عاجل خبرونه

بلخ @ps

آصف مومند د بلخ والي له وهلو وروسته ملي امنیت ته سپارل شوی

د بلخ د ولایتي شورا د غړي آصف مومند د کورنۍ غړیو ادعا کړې، چې نوموړی تېره شپه د بلخ  په هوایي ډګر کې د عطامحمد نور کسانو نیولی؛ لومړی د بلخ والي کور ته لیږدول شوی او بیا د والي له وهلو ټکولو وروسته ملي امنیت ته سپارل شوی …

نور... »

طالب ویاند مجاهد د فاریاب ولایت په غورماچ کې ټپي شوی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو په ډاګه کړې، چې طالب ویاند مجاهد د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې سخت ټپي شوی دی. د شاهین قول اردو مرستیال ویاند ویلي، چې د غورماچ ولسوالۍ  د هوایي ځواکونو په مرګونو ګوزارونو کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي، د طالب ویاند …

نور... »

د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې ۶۰ وسلوال طالبان وژل شوي

د شاهین قول اردو مسوولین وايي، چې د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې یې پر وسلوالو طالبانو هوايي بریدونه کړي او شپېته وسلوال یې وژلي دي. د شاهین قول اردو د مطبوعاتو مسوول نصرت الله جمشیدي وايي، چې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې شپیته وسلوال وژل شوي دي. …

نور... »

د سرپل د میرزا اولنګ دره له طالبانو بېرته ونیول شوه

افغان ځواکونو د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ دره له طالبانو بېرته ونیوله. د شاهین ۲۰۹ قول اردو قومندان په ډاګه کړې، چې افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو نن سهار د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ میرزا او لنګ درې ته ننوتي او دا سیمه یې له طالبانو …

نور... »

د فاریاب د غورماچ له دوه قرارګاوو پرته، نوره ټوله سیمه طالبانو نیولې

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال وایي،  له دوه قرارګاوو پرته، چې له ملي اردو او پولیسو سره دي نور د غورماچ ولسوالۍ ټوله سیمه طالبانو نیولې او دا قرارګاوې  یې له څلورو خواوو محاصره کړي دي. هغه زیاتوي، وسلوال د امنیتي قرارګاوو تر ۲۰۰ مترۍ پورې رارسیدلي او که د …

نور... »

په جوزجان کي یوه ۲۵ کلنه میرمن د خپل ورورله خوا وژل شوې

د جوزجان والي ویاند رضا غفوري وايي، دا پېښه په شبرغان ښار کې رامنځته شوې ده. هغه زیاتوي، دا میرمن لس کاله وړاندې د کورنیو ستونزو له امله په قوش تپه ولسوالۍ کې له خپل کوره تښتیدلې او په شبرغان ښار کې یې واده کړی و، چې او اوس یې …

نور... »

د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې بریالي عملیات روان دي

د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې بریالي عملیات روان دي.  په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول نصرت الله جمشیدي وایي، د البرز لس عملیاتو په بهیر کې ځواکونه د میرزا اولنګ درې ته ننوتي، د سیمې پاکول …

نور... »

طالبانو د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالي نیولې

په مشرانو جرګه کې د فاریاب استازی ګل محمد رسولي منلې، چې طالبانو د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالي نیولې ده. هغه زیاتوي، له تېرې ورځې راهیسې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه؛ ځو د ډېر ملاتړ د نه رسیدو پر لامل غورماچ …

نور... »

په جوزجان ولایت کې د داعش عمومي مسوول ووژل شو

سیمه ییز مسوولین وایي، انصار په قوش تیپه په ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی. له یوې مودې را په دیخوا طالبان او داعشیان په مخالفت کې دي او دا څویم ځل دی، چې دغه ډلې په درزاب او قوش تیپه ولسوالۍ کې ښکېل شوي …

نور... »

د پستې اتیا سلنه ونې تولید ته تیارې شوي

د سمنګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، د پستې اتیا سلنه ونې تولید ته تیارې شوي دي. د سمنګان د کرنې ریاست د بشري سرچینو مدیر محمد آصف قاسمي وایي، سږ کال به د پستې حاصلاتو له درکه عواید دوه میلیون دالرو ته ورسیږي. نوموړی زیاتوي، تېر کال څه …

نور... »

طالبانو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۴۰ ملکي وګړي وژلي

د سرپل والي وایي، وسلوالو طالبانو تېره ورځ(د زمري۱۴) د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې څلوېښت ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي. د سرپل والي محمد ظاهر وحدت زیاتوي؛ په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او بوډاګان هم شته، چې په بشپړې بې رحمۍ وژل شوي …

نور... »

ازبکستان د بلخ د کود و برق کارخانې د رغولو هوډ کړی

د بلخ د تخنیکي او سکتوري خدمتونو ادارې مسوولین وایي، ټاکل شوې د کود و برق کارخانې ویجاړې شوې سیمې د ازبکستان لخوا ورغول شي.  مسوولین وایي، یو ازبک پلاوی د همدې مقصد لپاره تېره اوونۍ مزارشریف ښار ته راغلی و او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یې د …

نور... »

طالبان د کندوز په امام صاحب کې روزنیز مرکز لري

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، طالبان په امام صاحب ولسوالۍ کې روزنیز مرکز لري. د دوی په وینا؛ د غه روزنیز مرکز د امام صاحب په ځنګله کې دی، چې د سیمې خلک یې اندېښمن کړي دي. د سیمې اوسیدونکی عبدالله وایي، مونږ پخپلو سترګو لیدلي، …

نور... »

په بلخ کې وسلوالو مخالفینو یو پل پر بمونو الوځولی

وسلوالو مخالفینو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې یو ستر پل پر بمونو الوځولی او په دې توګه یې د څو ولسوالیو نښلیدونکې لار تړلې ده. چهاربولک او چمتال د بلخ دوه هغه ولسوالۍ دي، چې تر اوسه په کې د وسلوالو د ځپلو لپاره ډېرعملیات تر سره شوي؛ خو …

نور... »

ارګ، په پښتنو کې هم تربګنیو ته لمن وهي

په بلخ کې د نجات افغانستان ائتلاف شورا د جوړښت په غونډه کې د بلخ والي عطا محمد نور ارګ ته خبرداری ورکړ، چې کږې پښې به یې ورسمې کړي. عطا محمد نور په ډاګه کړې، چې ارګ په پښتنو کې هم تربګنیو ته لمن وهي. ده ویلي، چې د …

نور... »

پخپل پلان به په حکومت کې ظلم، استبداد او خپلسرۍ پای ته رسوو

د بلخ والی عطا محمد نور وایي؛ داسی پلانونه شته، چي په عملی کولو به یې د حکومت هر ډول ظلم ،استبداد او خپلسریو ته د پای ټکي کږدو. د بلخ والي عطا محمد نور په مزار شریف ښار کې د یو جومات د پرانستلو په مراسمو کی وویل: دیني …

نور... »

په فاریاب کې دوه لوړپوړي رییسان د فساد په تور ونیول شول

 د فاریاب ولایت د څارنوالۍ رییس فرید غوري وایي، نن (شنبه د زمري ۷ ) د دې ولایت د پوهنې رییس غلام سخې بیان او د بشري سرچینو رییس اسلام الدین حاتمي په بېلابېلو پېښو کې د فساد په تور ونیول شول. د نوموړي په وینا؛ د فاریاب ولایت د …

نور... »

په بګرام ولسوالۍ کې یو کس د جعلي اسنادو د جوړولو پر تور نیول شوی

د ملي امنیت ریاست په بګرام ولسوالۍ کې یو کس د جعلي اسنادو د جوړولو پر تور نیولی دی. د ملي امنیت منسوبینو د خپلو اوپراتیفي هڅو په لړ کې تېره ورځ د بګرام ولسوالۍ اوسیدونکی عوض آقا ، چې د غلام مصطفی زوی دی؛ یو شمېر کسانو ته یې …

نور... »

د فاریاب په کوهستان کې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مني، چې په کوهستان ولسوالۍ کې د سیمې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه پرې هوایي او ځمکني بریدونه کوي. …

نور... »

په بغلان کی یو ۴۰۴ بس له سړک اوښتی

د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع  وایې،  په هغه بس موتر کې،  چې له کابل څخه د شمال لور ته روان و د موتر چلوونکي د بې غوري له کبله د دوشې ولسوالی په کیله ګې سیمه کې چپه شو. د بغلان د عامې روغتیا رییس وایي، په …

نور... »