پرمختګ او بشپړتیا

د كندهارپه پنجوايي ولسوالۍ كې د لس بستريز روغتون د بنسټ ډبره كـېښودل شوه

نوموړى روغتون د امريكا د متحده ايالاتو له لوري د شپېته زره امريکايي ډالرو پرلگښت جوړيږي، چې لس بستره لري او د سيمې د ۶۰۰۰۰ اوسيدونكيو لپاره روغتيايي خدمات برابروي. ياد  بشپړ لس بستريز روغتيايې مركز، چې د ۳۰ زرو څخه بيا تر۶۰ زرو ناروغانو لپاره بسنه كوي؛ د پېنځه …

نور... »

د كندز شېرخان بندر پر پلټونكي پرمختللي سيسټم سمباليږي

د سرحدي پوليسو چارواكي وايي، چې: د دغه سيسټم په فعاليدو به له دغه بندرڅخه د نشه يې توكو قاچاق او په غير قانوني ډول د انسانانو تېردل نا شوني شي. دا په داسې حال كې ده، چې د دوشنبې ښار په كنفرانس كې د تاجكستان د پوليسو سرحدي چارواكو …

نور... »

د كابل ژوبڼ رغنيز كارونه د ايكو سازمان پرمالي مرسته تر سره شول

د كابل په ژوبڼ كې د ايكو اقتصادي سازمان له يو ميليون د ډالرو پرلگښت يو شمېر رغنيز كارونه شوي، چې په دغه ژوبڼ كې څېړنيز مركز له  ستونزو وژغورل شي. د ايكو اقتصادي سازمان مالي مرسته او رغنيز كارونه د كابل ښاروالۍ له خوا تر سره شوي، چې نن …

نور... »

گڼ شمېر سوداگر هڅيدلي، چې په لويه پكتيا كې پانگونه وكړي

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې چارواكي وايي : گڼ شمېر ملي سوداگر يې هڅولي، چې په لويه پكتيا كې پانگونه وكړي. يادو چارواكو دغه څرگندونې  د لويې پكتيا په مركز گردېز كې د سوداگرۍ ا و صنايعو خونو د ولايتي دفتر د مشريزې د ټاكنو پرمهال كړي او ويلي …

نور... »

د خنډمنو له شتون سره سره ښوونه او روزنه ښه پرمختگ كوي- حامد كرزى

افغان ولسمشرحامد كرزي نن په كابل كې يوځل بيا له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې: د ښوونځيو له تړلو او د زده كوونكيو له وژلو دې لاس واخلي. نوموړي، چې د نيما انسټيټيوت د محصلينو د فراغت په مراسمو كې خبرې كولې وويل: يوشمېرعناصر شته، چې د افغانستان د پرمختگ …

نور... »

د غورولايت د هوايي ډگر تاسيسات گټې اخيستنې ته وسپارل شول

د غورپه هوايي ډگركې د تاسيساتو جوړول، چې د آسيا پراختيايي بانك په مرسته د نهو ميليونو ډالرو په ازرښت جوړشوى، گټې اخيستنې ته وړاندې شو. د دغه ولايت سيمه ييزچارواكي وايي، چې: له دې وړاندې د يادو تاسيساتو د نه شتون له لامله مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ …

نور... »

د سوداگرۍ وزارت له ټرانزيټي لاسته راوړنو خبرې كوي

د هېواد د سوداگرۍ او صنايعو وزيرانوارالحق احدي وايي، چې: له پاكستان سره د ټرانزيټي تړون  د عملي كېدو په اړوند يې د پام  وړ لاسته راوړنې درلودلي دي. احدي وايي، چې: د دغه تړون د عملي كېدو په اړوند  پاكستاني اړخ ورته پوره ډاډ وركړى، چې د هغه هېواد …

نور... »

د غزني ولايت ښوونځي په لمرينه برېښنا سمباليږي

دغزني ولايت د پوهنې مسوولين وايي، چې: په دغه ولايت كې به ښوونځيو ته سولريا لمرينه برېښنا ورسوي. په لومړي سركې د غزني دوه ښوونځي پردغه برېښنا روښانه شول، چې د مسوولينو په وينا نور ښوونځي به هم پرې روښانه كړي. د غزني د پوهنې مسوولين وايي، چې: په سولريا …

نور... »

په كابل كې له نشه يي توكو سره د مبارزې دوه يم څلور اړخيز كنفرانس تر سره شو

روسيه، پاكستان او تاجكستان له نړيوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان كې له نشه يې توكو سره په صادقانه ډول مبارزه وكړي. د افغانستان له نشه يې توكو سره د مبارزي وزير ضرار احمد مقبل د روسيې، پاكستان او تاجكستان د نشه يې توكو له چارواكو سره په گډه ناسته …

نور... »

په زابل کې دوه سوه پنځوس میرمنو ته د کار زمینه برابره شوې

د ښځوچارومسوولین وایی: په مرکزاو ولسوالیو کې ډېرې ښځې په باغدارۍ گلدوزۍ خیاطۍ او ځینو نورو برخو کې پرکارگومارلې  دي. د دغه ریاست مسوولین وایي، چې: پرگومارل شويو ښځو د لویدلو ښځو شمېره د نورو کلنو په نسبت زیاته ده . په زابل کې که څه هم ښځې ناوړه حالت …

نور... »

د چاريكارو بېوزله كورنۍ هم د بيات بنياد له مرستو برخمنې شوې

بيات بنياد د روژې په مباركه مياشت كې هم د خپلو ځانگړو مرستو لړۍ روانه وساتله او د پروان ولايت په مركز چاريكارو كې  يې پر څه نا څه سل اړو كورنيو مرسته ووېشله. په دې مرستو كې، چې غذايي مواد شامل دي د چاريكارو په بابه خيل او ميان …

نور... »

د غزني په خوږياڼيو كې درې پروژې د پلي كيدو په حال كې دي

د غزني د خو ږياڼيو ولسوال وايي: په دې ولسوالۍ كې د بيارغونې د ولايتي ډلې په همكارۍ د څه نا څه دوه ميليون ډالرو په ارزښت درې پروژې د تطپيق په حال كې دي. هغه دغه راز د دغه ولسوالۍ امنيتي وضعيت ښه گڼي او وايي: په پام كې …

نور... »

په كابل كې د شپې پوهنتون د كانكورآزموينې واخستل شوې

د چاواكو په وينا: په كابل كې له ۷۹۸۸ كسانو د شپې پوهنتون د كانكور آزموينې واخيستل شوې، چې اته زره به يې په دولتي پوهنتونونو او يو شمير نور به يې د لوړو او نيمه لوړو زده كړو په موسسو كې جذب شي. دغه كانكور آزموينې، چې په شپې …

نور... »

د خوست د شيخ زايد په پوهنتون كې د نجونو ليليه جوړه شوه

د غه ليليه، چې په جوړولو يې نږدې څلويښت ميليون افغانۍ لگول شوي، په اړه يې د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس وايي، چې: د دې ودانيو په جوړولو د پوهنتون ترټولو ستره هغه ستونزه حل شوه، چې  د نجونو محصلينو لپاره يې د ليليې په برخه كې لرله. …

نور... »

بيات بنياد د ملي راډيو- تلويزيون پركارمندانو مرستې ووېشلې

دا مرسته د بيات بنياد د چارواكو له خوا د ملي راډيو- ټلويزيون د چارواكو په حضوركې ووېشل شوه. د افغانستان د ملي راډيو- ټلويزيون له يو شمېراړو كارمندانو سره مرسته هم د بيات بنياد د روژې د مباركې مياشتې د مرستو په لړكې راغله، چې د دې بنسټ له …

نور... »

په كابل او بغلان كې شپږ غيرقانوني مخابراتي دستگاوې نيول شوي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت وايي: په كابل او بغلان ولايتونو كې يې شپږ داسې مخابراتي دستگاوې او سيم بكسونه نيولي، چې په غيرقانوني توگه يې فعاليت كاوه. د دغه وزارت مرستيال وايي، چې دې دستگاوو د بېلابېلو مخابراتي كمپنيو له سيمكارتونو استفاده كوله او ښايي په …

نور... »

په افغا نستان كې د بهرنيو كمپنيو تړونونه راڼه نه دي- زلالي

له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د تطبيق د څارنې عالي ادارې چار واكي وايي، چې: په افغا نستان كې د بهرنيو كمپنيو تړونونه راڼه نه دي اوپه پراخه پيمانه فساد په كې ليدل كيږي. دوى وايي، چې: كه حالات همداسې دوام وكړي د افغان دولت حاكميت به …

نور... »

د بيات بنياد د مرستو كاروان ميدان وردگو ته ورسيد

دا مرسته د بيات بنياد او ولايت مسوولينو پر اړمنو خلكو ووېشله . د بيات بنياد د غذايي موادو د مرستې بهير، چې  د روژې په مباركه مياشت كې له كابل پيل شوى و اوس ميدان وردگو ته ورسيد. په وردگو كې له سلو ډېرو بېوزلو كورنيو سره مرسته وشوه. …

نور... »

د ايران- افغانستان د ريل پټلۍ لگښت ايران وركوي

په هرت كې د ايران د كونسلگرۍ مسوولين وايي، چې د دې پروژې مسوول شركت د پروژې د څلورم فاز د كار پيلولو لپاره د افغانستان لخوا د جواز صادرولو ته په طمع دى. په هرات كې د عامه گټو وزارت چارواكي وايي، چې د دې پروژې اړوند ټولې ځمكې …

نور... »

په خوست كې ميوه لرونكي باغونه جوړ شوي- متونوال

په خوست ولايت كې د كرنې او مالدارۍ مسوولين وايي، چې: د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې يې له زرجريبه ډېره ځمكه د راز راز ميوه لرونكيو ونو باغونه جوړكړي او په نږدې راتلونكي كې به حاصلاتوته ورسيږي. د تجارتي باغدارۍ او زراعتي محصولاتو لپاره د  بازارموندنې دغه پروژه، …

نور... »