عاجل خبرونه

پرمختګ او بشپړتیا

بيات بنياد د تخار د خواجه غار ولسوالې له روغتيايي مركز سره مرسته وكړه

بيات بنياد د ژمنيو بېړنيو مرستو ترڅنګ په تخار كې له هغو ماشومانو سره د مرستې په موخه پېنځه زره او څلور سوه بستې ځواکمن خوراکي توکي د خواجه غار ولسوالې روغتيايي مركز ته وسپارل، چې پر خوارځواكۍ اخته ماشومانو ووېشل شول. په تخار كې د بيات بنياد استازى عبدالصمد …

نور... »

د ښځینه وو او نرینه وو ناسم چلند د ماشومانو روحیه زیانمنه کړې- رولا غني

د یکشنبې په ورځ دمارچ د اتمې د نمانځلو له پاره د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې ګڼې ښځې، چې د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني هم په کې وه راټولې شوې. د ننګرهار والي وویل، دغلته له پېنځه زره ډېرې ښځې په ادارو کې دندې ترسره کوي او …

نور... »

په ۱۳۹۴ کال کې له ډ برو سکرو څخه دوه میلیارد افغانۍ عوا ید ترلاس شوي

د کانونواو پطرولیموزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د ډ برو سکرو کانونو له عوایدو څخه شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ عوا ید ترلاس شوي او هم په سلګونه هغه کیندنې، چي په ناقانونه توګه ترسره کیدې هم ودرولې. دغه وزارت زیاتوي؛ د ټول هېواد په …

نور... »

په خوست کې د نيالګيو کینولو بهير پيل شو

د نوي کال په رانږدې کيدو د نورو ولايتونو ترڅنګ په خوست کې هم د نيالګيو کینولو بهير پيل شو. دا پروګرام د كرنې رياست له خوا پيل شوى او ٤٥ زره نيالګي به پر خلکو ووېشل شي. د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، سږ کال په پلان کې …

نور... »

د ننګرهار په هوایي ډګر کې افغان هوایی ځواک ته ۴ جنګي الوتکې وسپارل شوې

د ننګرهار په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارلې. د دې الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال سليمان شاه وويل:دا دوهچورلکې اودوه جيت ته ورته الوتكې دي، چې د امريكا متحده ايالاتو له خوا افغان هوایي …

نور... »

بیات بنیاد په غور ولایت کې له ۱۰۰ اړو كورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

بيات بنياد وايي،په غور ولايت كې پر سل اړو كورنيو، چې مرستو ته یې اړتیا وه؛ خوراكي توكي ووېشل شول. په هرات كې د بيات بنياد استازى احمد الله حبيبي وايي، دا د هغو مرستو لړى ده، چې بيات بنياد يې هركال له اړو كورنيو سره پيلوي. د نوموړي په …

نور... »

پښتو د گوگل ۱۰۳ ژبه شوه

د گوگل انترنیتي سایټ، چې د نړۍ په گڼو ژبو کي د وړیا ژباړې خدمتونه وړاندې کوي؛ پښتو ژبه یې د خپلو ژبو په کتار کې ورزیاته کړه. د گوگل ژباړن برخه ښیي؛ پښتو د گوگل د ۱۰۲ژبو پر کتار ورزیاته او۱۰۳ژبه شوه، چې گوگل یې انگلیسي ته او له …

نور... »

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو بهیر توبرکلوز روغتون ته ورسید

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو پر دوام، چې په مرکز او ولایتونو کې له وړاندې پیل شوي، دا ځل  یې په توبرکلوز روغتون کې له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړه.. په دغو مرستو کې د خوارځواکو ماشومانو له پاره ځانگړي خوراکي بستې هم شاملې دي. د بیات بنیاد رییس …

نور... »

د فراه د اناردرې ولسوالۍ د سړک جوړولو تړون له جاپان سره لاسلیک شو

د فواید عامې وزارت د فراه د اناردرې ولسوالۍ سړک د دولس اعشاریه اته کیلو مترو په اوږدوالي د جاپان پر مالي مرسته او د افغان حکومت پر پراختیایی بودجې جوړوي. د فواید عامې وزیرمحمود بلیغ وایي، دغه سړک، اناردره له ایران سره نښلوي او اقتصادي گټې یې هېواد ته …

نور... »

قضایي قوې، قانون سم نه دی پلي کړی- د روڼتیا د څار بنسټ

د روڼتیا د څار بنسټ د دیارلس دولتي او خپلواکو بنسټونو د کړنو په اړه د خپلو څېړنو پایله حکومت ته وسپارله، چې په کې د حکومت دارۍ څرنگوالی او قانوني بهیرپه ډاگه شوی دی. قضایه قوه، اجرائیه قوه، مقننه قوه، عامه سکتور، د قانون د تنفیذ بنسټونه، د ټاکنو …

نور... »

د ۲۴ ولایتونو بزگرو ته ۲۳۶ ټنه د زعفرانو پیاز وېشل شوي- راشد

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینڅرگندوِ؛ که څه هم د روان کال د زعفران محصولاتو ټول ارقام نه دي راټول شوي، خو وايي، چې تېر کال یې د محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د هېواد له ۲۴ ولایتونو څخه ۲۰۰ بزگر روزلي دي. دوی وایي، د اړوند ولایتونو ټولو …

نور... »

په هرات، بلخ او ننگرهار ولایتونو کې به ۵۴ میلیون دالر ولگول شي- اسدالله ضمیر

د کرنې، اوبه لگولو او مالدارۍ وزیر په یوه خبري ناسته کې د بزگرانو د اقتصادي حالت له خرابوالي انديښنه ښکاره کړه؛خو ژمنه یې وکړه، چې د بزگرو د ستونزو د له منځه وړلو له پاره به په راتلونکیو پېنځهکلونو کې ۵۴ملیون ډالر په هرات، بلخ او ننگرهار ولایتونو کې …

نور... »

بیات بنیاد د لوگر ولایت له اړمنو کسانو سره ژمنۍ مرستې وکړې

اوسني وضعیت ته د لاسرسۍله پاره د ځینو شنونکیو په وینا؛کړکیچن دی، بیات بنیاد د ژمنیو مرستو بهیر پراخه کړی، چېډېربېوزلي دخپلومرستو تر چتر لاندې راولي. د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل په لوگر کې بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش پر مهال نورو ولایتونو …

نور... »

د ښځو چارو وزارت د سترې محکمې په مرسته د نکاح خط ويشلو پروگرام پیل کړ

په افغانستان کې ډېري وگړي د رسمی نکاح خط پرته د نکاح مراسم پر ځاي کوي، چې بیا وروسته د نورو ستونزو تر څنگ ډېرېښځېله خپلو شرعي حقوقو بېبرخې کیږي. د ښځو چارو وزارت ددغو ستونزو د اوارولو په موخه د سترېمحکمېپه همکارۍ ښځو ته د نکاح خط د وېشلو …

نور... »

پروان کې یوسل و لس پراختیایی پروژې گټې اخیستو ته وسپارل شوې

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیرد پنجشنبې په ورځ په پروان کې له اته سوهپروژو څخه یوسلو لس پروژې،چې کارونه یې خلاص شوي، پرانیستې. د پروان والي محمد عاصم عاصم وایي، دغه پروژې په مرکز چاریکار او سالنگولسوالۍ کې عملي شوي، چې د سالنگ پر پروژه څه باندې …

نور... »

د كابل د طب پوهنتون د زړه ناروغيو په انستيتيوت كې سوری زړه عمليات شو

د زړه د سوري ناروغي د افغانستان په ماشومانو كې ډېره ليدل كيږي، چې ډېر يې له هېواده بهر د عملياتو په وسيله روغتيا مومي. د كابل طب پوهنتون استاد شرين آقا ظريف وایي، اوس د لومړي ځل له پاره د كابل طب پوهنتون استادان بريالي شوي، چې د يوې …

نور... »

د کندهارپه ارغنداب کي د ۳ میليون افغانیو پر لگښت د يوه پله د جوړېدو کارپيل شو

د کندهار مرستیال والي وایي،په دي ولسوالى کي پر څه باندي ٦٤ لويو او وړو پروژو كار روان دى،چي يوه يي هم د ارغنداب ولسوالۍ د پله جوړيدل دي. د دوی په وینا؛ دغه پل په مصرآباد نومې سيمه کي جوړيږي. د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي ددغه پل دپرانيستنى …

نور... »

هند افغانستان ته درې روسي چورلکې ور کړې

د کابل د پوځي هوایی ډگر قومندان برید جنرال سید سلیمان شاه تائید کړه،چې درې روسي جنگي چورلکې کابل ته رارسیدلي دي. دغه چورلکې د هند لخوا افغانستان ته ورکړل شوي،چې د بم غورزولو، توغندیو او درندو وسلو د کارولووړتیا لري. دی وایي، تر یوې نیمې میاشتې به دغه چورلکې …

نور... »

افغان بیسیم په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له اپل کمپنۍ سره د یو هوکړې لیک له مخې د دوشنبې په ورځ(د لیندۍ۳۰) په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ. د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، افغان بیسیم په افغانستان کې د آپل کمپنۍ لومړنی پلورونکی …

نور... »

بيات بنياد په تخار كې د زلزلې له زيانمنو سره نغدي مرسته وكړه

د  شمال ختيځ اوسيدونكي دا زلزله په تېرو ۵۰ كلونو كې بې ساري گڼي. دې زلزلې په تخار كې هم د ۱۵ تنو ژوند واخيست او له ۵۰ ډېر نور يې ټپيان كړل. بيات بنياد له دغو زيانمنو كورنيو سره مرستې ته ورغى او له زيانمنو كورنيو سره يې نغدي …

نور... »