عاجل خبرونه

بلخ @ps

طالبانو څلور قاضیان له بنده خوشې کړل

طالبانو ، چې یوه میاشت مخکې د سرپل – جوزجان پرلویه لار څلور قاضیان نیولي وه؛ ټول یې خوشې کړي  دي. د سرپل امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی وایي، چې دغه کسان د سیاسي خبرو په پای کې خوشې شوي دي. یوشمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې …

نور... »

په جوزجان کې داعشیانو د مولوي شاکر په ګډون ۱۰ طالبان وژلي

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ په بي بي مریم کلي کې د داعش پر ښخ شوي ماین د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ لپاره د نومول شوی طالب ولسوال په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي دي.    د جوزجان امنیتي چارواکو ویلي، چې …

نور... »

په جوزجان کې د خلکو لاریون پاې ته ورسید

د جوزجان اوسیدونکي وایي، د جنبش ګوند د ملاتړیو لاریون له شل ورځو وروسته پای ته ورسید؛ د خلکو ژوند عادي شوی او دوکانونه او دولتي ادارې پرانستل شوې. مدني فعال غلام علی وایي، د جنرال دوستم په غوښتنه لاریون پای ته ورسول شو او ژوند عادي حالت ته راګرزیدلی …

نور... »

د دوستم اعتراضي پلویانو بیا د حیرتانو بندر تړلی

د دوستم اعتراضي پلویانو تېره ورځ د مزار- حیرتان لویه لار د سوداګریزو وسایطو پر مخ  وتړله او ټینګار کوي که یې غوښتنې ونه منل شي؛ دغه لویه لار به بنده پاتې وي.   د حزب جنبش مرستیال ګل محمد ارکین وایي، د حیرتانو لار به د اعتراض کوونکیو لخوا …

نور... »

کومندو ځواکونه د قیصاري په نیولو کې ښکېل نه دي- دفاع وزارت

ملي دفاع وزارت وايي، نظام الدین قیصاري د فاریاب پوځي شورا نیولی او د ملي اردو ځانګړي ځواکونه په کې ښکېل نه دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې نظام الدین قیصاري د فاریاب پوځي شورا نیولی او یوازې د ملي دفاع وزارت …

نور... »

د جنبش ګوند پلویانو په جوزجان کې د مدني سرغړونو د پیل ګواښ کړی

په جوزجان ولایت کې د جنبش ګوند پلویانو د خپل ۱۵ ورځني اعتراض د لړۍ پر مهال سړکونو ته راودانګل او د مدني سرغړونو د پیلولو ګواښ یې وکړ. دوی وایي؛ دا کار به ډېرې نورې ستونزې رامنځته کړي، چې مسوولیت به یې بیا د مرکزي حکومت پر غاړه وي. …

نور... »

د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو

شاهین ۲۰۹  قول اردو مسوولینو ویلي؛ د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو، چې له درندې مرګ و ژوبلې سره هم مخ شوي دي. د یادې قول اردو چارواکو ویلي؛ له بریدګرو سره په نښته کې، چې ۵ ساعته روانه وه د دوه تاجکستانیانو او …

نور... »

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبان او داعش ښکېل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ادعا کړې؛ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ له هغې وروسته جګړې زور واخیست، چې طالبانو په درزاب ولسوالۍ کې درې داعشیانې له جنسی تېري وروسته ووژلې. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وايي، طالبانو …

نور... »

په بغلان کې وسلوال طالبان د نشه یي توکو له قاچاقګرو سره مرسته کوي

د بغلان امنیه قومندان وایي، د بغلان په لویو لارو کې وسلوال طالبان د نشه یي توکو له قاچاقګرو سره مرسته کوي. د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایيٍ، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په لار کې د پام وړ هڅې شوي؛ خو طالبان د …

نور... »

په پنجشیېر کې سیلابونو او د غره ښوییدنې مالي او خاني زیانونه اړولي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت منلې، چې د پنجشېر په خنج ولسوالۍ کې سیلابونو او د غره ښوییدنې په پېښه کې تر دې دمه لس کسان مړه شوي او ۳۰۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه تېره شپه رامنځته …

نور... »

د کندوز په چاردره کې طالبانو ۶۱ افغان سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کندوز ولایتي شورا غړې فوزیه یفتلي ویلي؛ وسلوالو طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه او امنیتي پوسته بریدونه کړي، چې په کې لږ تر لږه د ملي اردو څلور څلوېښت سرتېري وژل شوي او اووه لس نور ټپیان دي. د کندوز …

نور... »

د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو په انقره کې ولیدل

سرور دانش په افغانستان کې د جنرال دوستم حضور یوه اړتیا بولي او د مخامخ خبرو له لارې د روانو  کړکېچونو پر حل ټینګار کوي. د ولسمشر دوه یم مرستیال او د کار او ټولنیزو چارو وزیر، چې د ترکیې د ولسمشر د ولسمشریزې ژمنې په مراسمو کې د ګډون …

نور... »

په هېواد کې د نا مسووله وسلوالو د نیولو پرېکړه پلې کوو- اختر ابراهیمي

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، چې فاریاب ولایت ته تللی وايي، چې که څه هم نامسوولو وسلوالو کسانو د هېواد په ځينو برخو کې د لویو لارو او سیمو کنترول او څارنه خپله کړې؛ خو د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې به ټول دغه وسلوال ونیسو او …

نور... »

په تخار کې د قیصاري پلویانو د کندوز- بدخشان لویه لار وتړله

په تخار کې د سلګونه کسانو لاریون درېیمې ورځې ته غزیدلی؛ دوی د کندوزـ بدخشان لاره وتړله او خبرداری ورکوي که نظام الدین قیصاري خوشی نه شي د امنیه قومندانۍ او ولایت دروازې به هم وتړل شي. د جنبش ګوند سلګونه ملاتړیو د تخار په مرکز تالقان ښار کې لاریون …

نور... »

د فاریاب ولایت د آقینې بندر بندیدو سوداګر اندېښمن کړي

د جنبش ګوند د غړیو لخوا د ترافیکو پر مخ د فاریاب ولایت د آقینې بندر تړل کیدو د سوداګرو او د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي اندېښمن کړي دي. د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رییس ویلي، چې په اړوند سیمه کې رامنځته شوي وضعیت د …

نور... »

ټاکنې باید د خلکو په خوښه تر سره شي

د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف، چې محمد محقق، عطامحمد نور او بابر فرهمند یې همغږي دي اعلان وکړ، چې که قیصاري راخوشي او د جنرال دوستم راتګ ته زمینه برابره نشي؛ دوی به په شمال کې د ټاکنو مخه ونیسي. دوی په خپله تازه ناسته کې دا هم ویلي، چې …

نور... »

د سمنګان په اړوند سیمه کې اعتراض کوونکیو د کابل– مزار لار تړلې

د هېواد په شمال کې د ګډو اعتراضونو لړۍ تر سمنګانه رارسیدلې او د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یې د کابل– مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده. لاریون کوونکیو له دولته غوښتي، چې قیصاري دې ور خوشي کړي او د جنرال دوستم بیا راتګ ته …

نور... »

د دوشي- پلخمري پر لویه لار ترافیکي پېښې۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د دوشي- پلمخري پر لویه لار د کرولا او فلانکوچ موترو له ټکر رامنځته شوې او ټپان د …

نور... »

د قومندان قیصاري دوسیه په لویه څارنوالۍ کې ده- دفاع وزارت

درې ورځې کیږي، چې له فاریاب ولایت څخه د اړوند سیمه ییزو ځواکونو قومندان نظام الدین قیصاري کابل ته رالیږدول شوی او دوسیه یې په عدلي او قضایي بنسټونو کې تر څېړنو لاندې ده. که څه هم لویه څارنوالۍ په دې برخه کې څه نه وایي؛ خو د جنبش ګوند …

نور... »

په سرپل کې څلور قاضیان وسلوالو طالبانو تښتولي

سیمه ییزو پولیسو ویلي؛ د سرپل ولایت د استیناف محکمې څلور قاضیان، چې شبرغان ته روان ول وسلوالو طالبانو تښتولي دي. د سرپل د پولیسو قومندان عبدالقیوم باقي زوی وایي، د سرپل استناف محکمې د دغو قاضیانو له سفره خبر نه دی ورکړی او پخپل سر یې شبرغان ته د …

نور... »