پرمختګ او بشپړتیا

د ۲۳ پراختیایي پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوي

په ۱۳ ولایتونو کې ۲۳ پراختیایي پروژې، چې ارزښت یې څه باندې پېنځه سوه میلیون افغانۍ کیږي؛ د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر یې تړونونه له څو خصوصي شرکتونو سره لاسیلک کړل. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، په دې کې درې …

نور... »

په کرنیز نظام کې له خصوصي سکتوره ملاتړ څرګند شو

اجرائیه ریاست وایي؛ په کرنیز نظام کې باید خصوصي سکتور ته ونډه ورکړ شي او له هغو کسانو باید ملاتړ وشي، چې په کرنه او مالدارۍ اخته دي. عبدالله عبدالله په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له درې ورځني نندارتون څخه د لیدنې پر مهال په کرنیز نظام کې  …

نور... »

په خوست کې لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 چارواکي وایي، په خوست کې د ۲۴۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ملي پیوستون لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملي پیوستون ۱۴۴بېلابېلې د بیارغونې پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. …

نور... »

د تېر کال په پرتله د خصوصي بانکونو مالي حالت ښه شوی-امیري

د خصوصی بانکونو ټولنه وايي،  په هېواد کې د تېر کال په پرتله که څه هم امنیتي ستونزې زیاتي شوې؛ خو پانګونه هم زیاته کړې ده. دغه ټولنه زیاتوي، د پانګونې د ډېریدو عوامل بېلابېل دي او د خلکو با ور هم پرخصوصي بانکونو زیات شوی دی. د خصوصي بانکونو …

نور... »

بیات برښنا شرکت له طبیعي ګازو څخه د برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه

په کابل کې د بیات برښنا شرکت او د اوبو او برښنا وزارت تر منځ د جوزجان د شبرغان له طبیعي ګازو څخه د ۵۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه. د اوبو او برښنا وزیر علی احمد عثماني د دغې هوکړې په ځانګړیو مراسمو کې ، چې ارزښت …

نور... »

په ننګرهارکې لس روغتیایي پروژې پيل شوې

د شنبې په ورځ په جلال آباد کې د روغتیا په برخه کې د لس پرژو چارې پیل شوې. د هېواد د ختیځ په کمپلیکس کې د ننګرهار د طبي علومو انستیتوټ لپاره یوه ودانۍ او په همدې ځای کې د فاظمة الزهرا روغتون لپاره یوه ودانۍ  د سعودي عربستان …

نور... »

لیدلوری مواقتصادي دی او دهېواد د تولیدي کولوهڅې روانې دي-عبدالله

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس په ډاګه کړې، چې لیدلوری مو اقتصادي دی او دهېواد د تولیدي کو لو لپاره هڅې روانې دي. اجرائیه رییس عبد الله عبدالله  دغه څرګندونې په بلخ کې د پنځوس میګاواته  ګازي برښنايي انرژۍ  د تولید تړون د لاسلیک په غونډې  کې کړي دي. …

نور... »

د هند یو میلیارد دالر مرسته به په بېخبنايي پروژو ولګول شي-عبدالرحیمزی

د ماليې وزارت وايي، هغه یو میلیارد امریکايي دالر، چي د هند هېواد له لوري له افغان دولت سره مرسته وشوه؛ د یوه منظم پلان له مخي به ولګول شي. دغه وزارت زیاته کړې؛ افغان دولت په دې هڅه کې دی، چې پر دغو مرسته شویو پیسو به په هېواد کې …

نور... »

سږ کال به په ټول هېواد کې زعفرا ن وکرل شي- راشد

د کرنې اومالدارۍ وزارت مسوولین وا يي، چې  سږ کال به په ټول هېواد کې زعفرا ن وکرل شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، په ټول هېواد  کې د زعفرانو د پیازو د وېش لړۍ بزګرو ته پیل شوې او تر اوسه يي ۲۸۰ ټنه د زعفرانو پیازهغه …

نور... »

په هېواد كې د كارموندنې ملي پروګرام د پراختيا هڅې روانې دي

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزات د خپلو پرمختيايي ملي پروګرامونو په لړ كى دا ځل د كارموندنې ملي پروګرام پيلوي. د كليو پراختيا وزارت وايي،دغه پروګرام به د هېواد له ۱۵ ولایتو نو څخه ۳۴ ولایتونو ته پراختیا وموي او په دې به د هېوا د په ۶۱۰۰ …

نور... »

د افغانستان د بنسټیزې پراختیا د موخو پلي کولو بهیر و ارزول شو

د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس وایي؛ بېولو هېوادونو ته د بنسټیزو پراختیایي برنامو پلي کول  ډېر اړین دي، ځکه، چې د بېوزلۍ نړیواله کچه راټیټوي. د افغانستان د اقتصاد وزیر او د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي …

نور... »

ولسمشر غني د خواجه رواش ښارګوټی پرانیسته وکړه

د خواجه رواش جنجالي ښارګوټی له ډېر انتظار وروسته د ولسمشر محمد اشرف غنيلخوا پرانیستل شو.  ولسمشر غني دغه ښارګوټی د افغانانو د باور د جلبولو لپاره مهم بولي. ولسمشر په غیر مستقیم ډول له سوداګرو ګیله وکړه،چې پهدوبۍ او پاکستان کې یې اته ویشت میلیارد دالر پانګونه کړې ده. …

نور... »

طالبان د موازي حکومت جوړولو په لټه کې دي

د هوایي ځواکونو د تعلیمي مرکز مرستیال د هېواد د هوایي ځواکونو د نږدې دوه سوه افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې طالبان د موازي حکومت د جوړولو په لټه کې دي؛ خو بریالي به نشي.  شاوخوا دوه سوو پوځیانو په تېریو کال کې لومړنۍ زدکړې کړي، چې …

نور... »

بیات بنیاد د ستارکي بنسټ په همکارۍ کڼو ته د اوریدلو وسایلو د وېش درېیم پړاو پیل کړ

د بیات بنیاد  چارواکي: په ننني درې ورځني پړاو  کې۱۰۰۰ کسان تر پوښښ لاندې نیول شوي او ټولو ته د اوریدو عصري وسایل وېشل کیږي. د اوریدلو د وسایلو د وېش کارد بیات بنیاد د لوی مشر احسان الله بیات په پرانستونکې وینا په هغه ناسته کې پیل شو، چې …

نور... »

د بامیانو او مرکزي سیمو د مواصلاتي سړکونو د لس پروژو کار پیل شو

د ټولګټو چارو وزارت وایي، په بامیانو او مرکزي سیمو کې د سړکونو د لس پروژو کار پیل شو. د ټولګټو چارو وزارت ویاند مهدي روحاني وایي، چې د دغو پروژو په پلي کیدو به د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي؛ خکه سلګونه میلیون دالر لګښت پرې راځي، چې …

نور... »

د نړۍ د ټولنیزو پرمختګونو نوملړ په امریکا کې خپور شو

د نړۍ هېوادونو د ټولنیزو پرمختګونو نوملړ په امریکا کې خپور شو. په دې نوملړ کې ټولنیز مسایل د ساري په توګه؛ پاکو اوبوته لاسرسی، امنیت، سیاسي مسایل، روغتیا، ښوونه او روزنه او تفریحې ځایونه د نړۍ په یو سل و یو شپیته هېوادونو کې څېړل شوي دي. په دي …

نور... »

په بدخشان کې د هغه پله پرانیسته وشوه، چې۹ ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت له خوا په بدخشان کې د هغه پل پرانیسته وشوه، چې نهه ولسوالۍ له مرکز فیض آباد سره نښلوي.  په دې پروژې اووه اویا میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د وزارت له بودجې ورکړل شوي دي. په مرکز فیض آباد کې دغه …

نور... »

په خوست ښار کې د یوه لوړ منار د جوړيدو چارې پيل شوې

د خوښت ښار په لويديځه څنډه کې د کابل په عمومي لاره کې د يوه لوړ منار د جوړيدو چارې پيل شوې. د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، دا منار٣٥ ميتره لوړوالى لري، چې د ښاروالۍ له لوري په څه ناڅه ۱۹ میلیون افغانیو جوړیږي. د هغه په وینا؛ …

نور... »

په ننګرهار کې د ۱۵ کیلو متره کانال چارې بشپړې شوي

په ننګرهار کې د شاوخوا یو نیم ملیون  امریکايي ډالرو په لګښت د پنځلس کیلو متره کانال چارې بشپړې شوي. دغه ۱۵ متره کانال د کونړ له سیند تازه بېل شوی دی، چې د ننګرهارد ښیوې او بهسودو ولسوالیو ۱۰۵۰هکتاره ځمکه خړوبوي. د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي،  دا …

نور... »

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت څلویښت سلنه بودجه لګولې

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د هغو وزارتونو په سر کې دی،چې د خپلې پراختیایي بودجې یوه برخه یې لګولې ده. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د مالي کال د اووه میاشتو په تېریدو د پراختیایي بودجې څلویښت سلنه لګولې ده.  د کلیو د …

نور... »