عاجل خبرونه

بلخ @ps

امنیتي چارواکي به د فاریاب ټولې سیمې له وسلوالو پاکې کړي

د ولسمشر لومړی مرستیال، چې څو ورځې مخکې د جګړې د رهبرۍ له پاره جوزجان ته تللی و، اوس ګاونډ ولایت فاریاب ته رسیدلی. امنیتي چارواکو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ډیرې سیمې له وسلوالو پاکې کړي دي. زمونږ خبریال احمد فرشاد صالح، چې د دغو …

نور... »

د بغلان ولایت د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین زیاترې سیمې افغان ځواکونو ونیولې

په سیمه کې د آریانا نیوز خبریالان فواد ناصري او ذاکر نوري وایي ، چې د برښنا شرکت کارکوونکي سیمه کې دي او کولی شي د برښنا پرې شوي مزې سره ونښلوي. د بغلان ولایت د امنیت آمر عبدالرشید بشیر آریانا نیوز ته د خپلو پرمختګونو په اړه وویل، تاسې …

نور... »

د برښنا د ویجاړو شویو ستنو په سیمه کې جگړه روانه ده

له تېرو  شاوخوا اتلس ورځو راهیسې د کابل ښار برښنا پرې شوی او اوس هم حکومت نه دی توانیدلي، چې دغه ستونزه حل کړي. د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي وایي؛ اوس هم  په ډنډ شهاب الدین  سیمه کې، چې د ازبکستان د وارداتي برښنا مزي په کې …

نور... »

د بغلان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین زیاتره سیمې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي

ویل کیږي، چې بغلان د وسلوالو طالبانو له پاره؛ځکه جذابیت لري او په ډنډ غوري کې یې سنگر نیولی،چې کولی شي له دغه ځایه د شمال ټول ولایتونه نا امنه کړي. د څرگندونوله مخې په یوه میاشت کې یو سلو څلور شپیته وسلوال طالبان په بغلان کې وژل شوي او …

نور... »

د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلور ولسواليو برښنا پرې شوې

چارواکي وايي، چې د فارياب ولايت د مرکز ميمنې او څلور ولسواليو برښنا پرې شوى ده. د فارياب د برښنا ریيس سيد عبدالحميد وويل، دولت ضد وسلوالو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په گورزاد سيمه کې د برښنا يوه پايه ويشتلې ده. ویل کیږي؛ د ملا نورالحق په نوم د طالبانو …

نور... »

طالبانو د کندز ښار تر دوه کیلومتري پورې ځانونه رسولي

کندز بیا هم د تلې میاشتې د لومړیو ورځو په څير یو ځل بیا د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلی دی؛ طالبان له څلورو خواوو د کندز ښار ته نږدې شوي دي. یعنې که کندز ته جدي پاملرنه ونه شي، د کندز ښار د بیا ځلي سقوط خبره هم له …

نور... »

له فارياب ولايت څخه تښتول شوي اتیا ولسي وگړي خوشې شول

د فارياب ولايت چارواکي وايي؛ هغه اتیا ولسيوگړي، چې د شنبې په ورځ د وسلوالو طالبانو له خوا تښتول شوي و، خوشې شوي دي. د فارياب ولايت د پوليسو دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه کسان، چې په دوه موترو کې سپاره ول، د شنبې په ورځ ماسپښين مهال د …

نور... »

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موتر ځانمرگی برید شوی

یو ځانمرگي بریدکوونکي نن سهار د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ملي اردو د کارکوونکیو پر موتر برید کړی دي. د دې ولایت د پولیسو قومندان عبدالرزاق قادري پېښه منلې او آریانا نیوز ته یې ویلي، چې په پېښه کې د ملي اردو ۱۸ کارکوونکي ټپیان شوي دي. …

نور... »

د بغلان د شهاب الدین ډنډ له اړوند سیمې حکومتي پلاوی تښتول شوی

په بغلان کې وسلوالو د هغه پلاوي غړي تښتولي، چې غوښتل یي تخار ولایت ته ولاړ شي. د بغلان امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالرشید بشیر وایي، چې د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی تخار ته روان و، چې د بغلان ولایت د پلخمري ښار شهاب الدین ډنډ ته څیرمه په خلازایی …

نور... »

د بغلان په ډنډ غوري کې څه نا څه ۶۰ وسلوالو ته مرگ و ژوبله اوښتې

د بغلان د ډنډ غوري په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه نږدې څلویښت وسلوال وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپيان دي. امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ په دې سیمهکې د وسلوالو د ځپلو عملیات پیل کړي دي. د بغلان والي …

نور... »

پروان کې یوسل و لس پراختیایی پروژې گټې اخیستو ته وسپارل شوې

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیرد پنجشنبې په ورځ په پروان کې له اته سوهپروژو څخه یوسلو لس پروژې،چې کارونه یې خلاص شوي، پرانیستې. د پروان والي محمد عاصم عاصم وایي، دغه پروژې په مرکز چاریکار او سالنگولسوالۍ کې عملي شوي، چې د سالنگ پر پروژه څه باندې …

نور... »

په بغلان کې دوه تنه په یوه صحرایی محکمه کې وژل شوي

تېره شپه لس بجې د بغلان په ده صلاح ولسوالی کې دوه تنه په یوه صحرایی محکمه کې وژل شوي دي. یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یي یاد شي وایي دا دوه تنه « یو ښځه او یو نرینه » د خپلوانو له خوا د نامشروع جنسي اړیکو په …

نور... »

په بغلان کې یو تن خپله ښځه د ترخځ په وار وژلې

په مرکزي بغلان ولسوالۍ یو تن خپله ښځه د ترخځ(تېشې) په وار وژلې ده. د دې ولسوالۍ امنیه قومندان محب الله کوهستانی دا خبر تائیدوي او وایي؛ کله، چې گاونډیان د ښځې مرستې ته کور ته ورغلل قهریدلي سړي د گاز ډبي په وار یو بل تن هم وژلی او …

نور... »

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې ۳۰ وسلوالو مخالفینو ته مرگ و ژوبله اوښتې

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په بېر ته نیولو کې ۳۰ وسلوالو مخالفینو ته مرگ و ژوبله اوښتې.   د افغانستان دفاع وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر تائیدوي.   د خبر پاڼې له مخې دا ولسوالي نن سهار …

نور... »

په بلخ ولایت کې د هند پر قونسلگرۍ وسلوال برید شوی

د بلخ ولایت مسوولین وایي، چې د یکشنبې په ماښام په مزارشریف ښار کې ناپېژاندو وسلوالو له یوې ودانۍ څخه د هند پر قنسلگرۍ آر پي جي توغندي توغولي دي.   د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت مسوول عبدالرزاق قادري ویلي، چې څلور ناپېژاند وسلوال د هند قنسلگرۍ ته …

نور... »

په جوزجان كې پېنځه زره كروند گرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم ووېشل شو

د جوزجان د كرنې رياست وايي، په دغه ولايت كې پر پېنځه زره بزگرو د غنمو اصلاح شوى تخم وېشل شوى؛ خو يو شمېر بزگر، چې پر كرنې رياست راټول شوي وايي، پرې وېشل شوي غنم اصلاح شوي نه دي، بلكېغلولكې او د نورو گياوو تخمونه هم په كې شته، …

نور... »