عاجل خبرونه

بلخ @ps

طالبانو د سرپل په سنچارک کې ۱۱ پاڅون کوونکي وژلي

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د سرپل  د سنچارک ولسوالۍ په تبر او تغای خواجه سیمو کې وسلوالو طالبانو تېره شپه برید کړی، چې د ولسي پاڅون کوونکیو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو د یو نښه ویشتونکي قومندان نورالدین په ګډون درې وسلوال هم …

نور... »

طالبانو د بغلان په دوشي کې برښنا ستن الوځولې

چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د بغلان په دوشي ولسوالې کې د ۳۶۰ میګاواته برښنا لیږدونکې یوه ستن په بشپړه توګه ویجاړه کړې او پر کابل او پروان یې برښنا پری کړې ده. د بغلان برښنا شرکت وايي، دا ستنه په بشپړه توګه ویجاړه شوې؛ خو د برښنا پر نښلو لو …

نور... »

په جوزجان کې د داعشیانو په نښته کې دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ترمنځ د خپلمنځي شخړې له کبله دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي دي. په جوزجان کې د داعش ډلې د یوه قومندان قاري حکمت له وژلکیدو وروسته د ازبکستانيو داعشیانو او د داعش ډلې د تازه مسوول قاري حبیب الله ترمنځ ناندرې …

نور... »

طالبانو د سرپل- جوزجان پر لویه لار ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

طالبانو نن سهار د سرپل – جوزجان پر لویه لار په تخته سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی؛ ۶ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغو سرتېرو، چې له دې پېښې ځان ژوندي ایستلي وایي، چې طالبانو پرې له درې خواوو پر لایزري وسلو برید کړی دی. …

نور... »

ملي امنیت په تخار کې د تښتوونکیو یوه اووه کسیزه ډله نیولې

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې ملي امنیت په تخار کې د تښتوونکیو یوه اووه کسیزه ډله نیولې او له دوی یی یو ماشوم، چې څه موده وړاندي یې تښتولی و آزاد کړی دی. د تخار د ملي امنیت یوه سرچینه وايي؛ نیول شوي کسان طالبان دي، چې په تخار …

نور... »

په سرپل کې د یوې امنیتي پوستې ۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسلوالو د سرپل د مرکز په چمچغ لیګ سیمه کې د دغه ولایت د امنیتي کمربند پر پوسته برید کړی؛ درې سرتېري یې وژلي او درې نور دي. یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، چې وسلوالو یاده امیتي پوسته سوځولې …

نور... »

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې ولسي خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې- د ارچي خلک

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو د هوايي برید پر دوه یمه ورځ آریانانیوز توانیدلی، چې سیمې ته ورشي او له نږدې د شوي برید له سیمې خلکو ته انځور وړاندې کړي. د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې سیمې ته د آریانا نیوز تللی خبریال نصرت …

نور... »

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې د هوایي برید د تلفاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې شوي

د کندوز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د دوشنبې د ورځې له هوایي بریده روغ رمټ وتلي خلک او ټپیان، چې  د کندوز ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي وایي؛ تر اوسه د ۱۷۰ ملکی وګړیو د جنازې مراسم تر سره شوي دي. د دفاع وزارت سرپرست محمد رادمنش وایي: …

نور... »

داعشیانو د جوزجان د درزآب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی- چارواکي

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرو وسلوالو د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی. د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی …

نور... »

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید مرګ و ژوبله اړولې

ټپیان او د قربانیانو د کورنیو غړیو ویلي، چې د دې ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي. ټپیانو او د دې پېښې د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې دغه برید د طالبانو تر څارنې …

نور... »

په بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي بیا پرانستل شول

سیمه ییز چارواکي وایي، په بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له درې کلن ځنډ وروسته ښوونځي بېرته فعال شول. درې کاله وړاندې طالبانو د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ ونیولې او تر اوسه په کې ښوونځي د زدکوونکیو پرمخ بند ول.  ویل کیږي له دې امله …

نور... »

په جوزجان کې د داعشیانو څلور کیسزه ډله د سولي له بهیر سره یوځای شوه

په جوزجان کې امنیتي چارواکو ویلي، چې د داعش ډلې د زندان مسوول ابو دردا له خپلو درې ملګرو سره د دغه ولایت د سولي له بهیر سره یوځای شوي دي. د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي وایي، په تېرو دوه ورځو کې د داعشیانو د …

نور... »

په جوزجان کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نیول شوي دي

 د جوزجان په درزآب کې د ناتو د پریکنده  ملاتړ په هوایي عملیاتو کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نور ازبکستاني یې نیولي دي. د شنبه پر شپه په درزآب ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا عملیات شوي؛ درې ازبکستاني، چې …

نور... »

کابل ته غزیدلې وارداتي برښنا پرې شوې

د بغلان سیمه ییزو چارواکو منلې، چې ناڅرګندو وسلوالو په دې ولایت کې کابل ته د غزیدلې وارداتي برښنا یوه ستن له منځه وړې او برښنا یې پرې شوې ده.   د بغلان سیمه ییزو چارواکو او برښنا شرکت تائید کړې، چې د دې ولایت د کیله ګي په اړوند …

نور... »

د کندوز په دشت ارچي کې نامسووله وسلوالو پر دوه ښځو جنسي تېری کړی

د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي وایي، چې تېره شپه د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې د سیمه ییزو پولیسو دوه اړوند ښځې د نامسوولو وسلوالو لخوا تر جنسي تېري لاندې راغلې دي.  ښاغلی حمیدي زیاتوي؛ د پېښې په اړه دوه نامسووله وسلوال او یو سیمه …

نور... »

په جوزجان کې د دوه بهرنیو په ګډون ۹ داعشیان نیول شوي

د  جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش څلور غړي وژل شوي او د یوې فرانسوۍ او یوه ازبکستاني په ګډون د دغه ډلې نهه نور غړي نیول شوي دي. د جوزجان چارواکي وایي، د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې د یوې فرانسوې ښځې په شمول نهه داعشیان نیول …

نور... »

د بلخ نوي والي رهګذراو نوی امنیه قومندان سامع معرفي شول

یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ هوکړه د پنجشنبې پر شپه وروستۍ او لاسلیک شوه؛ اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي او اکرام سامع د امنیه قومندان په توګه معرفي شول او په پام کې ده، چې میرویس بلخي …

نور... »

په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله مخالفینو ته اوښتی

د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، د ګرزیوان په دره زنګ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکیو یو قومندان له خپلو سل کسانو سره د دولت د وسلوالو مخالفینو له لیکو سره یوځای شوی دی. د فاریاب ولایتي شورا مرستیال اندېښنه څرګندوي او وایي، چې په ګرزیوان ولسوالۍ کې د …

نور... »

په جوزجان کې پر ۱۰ کلنې نجلې جنسي تېری شوی

د جوزجان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د جوزجان د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه د دې ولایت …

نور... »

محمد اسحق رهگذر د بلخ د نوي والی په توګه وټاکل شو

یوې باوري حکومتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشر غني د محمد اسحق رهګذر تر څنګ فرهاد عظیمي او میرویس بلخي هم د پوهنې وزارت لپاره د کاندیدانو په توګه منلي، چې دا دواړه هم عطا محمد نور ته باوري کسان دي.  سرچینه وايي، چې د اقتصاد وزارت لپاره د …

نور... »