عاجل خبرونه

بلخ @ps

که مې غوښتنه سمه ونه څېړل شي، د خپلو خلکو په ملاتړ به د دوستم په وړاندې ودریږم- ایشچي

احمدایشچي آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې که دوسیه یې د غوښتنې له مخې ونه څېړل شي، له خپلو خلکو سره به د دوستم پر وړاندې د عدالت غوښتنې لپاره ودریږي. د ولسمشر پر لومړی مرستیال تور دی، چې د خپل ګوند پخواني مرستیال دري شپېته کلن احمدایشچي یې …

نور... »

طالبانو په کندز ښار کې خپلو لیکو ته د خلکو د رااړولو بهیر پیل کړی

سیمه ییز چارواکي وایي، طالبان په کندز ښار او د مرکزي چوک په نږدې سیمو کې حضور لري او له خپلو ځالو یې د جلب و جذب بهیر پیل کړی دی. د کندز د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي وایي؛ په کندز ښار کې د طالبانو مرکزونه د اندېښنې وړ …

نور... »

روسیه په کندز کې طالبان تجهیزوي او پوځي زدکړې ورکوي

د کندز والي وایي، روسیه طالبان تجهیزوي او پوځي زدکړې ورکوي. په شمال ختیځ کې پروت کندز له دې کبله هم مهم دی، چې منځنۍ آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي. امام صاحب، دشت ارچي او قلعه ذال د کندز هغه ولسوالۍ دي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري؛ …

نور... »

د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم خپل سیال وهلی او ډبولی دی

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د پرونۍ ګڼې د یوې لیکنې له مخې؛د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې یو قومي مشر احمد ایشچي وهلی او ډبولی او بیا یې په خپل موتر کې ناڅرګندلوريته بېولی دی. د احمد ایشچي پلویانو له دې پېښې وروسته په شبرغان …

نور... »

د افغانستان او ترکمنستان مشرانو د لاجورد اوسپنیزه کرښه ونښلوله

د افغانستان او افغانستان ولسمشرانو نن د ترکمنستان له اتا مراد څخه د افغانستان تر آقینې بندر پورې اوسپنیزه کرښه رسماً پرانسته. د لاجورد اوسپنیزې کرښې د لومړي پړاو د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر وویل: په وچه کې د پرتو هېوادونو د تلپاتې سوداګرۍ پیل ډاډمن شو …

نور... »

په مزا رشریف ښار کې د آلمان پر قونسلګرۍ د ډله ییز برید د تلفاتو شمېر۶ کسانو ته ورسید

تېره شپه په مزا رشریف ښار کې یو موتر بمب چاودنې لږ تر لږه  ۶ کسان وژلي او له ۱۳۰  ډېر نور یې ټپیان کړي دي. چاودنه هغه وخت رامنځته شوه، چې  وسلوالو طالبانو یو موتر بم په دې ښار کې د آلمان د قنسلګرۍ له دیوال سره وجنګاوه. ځايي …

نور... »

په بلخ ولایت کې څلور ښځې د کورنۍ د یوه غړي لخوا ووژل شوې

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې څلور ښځې د کورنۍ د یوه غړي لخوا وژل شوې دي. د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي، یوه سړي د خپلې کورنۍ څلور ښځې پر ډزو وژلې دي. عبدالرزاق قادري زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د بلخ ولایت …

نور... »

په کندز کې د عامه وژنې د څېړنې پلاوي کار پیل کړ

کندز ته د ولسمشرۍ لخوا د دفاع وزارت د مرستیال هلال الدین هلال په مشرۍ لیږل شوي پلاوي د ۳۲ عامو کسانو د وژنې او د ۲۷ نورو د ټپي کیدو په اړه، چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت د بوز کندهاري په سیمه کې بمبارد شوي؛ څېړنې پیل …

نور... »

په کندز کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي- کامه وال

په کندز کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي. په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شیرعزیز کامه وال وایي، دا عملیات تېره شپه د کندز ښار په څنډه کې د پوز کندهاري او حضرت سلطان پر اړوند سیمو شوي، په کې …

نور... »

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې مور په ګډون۷ ماشومان وژل شوي

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ اووه غړيو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او یوه نجلۍ ټپي شوې ده. د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال ګوهر خان بابري وایي: دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دغې …

نور... »

د فاریاب قیصار، غورماچ، خواجه سبز پوش او شرین تګاب سیمې له وسلوالو پاکې شوې

په فاریاب ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د وسلوالو د ځپلو عملیات دوام لري.  د فاریاب والي ویاند عبدالکریم یورش وایي، په ظفر اتلس عملیاتو کې تر اوسه د قیصار، غورماچ، خواجه سبزپوش او شرین تګاب ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلوالو له شتون پاکې شوې …

نور... »

په بدخشان کې د نشه يي توکو د تولید فابریکې اوس هم فعالې دي

د بدخشان والي وايي،چې په دېولایت کې د نشه يي توکو د تولید فابریکې فعالې دي. بدخشان واليله اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل،چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو کرکیله زیاته شوې او کار و بار یې هم وده کړې ده. د بدخشان والي احمد فیصل …

نور... »

په مزارشریف ښار کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د بلخ ولایت پولیس وايي، د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د روصې مبارکې د لویدیځ لوري د مولانا جلال الدین محمد بلخي پر سړک په ماین چاودنه کې درې کسه ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې په دې چاودنه کې …

نور... »

کندوز ولایت ته غزیدلې لویې لارې د طالبانو له شتون پاکې شوې

د کندوز ولایت امنیتي ځواکونه وایي، دغه ولایت ته غزیدلې ټولې لویې لارې د وسلوالو طالبانو له شتون پاکې شوې دي. د مسوولینو په وینا؛ هغه عملیات، چې په همدې موخه پیل شوي وه تېر ماښام پای ته رسیدلي او د کندوز – خان آباد د لویې لارې ګواښونه هم …

نور... »

په کندوز کې کور په کور پلټنه پای ته رسیدلې

په كندز كې چارواكي وايي؛  وسلوال طالبان د ښار له څنډو  ايستل شوي، درنده مرګ و ژوبله وراوښتېکور په کور پلټنه پای ته رسیدلې او ده . له ۱۱ ورځو نښتو وروسته، چې تر ۵۰۰ ملكي وګړو ته په كې مرګ وژوبله واوښته  او يو شمېر كورونه او سوداګريز ماركيتونه …

نور... »

په تخارکې د کندوز له جګړې د بیځایه شویو خلکو شمېر۵۰ زره ته رسیدلی

په کندوز ولایت کې د کور په کور جګړې له پیلیدو سره د بیځایه شویو خلکو شمېر ډېر شوی او اوس د تخار ولایت په درې ښوونځیو او یو کمپ کې د دغو خلکو شمېر ۵۰ زره رسیدلی دی. د تخار والي محمد یاسین ضیا وایي، د تالقانو درې ښوونځي …

نور... »

په کندوز کې د هوایي ځواک پر برید دوه افغان سرتېري ووژل شول

تېره شپه ناوخته د کندز د ښار شمال لور ته د بالاحصار په شاوخوا سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو د بمبارد پرلامل دوه افغان سرتېري په تېروتنه وژل شوي دي. د کندز د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وایي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو په …

نور... »

د بغلان ولايت په قرغان تپه سيمه كې چورلکه ویشتل شوې

د بغلان ولايت په قرغان تپه سيمه كې نن سهار د ملي اردو يوه چورلكه د وسله والو له خوا ويشتل شوې ده .  د بغلان د ولايتي شورا غړى فيروزالدين ايماق وايي، دوه چورلكو  د قرغان تپې په سيمه كې محاصره شويو سرتېرو ته خوراكي توكي او مهمات ليږدولي …

نور... »

د پوليسو دنده جګړه نه، د قانون پلي كول دي-جاهد

كورنيو چارو وزير وايي،د پوليسو اصلي دنده د قانون پلي کول دي؛ خو د امنيتي ګواښونو او ستونزو له امله په ډېرو ولايتونو كې پوليس اړ شوي، چې د پوځي تجهيزاتو  له كموالي سره سره  د وسلوالو پرضد و جنګيږي. كورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد، چې بغلان ته يې …

نور... »

په مرکزي بغلان کې یوې امنیتي پوستې سقوط کړی

د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالې كې يوه پوسته وسلوالو طالبانو نيولې ده.  د سيمې اوسيدونكي وايي،  دا پوسته د مركزي بغلان په دولسم سړك كې وه، چې لس محلي پوليسو په كې دنده ترسره كوله؛ خو نن سهار يې له يوې جګړې وروسته وسلوالو طالبانو ته پريښې ده. …

نور... »