عاجل خبرونه

هرات @ps

په غور کې یو افغان سرتېري پخپلو ۵ ملګرو وسلوال برید کړی

د غور سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د د غه ولایت د مرکز په یوه پوځي اده کې د عامه امن او نظم یو سرتېري پر خپلو ۵ همکارو وسلوال برید کړی، چې په کې  دوه سرتېري وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان دي. دغور ولایت امنیه قومندان …

نور... »

په هرات کې دوه ځوانان د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوي

د هرات ښار په شیدایي سیمه د یاشنبې پر ورځ مازیګر مهال دوه ځوانان د ناڅرګندو وسلوالو موتر سایکل سپرو پر ډزو وژل شوي دي. د هرات ولایت د مرکزي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وایي، د دغو دوه ځوانانو مړي د بشپړو څېړنو لپاره عدلي طب ته لیږدول شوي …

نور... »

د ملا منصور پلویانو له رهبرۍ څخه د هبت الله د ګوښه کولو غوښتنه کړې

د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پلویانو په یوه اعلامیه کې د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله د ګوښه کولو غوښتنه کړې او له طالبانو غوښتل شوي، چې نور یې ملاتړ ونکړي. دغه اعلامیه د هېواد د لویدیځې حوزې د طالبانو لخوا خپره شوې ده. …

نور... »

په فراه ولایت کې پر یوه کور د هوایي برید پر مهال۲۰ طالبان وژل شوي

په هغه اعلامیه کې، چې د فراه ولایت پولیسو خپره کړې راغلي؛ د شینډنډ ولسوالۍ هوایي ځواک د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د خشک آباد کلي پر یوه داسې کور برید کړی، چې په کې وسلوال طالبان راټول شوي وه. د دغې اعلامیې له مخې؛ په دې هوایي …

نور... »

طالبانو په فراه کې شل عام وګړي یرغمل کړي- قانع

په فراه ولایت کې سیمه ییزو چارواو په ډاګه کړې، چې نن سهار په دې ولایت کې وسلوالو طالبانو شل ملکي کسان له ۳۰۳ موترو کښته کړي او ناڅرګند ځای ته یي لیږدولي دي. د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وایي، چې دا کسان د بالا …

نور... »

وسلوالو طالبانو د فراه په پشترود ولسوالۍ کې درې سرتېري پر ډزو وژلي

د پشترود ولسوالۍ ولسوال وایي، وسلوالو طالبانو د فراه د پشترود ولسوالۍ په مساو سیمه کې درې کسه له موتره کښته کړي او پر ډزو یې وژلي دي. د پشترود ولسوالۍ ولسوال غوث الدین خان زیاتوي، دا درې وژل شوي کسان د حکومت اړوند پوځیان ول. امنیتي چارواکو په دې …

نور... »

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې یوې پوستې سقوط کړی

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو یوه پوسته نیولې، چې په کې دوه  ملي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی. د فراه ولایت د پشت رود ولسوال غوث الدین خان وایي؛ د دې ولسوالۍ د ملا امان کلي درې کسیزه امنیتي پوسته د وسلوالو مخالفینو …

نور... »

ولسمشر غني کورنۍ جګړې ته لمن وهي- اسماعیل خان

د جمعیت اسلامي ګوند مهم غړي محمد اسماعیل خان ګوتڅنډنه کړې، چې ولسمشر د عطا محمد نور په لیرې کولو کورنۍ جګړې ته لمن وهي؛ حکومت باید له عطا محمد نور سره له مخامخ کیدو لاس واخلي او هڅه دې نه کوي، چې له حکومت څخه د جمعیت ګوند کسان …

نور... »

د فراه ولایت په بالابلوک کې جګړو مرګ و ژوبله رامنخته کړې

د فراه په بالا بلوک ولسوالی کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په نښته کې دوه ښځې وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون درې کسه نور ټپیان دي. د فراه ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دا مرګ و ژوبله د طالبانو په برید کې رامنځته شوې ده. د …

نور... »

د فراه له ګمرکه په یوه شپه کې سل زره امریکایي دالر اختلاس کیږي

د  فراه والي مرستیال وایي، هره شپه له نوي تر سل سوداګریز موتر فراه ته د مالیاتو له ورکړې پرته داخلیږي او ځینې ملکي او پوځي چارواکي له سوداګرو سره په ګډه د ګمرک د عوایدو ستره برخه شخصي جیبونو ته اچوي. د فراه والي مرستیال محمد یونس رسولي په …

نور... »

بادغیس به غوره سوداګریزه راتلونکې ولري- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني بادغیس ولایت ته د سفر پر مال د بادغیس خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ولایت به غوره سوداګریزه راتلونکې ولري او د بادغیس باد به د راتلونکې لپاره د برښنا پیاوړې سرچینه وي. ولسمشر غني نن سهار د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نور ښار …

نور... »

د فراه ولایت د مرکز په ریګي پوسته کې اته پولیس وژل شوي

د فراه د امنیه قومندانۍ امنیت آمر وایي؛ د فراه ولایت د مرکز ریګي پوسته د اته پولیسو له وژل کیدو وروسته سقوط شوې ده. د فراه د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد زیاتوي؛ ښایي دا پولیس د خپل یوه همکار له خوا وژل شوي وي؛ ځکه، چې د …

نور... »

په هرات کې د ولایتي شورا غړی جمشیدي له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی

امنیتي سرچینو په ډاګه ، چې نن غرمه مهال د هرات ولایت د ولایتي شورا غړي محمد فاضل عفیف جمشیدي له خپل یو ساتونکي سره ترور شو. د هرات والي وياند جیلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن غرمه د هرات ښار پر څورالسم سړک په امام فخرالدين …

نور... »

په هرات کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال وژل شوی

تېره ورځ ماښام مهال وسلوالو مخالفینو د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په دوآب کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ووژل شو او دوه نور مخالفین ټپیان شوي. د هرات ولایت د پولیسو …

نور... »

امنیتي ځواکونو د فراه ولایت شېبکو ولسوالي بېرته ونیوله

  د چارواکو په وینا؛ امنیتي ځواکونو په داسې حال کې دا ولسوالي بېرته نیولې، چې د دې ولایت د ولایتي شورا  د غړیو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو ترې وسلې، مهمات او تجهیزات وړي دي.   دا ولسولي تېره شپه طالبانو له څو ورځنیو نښتو وروسته نیولې وه. د …

نور... »

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت شېبکو  ولسوالۍ مرکز او اړوند سيمي طالبانو نیولې دي. د فراه ولایتي شورا رییسه جمیله امیني وایي، طالبانو تېره شپه پر شېبکوه ولسوالۍ بریدونه پل کړل او په پای کې یې دا ولسوالي ونیوله. د سیمې ځایي اوسیدونکي وايي، چې اوسمهال د ولسوالۍ …

نور... »

د فراه په مرکز کې ۴ طالبان او دوه سرتېري وژل شوي

په فراه کې چارواکي د څلور طالبانو او دوه سرتېرو  له وژل کیدو خبر ورکوي. د فراه والي ویاند ناصر مهري وايي، نن سهار وسلوالو طالبانو د فراه په مرکز کې پر یوه پوسته برید وکړ، چې له لږ مقاومت وروسته نور امنیتي ځواکونه ور ورسیدلي او د طالبانو برید …

نور... »

په فراه ښار کی پېنځه ملي پولیس وژل شوي

وسلوالو طالبانو تېره شپه په فراه ښار کی پېنځه ملي پولیس وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا منشی دادالله قانع وايي، وسلوالو تېره شپه د فراه ښار په څنډه کې یوه پوسته نیولې او پېنځه ملي پولیس یې وژلي دي. هغه زیاتوي، وسلوالو د پولیسو وسلې او مهمات هم …

نور... »

د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۶ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

په هرات ولایت کې چارواکي وایي، چې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله ۴ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د پېښې پخلی کړی او وایي، چې د یادې ولسولۍ په زاړه ښار کې د پولیسو …

نور... »

پر بوټانو د حکمتیار ویشتونکی دادشاني خوشې شو

  سید واحد دادشاني وایي، چې د حرب اسلامي پر رهبر حکمتیار یې د بوټانو ګوزار د شخصي انګیزې له مخې وار کړی و.   سید واحد دادشاني د جمعې په ورځ خپل دوه بوټان د حزب اسلامي پر رهبر ګلبدین حکمتیار وویشتل او له هماغې ورځې تر اوسه د ملي …

نور... »