بلخ @ps

داعشیانو د جوزجان د درزآب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی- چارواکي

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرو وسلوالو د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی. د جوزجان د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی …

نور... »

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید مرګ و ژوبله اړولې

ټپیان او د قربانیانو د کورنیو غړیو ویلي، چې د دې ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي. ټپیانو او د دې پېښې د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې دغه برید د طالبانو تر څارنې …

نور... »

په بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي بیا پرانستل شول

سیمه ییز چارواکي وایي، په بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له درې کلن ځنډ وروسته ښوونځي بېرته فعال شول. درې کاله وړاندې طالبانو د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ ونیولې او تر اوسه په کې ښوونځي د زدکوونکیو پرمخ بند ول.  ویل کیږي له دې امله …

نور... »

په جوزجان کې د داعشیانو څلور کیسزه ډله د سولي له بهیر سره یوځای شوه

په جوزجان کې امنیتي چارواکو ویلي، چې د داعش ډلې د زندان مسوول ابو دردا له خپلو درې ملګرو سره د دغه ولایت د سولي له بهیر سره یوځای شوي دي. د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي وایي، په تېرو دوه ورځو کې د داعشیانو د …

نور... »

په جوزجان کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نیول شوي دي

 د جوزجان په درزآب کې د ناتو د پریکنده  ملاتړ په هوایي عملیاتو کې د یوه ازبکستاني په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او درې نور ازبکستاني یې نیولي دي. د شنبه پر شپه په درزآب ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا عملیات شوي؛ درې ازبکستاني، چې …

نور... »

کابل ته غزیدلې وارداتي برښنا پرې شوې

د بغلان سیمه ییزو چارواکو منلې، چې ناڅرګندو وسلوالو په دې ولایت کې کابل ته د غزیدلې وارداتي برښنا یوه ستن له منځه وړې او برښنا یې پرې شوې ده.   د بغلان سیمه ییزو چارواکو او برښنا شرکت تائید کړې، چې د دې ولایت د کیله ګي په اړوند …

نور... »

د کندوز په دشت ارچي کې نامسووله وسلوالو پر دوه ښځو جنسي تېری کړی

د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي وایي، چې تېره شپه د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې د سیمه ییزو پولیسو دوه اړوند ښځې د نامسوولو وسلوالو لخوا تر جنسي تېري لاندې راغلې دي.  ښاغلی حمیدي زیاتوي؛ د پېښې په اړه دوه نامسووله وسلوال او یو سیمه …

نور... »

په جوزجان کې د دوه بهرنیو په ګډون ۹ داعشیان نیول شوي

د  جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش څلور غړي وژل شوي او د یوې فرانسوۍ او یوه ازبکستاني په ګډون د دغه ډلې نهه نور غړي نیول شوي دي. د جوزجان چارواکي وایي، د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې د یوې فرانسوې ښځې په شمول نهه داعشیان نیول …

نور... »

د بلخ نوي والي رهګذراو نوی امنیه قومندان سامع معرفي شول

یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ هوکړه د پنجشنبې پر شپه وروستۍ او لاسلیک شوه؛ اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي او اکرام سامع د امنیه قومندان په توګه معرفي شول او په پام کې ده، چې میرویس بلخي …

نور... »

په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله مخالفینو ته اوښتی

د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، د ګرزیوان په دره زنګ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکیو یو قومندان له خپلو سل کسانو سره د دولت د وسلوالو مخالفینو له لیکو سره یوځای شوی دی. د فاریاب ولایتي شورا مرستیال اندېښنه څرګندوي او وایي، چې په ګرزیوان ولسوالۍ کې د …

نور... »

په جوزجان کې پر ۱۰ کلنې نجلې جنسي تېری شوی

د جوزجان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د قوش تیپې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د جوزجان د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي آریانا نیوز ته منلې، چې دغه پېښه د دې ولایت …

نور... »

محمد اسحق رهگذر د بلخ د نوي والی په توګه وټاکل شو

یوې باوري حکومتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشر غني د محمد اسحق رهګذر تر څنګ فرهاد عظیمي او میرویس بلخي هم د پوهنې وزارت لپاره د کاندیدانو په توګه منلي، چې دا دواړه هم عطا محمد نور ته باوري کسان دي.  سرچینه وايي، چې د اقتصاد وزارت لپاره د …

نور... »

تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو په تخار کې د بازار یو ساتونکی پر دار ځړولی

امنیتي چارواکو ویلي، چې تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د سیاب بنګي کلي د بازار ساتونکی په دار ځړولی دی.  د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر د پېښې د تائید تر څنګ ویلي، چې دغه سړی عبدالباقي نومیږي او ۴۳ کاله عمر لري. نوموړي زیاته کړې، چې عبدالباقي نومی …

نور... »

ډېر ژر به ارګ له عطامحمد نور سره هوکړې ته ورسیږي

د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید منلې، چې له ارګه د رسیدلي دوه کسیز پلاوي او عطا محمد نور تر منځ دوه ورځنۍ خبرې بریالۍ روانې دي او ډېر ژر به یوې هوکړې ته ورسیږي. د ارګ له لوري د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته د …

نور... »

په جوزجان کې د دوه ازبکستانیانو په ګډون ۱۳ داعشیان وژل شوي

د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوایي بریدونو کې د اسلامي دولت یا داعش د دوه ازبکستانی ملګرو په ګډون ۱۳ داعشیان وژل شوي دي. د جوزجان امنیه قومندانۍ امنیت آمرعبدالحفیظ خاشي ویلي، چې دغه هوایي بریدونه د دغه ولایت درزآب …

نور... »

په سرپل کې په مرموزه توګه یو ځوان وژل شوی او یو بل ځان وژلی

  په سرپل کې د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جمعې په شپه د سرپل د مرکز له چرمګرۍ سیمې د یوه ۲۵ کلن ځوان مړی موندلی، چې په مرموزه توګه وژل شوی دی. د سرپل امنیه قومندان خلیل الله دستیار زیاتوي، د وژل شوي د پلار …

نور... »

په پروان ولایت کې یو ورور خپله خور وژلې

د پروان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د شنبې پر سهار د دې ولایت د جبل سراج ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه نجلۍ د خپل ورور لخوا وژل شوې ده. د جبل سراج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد معصوم فرزه یي پېښه مني او وایي، چې نجلۍ د زدکړې کورسونو …

نور... »

په فاریاب ولایت کې یوه میرمن د ماین ښخولو پر مهال نیول شوې

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو یوه میرمن د سړک غاړې ماین د ښخولو پر مهال نیولې ده. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه اړیکو مرستیال نصرت جمشیدي د دغې پېښې د تائید تر څنګ زیاته کړې، چې د دغه ولایت د قیصار …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په بلخ کې د یو سوداګر زوی تښتولی

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې ناڅرګندو وسلوالو تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت د یو سوداګر ۸ کلن زوی تښتولی، چې تر دې دمه یې برخلیک څرګند شوی نه دی. د بلخ امنیه قومندان شېرجان دراني د پېښې د منلو تر څنګ په ډاګه کړې؛ …

نور... »

داعش وسلوالو په جوزجان کې پر امنیتي پوستو برید کړی

  د جوزجان ولایتي شورا ویلي، چې داعش وسلوالو دوشنبه سهار مهال د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی دی. د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف وايي، داعش د دوشنبې پر ورځ سهار مهال په درزاب ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه …

نور... »