عاجل خبرونه

بلخ @ps

په کندز کې د يوه بهرني قوماندان په ګډون لس وسلوال وژل شوي

د كندز په چهاردره ولسوالې كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په هوايي بريد او عملياتو كې د يوه بهرني قوماندان په ګډون لس وسلوال وژل شوي دي. د كندز امنيه قومندان محمد قسيم جنګل باغ وايي، دا عمليات تېره شپه د چهار درې ولسوالې په عيسي خيلو كلي تر …

نور... »

طالبانو په بدخشان ولایت کې د داعش شتون په کلکه رد کړی

طالبانو په یواعلامیې کې، چې تېرماښام طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولې؛ د بدخشان په ولایت کې د داعش وسلوالو شتون په کلکه رد کړی او په ډاګه کوي، چې داعش د ننګرهار له محدودو سرحدي سیمو پرته د افغانستان په نورو برخو کې شتون نه لري. دغه …

نور... »

په بغلان ولایت کې له غلو سره مل ساتنمن مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د بغلان ولایت د پلخمري په اړوند سیمه کې د یوې کورنۍ غړیو ادعا کړې، چې له غلو سره مل شوي یو ساتنمن پولیس یې د کورنۍ یو غړی په ډزو وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی. د بغلان پولیسو پېښه تائید کړې؛ خو وایي، دغه ساتنمن یوه …

نور... »

په بدخشان كې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بدخشان په كشم ولسوالۍ كې له یوې چاودنې اته تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.  دا مرګ و ژوبله نن لس نيمې بجې د كشم ولسوالۍ په مركزي چوك كې د سړك غاړې ماين چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.  د كشم امنيه قومندان سيف الله وايي، …

نور... »

د بدخشان په شهدا ولسوالې كې د وسلوالو بريد وځپل شو

د بدخشان ولايتي شورا يو غړى عبدالله ناجي نظري وايي، چې وسلوالو د شهدا ولسوالۍ پر مركز وسلوال بريد كړى؛ خو د بدخشان امنيه قومندان غلام سخي غفوري وايي؛ وسلوالو نن سهار په يوه ليرې پراته كلي كې حمله كړې، چې د امنيتي ځواكونو له مقاومت سره مخ شوي او …

نور... »

بغلان ولایت ته د طالبانو استخباراتي مسوول د پولیسو په رنجر کې نیول شوی

په بغلان كې د وسلوالو طالبانو د استخباراتو مسوول كابل ته د ليږدولو پر وخت د پوليسو په رنجر موټر كې نيول شوى دى.  په بغلان ولایت كې يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي: دا شخص د پوليسو له يوه رنجر موټر او دوه پوليسو …

نور... »

په بغلان كې د كركر فابريكې ګوښه شويو كارګرانو لاريون كړى

په بغلان كې د كركر د ډبرو سكرو د فابريكې لسګونه ګوښه شويو كارګرانو لاريون كړى.  رپوټونه وايي؛ دا كسان، چې شمېر يې تر درې سوه تنو رسيږي؛ د كركر د ډبرو سكرو د فابريكې كار په کارپوه کارګران ول، چې په دې وروستيو كې له دندې ګوښه شوي دي. …

نور... »

په سمنګانو کې د یوې درندې چاودنې مخه ونیول شوه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په سمنګانو کې د یوې چاودنې مخنیوی کړی دی. د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د دوی کارکوونکیو د دغه ولایت د ایبکو په اړوند ښاري سیمه کې یو ځانمرګی له چاودیدونکيو توکو سره له پېژندنې وروسته  نیولې دی. په خبرپاڼه کې راغلي، …

نور... »

په بغلان کې د ناامنو سیمو د پاکولو عملیات پیل شول

د بغلان د پولیسو په وینا، امنیتي ځواکونو د ځمکې او هوا  له لارې په چشمه شېر او سرخ کوتل سیمو کې پر طالبانو برید ونه پیل کړي او تر اوسه لسګونه کلي د وسلوالو طالبانو له شتون  پاک شوي دي.  د  بغلان امنیه قومندانۍ د امنیت آمر امیرگل حسین …

نور... »

د کندوز- تخار د لارې له تښتول شويو ۸ تنه خوشې شول

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانۍ د رسنیو دفتر خبر ورکوي، چې د کندوز– تخاز پر لویه لار د  یوشمېر برمته شویو هېوادوالو د خوشی کولو په موخه په روانو عملیاتو کې داکتر قاسم نومی له یو میل کلاشینکوف، یوې زرې، ۸۰۰ سوه د کلاشینکوف مرمیو او ۲۲ د راکت …

نور... »

د سرپل له سنچارک ولسوالۍ تښتول شوي ۱۷ مسافر خوشې شول

د سرپل والي وايي، د چهارشنبې په ماښام د ده مرده په كلي كې اووه لس تښتول شوي مسافر  خوشې شوي دي. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت  وايي، دغه مسافز، چې له دوه موټرو كوز راکوز کړای شوي وه د ځایي خلکو په منځګړیتوب خوشې شوي دي.  د يادونې …

نور... »

په پروان كې د يوه خيريه بنسټ درې كارکوونکي وژل شوي

په پروان كې د يوه خيريه بنسټ درې كارکوونکي د وسلوالو له خوا وژل شوي دي. د پروان محلي چارواكي وايي، دا كسان تېر مازيګر د دې ولایت په شيخ علي ولسوالې كې په كار اخته ول، چې د وسلوالو له خوا وتښتول شول او وروسته وژل شوي دي. چارواكو …

نور... »

امنیتي ځواکونو د مرکزي بغلان د کوکچنارکلي پر لوري پرمختګ کړی

د بغلان یو امنیتي چارواکی وايي، امنیتي ځواکونو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کوکچنار کلي پر لوري پرمختګ کړی. د بغلان د امنیت امر عبد الرشید بشیر ویلي، سلګونه سرتېري په مرکزي بغلان کې د دولت د وسلوالو مخالفانو پر ضد په نوید نومو پوځي عملیاتو کې برخه لري. طالبانو …

نور... »

په بغلان کې افغان ځواکونه له محاصرې ژغورل شوي

امنیتي چارواکي د بغلان ولایت په زاړه بغلان سیمه کې له شدیدو پوځي عملیاتو او د بهرنیو وسلوالو له مرګ و ژوبلي خبر ورکوي. چارواکي وایي؛ ډېر کلي له وسلوالو طالبانو بېرته نیول شوي او د افغان ځواکونو هغه مرکز، چې د طالبانو په محاصره کې و هم ژغورل شوی …

نور... »

په پروان ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

نن له غرمې مخکې یو ځانمرګي بریدکوونکي د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د قلعه نصرو په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید کړی. سیمه د رسنیو پر مخ تړل شوې؛ خو جنرال محمد زمان مموزي آریانا نیوز ته د  پېښې پخلی کړی دی.   بهرنیو …

نور... »

د بغلان چشمه شیر سیمه د افغان ځواکونو په واک کې ده-عوض محمد نظري

د بغلان امنیه قوماندان ردوي، چې طالبانو پلخمري ښار ته نږدې د چشمه شیرسیمه نیولې ده. تېره ورځ  د بغلان  ولایتي شورا  غړي فیروزالدین ایماق رسنیو ته ویلي وه، چې چشمه شیر سقوط کړی او پلخمري له جدي ګواښ سره مخ دی. طالبانو هم ادعا کړې،چې دا سیمه يې نیولېده. …

نور... »

د سیلابونو د راوتو پر لامل شمالي سالنګ تړل شوی

تېره شپه اته بجې د سیلابونو د راوتو پر لامل شمالي سالنګ د ترافیکو پر مخ وتړل شو. د سالنګونو د ساتنې او ژغورنې رییس جنرال رجب نشاط وایي، د سیلابونو پر لامل دغه جاده دولس ځایه زیانمنه شوې ده. هغه زیاتوي؛ هڅه کیږي، چې د ورځې تر پایه دغه …

نور... »

د بغلان په دوشي كې د وسلوالو طالبانو پوځي مسوول وژل شوى

تېره شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په بید دره سیمه كې د وسلوالو طالبانو پوځي مسوول ملا عبدالجبار مردان خېل وژل شوى او یو ساتونکی یې ټپي دى.   د بغلان والي وياند محمود حقمل وايي، دا وسلوال تېره شپه د ملي امنيت په عملياتو كې وژل شوى او …

نور... »

وسلوالو د پروان ولایت په ۶ امنیتي حوزه کې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

تېره شپه وسلوالو کسانو د پروان ولایت پر شپږمه امنیتي حوزه برید کړی او یو افغان سرتېری يې وژلی او دوه نور ټپیان دي. یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آریانا نیوز ته ویلي؛ امنیتي ځواکونه ګزمې ته د وتلو په حال کې ول، چې تر برید …

نور... »

په تخار کې یو ځانمرګی له لیږدوونکي سره نیول شوی

 د ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د دغه ریاست کارکوونکیو ځانګړي عملیات تر سره کړي دي. د خبرپانې له مخې؛ محمد ابراهیم نومی له یو ځانمرګي سره، چې محمد ایوب نومیږي او د مصعب په مستعار نوم  لیږدول کیده؛ …

نور... »