پرمختګ او بشپړتیا

د توتپ پروژې د پلي کیدو په اړه خبرې پیل شوي

د افغانستان د برښنا شرکت مسوولین وایي؛ د ریکا له ناستي را وروسته د توتپ نومې نظری پروژې چارې به ژر پیل شي. د برښنا شرکت د نشراتو رییس وایي په دې پروژه کې به، له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لاري زرمیگاوات برښنا وا …

نور... »

د افغانستان هوايي ځواک په تېرو۵ مياشتو کې نږدې شپږ زره الوتنې کړي

د افغانستان هوايي ځواکونو په تېرو پېنځه مياشتو کې نږدې شپږ زره الوتنې کړي، چې څه نا څه دريڅلوېښت زره کسان او څه باندې شپږ ټنه مواد يې لیږدولي او درې زره پېنځه سوه اته پنځوس تنه مړي او ټپيان يې هم لیږدولي دي. د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي …

نور... »

د کابل او لوگر ترمنځ پرته نوې لویه لار پرانيستل شوه

د کابل او لوگر ترمنځ د پرتېنوې لویېلارامنیتي ساتنه د ملي دفاع وزارت د لویو لارو د ساتنې د لوا پرغاړه ده. د دې لارې له جوړیدو سره ښايي د ازرې ولسوالۍ امنیت بشپړد ډاډ وړ شي. دغه لار د کابل له خاک جبار ولسوالۍ څخه د لوگر تر ازرې …

نور... »

د کابل د حلقوي سړک طرحه وړاندې شوه

ولسمشر اشرف غني د کابل د حلقوي سړک طرحه د پلي کیدو وړ او جوړیدل یې یوهمهمه  اقتصادي پرېکړه گڼلې او د کابل ښه اقتصادي راتلونکی یې له دغه سړک سره تړلی بللى دى. د ولسمشرۍ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې اشرف غني دغه خبري په هغه …

نور... »

په خوست کې د کرکت لوبې يو شخصي معياري لوبغالى جوړ شو

په خوست کې د کرکت لوبې یو شخصي معیاري لوبغالی د دوه کلونو په موده کې جوړ شوى دى. د خوست د څلور پانگوالو له لوري پر دغه لوبغالي شاوخوا ٨ ميليونافغانۍ لگښت شوى، چې ټولې اړينې آسانتياوې لري. د خوست ښار د کرکت لوبو دغه پراخ ډگر د ښار …

نور... »

له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې مخ په کمیدو دي: اقتصادي سلاکار

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او حرکت ادارې له ولسمشر څخه غوښتي چې د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په مخ کې پرتې ستونزې حل کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي د سوداگرۍ او اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره یې …

نور... »

یو. اس. آی. دي په افغانستان د ښځو د ځواکمنیدو چارې تمویلوي

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پنجشنبې په ماښام اعلام وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو د ځواکمنیدو سترې چارې تمویلوي. د یو. اس. آی. دي په یوه اعلامیه کې راغلي؛ په ملي چارو کې د جنسیتي مساواتو د دودولو هڅې روانې دي، چې زرگونه ښځوته کاري فرصتونه ډېرشي …

نور... »

د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردو افغانیو ته لوړه شوې ده

دمالیې وزارت چارواکي وایي، چي په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردوافغانیو ته لوړ شوي دي. دوی تمه ښيي، چې د نوي حکومت د کار د پېل سره به عواید نور هم ډېر شي او سوداګري به وده وکړي. د ماليې وزارت مسئولینو ډاډ څرګندکړ، …

نور... »

نوي حکومت دې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون توشیح کړي- اکرام افضلې

د افغانستان د شفافیت بنسټ له نوي حکومت څخه اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د توشیح غوښتنه وکړه. د شفافیت د بنسټ اجراةیوي مشر اکرام افضلې نن (د تلي ۶) د حق پېژندنې له نړیوالې ورځې څخه د نمانځنې په غونډه کې وویل: اطلاعاتو ته لاسرسي د اداري فساد په …

نور... »

ارغندیوال: په راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي

د افغانستان د اقتصاد وزارت د هېواد د پرمختیا پنځه کلنه تګلاره مرستندویانو ته وړاندې کړه. د اقتصاد وزیر وايي، که په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان د کانونو استخراج په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي. د افغانستان د پرمختیا …

نور... »

پاکستاني ملېشو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق کیندل پېل کړي دي

مشرانو جرګې د ډیورنډ کرښي په او ږدو کې د پاکستان د پوځیانو لخوا د خندق کیندل د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بولي او د پاکستان دا چاره په کلکو ټکو غندي. د افغانستان په سویل کې پاکستاني ملېشو او پوځيانو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق …

نور... »

د افغان بیسیم شبکې رییس د ابن سینا روغتون له صدري څانگې سره مرسته وکړه

د ابن سینا روغتون صدري څانگه د طبي پرمختللیو وسایلو له لږوالي سره مخ وه، چې  د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د رییس امین رامین له خوا یې طبي عصري وسایل بشپړه شول.   ښاغلي رامین له دې روغتون سره د خپلو مرستو د څرگندولو تر څنگ وویل: ابن سینا …

نور... »

بامیان به د سارک سازمان د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شي

بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی، چې زیات لرغوني آثار لري، خو د طالبانو په رژیم کې د بامیان بت ړنګ شو او د دغه ولایت زیاتره تاریخي او لرغوني آثار سخت زیانمن شول. د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني اوس هم ترهګري د فرهنګي پرمختګ پر …

نور... »

د ولايتي شوراگانو د نوماندانو د لومړنى لست خپرولو غوښتنه وشوه

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له ټاكنو خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې د ولايتي شوراگانو د نوماندانو لومړنى لست خپور كړي. د ټاكنو د كميسيون لخوا د ولايتي شوراگانو د كانديدانو د لومړني لست په خپرولو كې ځنډ به ټاكنيز مهال وېش گډوډ او چارې به مو له ستونزو سره مخ …

نور... »

د ټاکنو په باب اندېښنو د افغانستان اقتصادی وده ټکنۍ کړې ده

د آسيا پرمختيايي بانك خبر وركوي، چې د افغانستان اقتصادي وده كمزورې شوې ده. د دې بانك د رپوټ له مخې، په افغانستان كې د ټاكنو په باب اندېښنې، په توليداتو كې كمزورتيا او كرنيزو محصولاتو كې كموالى د دې لامل شوي، چې د افغانستان اقتصادي وده ټكنى شي. د …

نور... »

د ساينس او تكنالوژۍ نوې ودانۍ ګټې اخيستلو ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت مسئولين وايي، د ساینس او تکنالوژي مركز د چين له خوا د ۱۳ ميليون ډالرو په لګښت جوړ شوى دى. د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ وايي: د ساينس او تعليمي تكنالوژي مركز په نړيوالو معيارونو جوړ شوى او د ښونځيو ښوونکي چې، ساينسي مضامين تدريسوي، …

نور... »

د افغان او ترکي سوداګرو لخوا په کابل کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغان او تركي سودا ګرو لخوا څلورم نړ يوال نندار تون په كابل كي پرانيستل شو. افغان چارواكي وايي، دغه ډول نندارتونونه كولى شي، چې د سوداګرې ودې او د سوداګرو تر منځ د اړيكو د غښتلتيا زمينې برابرې كړي. د افغان او تركي سوداګرو په دغه ګډ نندارتون …

نور... »

په كندهار كې د دهله بند رغولو ته ۲۷۰ ميليون دالر ځانگړي شوي

د دهله د اوبوبند په كندهار كې ډېرې ځمكې خړوبولې؛ خو اوس د دې بند اوبه د ځمكو په پرتله كافي نه دي. د انرژۍ او اوبو وزير له دغه بند څخه د ليدنې پرمهال وويل، چې د دې بند د اوبو ظرفيت بايد لوړ شي او د دې ملي …

نور... »

د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې سترې سړخونې جوړيږي

د كرنې او مالداري وزارت چارواكي وايي، په روان كال كې به په ۳۴ ولايتونو كې سړخونې جوړې شي. د دې وزارت د پانگونې د جلب او جذب د پراختيا آمر محمد اکبر نادرپور وايي، پر دې پروژې به اته ويشت ميليون دالر لگښت راشي، چې د افغانستان د ملي …

نور... »

د سلما بند پروژه به د روان ميلادي كال تر پايه بشپړه شي

په هرات كې سيمه ييز چارواكي وايي، دا مهال د سلما پروژې كار اتيا په سلو كې پر مخ تللى. ټاكل شوې وه، چې د دې بند كارونه په ۲۰۰۸م كال كې بشپړ شي؛ خو د بودجې لږوالى او ناامنيۍ دا كار ځنډولى و. د هرات والي سید فضل الله …

نور... »