عاجل خبرونه

بلخ @ps

د بغلان ستونزه د ډنډ شهاب الدین او ډنډې غوري نیولو نه حل کیږي

د بغلان امنیه قومندان وایي، په بغلان ولایت کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې ناتوانه دي. د بغلان امنیه قومندان عوض محمد نذیري وایي، وسلوالو مخالفینو د ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري په سیمو کې د خپل حضور پر مهال ډېر جنګیالي ټول کړي او دوی نه شي …

نور... »

د بغلان په ډنډ غوري كې ۳۰ محلي پوليس له طالبانو سره يوځاى شول

د بغلان يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي؛ د بغلان په ډنډ غوري كې دېرش محلي پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي دي.  د نوموړي په وینا؛ دا محلي پوليس د ډنډ غوري په قلعه خواجه پوسته كې له طالبانو سره يوځاى شوي دي. سرچينه …

نور... »

د کندز د لویې لارې قومندان عبدالقهار فرخاري په یو برید کې ووژل شو

د کندز د لویې لارې قومندان عبدالقهار فرخاري د تخار فرخار ولسوالۍ ته تلی و، چې  د بېرته راتګ پر مهال په لاره کې ووژل شو. د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ولسوال مولوي سیف الله وایي، چې عبدالقهار فرخاري له دې ولسوالۍ څخه تالقان ښار ته په لار و، …

نور... »

په جوزجان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې

د  جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر وایي، د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ  په آقچه ولسوالۍ کې نښته رامنځته شوې او په کې  وسلوالو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده. سرچینه زیاتوي، وسلوالو طالبانو پرون او وړمه ورځ د استوګنې پر سیمو هاوان مرمۍ توغولي، چې له …

نور... »

لایسنس غوښتونکې ښځې، څلویښت سلنه ډېرې شوي

د افغانستان د ترافیکو ریاست وایي، د تېر په پرتله د ښځینه وو موټر چلوونکیو د لایسنس غوښتنې څلویښت سلنه ډېرې شوې دي. په ورستیو کې د افغانو میرمنو له خوا د موتر چلولو لیوالتیا په تړاو په ځينو سیمو کې د موتر چلولو د زدکړې مرکزونه هم جوړ شوي. …

نور... »

په پروان ولایت کې له کابله تښتول شوي دوه تنه وژغورل شول

پوليسو، له کابل ښاره تښتول شوي دوه تنه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د تښتوونکیو له منګولو وژغورل او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نیولی دی. د پروان ولایت امنيه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وايي، چې دغه دوه تنه ځوانان يوه اوونۍ مخکې له …

نور... »

د ولسي جرګې د رييس د كورنۍ څلور غړي په يوه ترافيكي پېښه كې مړه شوي

د افغانستان د ولسي جرګې د رييس د كورنۍ څلور غړیو په يوه ترافيكي پيښه كې ژوند له لاسه وركړ دا پېښه  تېره شپه په آبدان دښته کې رامنځته شوې ده. د كندز والي وياند عبدالواسع باصل وايي، چې تېره شپه  د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي او د …

نور... »

وسلوال طالبان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین د بیا نیولو تیاری نیسي

په بغلان کې امنیتي مسوولین وايي، چې وسلوال طالبان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین د بیا نیولو لپاره تیاری نیسي. د بغلان امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرشید بشیروایي،ډنډ شهاب الدین سیمه، چې څه موده مخکې د جګړې، بمونو او چاودنو لوخړو پوښلې وه، اوس پسرلي پرې شین څادر …

نور... »

بیات بنیاد د بلخ ولایت له وړکتون سره د خوراکې توکو مرسته وکړه

د بیات بنیاد لوی مشر انجینیر احسان الله بیات دا ځل بلخ ولایت ته تللی او په دغه ولایت کې یي له یو شمېر چارواکو سره لیدلي او له اړو کسانو سره یې مرستې کړي دي. بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړکې دا ځل دبلخ ولایت له وړکتون سره …

نور... »

د کندوز پر روغتون برید کوونکي امریکایي سرتېري له دسپلینه سرغړوونکي پېژندل شوي

د امريکا دفاع وزارت په کندوز ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د بمباردپر لامل له دولس ډېرو سرتېرو ته له دسپلين څخه د سرغړاوي سزا ورکړې؛ خو دوى يې مجرم نه دي پېژندلي. شاوخوا شپږ مياشتې مخکې وروسته له هغې، چې وسلوالو طالبانو د کندوز ښار ونيوه، …

نور... »

په مزارشریف ښار کې د تکواندواتلوالی جام سیالیو پېنځم پړاو پیل شوی

په مزار شریف ښار کی د تکواندو اتلوالی جام پېنځم پړاو سیالۍ د عبدالعلی مزاری د وژل کیدو د ۲۱ تلین په مناسبت د شنبې په ورځ پیل شوې. د بلخ تکواندو فدراسیون مسوول سید بشیر رسا وایي، چی دا سیالۍ به د دوه ورځو له پاره دوام ولري او …

نور... »

په تخار کې د یو ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

د ملي امنیت ریاست خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې تېر ماښام د تخار ولایت په تالقانو ښار کې امنیتي ځواکونو یو ځانمرګی محمد فاروق نومی مشهور په عشمان له خپلو اووه تنو همکارانو سره نیولی دی.  سرچینې زیاته کړې؛ نیول شوي کس غوښتل، چې تخار ولایت ته د نومول شوي …

نور... »

بيات بنياد د تخار د خواجه غار ولسوالې له روغتيايي مركز سره مرسته وكړه

بيات بنياد د ژمنيو بېړنيو مرستو ترڅنګ په تخار كې له هغو ماشومانو سره د مرستې په موخه پېنځه زره او څلور سوه بستې ځواکمن خوراکي توکي د خواجه غار ولسوالې روغتيايي مركز ته وسپارل، چې پر خوارځواكۍ اخته ماشومانو ووېشل شول. په تخار كې د بيات بنياد استازى عبدالصمد …

نور... »

د بغلان د ډنډ غوري سيمه په بشپړه توګه تصفيه شوه

د كوماندو ځواكونو د عملياتي فرقې د لومړۍ لوا وياند احمد جاويد سليم وايي؛ چې كوماندو ځواكونو هغه سيمې هم تصفيه كړې، چې وسلوالو په كې حضور درلود. هغه زیاتوي، كه څه هم كوماندو ځواكونه په سيمه كې پلټنې او تالاشۍ کوي؛ خو وسلوال طالبان له دې سيمې تښتيدلي دي.

نور... »

امنیتي چارواکي به د فاریاب ټولې سیمې له وسلوالو پاکې کړي

د ولسمشر لومړی مرستیال، چې څو ورځې مخکې د جګړې د رهبرۍ له پاره جوزجان ته تللی و، اوس ګاونډ ولایت فاریاب ته رسیدلی. امنیتي چارواکو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ډیرې سیمې له وسلوالو پاکې کړي دي. زمونږ خبریال احمد فرشاد صالح، چې د دغو …

نور... »

د بغلان ولایت د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین زیاترې سیمې افغان ځواکونو ونیولې

په سیمه کې د آریانا نیوز خبریالان فواد ناصري او ذاکر نوري وایي ، چې د برښنا شرکت کارکوونکي سیمه کې دي او کولی شي د برښنا پرې شوي مزې سره ونښلوي. د بغلان ولایت د امنیت آمر عبدالرشید بشیر آریانا نیوز ته د خپلو پرمختګونو په اړه وویل، تاسې …

نور... »

د برښنا د ویجاړو شویو ستنو په سیمه کې جگړه روانه ده

له تېرو  شاوخوا اتلس ورځو راهیسې د کابل ښار برښنا پرې شوی او اوس هم حکومت نه دی توانیدلي، چې دغه ستونزه حل کړي. د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي وایي؛ اوس هم  په ډنډ شهاب الدین  سیمه کې، چې د ازبکستان د وارداتي برښنا مزي په کې …

نور... »

د بغلان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین زیاتره سیمې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي

ویل کیږي، چې بغلان د وسلوالو طالبانو له پاره؛ځکه جذابیت لري او په ډنډ غوري کې یې سنگر نیولی،چې کولی شي له دغه ځایه د شمال ټول ولایتونه نا امنه کړي. د څرگندونوله مخې په یوه میاشت کې یو سلو څلور شپیته وسلوال طالبان په بغلان کې وژل شوي او …

نور... »

د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلور ولسواليو برښنا پرې شوې

چارواکي وايي، چې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلور ولسواليو برښنا پرې شوى ده. د فارياب د برښنا ریيس سيد عبدالحميد وويل، دولت ضد وسلوالو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په گورزاد سيمه کې د برښنا يوه پايه ويشتلې ده. ویل کیږي؛ د ملا نورالحق په نوم د طالبانو …

نور... »