پولیسو او د کندهار په ښار کې د برښنا کوټ پله د پوستې د پولیسو ترمنځ شخړه په وسلواله …

نور... »

د زور واکانو د مداخلو له کبله ولایت پريښودو ته اړ شوی یم-افغانمل

د زابل والي وايي، د  دې ولايت دپرمختګ مخه ځينیو داسې زور واکانو ډب کړې، چي پخپله د دولت مامورين دي او ياهم په کابل کي ديوه ګوند غړيتوب لري. د زابل والي بسم الله افغانملزیاتوي؛ دغه کسان د مرکز قلات تر څنګ په ولسواليو کي له هري برخي څخه …

نور... »

په هلمند کې د شهيد خبریال نعمت الله زهیرپه نوم د والیبال۱۵ ورځنی سیالي پیل شوې

د هلمند دبدني روزنېآمروایې، چې په هلمند کې د شهيد خبریال نعمت الله زهیرپه نوم د والیبال۱۵ ورځنی  سیالي پیل شوې. دهلمند دبدني روزنې آمر زلمی هڅاند وایي؛ شهيد زهیرخپله هم دوالیبال یو لوبعاړی و؛نو، ځکه  د هغه د یاد په موخه مو دغه تورنمنت پیل کړ، چې لس لوبډلي …

نور... »

په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.  د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، دا چاودنه تېر ماښام د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په مانو سیمه  کې د ملکي وګړیو پر موتر رامنځته شوې؛ دوه ښځې، دوه نرینه او د درې ماشومانو په ګډون اووه …

نور... »

ارواښاد زهیر په پلرني کلي کې په وینو لړلی خاورو ته وسپارل شو

د نعمت الله زهیر مړی د جنازې لمانځه له ادا کیدو وروسته میدان وردګو د سید آباد په پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو. د شنبې ورځې سهار د نعمت الله زهیر بې روحه تن په الوتکه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته راولیږدول شو، د هغه هم …

نور... »

په هلمند کې د آریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر ځوانیمرګ شو

په هلمند کې د آریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر نن سهار ۹ بجې د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې د سره ګودر د اړوند سیمې په ماین چاودنه کې  خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. د آریانا نیوزد ځوانیمرګ خبریال نعمت الله زهیر شهادت ته په نغوته کې …

نور... »

د كندهار په غورك ولسوالې كې وسلوالو پر امنيتي پوستو بريد كړى

د كندهار والي وياند وايي، د كندهار په غورك ولسوالې كې وسلوالو پر امنيتي پوستو بريد كړى دی. د كندهار والي وياندصميم خپلواك زیاتوي؛په دې بريد كې، چې له تېرې شپې سخت شوى د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او ديارلس ټپيان دي. هغه په ډاګه کړه، چې په …

نور... »

په هلمند کې له جګړه ځپلیو سره د مرستې بهیر رڼښت نلري- اتل

په هلمند کې د وروستيو ناامنيو او جګړو له کبله ټولې ۸ زره کورنۍ  بيځايه شوې، چې د چارواکو په خبره له ۴ زره ډېرو کورنيو ته بېړنۍ مرستې ورکړشوې دي. د هلمند ولايتي شورا رییس محمد کریم اتل  وايي، چې همدې کورنيو ته د مرستو رسولو بهیر رڼښت نلري؛ …

نور... »

په خوست کې ۷ کسه د سړي تښتونې، قاچاق او جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د یکشنبې په ورځ د خوست پولیسو هغه ۷ کسان رسنیو ته وښودل، چې د سړي تښتونې، نشه یي توکود قاچاق او جنایي جرمونو په تورنیولي دي. د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، په دې کسانو کې یو د سړي تښتونې، دوه د نشه یي توکو د …

نور... »

په کندهار ښار کې پر ځانمرګي برید ۵ پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په كندهار ښار كې پر ځانمرګي برید يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي. د كندهار امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانى وايي، دا بريد نن لس نيمې بجېله يوه  سراچه موتر څخه په ګټه اخیستنه د پوليسو پر ګزمه شوى دى. هغه وايي، په دې بريد كې يو پوليس …

نور... »

په زابل ولایت کې له طالبانو سره په نښته کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې

د زابل په شملزو ولسوالۍکي د وسلوالو طالبانو او سرحدي پوليسو تر منځ په نښته کي  دوه ملکي کسان او يو سرحدي پوليس وژل شوي دي. د زابل ولايتي وياند ګل اسلام سيال وايې،چي نښته د جمعى په ورځ نا وخته د دې ولسوالۍ د ځنځير په سيمه کي هغه مهال …

نور... »

په خوست کې د نړۍ غوره افغان جراح داکتر کمال تڼی وستایل شو

په خوست کې قومي مشرانو، مدني فعالانو او روغتیاپالو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د دغه افغان داکتر ستاینه وکړه، چې د امریکا د جراحانو په نړیوال کانګریس کې یې د ۲۰۱۶ کال د نړۍ د غوره جراح جایزه ګټلې ده. داکتر کمال تڼی لومړنی افغان دی، …

نور... »