عاجل خبرونه

بلخ @ps

په سمنګان کې یو سړي خپله خور او یو بل کس پر تبر وژلي

په سمنګان کې چارواکو منلې، چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې یو سړي خپله خور او یو بل کس د نامشروع اړیکو په تور پر تبر وژلي دي. د سمنګان والي ویاند صدیق عزیزي وایي، چې وژل شوې ښځه شکیبا نومیږي او بل وژل شوی …

نور... »

په تخار کې د پولیسو پر ډزو د یوې ناوې په ګډون دوه کسه وژل شوي

 د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر آریانا نیوز ته ویلي، چې د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د پولیسو پر ډزو د یوې ناوې په ګډون دوه کسه وژل شوي دي. هغه زیاتوي؛ پولیسو غوښتل د واټ پر سر په یوه امنیتي پلټنه کې …

نور... »

په بغلان ولایت کې ۱۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکو ویلي، چې د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې البرز ۲۴ نومي عملیات  پيل شوي، چې تر دې دمه افغان ځواکونو نهه وسلوال طالبان وژلي او درې نور ټپیان دي. د شاهین قول اردو د دوه یمې لوا د رسنیو آمر جګړن محمد نادر بهروز څرګنده کړې، …

نور... »

په سمنګان ولایت کې د یو انجنیر په ګډون ۴ کسان تښتول شوي

د یکشنبې په سهار د سمنګان ولایت له رباطک سیمې د یو انجنیر په ګډون ۴ کسان تښتول شوي، چې یو په کې دریور او دوه نور یې ملګري دي. د سمنګان والي ویاند صدیق عزیزي پېښه منلي او وایي، چې دغه کسان د یو ساختماني شرکت کارکوونکي دي او …

نور... »

د ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې د سمنګان نوې والي معرفي شو

د سمنګان لپاره نوی ټاکل شوی والي عبداللطیف ابراهیمي نن سهار د کلکو او ټینګو امنیتي تدابیر لاندې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ د مرستیال لخوا د ولایت مقام ته وروپېژندل شو. د ورکړ شویو ګزارشونو له مخې؛ د سمنګان له نوي والي او پلاوي څخه د بغلان او …

نور... »

په سرپل کې یو سړی د خپلې ښځې د وژلو په تور ونیول شو

چارواکي وایي؛ د سرپل د مرکز په یکاب دشت کلي کې یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپل میړه له خوا په بی رحمانه توګه وژل شوې ده. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وایي؛ څېړنې ښيي، چې د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی دی، خو د پېښې د رڼښت په موخه …

نور... »

په مزارشریف کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

په جوزجان کې پر اړو او بېځایه شویو کورنیو د مرستو له وېش وروسته بیات بنیاد په مزار شریف کې له بیځایه شویو او اړو کورنیو سره مرسته وکړه. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دغه بنسټ هر کال د بېلابېلو ولایتونو اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې …

نور... »

د سمنګان والي هم د ارګ پرېکړه رد کړه

د سمنګان والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي. نوموړي دا هم ویلي، چې ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې …

نور... »

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو عمري ښارګوټی بشپړ ړنګ شو

امنیتي ځواکونو د تخار ولایت  په درقد ولسوالۍ کې عمري ښارګوټی، چې د طالبانو لخوا جوړ شوی و  بشپړ ړنګ او ویجاړ کړی دی. امنیتي سرچینو ویلي؛ دغه ښارګوټی په ۴ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی و، چې ۱۲۰۰ پلورنځيو یې د طالبانو سیمه ییز جنګي لګښتونه پوره کول. …

نور... »

په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې له ولسي پاڅونوالو سره د امنیتي ځواکونو د نښتې له کبله ۵ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د ګرزیوان کلي پاڅونوالو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ د سې شنبې په …

نور... »

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړې جوزجان ولایت ته ورسیده

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړې جوزجان ولایت ته رسیدلې او پر اړو او بېځایه شویو کورنیو ووېشل شوې. جګړې د جوزجان په درزاب او قوش تیپه ولسوالیو کې سلګونه کورني بېځایه کړې او ډېر یې د شبرغان ښار په ځنډه کې له خپلو کورنیو سره په خورا ستونزو …

نور... »

د تخار د کوچې سیند د غاړې په ولسوالیو کې پوځې عملیات پيل شول

مسوولین وایې،  د دوشنبې په ورځ د تخار د کوچې سیند د غاړې په درې ولسوالیو کې پوځې عملیات پيل شول، چې په کې دولس وسلوال وژل شوي، اته نور ټپیان او پېنځه کلي هم د وسلوالو له شتون پاک شوي دي. د تخار اوسیدونکيو هیله درلوده، چې افغان ځواکونه …

نور... »

د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې وسلواله نښته روانه ده

دمزارشریف ښار په یوه ودانې کې د پارلمان د اړوند غړیو د اړوندانو ترمنځ وسلواله نښته روانه ده. د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې د ولسي جرګې د غړی عباس ابراهیم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د اړوندانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.  له …

نور... »

داعش په بدخشان کې هم فعالیت پیل کړی

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، د محلي ادارې د نه پاملرنې له کبله ناامني ډېره شوې او د طالبانو ترڅنګ د ۹ ولسوالیو په ځینو سیمو او مرکز کې داعش فعالیتونه پیل کړي او په جرم او راغستان ولسوالیو کې  داعش افراد جذبوي. سره له دې، چې په …

نور... »

د بلخ مشرۍ د لیږد په اړه ناندرې دې ژر او په سوله ییزه توګه حل شي-سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ په خپره  شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني او د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور دې خپلې ناندرې نوي والي ته د واک د لیږد په اړه چټکې او په سوله ییزه توګه حل کړي. تېره میاشت ارګ په ډاګه کړې وه، چې د بلخ …

نور... »

د کندوز په پوځي عملیاتو کې۱۰۰ مخالفینو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د مسوولینو په وینا، د ناتو د هوایي ځواکونو پر ملاتړ د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په عملیاتو کې ۶۵ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. په کندوز کې د د پامیر شلمې فرقې قومندان نورالله قادري وایي، د چاردرې ولسوالۍ په قرغز، امام صاحب، ایشان …

نور... »

په تخار کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو وژغورل شول

د تخارملي امنیت ریاست وایي، د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو ژغورلي او د تښتوونکیو د ډلې مشر نیول شوی دی. ویل کیږي، چې تښتوونکیو دغه سندرغاړي لس ورځې مخکې له اشکمش ولسوالۍ تښتولي وه. د تخار د ملي …

نور... »

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ کسان وژلي

  د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ کسان وژلي دي. د بلخ ولایت امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي، تېره شپه طالبانو د اړوند سیمې۱۷ سیمه ییز پاڅونوال او  یو ملي پولیس د مرمیو پر ډزو …

نور... »

په سمنګان ولایت کې د طالبانو پوځي مسوول ونیول شو

سیمه ییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت پولیسو په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې د طالبانو پوځي مسوول صالح محمد مشهور په مولوي شاه نیولی دی. د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د طالبانو دغه پوځي مسوول هغه مهال له خپلو درې …

نور... »

د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاوو خبرې هم بې پایلې پای ته رسیدلي

د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاو خبرې هم بې پایلې تر سره شوې  دي. جمعیت له ارګه د نورو غوښتنو ترڅنګ غوښتي وه، چې اساسي قانون او د ټاکنو قانون دې تعدیل شي، د ټاکنو کمیسیون غړي دې بیا غوره شي، د عطامحمد نور دنده دې د اوسني حکومت …

نور... »