عاجل خبرونه

بلخ @ps

په سمنګانو کې درې تنه سړیتښتوونکي نیول شوي

د ملي امنیت ریاست په سمنګانو کې د درې تنو سړي تښتوونکیو له نیولو خبر ورکوي.  د دغه بنسټ په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې دغه درې تنه د سمنګانو په مرکز ایبکو کې نیول شوي دي. نیول شویو کسانو نجیب الله نومی قصاب نیولی و او …

نور... »

د پروان ولایت د تخنیکي انستیتیوت محصلینو لاریون کړی

نن سهار د پروان د تخنیکي انستیتیوت محصلینو په لیلیه کې د یو لړ ستونزو له کبله پر لاریون لاس پوري کړ. دغو محصلینو په ډاګه کړې، چې د دوی خوارکي توکې زیاتي ستونزې لري او چارواکې هم ورته پام نه کوي. دوی له حکومت او په ځانګړي توګه د لوړو …

نور... »

د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د ناقانونه وسلوالو په نښته کې دولس تنه وژل شوي

د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د دوه ناقانونه وسلوالو قومندانانو ترمنځ په نښته کې دولس تنه وژل شوي دي. چارواکې وايي، چې سیمی ته يې د دغي پېښي د څېړنو په موخه یو پلاوی استولی دی. د کشنده ولسوالۍ په باختري کلي کې د ملا عبدالله او ملا خالیار …

نور... »

په کندز ولایت کې د طالبانو پوځي مسوول ونیول شو

په کندز ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، چې  تېره شپه د ځانګړیو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دغه ولایت ته د طالبانو  نومول شوی پوځي مسوول قاري سلیم له خپلو څلور ملګرو سره په ټپي حالت کې ونیول شو، چې اوس تر درملنې لاندې دی. په کندز ولایت کې د …

نور... »

د كندز _ خان آباد لار د ترافيكو پرمخ پرانيستل شوه

د کندز امنیتي مسوولین وایي، چې د كندز _ خان آباد لار د ترافيكو پرمخ پرانيستل شوه. د دغه ولایت امنيه قومندان محمد قسيم جنګل باغ وايي؛ دا لار د ګډو ځواكونو د عملياتو په پايله كې، چې تېره شپه ترسره شول د نن سهار له اووه بجو را په …

نور... »

د کابل د خونړي برید غچ به په جوزجان کې اخلم-جنرال دوستم

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، چې د کابل د سې شنبې ورځې د خونړي برید غچ به په جوزجان کې له طالبانو واخلي. د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم بیا جوزجان ته تللی، چې وسلوال طالبان وځپي. د ده ترقومندې لاندې ځواکونو لومړنۍ موخه د خان آقا …

نور... »

پنتاګون دې د طالبانو په وړاندې کلک تصمیم ونیسي- جنرال دوستم

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له پنتاګون یا د امریکا له دفاع وزارت غواړي، چې د طالبانو په وړاندې کلک تصمیم ونیسي. نوموړي دغه غوښتنه د کابل په زړه کې د سې شنبې په ورځ(د وري ۳۱) د سیاسي رجالو د ساتنې پر مرکز له خونړي برید وروسته مطرح …

نور... »

په کندز کې د طالبانو یو پیاوړی قومندان ووژل شو

د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د اړوند سیمې په یوه تازه نښته طالب قومندان حقیار له خپلو اووه ملګرو سره  ووژل شو.   دغه نښته تېر مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې یادو کسانو د دې ولسوالۍ د ملي او محلي پولیسو پر پوستو برید وکړ؛ خو د …

نور... »

په بادغیس کې د سیلابونو پر لامل ۲۸ کسان مړه شوي

د بادغیس ولایت د ځایي چاروکو په خبره، په دې ولایت کې د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون اته ویشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د بادغیس امنیه قوماندان عبدالرؤف تاج وایي، دیارلس تنه د سنګ آتش، اته تنه په جوند او د یوې ښځې او دوو …

نور... »

د تخار پر درقد ولسوالۍ د وسلوالو بريد شنډ شو

د تخار امنيه قومندانۍ امنيت آمر محمد آغا داوود وايي، تېره شپه وسلوالو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وكړ، چې له كلك مقاومت سره مخ شول. هغه زیاتوي، په دې بريد كې لس وسلوال وژل شوي او اته نورټپيان دي. نوموړي په ډاګه کړه، چېپه دې بريد كې دوه …

نور... »

د بدخشان ولايت په يمګان او وردوج ولسواليو کې بیا پوځي عمليات پيل شول

د بدخشان ولايت د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو له پاره پوځي عمليات پيل شوي دي.  د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد ويلي،چې له دغو عملياتو سره په خپله ځايي خلک هم مرسته کوي. د کندز شلمه فرقه په بدخشان کې د روانو عملياتو مشري کوي …

نور... »

په کندز کې وضعیت عادي حالت ته راګرزیدلی

په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتو تېره شپه هم تر سهار دوام درلود؛ خو اوس چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې وضعیت عادي حالت ته راګرزیدلی دی. د كندز چارواكي وايي د دغه ولايت په مركز او پېنځه ولسواليو په وسلوالو نښتو كې …

نور... »

د کندوز ښار په شاوخوا او ۶ ولسوالیو کې ټوله شپه جګړه روانه وه

د راپورونو له مخې؛ تېره  شپه تر سهاره د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې سخته جګړه روانه وه . وسلوالو طالبانو پرون سهار د کندز ښار او ولسوالیو د نیولو له پاره هممهاله بریدونه پیل کړل؛خو افغان امنیتي ځواکونو لږ ترلږه د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د …

نور... »

د بغلان ستونزه د ډنډ شهاب الدین او ډنډې غوري نیولو نه حل کیږي

د بغلان امنیه قومندان وایي، په بغلان ولایت کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې ناتوانه دي. د بغلان امنیه قومندان عوض محمد نذیري وایي، وسلوالو مخالفینو د ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري په سیمو کې د خپل حضور پر مهال ډېر جنګیالي ټول کړي او دوی نه شي …

نور... »

د بغلان په ډنډ غوري كې ۳۰ محلي پوليس له طالبانو سره يوځاى شول

د بغلان يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي؛ د بغلان په ډنډ غوري كې دېرش محلي پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي دي.  د نوموړي په وینا؛ دا محلي پوليس د ډنډ غوري په قلعه خواجه پوسته كې له طالبانو سره يوځاى شوي دي. سرچينه …

نور... »

د کندز د لویې لارې قومندان عبدالقهار فرخاري په یو برید کې ووژل شو

د کندز د لویې لارې قومندان عبدالقهار فرخاري د تخار فرخار ولسوالۍ ته تلی و، چې  د بېرته راتګ پر مهال په لاره کې ووژل شو. د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ولسوال مولوي سیف الله وایي، چې عبدالقهار فرخاري له دې ولسوالۍ څخه تالقان ښار ته په لار و، …

نور... »

په جوزجان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې

د  جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر وایي، د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ  په آقچه ولسوالۍ کې نښته رامنځته شوې او په کې  وسلوالو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده. سرچینه زیاتوي، وسلوالو طالبانو پرون او وړمه ورځ د استوګنې پر سیمو هاوان مرمۍ توغولي، چې له …

نور... »

لایسنس غوښتونکې ښځې، څلویښت سلنه ډېرې شوي

د افغانستان د ترافیکو ریاست وایي، د تېر په پرتله د ښځینه وو موټر چلوونکیو د لایسنس غوښتنې څلویښت سلنه ډېرې شوې دي. په ورستیو کې د افغانو میرمنو له خوا د موتر چلولو لیوالتیا په تړاو په ځينو سیمو کې د موتر چلولو د زدکړې مرکزونه هم جوړ شوي. …

نور... »

په پروان ولایت کې له کابله تښتول شوي دوه تنه وژغورل شول

پوليسو، له کابل ښاره تښتول شوي دوه تنه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د تښتوونکیو له منګولو وژغورل او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نیولی دی. د پروان ولایت امنيه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وايي، چې دغه دوه تنه ځوانان يوه اوونۍ مخکې له …

نور... »