عاجل خبرونه

بلخ @ps

ناڅرګندو وسلوالو په پروان ولایت کې یو پولیس افسر وژلی

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست څرګنده کړې، چې نن سهار اووه نیمې بجې د یو پولیس افسر مړی رالیږدول شوی؛ خو د دغه ولایت پولیس په دې اړه څه نه وایي. د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس زیاته کړې؛ دغه وژل شوي پولیس، چې روغتون ته رالیدول …

نور... »

د بدخشان ولایت ارغنجخوا ولسوالي امنیتي ځواکونو بېرته ونیوله

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې افغان امنیتي ځواکونه یو ځل بیا د بدخشان ولایت ارغنجخوا ولسوالۍ ته وردننه شوي او وسلوال طالبان یې شاتګ ته اړ کړي دي. د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وایي؛ د وسلوالو طالبانو قومندان علیم نومي، چې د دې ولسوالۍ په نیولو کې یې …

نور... »

د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۶۱ کسان زیانمن شوي

د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له کبله دوه دېرش کسان مړه شوي او نهه ویشت ژوبل دي. افغانستان، چې څو پرلپسې کلونو سختې وچکالۍ ځپلي، تېر ژمی په کې ډېرې واورې ووریدې او د پسرلي د موسم له پیل سره سیلابونو را ووتل او سلګونه کورنۍ …

نور... »

حکومت د سولی بهیر مخنیوی کوي- حنیف اتمر

حنیف اتمر د دوشنبې پر ورځ( د وري۵) په مزارشریف ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلینغونډې ګډونوالو ته حکومت تورن کړ، چی غواړي د سولې بهیر او په دې اړه د امریکا د هڅو مخه ونیسي او ټینګار کوي، چې که سوله ان په لنډمهاله حکومت راځي؛ …

نور... »

په بلخ کې د نوي کال مراسم د ولسمشر په حضور کې پيل شول

ولسمشر نوی کال د ولسمشرۍ د ټاکنو کال بللی او څرګندوي، چې نور ورته د ټاکنو د تقویم بدلون د منلو ندی. د بلخ په مزارشریف ښار کې په لومړي ځل د نوي کال مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې ترسره شول.  ولسمشر ۱۳۹۸ لمریز هجري کال …

نور... »

طالبانو د بادغیس ولایت په موریچاق سیمه کې لسګونه سرتېري نیولي

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي ویلي، چې طالبانو د پرلپسې نښتو په پای کې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه ونیوله. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د څو ورځنیو نښتو په پای کې د امنیتي ځواکونو ۵۰ سرتېري د طالبانو لخوا ونیول شول. …

نور... »

په جوزجان ولایت کې د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو بریدونو د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په میملک کلي کې کوماندو ځواکونو د دغې …

نور... »

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالي د سقوط په درشل کې ده-چارواکي

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي د سنچارک ولسوالۍ له سقوط اندېښمن شوي او وایي، چې وسلوالو طالبانو د د دغې ولسوالۍ د ګجوا او توپخانې د پراخه کلیو له نیولو وروسته وسلوالو دغې ولسوالۍ ته ورغلې لار هم تړلې ده.     چارواکي زیاتوي، چې که ځمکني او هوایي ځواکونه …

نور... »

په کابل کې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او مهمات ونیول شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کابل کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات نیول شوې دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په آسیا بیني سیمه کې د وسلو او مهماتو …

نور... »

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب سرګروپ په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي. د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیالیو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک کلي په اړوند سیمه کې …

نور... »

امنیتي چارواکو د شمال لویه لار پر ۴ امنیتي حوزو ووېشله

امنیتي چارواکو په بغلان ولایت کې د همغږۍ له مخې د شمال لویه لار د امنیت د ټینګښت لپاره پر څلورو حوزو وېشلې ده. د پلخمري ښار د دوه ناحیو، یو شمېر ولسوالیو او د لویې لارې په اوږدو کې د وسلوالو فعالیتونه له کلونو را پدیخوا د خلکو او …

نور... »

په سرپل او فاریاب کې ۶۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر بریدونو د دوه قومندانانو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. ۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ  …

نور... »

امنیتي ځواکونو په فاریاب کې د یو طالب ملا په ګډون اته کسان نیولي

۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې په فاریاب ولایت کې طالب ملا عزت الله له خپلو اته کسانو سره نیول شوی دی. دوی ویلي، چې امنیتي ځواکونو پر خپلو ځانګړیو عملیاتو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه ۹ کسیزه ډله د ملا …

نور... »

په بلخ ولسوالۍ کې د یو جهادي قومندان په ګډون ۵ کسان وژل شوی

د بلخ ولایت وسلوالو مخالفانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ د سیمه ییزو پاڅونوالو او پولیسو پر پوسته وسلوال برید  کړی، چې په کې د یو جهادي قومندان په ګډون د دغو ځواکونو ۵  کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد د …

نور... »

په بلخ کې به د لوړې مالیې او نه ملاتړ له کبله د کارخونو تولیدات ودریږي

په بلخ کې د یو شمېر کارخونو لرونکيو ویلي؛ له کورنیو تولیداتو د دولت او خلکو نه ملاتړ، لوړه مالیه او د بازار نشتوالی د دې لامل شوی، چې له کبله یې تولیدات ودریږي. په مزار ښار کې د اوړو د تولید یوه کارخونه، چې نږدې دوه میلیون دالره پانګونه …

نور... »

د بلخ په چمتال کې ګازنللیکه ونښلول شوه

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر وایي د چمتال ولسوالۍ د بارګاه د اړوند سیمې په عملیاتو کې د کارخانې ګازنللیکه وروسته له ۱۵ ورځو بیا ونښلول شوه. امنیتي چارواکي وايي؛ د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ولید ۳۴ عملیات روان ساتل شوي او د دې ولایت د …

نور... »

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره به د پامیر قرغزیانو لپاره پوخ سړک جوړ او ورسره به کاري آسانتیاوې هم رامنځته شي. د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره به د بدخشان پامیر سیمې هغو اوسیدونکیو ته پوخ …

نور... »

هوایي ځواکونو په بلخ ولایت کې ۱۸ وسلوال طالبان وژلي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې په ولید ۳۴  عملیاتو کې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ ۱۸ وسلوال طالبان د امنیتي ځواکونو پر بمبارد وژل شوي دي. دغه هوایي بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي، چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په …

نور... »

معترضینو په تخار کې د ولایت د مقام په ګډون د یو شمېر ادارو دروازې تړلي

په تخار ولایت کې له څوارلس ورځو راپدیخوا د ولایت مقام او د یو شمېر دولتي ادارو دروازه د معترضینو لخوا تړل شوې او د تخار اوسیدونکي له نوماندانو، د هغو له ملاتړ کوونکیو او سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د دې کار مخه دې ونیول شي. په تخار کې …

نور... »

د فاریاب پولیسو د ۴۱ وسلوالو طالبانو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی

د فاریاب د امنیه قومنداني ویاند ویلي، چې د دغه ولایت پّ خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو پر ځانګړيو عملیاتو د ۴۰ کسیزې ډلې د مشرقاري تاج الدین په ګډون ۲۰ وسلوالو طالبانو وژل شوي ۱۴ ټپیان دي او ۷ نور له وسلو سره نیول …

نور... »