عاجل خبرونه

هرات @ps

د فراه ولایت په برنګتوت سيمه كې طالبان له ماتې سره مخ شوى

په فراه ولایت كې مسوولين وايي، وسلوال مخالفين له ماتې سره مخ شوي دي. د فراه والي وياند ناصرمهري وايي په برنګتوت سيمه كې د وسلوالو بريد، چې له تېرې شپې را په ديخوا پيل شوى و له ماتې سره مخ شوى دى. هغه زیاتوي، په دې جګړه كې له …

نور... »

د فراه ولایت په مرکز کې جګړه روانه ده

د فراه ولایت په مرکز نوبهار کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده. د فراه ولایت په مرکزي سیمو کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی او وسلوال طالبان د نوبهار  او رج له سیمو په شا شوي دي او یوه پوسته، چې طالبانو نیولې وه اوس …

نور... »

طالبانو د فراه ولایت د مرکز نوبهار د دوه لاري امنیتي پوسته ونیوله

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز نوبهار په دوه لاري کې د امنیتي پوستې د ځواکونو ځای ونیوه او امنیتي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل. د فراه ولایت د پولیسو قومندان توریالی عبدیاني وایي، پولیسو د نوبهار یوې بلې سیمې ته تاکتیکي …

نور... »

د فراه ولایت پر مرکز تېره شپه وسلوال بریدونه شوي

د فراه ولایت مرکز تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو د نښتو شاهد و. د فراه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور وایي، که څه هم د فراه ولایت په مرکز نوبهار کې امنیتي ځواکونو خپلې قرارګاوې ساتلي او جګړه روانه ده؛ خو وسلوال طالبان له قرارګاوو …

نور... »

په فراه کې نړيوالو ځواكونو پېنځه افغان كوماندویان او يو پوليس بمبارد کړي

د فراه په بالابلوك ولسوالې كې د نړيوالو ځواكونو پر هوايي بريدونو د ملي اردو پېنځه كوماندو سرتېري او يو پوليس وژل شوي دي. په لویديځ زون كې د ملي اردو سرچينې وايي؛ تېره شپه نړيوالو ځواكونود بالابلوك ولسوالۍ د كنسك كلي  د ملي لردو یو مرکز، چې كوماندو ځواكونه په …

نور... »

په بادغیس کې له یوې اتلس کلنې ښځې سر پرې شوی

سیمه ییزو مسوولینو په ډاګه کړې، چې ریحانه د بادغیس د جوند ولسوالۍ د میبل په کلي کې د میړه د کورنۍ لخوا تېره شپه وژل شوې ده.  اته لس کلنه ریحانه د غور اوسیدونکې وه،  چې په درې کلنۍ کې خپل همزولي هلک ته واده شوې وه او څو …

نور... »

دهرات په چشت ولسوالۍ کې ۱۷ سیلانیان وژل شوي

په هرات كې د ملي اردو سرچينې وايي؛ په دې پېښه كې ۱۷ تنه وژل شوي، چې ۱۱ يې بهرني سيلانيان دي. دا سرچينه زیاتوي، د بهرنيو سيلانيانو يوه ډله، چې په دوه فلانكوچ موټرو كې يې سفر كاوه نن د هرات په چشت ولسوالې كې پرې لومړى چاودنه شوې …

نور... »

د بادغیس په پلازمېنه قلعه نو کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه

د افغانستان ملي امیت لوی ریاست خبر ورکوي، چې د بادغیس پلازمېنې قلعه نو په ورزشی استدیوم کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه. د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې، ترهګرو پلان درلود، چېله۱۲ کلن ماشوم څخه په ګټه پورته کولو د بادغیس ولایت په پلازمېنه قلعه نو …

نور... »

په هرات ښار کې چاودنې ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هرات ښار كې څو شېبې وړاندې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده. عیني شاهدانو ویلي، چې چاودیدونکي توکي په یو لاسګاډي کې چاودیدلي، چې په کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. امنیتي سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او د …

نور... »

په فراه ولایت کې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې پوځي عملیات پیل شول

د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې پوځي عملیات پیل شوي دي. په فراه  ولایت کې د ملي ځواکونو ویاند عبدالروف رحماني وایي، په دې عملیاتو کې تر دې دمه اته وسلوال طالبان وژل شوي او د طالاب قومندان ملا ابراهیم په ګډون اته لس …

نور... »

د غور ولایت د پوهنې څلو کارکوونکي وتښتول شول

د غور ولایت د فیروزکوه له ښاره د پوهنې ۴ کارکوونکي د ناڅرګندو وسلوالو لخوا تښتول شوي دي. د غورولایت د پوهنې رییس صبغت الله اکبري پېښه مني او وایي دغه څلور تنه د پوهنې ریاست رسمي کارکوونکي وه، چې له کاسي کلي څخه ښار ته په لاره له دې …

نور... »

د افغان-هند د دوستۍ بند – سلما رسمي پرانسته وشوه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي نن شنبه( د غبرګولي ۱۵) د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” رسمي پرانسته وکړه. ټاکل شوې وه، چې د بند پرانسته په چشت شریف کې د بند تر څنګ تر سره شي؛ خو د امنیتي ګواښونو پر …

نور... »

نن د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” د پرانستې ورځ ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي نن د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” پرانیزي.  د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړه مشران به د دې سترې پروژې د پرانیستلو ترڅنګ له افغانستان سره د هند د ملکي او پوځي مرستو پر دوام خبرې …

نور... »

نریندرا مودي به سبا ته د سلما بند پرانسته وکړي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غنياو دهند لومړي وزیر نریندرامودي به د شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د سلما برښنا بند پرانسته وکړياو ترڅنګ به یېد افغانستان اوسیمېپرحالاتو خبری اتري وکړي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر او …

نور... »

د فراه د اناردرې ولسوالۍ پر ودانې وسلوال بريد شنډ شو

 د فراه امنيه قومندانۍ امنيت آمرمحمد غوث ماليار وايي، وسله والو غوښتل دا ولسوالي ونيسي؛ خو پوليسو او ملي اردو يې دا بريد شنډ كړ. هغه وايي په دې بريد كې ديارلس وسلوال وژل شوي او شل نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا په دې بريد كې يو پوليس …

نور... »

په هرات کې ٣۵ وسلوال طالبان وژل شوي

په هرات کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ  په نښته کې ٣۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د هرات والي وياند جیلاني فرهاد ويلي؛ د دغه ولایت په شينډنډ ولسوالۍ کې د دولت ضد وسلوالو يوه اندازه وسايط هم له منځه وړل شوي دي. د هرات والي وياند وايي، په …

نور... »

فراه ولایت ته د طالبانو مرستیال والي ووژل شو

د فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال باهر وایي، تېره شپه فراه ولایت ته د وسلوالو طالبانو مرستیال والي له خپلو افرادو سره د بالابولوک ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې برید پیل کړ، چې له  پولیسو سره په نښته کې نوموړی له خپلو درې کسو ملاتړو سره ووژل شو او …

نور... »

په هرات ښار کې ناڅرګندو وسلوالو یوه ښځه په ډزو وژلې

تېر ماښام په هرات ښار کې ناڅرګندو وسلوالو موترسایکل سپرو یوه د منځني عمر لرونکې ښځه په ډزو وژلې ده. په هرات کې چارواکي وایي، پېښه د هرات ښار په حقیقت سړک کې نور روغتون ته نږدې رامنځته شوې ده. د هرات ولایت پولیس وایي، وژل شوې ښځه په رکشا …

نور... »

په بادغیس ولایت کې بمي چاودنې لس ملکیانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې پېنځه تنه ملکیان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل دي.  د بادغیس مرستیال امنیه قومندان عبدالعلي زماني څرګنده کړې، چې چاودنه تېره ورځ ناوخته په قادس ولسوالې کې وشوه. ده وویل، داسي ښکاري، …

نور... »