عاجل خبرونه

بلخ @ps

ناتو ځواکونو په سرپل کې د طالبانو یو ستر مرکز بمبارد کړی

  د ناتو هېوادونو هوایي ځواک د سرپل په مرکز کې د طالبانو یو ستر مرکز بمبارد کړی دی. د سرپل امنیه قوماندان پېښه تائیدوي او وایي، د ناتو هوایي ځواک یوه ګړۍ مخکې د سرپل ښار په  دره علف سفید سیمه کې د طالبانو دغه مرکز دوه ځله بمبارد …

نور... »

د پروان د شینوارو ولسوالي له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د پولیسو قومندان وایي، د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا ده، چې دولت پرې حاکمیت نه لري. د شینوارو ولسوالۍ د پولیسو قومندان صدیق صدیقي وایي  پروان یوه ناامنه ولسوالي ده. دغه ولسوالي؛ ځکه ناامنه شوې، چې تل په …

نور... »

په جوزجان کې یوه ۵ کسیزه وسلواله ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه

د جوزجان والي لطف الله عزیزی وايي؛ د سولې له بهیر سره یو ځای شوې دغې ۵ کسیزې وسلوالې ډلې د محمد عوض نومي قومندان تر مشري لاندې د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول. د سولې له بهیر سره یوځای شوي طالبان وايي، …

نور... »

له بلخ څخه هند ته الوتنې پیل شوې

په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوایي ډګره هند ته الوتنې پیل شوې. په بلخ کې چارواکو او خلکو له څو کلونو را په دیخوا تمه درلوده، چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوایي ډګره هند ته الوتنې پيل شي.  د دغه هوایي ډګر …

نور... »

د کندوز د امام صاحب په اړوند سیمو کې پوځي عملیات روان دي

په کندوز کې چارواکي وايي، د پامیر څوارلس په نامه دا عملیات د جمعې په سهار پیل شوي او تراوسه په کې ۳۷ وسلوال وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د پامیر۲۰ فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي وایي، د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې له څلور …

نور... »

په بلخ ولایت کې د عاشورا مراسم خوندي تر سره شول

د عاشورا مراسم د مزار شریف په بېلا بېلو برخو کې خوندي ترسره او په زرګونه ښځينه او نرینه  ویرجنو د محرام الحرام لسمې یا د عاشورا د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه جوماتونو او تکیه خانو ته ولاړل. سږ کال د ښآر په عمومي …

نور... »

په بدخشان کې د نشه یي توکو د تولید کارخانې زیاتې شوي- ولایتي شورا غړي

په بدخشان ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نشه اې توکو د تولید کارخانې زیاتې شوي دي. د رپوتونو له مخې؛ په بدخشان ولایت کې وردوج او یمګان په بشپړه توګه او د نورو ولسوالیو یو زیات شمېرسیمې د وسلوالو طالبانو تر والکې لاندي دي. د …

نور... »

د کندوز د چاردرې۷۰ سلنه ستونزې د طالبانو له خواحلیږي-فقیري

د کندوز د چار درې ولسوال وایي، د ولسوالۍ ډېر اوسیدونکي د خپلو ستونزو د حل په موخه وسلوالو مخالفینو ته مراجعه کوي. د کندوز د چاردرې ولسوال حیات الله فقیري په ډاګه کوي، چې د ولسوالۍ اتیا سلنه له وسلوالو مخالفینو سره ده او د خلکو اویا سلنه ستونزې …

نور... »

په سمنګان ولایت کي د طالبانو مالي مسوول وژل شوی

په سمنګان ولایت کي پولیس د طالبانو د یوه مهم قومندان او مالي مسوول له وژلو خبر ورکوي.  د سمنګان امنیه قومندان جنرال محمد نادر فهیمي وايي، وسلوالو تېره ورځ غوښتل د کوز دره صوف په ولسوالې کې د محلي پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو له …

نور... »

په جوزجان کې داعش او طالبانو ته مرګ و ژوله اوښتې

د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې  د دواړو لوریو څخه ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوری وايي؛ د شنبې په شپه د دې ولسوالۍ په خانقاه او بیکسر کليو کې د …

نور... »

په کندوز کې۲۱ وسلوال د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شوي

د کندوز په آقتاش ولسوالی کې۲۱ وسلوال مخالفین د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ او ټول وژل شوي دي. د شلمې پامیر فرقې  قومندان جنرال نورالله قادري وايي؛ وسلوالو غوښتل، چې د دې ولسوالۍ په کوربلاق کلې کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته برید وکړي، چې د …

نور... »

په سمنګان ولایت کې د طالب بریدګرو څلور کسیزه ډله نیول شوې

ملي امنیت وايي، په سمنګان ولایت کې د طالب بریدکوونکیو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.  د ملي امنیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې ډله کي یو ځانمرګی هم شامل دی، چې د سمنګان په مرکز ایبک ښار کي نیول شوی دی. سرچینه د نیول …

نور... »

د جوزجان د آقچې مسوول طالب قومندان له خپلو ۱۴ کسانو سره وژل شوی

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د آقچې ولسوالیو (اقچه مردیان فیض اباد منگجک و خانقاه)  لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مسوول له خپلو څوارلس کسانو سره وژل شوی دی. د جوزجان د آقچې په پېنځه ګونو کلیو کې د امنیتي ځواکونو عملیات له څلور ورځو راهیسې روان …

نور... »

په کندوز کې له یوې ترافیکي پېښې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی

  د کندوز د ترافیکو مدیریت په ډاګه کړې، چې  نن له غرمې مخکې لس بجې د خان آباد ـ کندوز پر لویه  لار د خواجه پسته په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده. د کندوز د ترافیکو مدیر عزیزالله مبارز وايي په یاده سیمه کې د ملي …

نور... »

په مزارشریف ښار کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز فعالیت وځنډول شو

په افغانستان کې د سره صلیب ویاند وایي، په مزارشریف ښار کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز د فعالیت ځنډولو پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې په مزارشریف ښار کې د دې روغتون اته دېرش کلنه اسپانوي کارکوونکې د یوه معلول لخوا ووژل شوه. په افغانستان کې د سره …

نور... »

په جوزجان ولایت کې ۳۲ نیول شوي کسان د مخالفینو له منګولو خوشې شول

په جوزجان ولایت کې چارواکو ویلي، چې د قوش تپې او درزاب ولسواليو نیول شوي ۳۲ ملکی وګړي د مخالفینو له منګولو خوشې شول. د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوال امین الله وایي؛ ۳۲ کسه هغه ملکي وګړي، چې د شنبی په ورځ د داعش او طالبانو له خوا …

نور... »

د بلخ د سره صلیب په روغتون کې یوه بهرنۍ داکتره وژل شوې

د بلخ ولایت پولیسو منلې، چې په مزارشریف ښار کې د سره صلیب روغتون یو معلول ناروغ یوه  بهرنی داکتره وژلې ده. په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیتې ویاند احمد رامین  ایاز وايي، د دې کمیتې یوه بهرنی داکتره پر ډزو وژل شوې ده. هغه زیاتوي، که …

نور... »

د بغلان پر بورکه ولسوالۍ وسلوال برید پر شا وتمبول شو

په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي، وسلوالو د دوشنبې په سهار د بورکې ولسوالۍ پر بازار وسلوال برید وکړ؛ خو له ماتې سره مخ شول. د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین  سریع وايي، وسلوال له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري، چې هرځل ماتې خوري او مرګ …

نور... »

په بغلان ولایت کې د حزب اسلامی او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالې کې د  حزب اسلامی او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې؛ خو محلي پولیسو د پاڅونوالو مرسته کړې ده. محلي سرچینې وايي، د حزب او پاڅونوالو په دوه ساعته نښته کې، چې نن له غرمې مخکې رامنځته شوې وه دوه پاڅونوال ټپیان شوي دي دي. …

نور... »

د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پای ته رسیدلي

په شمال خیتځه حوزه کې د شلمې فرقې مسوولینو په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو له دریدو خبر ورکړاو په ډاګه کوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۵۰ طالبان وژل شوي او سل نور ټپیان دي. په کندزولایت کې د پامیر۲۰ فرقي قومندان نورالله قادري وایې، …

نور... »