عاجل خبرونه

بلخ @ps

د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې وسلواله نښته روانه ده

دمزارشریف ښار په یوه ودانې کې د پارلمان د اړوند غړیو د اړوندانو ترمنځ وسلواله نښته روانه ده. د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې د ولسي جرګې د غړی عباس ابراهیم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د اړوندانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.  له …

نور... »

داعش په بدخشان کې هم فعالیت پیل کړی

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، د محلي ادارې د نه پاملرنې له کبله ناامني ډېره شوې او د طالبانو ترڅنګ د ۹ ولسوالیو په ځینو سیمو او مرکز کې داعش فعالیتونه پیل کړي او په جرم او راغستان ولسوالیو کې  داعش افراد جذبوي. سره له دې، چې په …

نور... »

د بلخ مشرۍ د لیږد په اړه ناندرې دې ژر او په سوله ییزه توګه حل شي-سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ په خپره  شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني او د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور دې خپلې ناندرې نوي والي ته د واک د لیږد په اړه چټکې او په سوله ییزه توګه حل کړي. تېره میاشت ارګ په ډاګه کړې وه، چې د بلخ …

نور... »

د کندوز په پوځي عملیاتو کې۱۰۰ مخالفینو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د مسوولینو په وینا، د ناتو د هوایي ځواکونو پر ملاتړ د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په عملیاتو کې ۶۵ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. په کندوز کې د د پامیر شلمې فرقې قومندان نورالله قادري وایي، د چاردرې ولسوالۍ په قرغز، امام صاحب، ایشان …

نور... »

په تخار کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو وژغورل شول

د تخارملي امنیت ریاست وایي، د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو ژغورلي او د تښتوونکیو د ډلې مشر نیول شوی دی. ویل کیږي، چې تښتوونکیو دغه سندرغاړي لس ورځې مخکې له اشکمش ولسوالۍ تښتولي وه. د تخار د ملي …

نور... »

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ کسان وژلي

  د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ کسان وژلي دي. د بلخ ولایت امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي، تېره شپه طالبانو د اړوند سیمې۱۷ سیمه ییز پاڅونوال او  یو ملي پولیس د مرمیو پر ډزو …

نور... »

په سمنګان ولایت کې د طالبانو پوځي مسوول ونیول شو

سیمه ییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت پولیسو په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې د طالبانو پوځي مسوول صالح محمد مشهور په مولوي شاه نیولی دی. د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د طالبانو دغه پوځي مسوول هغه مهال له خپلو درې …

نور... »

د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاوو خبرې هم بې پایلې پای ته رسیدلي

د ارګ و جمعیت د پېنځم پړاو خبرې هم بې پایلې تر سره شوې  دي. جمعیت له ارګه د نورو غوښتنو ترڅنګ غوښتي وه، چې اساسي قانون او د ټاکنو قانون دې تعدیل شي، د ټاکنو کمیسیون غړي دې بیا غوره شي، د عطامحمد نور دنده دې د اوسني حکومت …

نور... »

د عطا محمد نور لاسلیک نور د اعتبار او اجرا وړ نه دی- منیره یوسف زاده

د بلخ ولایت پر څوکۍ د عطا محمد نور د پاتې کیدو له ټینګار وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې د نور لاسلیک نور په حکومت کې اعتبار نه لري او د هغه هیڅ وړاندیز او مکتوب به اجرا نه شي. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې …

نور... »

ازبکستان افغانستان ته ۲۵ بسونه ورکړل او د برښنا یو مزی به غزوي

افغان لوري ته د ۲۵ مسافروړونکیو بسونو د سپارلو په مراسمو کې ازبک چارواکو ویلي، چې ډېرژر به د برښنا یو مزی د سرخان له لارې تر پلخمري پورې وغزول شي، چې ور سره به د پلازمېنې  کابل او شمال ولایتونو د برښنا ستونزه حل شي. د ازبکستان د ولسمشر استازی عصمت الله …

نور... »

زما پر وړاندې پوځي برید به افغان ځواکونه دوه ټوټې کړي-نور

د بلخ له مقامه لیرې شوي والي خبرداری ورکړ، چې که د ده په خبره ارګ له پوځي غوراوي کار واخلی؛ نو افغان ځواکونه به دوه ټوټې شي. د ارګ لخوا د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له ګوښه کیدو وروسته هغه هره ورځ له خپلو پلویانو سره …

نور... »

طالبانو د فاریاب پر کوهستان ولسوالۍ برید کړی

سیمه ییزو چارواکو د فاریاب ولایت پر کوهستان ولسوالۍ او درې نورو اړوند کلیو د طالبانو له برید خبر ورکړی دی. د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوال عبدالرحمن پناه ویلي، چې طالبانو د د دغې ولسوالۍ د غرب او جنوب له لوري پر ولسوالۍ برید کړی او ولسوالۍ ته پر …

نور... »

د کورنیو چارو وزیر بلخ ولایت ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزیر بلخ ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ګوښه شوي والي عطاء محمد نور سره لیدلي او د هېواد په شمال کې یې ور سره پر روانو امنیتي او د بلخ پر ځانګړیو سیاسي حالاتو خبرې کړي دي. د عطاء محمد نور د رسنیو …

نور... »

ښاروال او والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي- نور

د بلخ پخوانی والي د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د فاریاب ولایت له ځوانانو سره په مزارشریف ښار کې ولیدل او هغو ته یې په وینا کې وویل؛ والییان باید د خلکو په رایو وتاکل شي او نړیوال  هم په افغانستان کې شته حقیقتونه وګوري او څوک یې …

نور... »

طالبانو د بغلان پر نیمه خاوره موازي حکومت جوړ کړی

د بغلان ولایتي شورا یو شمېر غړيو آریانانیوز ته ویلي، چې وسلوال طالبان د بغلان پر نیمه خاوره حاکمیت لري؛ خو حکومت د دغه ولایت د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی او د ژمي عملیاتو د پیلیدو په اړه یې هم ټولې ژمنې غولوونکې وې. د بغلان ولایتي …

نور... »

ملې امنیت کوڅه ډبې کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره پر وسلو سمبالوي- نور

د بلخ پخواني والي نن سه شنبه خپلو ملاتړیو ته په ډاګه کړې، چې ملي امنیت یو شمېر کوڅه ډبي کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره وسلوال کوي. زه به د دغو وسلوالو غاښونه پرته له دې ، چې له چا اجازه وغواړم مات کړم.   په تېرو څو …

نور... »

په جوزجان کې د فرانسویانو او ازبکانو په ګډون۲۶ داعشیان وژل شوي

د جوزجان پولیس وایي، د ۷ فرانسویانو او ۴ ازبکانو په ګډون ۲۶ داعشیان د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید موخه ګرزیدلي دي. د جوزجان د پولیسو قومندان فقیر محمد جوزجانی وایی؛ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې، چې پر سردره او …

نور... »

په مزارشریف ښار کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

پولیس وایي، نن ماښام په مزارشریف ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې په کې د دوه پولیسو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه چاودنه د مزارشریف ښار د مبارکې روضې شمال لوري ته د نور سوداګریز مرکز مخې ته په …

نور... »

د بدخشان د سولې شورا له طالبانو سره د خبرو اترو له پيل خبر ورکړ

د بدخشان د سولې شورا رییس ویلي، چې د دغه ولایت د قومي مشرانو په مرسته مو یو شمېر طالبان د سولې له بهیر سره یوځاي کیدو ته چمتو کړي دي. د بدخشان د سولې شورا رییس غوث الدین رحماني وایې، چې د بودیجې د نشتون او د مرسته کوونکیو …

نور... »

په مزارشریف کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې

یوې ځوانې نجلۍ نن سهار ۹ بجې په مزارشریف ښار کې له یوه سوداګریز مارکیته ځان غورځولی او بیا یې ساه ورکړې ده. د پېښې له ځایه شاهدانو ویلي، چې امنیتي ځواکونو ټپي شوې نجلۍ ته د نږدې کیدو مخه نیولې او هغې له ۴۰ دقیقو وروسته ساه ورکړې ده. …

نور... »