پرمختګ او بشپړتیا

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت دوه دېرش پرمختیايي پروژې پیلوي

په لس ولایتونو کې د درې سوه اووه لس میلیون افغانیو پر لګښت د دغو پروژو تړون له خصوصي شرکتونو او پرمختیايي شوراګانو سره د وزارت د چارواکو لخوا لاسلیک شو. د هند او د افغانستان د مالیې وزارت په مالي مرسته دوه دېرش پرمختيايي پروژېد کلیو د بیا رغونې …

نور... »

د ننګرهار په روداتو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د درې څلویښت میلیون افغانیو پر لګښت د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې. ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو اوسیدونکیو درملنه به په کې کیږي.   د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکترنجیب الله …

نور... »

د شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسمياً کار پیلوي

راروانه شنبه(د لیندۍ ۶) د هغه ماموریت د پیل ورځ ده، چې د خلکو باور او د افغانستان سیاسي برخلیک ور سره تړلی دی. د شنبې په ورځ به د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازه نوي کمیشنران پرانیزي او ستر مسوولیت ته به اوږه وروړاندې کړي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو …

نور... »

د الکترونیکي تذکرو د وېش پر وړاندې د حقوقي ستونزو د حل سپارښتنه شوې

ولسمشر محمد اشرف خپل دوه یم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارلې، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش پر وړاندې موجوده حقوقي ستونزې حل کړي. د الکترونیکي تذکرو د وېش اداري رییس همایون محتاط وایي، چې د دغو ستونزو له حل وروسته به د تذکرو د وېش لړۍ ډېر ژر …

نور... »

ایتالویان به ډېر ژر په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي

په افغانستان کې د ایتالویانو د ایمرجنسي روغتونونو مسوولین وایي، چې ډېر ژر به په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي. دوی تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ارګ په لیدنه کې ویلي، چې  تر دې مهاله په ټول افغانستان کې ۴۶روغتیايي کلینکونه او دوه …

نور... »

ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون تصویب کړ

ولسي جرګې په دې وروستیو کې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې ښځو ته په کاږه، تبعیضي او د سپکاوي په بڼه کتل جرم ګڼل کیږي. د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، دغه قانون په لارو او کوڅو او کارځایونو کې د …

نور... »

د بنایي استوګنیز ښارګوټي عملي کار له دوه کلن ځنډ وروسته بیا پیل شو

د بنایي ښارګوټي عملي کار په ۱۳۹۳ل کال کې پیل شوی و؛ خو د تخنیکي ستونزو او مالي سرچینو د کموالي له کبله یې کار تر دوه کلونو په ټپه ودرید، چې د پنجشنبې په ورځ یې بیا ځلي کار د ښارجوړونې وزیر لخوا پیل شو. د ښارجوړونې وزیر سید …

نور... »

د ۲۳ پراختیایي پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوي

په ۱۳ ولایتونو کې ۲۳ پراختیایي پروژې، چې ارزښت یې څه باندې پېنځه سوه میلیون افغانۍ کیږي؛ د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر یې تړونونه له څو خصوصي شرکتونو سره لاسیلک کړل. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، په دې کې درې …

نور... »

په کرنیز نظام کې له خصوصي سکتوره ملاتړ څرګند شو

اجرائیه ریاست وایي؛ په کرنیز نظام کې باید خصوصي سکتور ته ونډه ورکړ شي او له هغو کسانو باید ملاتړ وشي، چې په کرنه او مالدارۍ اخته دي. عبدالله عبدالله په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له درې ورځني نندارتون څخه د لیدنې پر مهال په کرنیز نظام کې  …

نور... »

په خوست کې لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 چارواکي وایي، په خوست کې د ۲۴۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ملي پیوستون لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملي پیوستون ۱۴۴بېلابېلې د بیارغونې پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. …

نور... »

د تېر کال په پرتله د خصوصي بانکونو مالي حالت ښه شوی-امیري

د خصوصی بانکونو ټولنه وايي،  په هېواد کې د تېر کال په پرتله که څه هم امنیتي ستونزې زیاتي شوې؛ خو پانګونه هم زیاته کړې ده. دغه ټولنه زیاتوي، د پانګونې د ډېریدو عوامل بېلابېل دي او د خلکو با ور هم پرخصوصي بانکونو زیات شوی دی. د خصوصي بانکونو …

نور... »

بیات برښنا شرکت له طبیعي ګازو څخه د برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه

په کابل کې د بیات برښنا شرکت او د اوبو او برښنا وزارت تر منځ د جوزجان د شبرغان له طبیعي ګازو څخه د ۵۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه. د اوبو او برښنا وزیر علی احمد عثماني د دغې هوکړې په ځانګړیو مراسمو کې ، چې ارزښت …

نور... »

په ننګرهارکې لس روغتیایي پروژې پيل شوې

د شنبې په ورځ په جلال آباد کې د روغتیا په برخه کې د لس پرژو چارې پیل شوې. د هېواد د ختیځ په کمپلیکس کې د ننګرهار د طبي علومو انستیتوټ لپاره یوه ودانۍ او په همدې ځای کې د فاظمة الزهرا روغتون لپاره یوه ودانۍ  د سعودي عربستان …

نور... »

لیدلوری مواقتصادي دی او دهېواد د تولیدي کولوهڅې روانې دي-عبدالله

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس په ډاګه کړې، چې لیدلوری مو اقتصادي دی او دهېواد د تولیدي کو لو لپاره هڅې روانې دي. اجرائیه رییس عبد الله عبدالله  دغه څرګندونې په بلخ کې د پنځوس میګاواته  ګازي برښنايي انرژۍ  د تولید تړون د لاسلیک په غونډې  کې کړي دي. …

نور... »

د هند یو میلیارد دالر مرسته به په بېخبنايي پروژو ولګول شي-عبدالرحیمزی

د ماليې وزارت وايي، هغه یو میلیارد امریکايي دالر، چي د هند هېواد له لوري له افغان دولت سره مرسته وشوه؛ د یوه منظم پلان له مخي به ولګول شي. دغه وزارت زیاته کړې؛ افغان دولت په دې هڅه کې دی، چې پر دغو مرسته شویو پیسو به په هېواد کې …

نور... »

سږ کال به په ټول هېواد کې زعفرا ن وکرل شي- راشد

د کرنې اومالدارۍ وزارت مسوولین وا يي، چې  سږ کال به په ټول هېواد کې زعفرا ن وکرل شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، په ټول هېواد  کې د زعفرانو د پیازو د وېش لړۍ بزګرو ته پیل شوې او تر اوسه يي ۲۸۰ ټنه د زعفرانو پیازهغه …

نور... »

په هېواد كې د كارموندنې ملي پروګرام د پراختيا هڅې روانې دي

د كليو د بيارغونې او پراختيا وزات د خپلو پرمختيايي ملي پروګرامونو په لړ كى دا ځل د كارموندنې ملي پروګرام پيلوي. د كليو پراختيا وزارت وايي،دغه پروګرام به د هېواد له ۱۵ ولایتو نو څخه ۳۴ ولایتونو ته پراختیا وموي او په دې به د هېوا د په ۶۱۰۰ …

نور... »

د افغانستان د بنسټیزې پراختیا د موخو پلي کولو بهیر و ارزول شو

د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس وایي؛ بېولو هېوادونو ته د بنسټیزو پراختیایي برنامو پلي کول  ډېر اړین دي، ځکه، چې د بېوزلۍ نړیواله کچه راټیټوي. د افغانستان د اقتصاد وزیر او د آسیایي هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي …

نور... »

ولسمشر غني د خواجه رواش ښارګوټی پرانیسته وکړه

د خواجه رواش جنجالي ښارګوټی له ډېر انتظار وروسته د ولسمشر محمد اشرف غنيلخوا پرانیستل شو.  ولسمشر غني دغه ښارګوټی د افغانانو د باور د جلبولو لپاره مهم بولي. ولسمشر په غیر مستقیم ډول له سوداګرو ګیله وکړه،چې پهدوبۍ او پاکستان کې یې اته ویشت میلیارد دالر پانګونه کړې ده. …

نور... »

طالبان د موازي حکومت جوړولو په لټه کې دي

د هوایي ځواکونو د تعلیمي مرکز مرستیال د هېواد د هوایي ځواکونو د نږدې دوه سوه افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې طالبان د موازي حکومت د جوړولو په لټه کې دي؛ خو بریالي به نشي.  شاوخوا دوه سوو پوځیانو په تېریو کال کې لومړنۍ زدکړې کړي، چې …

نور... »