عاجل خبرونه

هرات @ps

په هرات کې یوې ترافیکي پېښې ۲۴ کسان زیانمن کړل

د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ د ګردنه نخود سیاه په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې …

نور... »

په هرات کې یوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۵ کسان وژلي او د اوبه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۲۰ نور ټپیان دي. د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا منلې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۸) اته نیمې بجې د اوبه ولسوالۍ په بازار …

نور... »

په هرات ولایت کې ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو درې انسان تښتوونکي نیولي او ۵ کسان یې ترې ژغورلي دي. د کورنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ( د غویی ۲۷) څرګنده کړې؛ د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ امنیه …

نور... »

یو لوړپوړی امنیتي پلاوی هرات ولایت ته رسیدلی دی

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د هېواد او بهرنیو ځواکونو یو ګډ لوړپوړی امنیتي پلاوی د لویدیځې حوزې د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر، د هېواد د دفاع وزارت …

نور... »

په غور ولایت کې د طالبانو د صحرایي محکمې مسوول وژل شوی

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په غور ولایت کې د ځانګړیو هوایي ځواکونو او ځانګړیو پولیسو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو د صحرایي محکمې مسوول وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د غورولایت د مرکز اړوند غلمین …

نور... »

طالبانو د فراه د ګلستان ولسوالۍ په پوستو کې ۲۰ سرتېري وژلي

د فراه ولایتي شورا څرګنده کړې، چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ پر اړوند پوستو طالبانو بریدونه کړي، چې په کې د ملي اردو له شل ډېر سرتېري وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع ویلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د ګلستان ولسوالۍ د توت …

نور... »

طالبانو په فراه ښار کې د واده له مراسمو سندرغاړي تښتولي

وسلوال طالبان تېره شپه د فراه ښار د چاربرجک په اړوند سیمه کې د واده مراسمو ته وردننه شوي او د سندرغاړو د ټنګ ټکور ټول سامان یې ورته سوځولی دی. د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع ویلي، چې طالبانو د واده د دغې نندارې سندرغاړي او د …

نور... »

وسلوالو په فراه ښار کې د نجونو ښوونځی الوځولی

يو شمېر وسلوالو په فراه ولایت کې د نجونو یوه لیسه پر چادویدونکیو توکو الوځولې او ویجاړه کړې ده. د فراه ولایت د پوهنې ریاست مرستیال صادق حلیمي ویلي؛ یو شمېر وسلوالو، چې ځانونه یې طالبان ګڼلي تېره شپه یې د فراه ښار د نو ده و تیویسک په اړوند …

نور... »

په روزګان کې د مولوي شرف الدین ۱۸وسلوال طالبان وژل شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې، چې په روزګان ولایت کې د وسلوالو طالبانو پر پټو مرکزونو وسلوال بریدونه شوي دي. د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه بریدونه په روزګان ولایت کې د طالبانو د پوځي مشر مولوي شرف الدین پر مرکزونو تر سره شوي دي. …

نور... »

په بالا مرغاب کې ۱۳۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې- دفاع وزارت

د افغانستان ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو کې ۹۹ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ( د وري ۱۹) د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له …

نور... »

د بادغیس په بالا مرغاب کې ۵۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسولۍ کې د افغان او پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو پر هوایي بریدونو ۳۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. ملي دفاع وزارت زیاته کړې؛ دغه بریدونه د یادې ولسوالۍ پر اکازیي سیمې او امنیه قومندانۍ …

نور... »

د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ د پولیسو مرکز ته طالبان وردننه شول

یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ امنیه قومنداني له دوه ورځنیو نښتو په پایله کې ونیوله. د دې ولایت یوې امنیتي سرچینې دا هم ویلي، چې د بالامرغاب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیس، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا له طالبانو سره جنګیدلي …

نور... »

په بادغیس کې امنیتي ځواکونه له زیانونو سره مخ دي

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو په روانه جګړه کې نږدې دېرش سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی، لسګونه نور تريتم دي، چې کیدی شي طالبانو نیولي وي. پر بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو له پراخ برید وروسته اوس راپورونه وایي، چې وسلوال یې د ولسوالۍ …

نور... »

د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۶۱ کسان زیانمن شوي

د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له کبله دوه دېرش کسان مړه شوي او نهه ویشت ژوبل دي. افغانستان، چې څو پرلپسې کلونو سختې وچکالۍ ځپلي، تېر ژمی په کې ډېرې واورې ووریدې او د پسرلي د موسم له پیل سره سیلابونو را ووتل او سلګونه کورنۍ …

نور... »

په فراه ولایت کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په فراه ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، چې افغان ملي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ۸  وسلوال طالبان وژلي او دری نور ټپیان دي. د فراه د دوه یمي پلې لوا قومندان  حشمت الله احمدي وایي؛ افغان ملي او دفاعي ځواکونو د فراه په مرکز کې یو …

نور... »

په فراه کې ولسمشر غنی د طالبانو له توغندیز برید سره مخ شو

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ نن سهار د ( کب ۱۸) ولسمشر غني، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسیدلی؛ خو په هوایي ډګر کې له رسیدو سره سم له توغندیز برید سره مخ شو. د فراه ولایت یو امنیتي چارواکي ویلي؛ د فراه ولایت پر هوایي …

نور... »

سیلاب ځپلي فراهیان مرستې غواړي

په فراه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د دوه یمې ورځي په بهیر هم د سېلابونو اوبه رواني دي؛ چې لس کسانو د فراه په مرکز او ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله مړه شوي، چې درې یې ماشومان او دوه میرمنې دي. د فراه ښار لومړۍ ناحیی اوسیدونکی خدایداد نومي …

نور... »

په افغانستان کې د جګړې د دوام هیڅ پلمه نشته – اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی؛ زه ډاډه یم، چې سوله راځي؛ ځکه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نده پاتې. ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب ۵) د سوداګریزو توکو د لومړنۍ جوپې د پرانیستي د مراسمو لپاره نیمروز ولایت ته …

نور... »

په فراه ولایت کې واورې ښویېدنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د واورې ښویېیدنې له کبله ۳ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، چې د واورې د پرلپسې اورښت او سړې هوا له کبله د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې …

نور... »

له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په فراه کې ۵۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي

د فراه امنیه قومندان وایي، له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په فراه ولایت کې ۳۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۷۹ نور تپیان دي. د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي په فراه ولایت کې د امنیتي حالاتو د ارزونې تر څنګ په یوه جوړه شوې ناسته کې څرګنده کړه؛ …

نور... »