عاجل خبرونه

بلخ @ps

د بغلان ولایت د دند غوري ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل شوي

امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت د دند غوري، دهنه غوري او دند شهاب الدین سیمو د بیا نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي، چې کله له طالبانو سره وي او کله یې هم امنیتي ځواکونه نیسي.  د دند غوري د نیولو لپاره دا درې ورځې کیږي، چې امنیتي ځواکونو خپل …

نور... »

کندوز ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

 افغان چارواکو ویلي، چې کندوز ولایت ته د طالبانو نومول شوی  والي ملا عبدالسلام له ۱۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی. په کندوز ولايت کې د ۸۰۸ زون قومندان شېر عزیز کامه ‌وال وايي، د طالبانو دغه قومندان او ورسره ملګري يې د ملي اردو په يوه هوايي بريد …

نور... »

روسیې په کندوز ولایت کې طالبانو ته د پوځي روزنې مرکز جوړ کړی

په کندوز ولایت کې چارواکي وایي، روسیې طالبانو ته د روزنې مرکز جوړکړی او پوځی زدکړې ورکوي. د دغه ولایت د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي وايي، روسیه په ښکاره له طالبانو ملاتړ کوي، چې له کبله یي په دې ولسوالۍ کې امنیتی ستونزې ډېري شوې دي. نوموړی زیاتوي، …

نور... »

د کندوز ولایت په شیرخان بندر کي سوداګري غوړیدلې ده

د شېرخان بندر د ګمرک رییس وایي، په وروستیو څو اوونیو کې سوداګرو د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې خپل کارونه پيل کړي او سوداګري غوړیدلې ده.  د کندوز ولایت د ګمرک رییس عبدالله حارث وایي، د دوی عواید د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه لوړ شوي او …

نور... »

داعشیان په ځینو شمال ولایتونو کې جلب و جذب او ګومارنې لري

سیمه ییز مسوولین وایي، داعش جنګیالیو د جوزجان، سرپل او فاریاب په ځینو سیمو کې خپلې کورنۍ ځای پر ځای کړي او امنیتي ګواښونه له دې امله ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي. د زابل خاک افغان ولسوالي د داعش د اصلي مرکز په توګه یاد شوی؛ …

نور... »

په فاریاب کې د واورو پرلامل ۵۰ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ورک دي

په فاریاب کې د وروستیو واورو پر لامل پنځوس کسانو ژوند له لاسه ورکړی؛ نهه ټپیان دي او دېرش نور ورک دي. د رپوتونو له مخې په بلچراغ، پښتونکوټ ، دولت آباد، قرمقول او اندخوی، خواجه سبز پوش او قیصار ولسوالیو کې د واورې او اورښت پر ځاني او مالی …

نور... »

د بغلان ولایتي شورا غړی له خپلو ۳ ساتونکیو سره ووژل شو

د بغلان ولایتي شورا غړی علم جان مجاهد د پلخمري ښار په حسین خېلو  کې د وسلوالو  په برید کې ووژل شو.  د بغلان ولایتي شورا رییس اسدالله شهباز وایي، چې پر نوموړي د پلخمري ښار د حسین خیلو په سیمه کې وسلوال برید وشو. د نوموړي په وینا؛ په …

نور... »

په افغانستان کې سره صلیب خپلې چارې ځنډولې دي

وروسته له هغې، چې تېره ورځ د سره صلیب شپږ غړي په یوه وسلوال برید کې ووژل شول او دوه نور ورک شول؛ دې ادارې  رسنیو ته په ډاګه کړه، چې په ټول افغانستان کې یې خپلې چارې ځنډولې دي. ددغه ادارې اجرائیو مشر دومنیک ستیل هارت رسنیو ته ویلي، …

نور... »

په سمنګانو کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

بیات بنیاد په سمنګانو ولایت کې پریو شمېر اړو او بیځایه شویو کورنیو خپلې مرستې په داسې حال کې ووېشلې،چې وروستیو ورښتونو د هغوی ستونزې لاپسې زیاتې کړې وې او مرستو ته یې جدي اړتیا درلوده. هغوکورنیو،چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي، خوښې دي او د سمنګانو …

نور... »

په هېواد کې دوامداره اورښتونو لسګونه کلیوالي لارې تړلي دي

د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت  وایي، دغه واوره اورېدنه د دې سبب شوې چې شل تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي. درندو واورو اوریدونو او واورو ښوییدنو د زیاترو ولسوالیو لارې په بامیان، بدخشان، نورستان، غور، پروان، دایکندي، پنجشنېر، بغلان او حتی …

نور... »

د سرپل ولایت د قوم کوتل په سیمه کې د سخت اورښت پر لامل ۴ فلانکوچ موتر بند پاتې دي

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په قوم کوتل سیمه کې څلور فلانکوچ موتر د واورې او توپان پرلامل بند پاتې دي. د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، چې دغه لار له تېرې شپې راهیسې تړل شوې او سره له دې، چې خلک خبر هم ول؛ خو پاملرنه ورته نه …

نور... »

بیات بنیاد په جوزجان ولایت کې پر اړو کسانو د ژمي مرستې ووېشلې

بیات بنیاد په جوزجان ولایت کې پریو شمېر هغو اړو کورنیو، چې نه یوازې جګړو ځپلي، بلکې طبعیي افتونو هم له خپلو سیمو بې ځایه کړي؛ خپلېژمنۍ مرستې وویشلې. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي،چې د بنیاد مرستې له کابل څخه پیل شوې او په ولایتونو کې به …

نور... »

په بغلان ولایت کې د سکتوري ریاست سرپرست ووژل شو

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په یوه وسلوال برید کی د بغلان ولایت د سکتوري ریاست سرپرست صفا ثنایي ووژل شو. د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع  وايي؛ نن سهار ۸:۳۰  په داسې حال کې، چې ښاغلی ثنایي  دندې ته روان و؛ په پلخمري …

نور... »

په سالنګونو کې د واورې او توپان پرلامل تیلري موتر د تګ راتګ اجازه نه لري

له تېرو دوه ورځو راهیسې په شمالي سالنګ جې توپان دی او پر جنوبي هغه واوره وریږي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې رییس جنرال محمد رجب نشاط وایي، چې د سالنګ پر  لویه لار د مسافرو کوچنیو موترو  تګ راتګ ته اجازه شته ؛ خو تیلري لارۍ د …

نور... »

په کندوز کې طالبان له خلکو د مصرف شوې برښنا پیسې ټولوي

له درې ورځو راهیسې طالبان په کندوز کې له خلکو څخه د مصرف شوې برښنا پیسې ټولوي. طالبان په هغو سیمو کې، چې امنیتي ځواکونه یې په شا تمبولي او حاکمیت لري؛ اوس یې لستوڼي بډ وهلي، چې د برښنا بیلونه په خپله ټول کړي او په دې توګه د …

نور... »

په بغلان ولایت کې د وژل شویو کان کیندونکیو جسدونه دایکندي ته لیږدول کیږي

د بامیان ولایت چارواکي وایي، په بغلان کې د وژل شویو کان کیندونکیو جسدونه د یکشنبې په ورځ د چورلکې په واسطه د یوه دولتي پلاوي پرملتیا دایکندي ته لیږدول کیږي او هلته به خاورو ته وسپارل شي. ناڅرګندو وسلوالو د جمعې په ورځ د بغلان د تاله و برفک …

نور... »

په کندوز ولایت کې ۴ خبریالان له یوې ترافیکي پېښې سخت ټپیان شول

د کندوز- تخار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د آریانا او آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او انځورګر نعیم رحیمي، د خورشید تلویزیون خبریال شفیق پویا او د ایران د دري رادیو خبریال عرفان بزګر سخت ټپیان شوي دي. دغه خبریالان نن سهار کندوز ښار ته …

نور... »

په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو د کان ۱۲ کارګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

 ناڅرګندو وسلوالو نن مازیګر د بغلان ولایت د تاله و برفک د ډبرو سکرو د کان ۱۲ کارګر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.   د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امیت آمر امیرګل حسین خېل پېښه تائیدوي او وایي، دغو کسانو په شمال کې د ډبرو …

نور... »

په تخار کې یوې ښځې ځان وژنه کړې

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي؛ په تخار کې یوې ۲۴ کلنې ښځې، چې له واده یې یو کال تېرشوی و؛ تېره ورځ د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ په کدو خور کلي کې ځان زندې کړی دی. هغه زیاتوي، د پېښې په تړاو د ښځې میړه او …

نور... »

په بغلان کې د مرکزي بغلان ځینې سیمې طالبانو ته سپارل کیږي

د بغلان ولایتي شورا د حکومت تازه پرېکړه افشا کړې ده. ددغه ولایت ولایتي شورا وایي، د مرکزي بغلان او د دغه ولایت له نورو سیمو د امنیتي ځواکونو ویستلو او طالبانو ته د دغو سیمو سپارلو اندېښنې راپورته کړي دي. دوی وایي، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې د مرکزي …

نور... »