عاجل خبرونه

کندهار @ps

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د اړوند سیمې هوایي ډګر ته نږدې یوه چاودنه رامنځته شوې ده. د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، دغه چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شوې، چې تلفات نلري؛ خو هغه …

نور... »

په غزني کې ۵ سرتېري او ۱۱ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د غزني والي ویاند نوري ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د زنخان ولسوالۍ پر امنیتي پوسته برید کړی؛ خو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل او په کې دوه سرتېري او ۵ وسلوال وژل شوي دي.   هغه زیاتوي، په دې نښته کې درې سرتېري او شپږ …

نور... »

د سپین بولدک په اړوند ډله ییز برید کې ۶ پولیس وژل شوي

په کندهار کې چارواکو ویلي، چې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ په وسلوال ډله ییز برید کې د ۴ بریدګر او ۶ پولیسو وژل شوي دي. د چارواکو په وینا؛ تېره شپه اته بجې ۴ بریدګرو، چې د پوله ساتو ځواکونو جامې یې اغوستې وې، د سپین …

نور... »

د کندهار د ارغنداب سيند استنادي ديوالونه جوړ شول

د کندهار د ارغنداب سيند دواړو غاړیو ته د ٢٢ ميليون دالرو پر ارزښت استنادي ديوالونه جوړ شول. د دغه استنادي ديوال کار، چي د ارغنداب د سيند پرغاړه درې کاله وړاندي پيل شوى و نن ګټي اخيستني ته وسپارل شو . د کليو او پراختيا وزير مجيب الرحمان کريمي …

نور... »

د خوست پولیسو د یوه موتر بم برید مخه نیولې

چارواکي وایي، د دې ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پولیسو د وسلوالو یو هاموې موتر له کابو څلورټنه چاودیدونکیو توکو ډک کشف او ناکاره کړی دی. په خوست کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال شېرداود آرین څرګنده کړې؛ په  اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې …

نور... »

په کندهار کي د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه

د ښځو د سودا ګرۍ خوني مسوولين وايي، چې دغه مرکز نادولتي دى او په کې به د ښځو د لاسي صنايعو لپاره بازار موندنه کيږي. د دې خونې د پرانيستو پر مهال د کندهار د ښځو چارو ریيسې روقيه اڅکزۍ وويل: دا، چي ښځو د خپلو لاسي صنايعو لپاره …

نور... »

په غزني کې د خلکو لاریون درې ورځنی شو!

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د زرګونه اوسیدونکیو پیل شوی لاریون درېیمې ورځې ته راوغزیدو او د کابل ـ کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې ده. د قره باغ ولسوالۍ د شېرآباد کلي اوسیدونکي وايي، د نیختي کلي قومي اربکیانو د ابراهیم په نامه د …

نور... »

د خوست لاریونوالو د خوست- کابل لار تړلې

  د خوست لاریونوالو له نن سهار را په دیخوا د کابل– خوست لار تړلې ده. د خوست ولایت لاریونکوونکي وايي، د دې ولایت د کمپاین ځواکونو نن سهار د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په شمباووت ژیړي کلي کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه لومړی تړلي او بیا یې …

نور... »

په کندهار کې کروندګرو ته د پېستې ۲۵۰ نوي باغونه جوړېږي

کندهار، چې انار، انګور او یو شمېر نورې تازه او وچې مېوې یې په نړيوالو بازارونو کې ښه ځای لري او کروندګرو یې د پېستو باغونو جوړولو ته مخه کړې،  چي ښه پايله هم لري. د کندهار د کرنې ریاست سرپرست حبیب الرحمان سجاد وايي، سږ کال د اووه ولسوالیو …

نور... »

په خوست کې لسګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی

د خوست قومي مشرانو، مدني فعالانو او لسګونه خوستیانو په یوه لاریون کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه وغندله او وایي، چې پاکستان په افغانستان کې د ټولو بریدونه تر شاه لاس لري. لاریونوالو په ډاګه کړه، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې د ملاتړ ترڅنګ …

نور... »

د تاپي پروژې د امنيت پلي کيدو لپاره عمليات پيل شوي- ساپی

د هلمند امنیه قومندان وايي؛ د تاپي پروژې د ګاز نللیکې  د امنیت خوندي کولو لپاره مو په هغو سیمو کې  عمليات پيل کړي، چې دمکړۍ تر ګواښ لاندې دي. د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی وایي؛  د تاپي پروژې د غوره تر سره کولو په موخه  له همداوسه …

نور... »

په هلمند کې چاودنو۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هلمند د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د شنبې پر سهار( د کب ۵) د دې ولايت لښکرګاه ښار اړوند د ملي امنيت دوه یمې حوزې مخې ته يو مازدا ډوله موتر بم بريد شوی، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پېنځه کسان وژل شوي …

نور... »

په غزني کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي

تېره شپه طالبانو په یو ډله ییز برید کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اته سیمه ییز پولیس وژلي دي.   د غزني والي ویاند محمد عارف نوري پېښه منلې او وایي؛ تېره شپه لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ د رباط په کلي کې د سیمه ییزو …

نور... »

د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي- لوی پاسوال عبدالرازق

د کندهار امنیه قومندان وايي، چې د برښنايي تذکرو لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي. له تېرو څو کلونو را په ديخوا د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د حکومتي مشرانو او سياسي حزبونو اختلاف روان دى؛ خو هېوادوال يې د ژر پيليدو غوښتنه کوي. دا، چي …

نور... »

د زابل او کندهار لاریونوالو د دیورند کرښې د بنسټیز حل غوښتنه وکړه

د زابل او کندهار ولایتونو په ښارونو او سپین بولدک کې لاریونوالو د ملګرو ملتونو  له لارې د دیورند کرښې د بنسټیز حل غوښتنه راپورته کړه. لاریونوالو دغه راز په پاکستان کې د پښتنو له پاڅون هم ملاتړ کړی دی. دغه راز د زابل ولایت لاریونوالو ټینګار کړی، چې د …

نور... »

د افغانستان د جلغوزو حاصلات هرکال ۴۵۰ میلیون دالرو ته رسیږي

د جلغوزو له حاصلاتو څخه، چې د ټول هېواد په ۴۳ زره هکتار ځمکه کې کرل شوي هرکال ۳۳ زره تڼه ترلاسه کیږي؛ خو د دغو حاصلاتو ډېره برخه په پاکستان کې بسته بندي او بیا بهرنیو هېوادونو ته صادریږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي؛ ډېر جلغوزي له پاکستان …

نور... »

په کندهار کي د پاکستان د شيدو او پېروي پر پلور بنديز لګول شوی

د کرنې  او مالدارۍ او عامي روغتيا رياستونو، چي د پاکستان د شيدو او پېروي (ملایي) د مخنيوي کمپاين پيل کړی وايي؛ په دې شيدو او پېروي کي داسي زهري مواد کار شوي، چي د ماشومانو او پاخه عمر لرونکیو  کسانو پښتورګي او اعصاب زیانمنوي. د نيستلي پاکستانۍ کمپنۍ پر توليداتو له دې …

نور... »

په خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور۱۱ کسان نیول شوي

د خوست امنیه قومندان وایي، د خوست پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تور۱۱ کسان له یو شمېر وسلو، پوځي یونیفورم او نشه یي توکو سره نیولي دي. د خوست سرپرست امنیه قومندان جنرال محمد داود  امین، چې تېره اوونۍ یې پولیسو ښې لاسته راوړنې لرلې او ۱۱ کسان یې د …

نور... »

په کندهار کي ۵۰ طالب جنګيالي وژل شوي

د کندهار امنیتي مسوولين وایي، په کندهار کي ۵۰ طالب جنګيالي د امنیتي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي. د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، دا بريدونه د کندهار د ميوند ولسوالۍ د بند تیمور او د پنجوايي ولسوالۍ پر سرحدي سيمه ریګ کي تېره شپه هغه وخت تر …

نور... »

په غزني کې چارواکي د پنځوس وسلوالو له وژلو خبر ورکوي

د غزني والي ویاند وايي، چې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې پنځوس وسلوال وژل شوي وژل شوي دي. د غزني والي ویاند محمد عارف نوري زیاتوي، په دې عملیاتو کې نږدې پنځوس نور وسلوال ټپیان شوي دي. د حکومت دغه سرچینه څرګندوي، چې په عملیاتو کې څلور سرتېري …

نور... »