عاجل خبرونه

سیمه ییز خبرونه

د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي

ملي دفاع وزارت وایي، له دې وروسته د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي او د جګړې په ساحو کې د ملکیانو ژوند د پام وړ او مهم لومړیتوب دی. ملګرو ملتونو  تېره اوونۍ د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړ، چې څه باندې لس زره ملکي وګړیو ته …

نور... »

هغه متقاعدین، چې بایومتریک شوي نه دي، امتیازات یې نه ورکول کیږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له متقاعدینو او دغه راز د شهیدانو له ورثه وو غواړي؛ په بایومتریک سیستم کې ځانونه شامل کړي، چې پرته له دې به متقاعدین خپل حقوق تر لاسه نه کړي. د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي وایي، ډېرو …

نور... »

په کابل کې ولچر باسکیتبال سیالۍ پيل شوې

په کابل کې د ولچرباسکیتبال سیالۍ پیل شوې او د بدخشان معلولو لوبغاړیو د دېرش په درویشت پایلې کندهار لوبغاړي مات کړل. په دغو سیالیو کې د کابل، کندهار، بدخشان، وردګ، فاریاب، بلخ، پروان، ننګرهار او هرات لوبډلو ګډون کړی دی. ګډون کوونکي لوبغاړي وایي، چې د دغو لوبو سطحه …

نور... »

ناتو په فراه کې د نشه یی توکو پر یوه زیرمه هوایي برید کړی

د ناتو ځواکونو د بالابلوک ولسوالۍ د اشکین په سیمه کې د نشه یی توکو پر یوه زیرمه هوایي برید کړی، چې په کې د نشه یی توکو یوه زیرمه ویجاړه او اته قاچاق وړونکي له منځه وړل شوې دي. د فراه د پولیسو قومندان فضل احمد شېرزاد وایي ، …

نور... »

په هېواد کې د برښنایي تذکرو د وېش لومړی پړاو له مخالفت سره مخ شو

د برښنایي تذکرو د وېش ادارې ویاند ویلي؛ د برښنايي تذکرو د وېش لومړی پړاو په بایومتریک سیستم کې د ولسمشراشرف غني، د هغه د میرمن رولاغني، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سرور دانش او د کابینې د ځینو غړیو د نومونو او دیموګرافیکي ځانګړتیاوو په لیکلو پیل شو؛ …

نور... »

هر افغان به د قانوني ځمکې لرونکی شي- اشرف غني

د ځمکو د نظام د بنسټیزې پراختیا تر سرلیک لاندې پرانیست غونډې ته ولسمشر اشرف غني وویل: تېرو حکومتونو افغانانو ته د ملکیتونو د ورکړې په برخه کې لازم کار نه دی کړی، غواړم هر افغان د قانوني ځمکې مالک شي! د ولسمشر په خبره د هېواد په کچه یو …

نور... »

طالبانو د امریکا له کانګرس غوښتي، چې ترمپ سولې ته وهڅوي

وسلوالو طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له کانګرس او خلکو غوښتي، چې ولسمشر دونالد ترمپ د سولې خبرو ته وهڅوي. که څه هم د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړي؛ خو د امریکا له کانګرس او خلکو څخه سولې ته د …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ د هېواد ختیځ ته ورسیده

بیات بنیاد په ننګرهار کې له سلګونه بېوزلو او اړو کورنیو  سره، چې د ژمې په یخه هوا کې، په نیمه خېټه د ژوند سختې شپې تېروي؛ د خوراکي توکو او ژمنیو کالیو مرسته کړېده. بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ د ننګرهار ولایت سلګونه اړو، بېځایه شویو او …

نور... »

طالبانو په فراه ولایت کې د عامه نظم ۷ سرتېري وژلي

  د فراه ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د بالا بلوک ولسوالۍ په دارستان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته طالبانو برید کړی؛ پوسته نیول شوې او سرتېري یې وژلي دي. د فراه ولايتي شورا رييس فريد بختور آريانانيوز ته ويلي، په بريد کې د نظم عامه …

نور... »

د کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي پر کور بمي برید شوی

د ننګر هار ولایت په جلال آباد ښار کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی دي. برید ځاني او مالي زیان نلري؛ خو د افغانستان د کرکت بورد لخوا غندل شوی دی او دغه برید ترهګریز نه بولي …

نور... »

د زابل او کندهار لاریونوالو د دیورند کرښې د بنسټیز حل غوښتنه وکړه

د زابل او کندهار ولایتونو په ښارونو او سپین بولدک کې لاریونوالو د ملګرو ملتونو  له لارې د دیورند کرښې د بنسټیز حل غوښتنه راپورته کړه. لاریونوالو دغه راز په پاکستان کې د پښتنو له پاڅون هم ملاتړ کړی دی. دغه راز د زابل ولایت لاریونوالو ټینګار کړی، چې د …

نور... »

پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لار تړلې

د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان له تېري یوې میاشتي راهیسې د تورخم لار تړلې؛ افغان موترو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې پاکستان ته ولاړ شي، خو پاکستاني موتر آزادنه افغانستان ته رادننه کیږي. د سوداګرۍ خونې ویاند  صیام الدین پسرلی وايي، له تېري یوې میاشتي راهیسی پاکستان د افغان …

نور... »

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو عمري ښارګوټی بشپړ ړنګ شو

امنیتي ځواکونو د تخار ولایت  په درقد ولسوالۍ کې عمري ښارګوټی، چې د طالبانو لخوا جوړ شوی و  بشپړ ړنګ او ویجاړ کړی دی. امنیتي سرچینو ویلي؛ دغه ښارګوټی په ۴ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی و، چې ۱۲۰۰ پلورنځيو یې د طالبانو سیمه ییز جنګي لګښتونه پوره کول. …

نور... »

په کابل کې د پاکستان او مرکزي آسیا هېوادونو پوځي مشرانو غونډه کړې

  د ملي دفاع وزارت ویاند وایي؛ په کابل کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت د قومندان په ګډون د افغانستان، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان د لوی درستیزانو غونډه وشوه، چې په کې له ترهګرۍ او نشه یی توکو سره پر مبارزه خبرې وشوې. د ملي دفاع وزارت …

نور... »

د دیورند کرښې په اړه د پرېکړې او خبرو وخت رارسیدلی- ګاریت بېلي

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړی استازی وايي، د دیورند کرښې پر سر د خبرو کولو لپاره مناسب وخت رارسیدلی دی، چې پرېکړه یې باید افغانستان او پاکستان وکړي. له آریانانیوز سره په پس از خبر خپرونه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا …

نور... »

د ۴ جنرالانو په ګډون ۱۵۸ پولیس لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

  د کورنیو چارو وزارت وايي؛ په دې وزارت کې د اداري فساد د ژورو ريښو په اړه د ولسمشر اشرف غني له څرګندونو وروسته د اصلاحي هڅو له مخې ۱۵۸ پولیس د څلور جنرالانو او ۹۰ لوړ رتبه افسرانو په ګډون په بډو، له واک څخه په ناوړه ګټه …

نور... »

په روان کال کې به د هېواد ټوله فضا تر څارنې لاندې راشي- حبیبي

د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ادرې مسوولین وايي، د هوايي ترانزیت له لارې د عوایدو د زیاتید لپاره به په روان کال کې د هېواد ټوله فضا د را دارو له لارې تر څارنې لاندې راشي. د هوايي چلند د خپلواکې اداري چارواکي وايي؛ تر هغې، چي ټوله فضا …

نور... »

بیات بنیاد په کابل کې خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په شپږمه ناحیه کې پر اړو کسانو خوراکي توکي او د ژمي جامې ووېشلې. د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات د دغو مرستو د وېش پر مهال وویل:  مونږ نن د خپلو ژمنیو مرستو لړۍ …

نور... »

په فراه کې یو موتر بم له ۴ بریدګرو سره چاودنه کړې

د فراه سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د اناردره ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو یو موتر بم موخې ته له رسیدو مخکې له خپلو ۴ بریدګرو سره چاودنه کړې ده. د کورنيو چارو وزارت منلې، چې طالبانو په یوه سراچه موتر کې چاودیدونکي توکي ځای …

نور... »

د هرات ۶۱ سلنه خلک په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي

د آریانا نیوز ټولپوښتنې په ډاګه کړې، چې د هرات له نیمايي ډېر خلک پر بېلابېلو لاملونو په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي. آریانا نیوز په هرات کې د راتلونکیو ټاکنو لپاره خلک پوښتلي، چې ډېرو ورته ویلي، نه غواړي په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي او یا د …

نور... »