پرمختګ او بشپړتیا

د افغانستان بانک صرافانو او ایسا تشبثاتو ته د صرافۍ د شرکت جواز ورکوي

د افغانستان بانک مسوولین وایي، د افغانستان بانک، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو ته د جواز اجازه ورکوي، چې له مخې یې صرافان کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې څانګې ولري او پولي خدمتونه په معیاري بڼه وړاندې کړي. د افغانستان بانک د پولي خدمتونو او حوالو …

نور... »

د کندهار د ارغنداب سيند استنادي ديوالونه جوړ شول

د کندهار د ارغنداب سيند دواړو غاړیو ته د ٢٢ ميليون دالرو پر ارزښت استنادي ديوالونه جوړ شول. د دغه استنادي ديوال کار، چي د ارغنداب د سيند پرغاړه درې کاله وړاندي پيل شوى و نن ګټي اخيستني ته وسپارل شو . د کليو او پراختيا وزير مجيب الرحمان کريمي …

نور... »

په هرات کې د نارسمي ښاري سیمو د ملکیت سندونه ووېشل شول

  ولسمشر غني د تاپي پروژې د رسمي کار له پیل کیدو وروسته په یو لړ مراسمو کې د هرات ۵۰۰ اوسیدونکیو ته، چې په نارسمي سیمو کې ملکیتونه لري، د ملکیت سندونه ووېشل.   ولسمشر، چې په هرات کې د نارسمي ښاري ساحو د ملکیت سندونو د وېش مراسمو …

نور... »

په افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شو

د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل او یوه امریکايي پانګوال د افغانستان درې کلنه ویزه تر لاسه کړه. افغان چارواکو په هېواد کې د پانګونې لپاره د آسانتیاوو د برابرولو د هڅو په لړ کې داسې پروګرام …

نور... »

څه د پاسه ۱۵ زره راستنیدونکیو ته کاري زمینه رامنځته شوې-کریمي

د کلیو او پراختیا وزارت د ۹ ولایتونو څه د پاسه ۱۵ زره راستنیدونکیو ته کاري زمینه رامنځته کړې ده. د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي، په ۹ ولایتونو کې د ۱۵ زره راستنیدونکیو لپاره د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو لپاره د غالۍ اوبدلو وسایل وېشل …

نور... »

د عطا محمد نور لاسلیک نور د اعتبار او اجرا وړ نه دی- منیره یوسف زاده

د بلخ ولایت پر څوکۍ د عطا محمد نور د پاتې کیدو له ټینګار وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې د نور لاسلیک نور په حکومت کې اعتبار نه لري او د هغه هیڅ وړاندیز او مکتوب به اجرا نه شي. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې …

نور... »

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دې پر صنایعو او سوداکرۍ وزارت بدل شي- ولسمشرغني

ولسمشر غني د شنبې پر ورځ( د مرغوي ۱۶) له غرمې مخکې د خان ستیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د پرانستې په مراسیمو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ موخه مو داده، چې په هېواد کې مو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنایعو او سوداګرۍ پر وزارت …

نور... »

د برښنا د عادلانه وېش لپاره یوې سراسري شبکې ته اړتیا ده

له میدان وردګ څخه غزني ولایت ته دوه سوه شل کیلو ولته برښنا د چمتلې او ارغندې له لارې ولیږدیده، چې ولسمشر یې  د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۴) پرانیسته وکړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني له میدان وردګ، غزني ته د دوه سوه شل کیلو ولته برښنا له …

نور... »

په خوست کې د غونډو یو تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په  خوست ښار کې د غونډو یو دوه پوړییز تالار د ښار او کور جوړونې وزارت د ۲۸ میلیون افغانیو پر لګښت اخیستنې ته وسپارل شو، چې په یوه وخت کې د ۱۶ سوه کسانو د ځایدو وړتیا لري. د خوست ښار او کور جوړونې رییس ابراهیم الله  ولیزی وایي، …

نور... »

په ۹ ولایتونو کې د ۳۸ پروژو کار د ۴۲۶ میلیون افغانیو پر ارزښت پیل شو

د کلیو او بیارغونې وزارت په ۹ ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنې په برخو کې ۳۸ پراختیایي پروژې د څلورسوه شپږویشت میلیون افغانیو پر ارزښت جوړوي. د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به  ۱۰۲ زره کسانو ته د …

نور... »

د پکتیا د مچلغو برښنا بند تړون له یو روسیې شرکت سره لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د مچلغو برښنا بند د جوړولو تړون د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۳) د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د روسي شرکت( پراجکت ډیزاین ایجسنۍ کمپنۍ) ترمنځ لاسلیک شو. اجرائیه رییس وویل، د مچلغو بند جوړیدل د پکتیاوالو پخوانۍ هیله وه، چې …

نور... »

ملي شورا د وګړیو د احوال ثبتولو قانون، تعدیل تائید کړ

د وګړیو د ثبت او احوال قانون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ملي شورا په ګډ کمیسیون کې تائید شو. په یاد تقنیي فرمان کې راغلي، چې په تذکرو کې باید ملت او ملیت دواړه ولیکل شي. له دې مخکې ولسي جرګې په تذکرو کې د ملت او …

نور... »

د (ترزا مور) نړیواله جایزه د ټولنیز عدالت لپاره بیات بنیاد ته ډالۍ شوه

هارموني موسسې د (ترزا مور) نړیواله جایزه په یو لړ درنو مراسمو کې د ټولنیز عدالت لپاره بیات بنیاد ته ډالۍ کړې ده. بیات بنیاد په ډاګه کړې، چې دغه نړیواله جایزه په یو لړ درنو مراسمو کې د روان ۲۰۱۷ کال د دسمبر پر ۱۴ نېټه، چې د ۱۳۹۶ …

نور... »

د پنجشېر ولایت ښاری پلان وړاندې شو

د ښاري پراختیا وزیر وایي، چی د هېواد ۶ ولایتونو ته یې ښاري ماستر پلانونه جوړ کړي، چی په دې ولایتونوکی کندهار، بلخ، لوګر، ننګرهار، کندوز، پنجشېر او هرات شامل دی، چی په پلی کیدو سره به یې په ښارونو کې اقتصادي خوزښتونه رامنځته شي. د ښار او کور جوړونی …

نور... »

بیات بنیاد د مور او ماشوم د ملاتړ په موخه څلور پوړییز نوی کمپلکس جوړوي

بیات بنیاد د صحت طفل په روغتون کې د مور او ماشوم د ملاتړ په موخه څلور پوړییز نوی کمپلکس جوړوي. بیات بنیاد د ستر خیریه بنسټ په توګه دعامې روغتیا له وزیر سره  د ښځو لپاره د څلور پوړییز کمپلکس د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې په اووه …

نور... »

بیات بنیاد د ستارکي بنسټ په همکارۍ دوه زره کڼو ته د اوریدو آلې ووېشلې

د کڼو لپاره د اوریدو د آلو درې ورځنی څلورم پړاو د سې شنبې په ورځ( د لړم ۱۶) په کابل کې د بیات بنیاد لخوا او د  ستارکي اوریدو بنسټ په همکاري پیل شو. داکتر احسان الله بیات وایي، چې د دې آلو د کارولو له لارې زمونږ زرګونه …

نور... »

د زعفرانو یو ورځنی ملي کنفرانس پیل شو

د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د زعفرانو یو ورځنی کنفرانس پیل شو، چې په کې به د هېواد په کچه د زعفرانو د کښت، تولید او بازارموندنې په اړه بحث وشي. په دغه کنفرانس کې د هېواد له بېلا بېلو برخو د زعفرانو تولیدونکي او سوداګر راغلي، چې …

نور... »

غني او د اندونیزا د بهرنیو چارو وزیرې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ولسمشرۍ رسنیز دفتر په ډاګه کړې؛ ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې میرمن رتنو مارسودي سره، چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلې، وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. …

نور... »

د ټول هېواد په کچه ۱۷۰۰۰ تش بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې شول- نادري

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ټول هېواد په کچه ۱۷ زره تش بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړل. په داسې حال کې، چې ملي وحدت حکومت زرګونه خالي بستونه لري؛ خو زیاتره ځوانان، چې زدکړې لري، غواړي، چې د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون لخوا …

نور... »

په کابل پلیتخنیک پوهنتون کې ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو

د پلیتخنیک پوهنتون مسوولین وايي، چې د کارموندنې له صنعتي نندارتون څخه مو موخه داده، چې د محصلینو، دولتي بنسټونو او خصوصي سکتور ترمنځ اړیکې ټينګې شي. د کابل پلیتخنیک پوهنتون رییس احمد سعید کارګر وایي، د محصلینو په نندارتون کې سل دولتي او خصوصي بنسټونه برخه لري، چې د …

نور... »