عاجل خبرونه

هرات @ps

د هېواد په لویدیځ کې له دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو ۳۰ کسه مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

د هېواد په لویدیځ فراه ولایت کې د یکشنبې په ورڅ(د لیندۍ ۲۸) له یوې ترافیکي پیښې څوارلس کسه مړه شوي، دوه روغ رمټ وتلي او  ۴۳ نور ټپیان دي. دغه پېښه نن سهار د یو ۳۰۴ بس موتر، چې له هرات ولایت څخه  کابل ته راروان و د فراه …

نور... »

طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ ۱۳ پولیس وژلي

د فراه د بکواه په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي دي. د پولیسو دغه مرکز د بکواه ولسوالۍ په مرکز کې پروت دی،چې طالبانو پرې د جمعې پر شپه برید کړی دی. د بکواه ولسوال غوث الدین خانوایي، …

نور... »

د هرات په کهسان ولسوالۍ کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د قدس آباد د اړوند سیمې په یوه کور کې چاودنې ۵ ملشومان وژلي او درې نور ټپیان دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه ټول ماشومان د یو قومي مشر د کورنۍ غړي دي. د هرات والي ویاند فرهاد جیلاني وایي، پېښه په داسې …

نور... »

ولسمشرۍ ماڼۍ د غور د پېښې د قربانیانو د وینو پر غچ اخیستنې ټینګار کړی

داعش د افغانستان په لسګونه کلونو جګړو کې یوه نوې پدېده ده، چې د نورو وسلوالو ډلو خلاف یې کړنې ډېرې بې رحمانه دي او تر ډېره ملکي وګړي هدف ګرزوي. دې ډلې تېره ورځ په غور کې له دېرش ډېر ملکي وګړي د وسلو پر ډزو وژلي دي. ولسمشرۍ …

نور... »

په غور کې د ملکي وګړیو وژنې ملي او نړیوال غبرګونونه را وپارول

په غور کې د لسګونه ملکي وګړیو د وژل کیدو پېښې ملي او نړیوال غبرګونونه را وپارول.راپورونه وایي، چې د غور د مرکز فیروز کوه د شمال په شاوخوا لس کیلو مترۍ وسلوالو شپږدېرش ملکي وګړي، چې په کې ماشومان هم شته، د وسلو پر ډزو وژلي دي. ولسمشر محمد …

نور... »

په فراه ولایت کې د ګنهکان سیمه بېرته امنیتي ځواکونو ونیوله

امنیتي ځواکونو نن سهار په فراه ولایت کې د ګنهکان سیمه بېرته له وسلوالو طالبانو ونیوله. د فراه ولایت امنیه قومندان توریالی عبدیانی وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکزي سیمه ګنهکان کې وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه، چې په پایله کې یې نن …

نور... »

د فراه د مرکز له باغپل سیمې طالبان په شا وتمبول شول

د فراه ولایت د مرکز نوبهار له باغپل سیمې افغان امنیتي ځواکونو وسلوال طالبان شاه تګ ته اړ کړي دي. د فراه ولایت د پولیسو قومندانۍ آمر محمد غوث مالیار وایي، د فراه ولایت په برنګتوت،ده یک، شورآباد او باغپل سیمو کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات …

نور... »

قطر، عربستان او متحده اماراتو ته د ترهګرۍ پالنه یوه عادي خبره ده- سپنتا

 د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي؛ د لویدیځې آسیا ځینې هېوادونه، چې ادعا لري له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، برعکس ترهګري پالي او دا پر یوې عادي خبرې اوښتې ده. د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا دغه خبرې د جمعې په ورځ په هرات ښار کې پېنځم …

نور... »

پر فراه ښار د وسلوالو طالبانو بريد ناكام شوى

د فراه پوليس وايي، پر فراه ښار د وسلوالو بريد ناكام شوى او وسلوالو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده. د فراه ښار په څنډو كې د پنجشنبه په سهار د سپكو او درندو وسلو په كارولو جګړه پيل شوه. له دې امله بازار بند او خلك له كورونو …

نور... »

د فراه ولایت پر نوبهار ښار سخته جګړه روانه ده

راپورونو په ډاګه کړې، چې له نن سهاره د نوبهار ښار په څنډو او په تېره بيا د شمالي برخې برنګتوت سيمه كې د وسلوالو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه روانه ده. امنيتي مسوولين وايي؛ طالبانو له نن سهاره جګړه سخته كړې او غواړي، چې ښار ته ننوزي. د …

نور... »

د فراه ولایت په برنګتوت سيمه كې طالبان له ماتې سره مخ شوى

په فراه ولایت كې مسوولين وايي، وسلوال مخالفين له ماتې سره مخ شوي دي. د فراه والي وياند ناصرمهري وايي په برنګتوت سيمه كې د وسلوالو بريد، چې له تېرې شپې را په ديخوا پيل شوى و له ماتې سره مخ شوى دى. هغه زیاتوي، په دې جګړه كې له …

نور... »

د فراه ولایت په مرکز کې جګړه روانه ده

د فراه ولایت په مرکز نوبهار کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده. د فراه ولایت په مرکزي سیمو کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی او وسلوال طالبان د نوبهار  او رج له سیمو په شا شوي دي او یوه پوسته، چې طالبانو نیولې وه اوس …

نور... »

طالبانو د فراه ولایت د مرکز نوبهار د دوه لاري امنیتي پوسته ونیوله

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز نوبهار په دوه لاري کې د امنیتي پوستې د ځواکونو ځای ونیوه او امنیتي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل. د فراه ولایت د پولیسو قومندان توریالی عبدیاني وایي، پولیسو د نوبهار یوې بلې سیمې ته تاکتیکي …

نور... »

د فراه ولایت پر مرکز تېره شپه وسلوال بریدونه شوي

د فراه ولایت مرکز تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو د نښتو شاهد و. د فراه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور وایي، که څه هم د فراه ولایت په مرکز نوبهار کې امنیتي ځواکونو خپلې قرارګاوې ساتلي او جګړه روانه ده؛ خو وسلوال طالبان له قرارګاوو …

نور... »

په فراه کې نړيوالو ځواكونو پېنځه افغان كوماندویان او يو پوليس بمبارد کړي

د فراه په بالابلوك ولسوالې كې د نړيوالو ځواكونو پر هوايي بريدونو د ملي اردو پېنځه كوماندو سرتېري او يو پوليس وژل شوي دي. په لویديځ زون كې د ملي اردو سرچينې وايي؛ تېره شپه نړيوالو ځواكونود بالابلوك ولسوالۍ د كنسك كلي  د ملي لردو یو مرکز، چې كوماندو ځواكونه په …

نور... »

په بادغیس کې له یوې اتلس کلنې ښځې سر پرې شوی

سیمه ییزو مسوولینو په ډاګه کړې، چې ریحانه د بادغیس د جوند ولسوالۍ د میبل په کلي کې د میړه د کورنۍ لخوا تېره شپه وژل شوې ده.  اته لس کلنه ریحانه د غور اوسیدونکې وه،  چې په درې کلنۍ کې خپل همزولي هلک ته واده شوې وه او څو …

نور... »

دهرات په چشت ولسوالۍ کې ۱۷ سیلانیان وژل شوي

په هرات كې د ملي اردو سرچينې وايي؛ په دې پېښه كې ۱۷ تنه وژل شوي، چې ۱۱ يې بهرني سيلانيان دي. دا سرچينه زیاتوي، د بهرنيو سيلانيانو يوه ډله، چې په دوه فلانكوچ موټرو كې يې سفر كاوه نن د هرات په چشت ولسوالې كې پرې لومړى چاودنه شوې …

نور... »

د بادغیس په پلازمېنه قلعه نو کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه

د افغانستان ملي امیت لوی ریاست خبر ورکوي، چې د بادغیس پلازمېنې قلعه نو په ورزشی استدیوم کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه. د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې، ترهګرو پلان درلود، چېله۱۲ کلن ماشوم څخه په ګټه پورته کولو د بادغیس ولایت په پلازمېنه قلعه نو …

نور... »

په هرات ښار کې چاودنې ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هرات ښار كې څو شېبې وړاندې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده. عیني شاهدانو ویلي، چې چاودیدونکي توکي په یو لاسګاډي کې چاودیدلي، چې په کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. امنیتي سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او د …

نور... »