عاجل خبرونه

پرمختګ او بشپړتیا

په كابل او باميانو كې د پوليسو روزنيز ښوونځي جوړيږي

چارواكو د ۱۵ ميليونه يورو په ارزښت د يوه تړون د لاسليكولو پرمهال وويل: په كابل كې د ۷ ميليون يورو پرلگښت د پوليسو يو روزنيز ښوونځى او پردې ښوونځي سربېره په باميانو كې د ښځينه پوليسو لپاره هم د ۴ ميليون يورو پر لگښت يو روزنيز مركز جوړيږي. د …

نور... »

د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ وزارت عوايدو ښه شوي- نجفي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواكي وايي، چې: د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ د وضيعت د ښه كيدو په موخه يې هلې ځلې پيل كړي دي . دغه چارواكي وايي، چې: د افغانستان عالي جغرافياوې موقيعت او په دغه هېواد كې د امنيت ټينگښت كولى شي، چې په سيمه …

نور... »

د سمنگانو د صنعتكارانو اتحاديې غړى فيض كارگر بېلابېل موټر جوړوي

په افغانستان كې داسې صنعت كاران شته، چې كه لازم وسايل او امكانات ورته برابر شي كولى شي نوي شيان جوړ كړي. فيض الله كارگر يو له همدې صنعت كارانو څخه دى، چې په سمنگانو كې يې اوس په لږو امكاناتو دوه ډوله موټر جوړكړي دي. هغه وايي: د دې …

نور... »

په هرات كې د حرفوي ښځو ټولنه جوړه شوه

د دغه بنسټ مسولين دولتي ارګانونه او موسسې په دولتي ارګانونو كې  د  كار وړ ښځو په ګومارنه كې په ناغيړۍ تورنوي . دې ټولنې په هرات كې د محلي چارواكو او سناتورانو په گډون په كار پيل وكړ. ددغې ټولنې موخه د هغو ښځو د ستونزو په حل كې …

نور... »

په هلمند كې د نوزاد ولسوالۍ مركزي ښوونځى جوړ شو

ځايي چارواكي وايي، چې: په دې ولسوالۍ كې د حرفوي زده كړو د مركز جوړيدو كار هم  پيل شوى دى. د دې دواړو  پروژو لگښت  د امريكا سمندري ځواكونو په غاړه اخيستى. په نوزاد ولسوالۍ كې دا مهال له ۲۳ښوونځيو يوازې درى فعاله دي . د آريانا راډيو ټلويزيون خبريال …

نور... »

ماليې وزارت او د فرانسي پرمختيايي ادارې كاري هوكړه ليكونه لاسليك كړل

د ماليې له وزارت سره د فرانسي پرمختيايي ادارې د اووه اعشاريه اووه ميلون ډالرو مرستې دوه هوكړه ليكونه لاسليك كړل. د ماليې وزيرعمرزاخېلوال وايي، چې: دغه پيسې به په افغانستان كې د غذايي مصونيت او د شاتو مچيو روزنې ته د ودې وركولو په پروسه كې ولگول شي. اسلم …

نور... »

د جوماتونو او محلي درسونو د بيا راژوندي كولو اړتيا څرگنده شوه

د پوهنې وزارت مسوولين وايي: د پوهنې وضعيت د ښه والي په برخه كې اغېزناكه او كم لگښته لاره په دې بهيركې د جوماتونو او ملا امامانو شاملول دي. دا چارواكي وايي: له هغو جوماتونو استفاده، چې ملا امامان نه لري كيداى شي يو ځل بيا له ښوونځي څخه د …

نور... »

د پوليسو او خلكو ترمنځ اړيكې به پياوړې او غښتلې شي – رحمن

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وايي: د دغو پرگرامونو له لارې به د پوليسو او خلكو ترمنځ رامنځته شوى واټن لږ شي. د دوى په وينا: دغه پروگرام  به ډېرژر د UNDP  په مالي مرسته د هېواد په ټولو ولايتونو كې پيل شي. د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال …

نور... »

د غزني د تاريخي آبداتو د بيا رغونې هوكړه ليك لاسليك شو

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي: غزني نه يوازې د افغانستان، بلكې د ټولو اسلامي هېوادونو شريك فرهنگي ميراث دى. د غزني ښارد تاريخي آبداتو د بيارغونې په موخه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت او په كابل كې د ايران سفارت ترمنځ يو هوكړه ليك لاسليك …

نور... »

د ښځو د ژوندانه او حقونو پرمختگونه ماتېدونكي دي- اكسفام او اكشن ايډ

يو شمېر نړيوالې خيريه ټولنې اندېښنه څرگندوي، چې: له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې كولى شي، چې په افغا نستان كې د ښځو په اړه د لس كلنو پرمختگونو مخه ونيسي. دوى وايي، چې: افغان دولت ښايي سولې ته د رسيدو لپاره د ښځو حقونه قرباني كړي. له …

نور... »

د مزارشريف د روضې په انگړكى د يوه جومات د جوړولو چارې پېل شوې

د مزارشريف ښار د روضې په انگړ كې د  درې ميليون ډالرو په لگښت د يوه جومات د جوړولو چارې پيل شوې . د بلخ چارواكي وايي دا لوى جومات د تركيې د جوماتونو په بڼه جوړېږي او په ېوه وخت كې به د اوو زرو لمونځ كولو د ځاېولو …

نور... »

په افغانستان كې د پاخه عمرلرونكيو نړيواله ورځ ونه نمانځل شوه

د اكتور لومړۍ نېټه د پاخه عمر لرونكيو كسانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په افغانستان كې ونه نمانځل شوه. د افغان سرې مياشتې مسوولين وايي، چې: دوى د دغه قشرد ملاتړ لپاره كوم ځانگړى پروگرام نلري. د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، چې: پرافغان …

نور... »

د هرات د گمرك او ښاروالۍ كاركوونكيود ښاري كثافاتو پاكولو حشر ترسره كړ

د هرات ولايت گمرك كاركوونكيو او يو شمېرنورو كسانو له ښارڅخه د كثافاتو د پاكولو په موخه عمومي حشرتر سره كړ. د هرات ولايت د گمرك كاركوونكي د هرات ولايت  له نورو او سيد ونكيو هم غواړي، چې د دغه ښارد پاكوالي په موخه دې په ټوليزحشر كې برخه واخلي. …

نور... »

په هرات كې د دوه ميليون ډالرو پر لگښت د توليدي توكو د پلور ماركيټ پرانستل شو

د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي، چې: په هرات ولايت كې به د توليدي فابريكو ټول محصولات پلور ته وړاندې شي. په هرات كې د كورنيو توليداتو د پلور سوداگريز مركزپه داسې حال كې پرانيستل شو، چې د توليدي فابريكو مسوولين د ورته مالونو له واريديدو اندېښمن شوي. په هرات كې …

نور... »

په بانكي چارو كې دې د نامسوولو ادارو د لاسوهنو مخه ونيول شي – ثابت

په كابل كې  د بانكدارانو او خصوصي متشبيسينو تر منځ د پورونو د وركولو په برخه كې د همغږۍ د زياتيدو په موخه غونډه وشوه . د پښتني بانك چارواكى وايي، چې: د بانكدارۍ په چارو كې د نامسوولو ادارو دخالت  د بانكونو د فعالت په برخه كې لويه ننگونه …

نور... »

يو شمېر زورواكان په غير قانوني كړنو د ښاروالۍ د پروگرامونو مخه نيسي- نوانديش

كابل ښاروال وايي: يو شمېر زورواكان هڅه كوي، چې له قانون څخه په سرغړونه او په غيرقانوني كړنو د دوى د پروگرامونو مخه ونيسي. هغه، چې د ميلاد كابل په دوه يم سيمينار كې خبرې كولې؛ يوځل بيا يې د كابل ښار د بڼې پر بدلون ټينگار وكړ. د ميلاد …

نور... »

په كابل كې دگرځندوى نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د گرځندوي د نړيوالې ورځې په پلمه په كابل كې په جوړوشويو مراسمو كې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چار واكو اندېښنه څرگنده كړه، چې: د افغا نستان طبيعي سيمې اولرغوني آثار د له منځه تلو له گواښ سره مخ دي. دوى پر نړيواله ټولنه هم نيوكه وكړه چې له …

نور... »

د مزارشريف په ښاركې د مالگې د توليد او پروسس كارخانې په فعاليت پيل وكړ

په ياده كارخانه كې د يو افغان سوداگرله خوا شاوخوا څلورميليون امريكايي ډالرپانگونه شوې، چې په څليريشتو ساعتونو كې ۴۸۰ ټنه مالگه توليدوي . د يادې كارخانې چارواكى محفوظ الله فكور وايي، چې: دا د هېواد په شمال كې د مالگې د توليد او پروسس ترټولو لويه كارخانه ده، چې …

نور... »

په هلمند كې د چارواكو په ملاتړ د ځمكو ناقانونه وېش روان دى- د بولان اوسيدونكي

له هلمند څخه ترلاسه شوي رپوټونه وايي، چې: په مركز لښكرگاه كې يوه قومي مشر په ناقانونه توگه پرخلكو د ځمكو وېش پيل كړى دى. په مركز لښكرگاه كې د بولان سيمې اوسيدونكيو د قومي مشر د دغه عمل په خلاف لاريون وكړ او ادعا يې وكړه، چې د سيمه …

نور... »

د نړيوالو بنسټونو مالي مرستې بيا پيليږي – زاخېلوال

ټاكل شوې، چې نړيوال بانك، د پيسو نړيوال صندوق او د نورو مرستندويو بنسټونو مرستې له افغانستان سره بيا پيل شي. د ماليې وزير وايي: تر راتلونكې يوې يا دوه اوونيو به پدې اړه له يادو نړيوالو بنسټونو سره سندونه لاسليك شي. مالي مرستې له افغانستان سره د يادو بنسټونو …

نور... »