عاجل خبرونه

بلخ @ps

آمو سیند هر کال د افغانستان د خاورې زرګونه هکتاره ځمکه وړې

د بدخشان په شنغنان ولسوالۍ کې آمو سیند هر کال د افغانستان د خاورې زرګونه هکتاره ځمکه وړي او ډېره برخه یې د ګاونډ هېوادونو له خاورې سره نښلولې. ساختماني انجینر داد خدا وایي؛ د انجنیرۍ او تخنیک له اړخه د اوبو فشار، سرعت او د اوبو وزن هغه درې …

نور... »

په پروان کې د دوه زدکوونکیو مړي موندل شوي

امنیتي چارواکو ویلي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ښوونځي دوه زدکوونکي د ښکاري توپکونو پر ډزو وژل شوي دي. د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرقیب کوهستاني ویلي؛ د ښوونځي دغه دوه زدکوونکي، چې له اووه لس کلونو ډېر عمر نلري د دې ولسوالۍ …

نور... »

په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز توغندیز بریدونه شوي

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو پر پوځي مرکز تېره شپه توغندیز بریدونه تر سره شوي دي. د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالواسع رحیمی منلې، چې تېره شپه د بګرام پر هوایي ډګر توغندي توغول شوي دي. د ښاغلي رحیمي …

نور... »

په بلخ کې د پوهنتون یو استاد د وسلوالو له بریده روغ رمټ وتلی

د بلخ ولایت مدني مخکښ او د بلخ پوهنتون استاد تېر ماښام په داسې حال کې، چې د پوهنتون دوه نور استادان هم ورسره ول د مزارشریف ښار د سید آباد په اړوند سیمه کې له یو وسلوال برید روغ رمټ وتلی دی. دغه برید د پولیسو د اووه مې …

نور... »

په بلخ کې طالب قومندان ملا خادم ووژل شو

د بلخ ولایت امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې طالب قومندان ملا خادم وژل شوی دی.   د شاهین ۲۰۴ قول اردو امنیتي چارواکي وایي، چې د بلخ ولسوالۍ په چاڼیزو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو قومندان ملا خادم ووژل شو او …

نور... »

د تخار ولایت د ۱۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو

ترانسپورت وزارت له یوه ترکي شرکت سره د تخار ولایت د ۱۴۰ کیلومتره سړک د بیا رغونې تړون لاسلیک کړ. ترانسپورت وزارت د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۲۴) د کابل غزني د دوه یم سړک او د تخار ولایت د کوکچې تر غاړې د ۱۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې …

نور... »

د بغلان ولایت د ملي امنیت عملیاتي مرستیال ترور شو

امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې نن سهار( یکشنبه د غویی ۲۲)  په بغلان ولایت کې د دې ولایت د ملي امنیت ریاست عملیاتي مرستیال د وسلوالو طالبانو تر وسلوال برید لاندې راغلی دی.   یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ د ملي …

نور... »

په کندوز کې د طالبانو له زندان څخه لس ملکي کسان ژغورل شوي

پامیر ۲۱۷ قول اردو څرګنده کړې، چې د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د آقسرای په اړوند سیمه کې د هېواد کوماندو ځواکونو د طالبانو له زندان څخه لس ملکي وګړي آزاد کړي دي.   د یادې قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو له بنده خوشې شوي ټول …

نور... »

په فاریاب کې ۲۸ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو د طالب جنګیالیو یو کمین مات کړی او په نښته کې ۲۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ویلي، چې تېره ورځ( د غویی ۱۵) د امنیتي ځواکونو یو …

نور... »

د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید

کورنیو چارو وزارت  ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) غرمه مهال د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوالو بریدکوونکیو برید وکړ، چې ماښام مهال د ټولو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند  څرګنده کړې، چې بریدګرو لومړی یو هاموي موتر ته …

نور... »

په تخار کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال وژل شوی

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ څرګنده کړې، چې د دغه ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال وژل شوی. د تخار ولایت امنیه قومندان حشمت الله مسلم ویلي؛ طالبانو د جمعې پر شپه ۱۲ بجې د ینګي …

نور... »

د پروان ولایت د امنیتي عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي

د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان ویلي، چې د پروان ولایت د مرکزي سیمو د عملیاتو په پایله کې ۶ کسان وژل شوي دي.   د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان الوزي احمدي زیاته کړې، چې دغه عملیات له طالبانو څخه د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ د خلازیو او …

نور... »

په بغلان کې د پولیسو اومعترضو نوماندانو په نښته کې یو کس وژل شوی

په بغلان کې د پولیسو او پارلماني ټاکنو د معترضو نوماندانو د پلویانو په نښته کې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره ورځ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په غبرګون کې د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو د …

نور... »

په تخار کې د آی خانم بندر کمیساري طالبانو محاصره کړې

د تخار د آی خانم بندر کمیساري له شپږ ورځو را په دیخوا د طالبانو له خوا کلابنده او جګړه د دشت قلعه بازار تر څیرمه روانه ده. د تخار دشت قلعه ولسوالي د طالبانو له پاره یوه مهمه ولسوالي ده، چې هره ورځ یی ځینې سیمې د طالبانو او …

نور... »

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو او ډبرو سکرو د کانونو د کیندلو چارې پیل شي. د یوه امریکایي شرکت او کانونو او پترولیم وزارت تر منځ د یادې سیمې د کانونو د کیندلو تړون لاسلیک شو. د …

نور... »

په پروان ولایت کې د ارغوان ګل میله تر سره شوه

د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې د یکشنبې پر ورځ( د وري ۲۵) د ارغوان ګل ملي او عنعنوي میله او مشاعره د حکومتي چارواکو، شاعرانو او د بېلابېلو ولایتونو د سلګونه خلکو په ګډون تر سره او ونمانځل شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي ریاست مرستیاله مژګان …

نور... »

پر کندوز ښار د طالبانو په برید کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کندوز ولایتي شورا غړي وایي، چې د کندوز ښار د څنډو په بېلابېلو نښتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي. د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وایي، چې د کندور ښار د څنډو د ۳۰۰ فامیلي، چرخاب او شینواري پر اړوند سیمو طالبانو …

نور... »

په بغلان ولایت کې د څړځي پر سر شخړې ۴۰ کسان ټپیان کړل

یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ د دوه کلیو اوسیدونکي د څړځیو پر سر نښته کړې، چې په کې د دواړو خواوو د ښځو په ګډون۴۰ کسان ټپیان شوي دي. د ګذرګاه نور د یخچي کلان د اړوند سیمې یو …

نور... »

وسلوالو طالبانو په سمنګان ولایت کې ۶۰ کسان له ځان سره وړي دي

د سمنګان ولایتي شورا څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو د پنجشنبې پر سهار د سمنګان ولایت د ریک کوتل په سیمه کې د باروړونکیو موترو د چلوونکیو په ګډون شپېته کسان له ځان سره وړي؛ حکومت بی غوري کوي. د سمنګان ولایتي شورا رییس راز محمد وايي؛ د ډبرو سکرو …

نور... »

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي ترور شو

په کندوز کې د تکواندو فدراسیون مشر کامل کریمي او د بدني روزنې د ښکلا اتل تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی. په کندوز ولایت کې امنيتي چارواکو پېښه منلې؛ خو په اړه یې ډېر څه نه وایي.   د ارواښاد کریمي خپلوانو ویلي، چې نوموړی تېره …

نور... »