عاجل خبرونه

پرمختګ او بشپړتیا

په هېواد كې د كاري زمينو برابرول به مخالفين له پښو وغورزوي

د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د كاري زمينو برابرول به د دې سبب شي، چې مخالفين ونه شي كړاى خلك په ځانگړې توگه كارگران خپلو ليكو كې وگماري. د دې وزارت د كار مرستيال حسام الدين همراه، چې دولس فني ښوونيزو موسسو ته د كاري جواز د وركړې …

نور... »

د بي ام سي پرانيسته د بيان آزادي پياوړې كوي

په وروستيو ۱۳ كلونو كې يو څه، چې ډېر د پام وړ دي، د رسنيو او د بيان د آزادي وده ده. په دې ۱۳ كلونو كې افغانستان د بيان د آزادي په برخه كې اوږده لار وهلې؛ خو ۲۰۱۴م كال په يوه ډول د ځينو رسنيو لپاره د خطر …

نور... »

آریانا تلویزیون ملي گټو ته لومړیتوب ورکړی- حامد كرزى

د بیات رسنیز مرکز، چې پر نړیوال ستندرد برابر دی او د افغان انجنیرانو له خوا جوړ شوی، د ولسمشر له هرکلي سره مخ شو. افغان ولسمشر وایي، د افغانستان رسنۍ له بشپړې آزادۍ برخمنې دي او باید د هېواد د خلکو په گټه وكارول شي. ولسمشرهمدارنگه وایي، آریانا تلویزیون …

نور... »

د گازو د ليږد پروژه د افغانستتان د اقتصادي ثبات تضمينوونكې ده

له تركمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاكستان ته د گازو د ليږد پروژه(تاپي) به د افغانستان او سيمې اقتصادي ثبات تضمين كړي. د كانونو او پتروليم وزارت وياند وايي: په دې وروستيو كې د دې پروژې له غړيو هېوادونو سره د آسيا پراختيايي بانك د چتر لاندې …

نور... »

له كندز څخه تخار ولايت ته د ۲۲۰ كيلو وات برښنا د ليږد پروژه پاى ته ورسيده

چارواكي وايي، له كندز څخه تخار ولايت ته د ۲۲۰كيلو وات برښنا د ليږدولو د پروژې كار پاى ته ورسيد. پر دې پروژې اته ويشت ميليون دالر لگيدلي، چې د آيسا پرمختيايي بانك وركړي دي. د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي، دا يوازې تخار ته اړوند پروژه نه ده، …

نور... »

د افغانستان مسئلې ته اروپايي ټولنه كاري لومړيتوب بخښي

د اروپايي ټولنې د امنيت او همكارۍ سازمان وايي، چې: د افغانستان مسئله يې د كار په لومړيتوب كې راغلې ده. ليتونيا، چې د دغه سازمان گرځنده رياست په غاړه لري؛ وايي، چې: په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره بايد نړيوالې هڅې همغږې شي. دا په داسې حال …

نور... »

د پولو له ټاكلو او ساتلو پرته دايمي امنيت امكان نه لري- هدايت

د جيوديزۍ او كارتوگرافۍ چارواكي وايي: دا اداره كولى شي، چې د هېواد پولې او په ځانگړي توگه ختيځې او سويلي پولې وټاكي، خو سياسي ستونزو يې مخه نيولې ده. دا اداره له حكومت څخه غواړي، چې د لويديځو پولو د ټاكلو لپاره ژر اقدام وكړي. د جيوديزۍ او كارتوګرافۍ …

نور... »

په كابل او باميانو كې د پوليسو روزنيز ښوونځي جوړيږي

چارواكو د ۱۵ ميليونه يورو په ارزښت د يوه تړون د لاسليكولو پرمهال وويل: په كابل كې د ۷ ميليون يورو پرلگښت د پوليسو يو روزنيز ښوونځى او پردې ښوونځي سربېره په باميانو كې د ښځينه پوليسو لپاره هم د ۴ ميليون يورو پر لگښت يو روزنيز مركز جوړيږي. د …

نور... »

د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ وزارت عوايدو ښه شوي- نجفي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواكي وايي، چې: د ځمكني او هوايي ټرانسپورټ د وضيعت د ښه كيدو په موخه يې هلې ځلې پيل كړي دي . دغه چارواكي وايي، چې: د افغانستان عالي جغرافياوې موقيعت او په دغه هېواد كې د امنيت ټينگښت كولى شي، چې په سيمه …

نور... »

د سمنگانو د صنعتكارانو اتحاديې غړى فيض كارگر بېلابېل موټر جوړوي

په افغانستان كې داسې صنعت كاران شته، چې كه لازم وسايل او امكانات ورته برابر شي كولى شي نوي شيان جوړ كړي. فيض الله كارگر يو له همدې صنعت كارانو څخه دى، چې په سمنگانو كې يې اوس په لږو امكاناتو دوه ډوله موټر جوړكړي دي. هغه وايي: د دې …

نور... »

په هرات كې د حرفوي ښځو ټولنه جوړه شوه

د دغه بنسټ مسولين دولتي ارګانونه او موسسې په دولتي ارګانونو كې  د  كار وړ ښځو په ګومارنه كې په ناغيړۍ تورنوي . دې ټولنې په هرات كې د محلي چارواكو او سناتورانو په گډون په كار پيل وكړ. ددغې ټولنې موخه د هغو ښځو د ستونزو په حل كې …

نور... »

په هلمند كې د نوزاد ولسوالۍ مركزي ښوونځى جوړ شو

ځايي چارواكي وايي، چې: په دې ولسوالۍ كې د حرفوي زده كړو د مركز جوړيدو كار هم  پيل شوى دى. د دې دواړو  پروژو لگښت  د امريكا سمندري ځواكونو په غاړه اخيستى. په نوزاد ولسوالۍ كې دا مهال له ۲۳ښوونځيو يوازې درى فعاله دي . د آريانا راډيو ټلويزيون خبريال …

نور... »

ماليې وزارت او د فرانسي پرمختيايي ادارې كاري هوكړه ليكونه لاسليك كړل

د ماليې له وزارت سره د فرانسي پرمختيايي ادارې د اووه اعشاريه اووه ميلون ډالرو مرستې دوه هوكړه ليكونه لاسليك كړل. د ماليې وزيرعمرزاخېلوال وايي، چې: دغه پيسې به په افغانستان كې د غذايي مصونيت او د شاتو مچيو روزنې ته د ودې وركولو په پروسه كې ولگول شي. اسلم …

نور... »

د جوماتونو او محلي درسونو د بيا راژوندي كولو اړتيا څرگنده شوه

د پوهنې وزارت مسوولين وايي: د پوهنې وضعيت د ښه والي په برخه كې اغېزناكه او كم لگښته لاره په دې بهيركې د جوماتونو او ملا امامانو شاملول دي. دا چارواكي وايي: له هغو جوماتونو استفاده، چې ملا امامان نه لري كيداى شي يو ځل بيا له ښوونځي څخه د …

نور... »

د پوليسو او خلكو ترمنځ اړيكې به پياوړې او غښتلې شي – رحمن

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وايي: د دغو پرگرامونو له لارې به د پوليسو او خلكو ترمنځ رامنځته شوى واټن لږ شي. د دوى په وينا: دغه پروگرام  به ډېرژر د UNDP  په مالي مرسته د هېواد په ټولو ولايتونو كې پيل شي. د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال …

نور... »

د غزني د تاريخي آبداتو د بيا رغونې هوكړه ليك لاسليك شو

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي: غزني نه يوازې د افغانستان، بلكې د ټولو اسلامي هېوادونو شريك فرهنگي ميراث دى. د غزني ښارد تاريخي آبداتو د بيارغونې په موخه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت او په كابل كې د ايران سفارت ترمنځ يو هوكړه ليك لاسليك …

نور... »

د ښځو د ژوندانه او حقونو پرمختگونه ماتېدونكي دي- اكسفام او اكشن ايډ

يو شمېر نړيوالې خيريه ټولنې اندېښنه څرگندوي، چې: له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې كولى شي، چې په افغا نستان كې د ښځو په اړه د لس كلنو پرمختگونو مخه ونيسي. دوى وايي، چې: افغان دولت ښايي سولې ته د رسيدو لپاره د ښځو حقونه قرباني كړي. له …

نور... »

د مزارشريف د روضې په انگړكى د يوه جومات د جوړولو چارې پېل شوې

د مزارشريف ښار د روضې په انگړ كې د  درې ميليون ډالرو په لگښت د يوه جومات د جوړولو چارې پيل شوې . د بلخ چارواكي وايي دا لوى جومات د تركيې د جوماتونو په بڼه جوړېږي او په ېوه وخت كې به د اوو زرو لمونځ كولو د ځاېولو …

نور... »

په افغانستان كې د پاخه عمرلرونكيو نړيواله ورځ ونه نمانځل شوه

د اكتور لومړۍ نېټه د پاخه عمر لرونكيو كسانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په افغانستان كې ونه نمانځل شوه. د افغان سرې مياشتې مسوولين وايي، چې: دوى د دغه قشرد ملاتړ لپاره كوم ځانگړى پروگرام نلري. د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، چې: پرافغان …

نور... »