پرمختګ او بشپړتیا

د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردو افغانیو ته لوړه شوې ده

دمالیې وزارت چارواکي وایي، چي په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردوافغانیو ته لوړ شوي دي. دوی تمه ښيي، چې د نوي حکومت د کار د پېل سره به عواید نور هم ډېر شي او سوداګري به وده وکړي. د ماليې وزارت مسئولینو ډاډ څرګندکړ، …

نور... »

نوي حکومت دې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون توشیح کړي- اکرام افضلې

د افغانستان د شفافیت بنسټ له نوي حکومت څخه اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د توشیح غوښتنه وکړه. د شفافیت د بنسټ اجراةیوي مشر اکرام افضلې نن (د تلي ۶) د حق پېژندنې له نړیوالې ورځې څخه د نمانځنې په غونډه کې وویل: اطلاعاتو ته لاسرسي د اداري فساد په …

نور... »

ارغندیوال: په راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي

د افغانستان د اقتصاد وزارت د هېواد د پرمختیا پنځه کلنه تګلاره مرستندویانو ته وړاندې کړه. د اقتصاد وزیر وايي، که په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان د کانونو استخراج په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي. د افغانستان د پرمختیا …

نور... »

پاکستاني ملېشو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق کیندل پېل کړي دي

مشرانو جرګې د ډیورنډ کرښي په او ږدو کې د پاکستان د پوځیانو لخوا د خندق کیندل د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بولي او د پاکستان دا چاره په کلکو ټکو غندي. د افغانستان په سویل کې پاکستاني ملېشو او پوځيانو د ډیورنډ پر کرښه د لوی خندق …

نور... »

د افغان بیسیم شبکې رییس د ابن سینا روغتون له صدري څانگې سره مرسته وکړه

د ابن سینا روغتون صدري څانگه د طبي پرمختللیو وسایلو له لږوالي سره مخ وه، چې  د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د رییس امین رامین له خوا یې طبي عصري وسایل بشپړه شول.   ښاغلي رامین له دې روغتون سره د خپلو مرستو د څرگندولو تر څنگ وویل: ابن سینا …

نور... »

بامیان به د سارک سازمان د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شي

بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی، چې زیات لرغوني آثار لري، خو د طالبانو په رژیم کې د بامیان بت ړنګ شو او د دغه ولایت زیاتره تاریخي او لرغوني آثار سخت زیانمن شول. د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني اوس هم ترهګري د فرهنګي پرمختګ پر …

نور... »

د ولايتي شوراگانو د نوماندانو د لومړنى لست خپرولو غوښتنه وشوه

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له ټاكنو خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې د ولايتي شوراگانو د نوماندانو لومړنى لست خپور كړي. د ټاكنو د كميسيون لخوا د ولايتي شوراگانو د كانديدانو د لومړني لست په خپرولو كې ځنډ به ټاكنيز مهال وېش گډوډ او چارې به مو له ستونزو سره مخ …

نور... »

د ټاکنو په باب اندېښنو د افغانستان اقتصادی وده ټکنۍ کړې ده

د آسيا پرمختيايي بانك خبر وركوي، چې د افغانستان اقتصادي وده كمزورې شوې ده. د دې بانك د رپوټ له مخې، په افغانستان كې د ټاكنو په باب اندېښنې، په توليداتو كې كمزورتيا او كرنيزو محصولاتو كې كموالى د دې لامل شوي، چې د افغانستان اقتصادي وده ټكنى شي. د …

نور... »

د ساينس او تكنالوژۍ نوې ودانۍ ګټې اخيستلو ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت مسئولين وايي، د ساینس او تکنالوژي مركز د چين له خوا د ۱۳ ميليون ډالرو په لګښت جوړ شوى دى. د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ وايي: د ساينس او تعليمي تكنالوژي مركز په نړيوالو معيارونو جوړ شوى او د ښونځيو ښوونکي چې، ساينسي مضامين تدريسوي، …

نور... »

د افغان او ترکي سوداګرو لخوا په کابل کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغان او تركي سودا ګرو لخوا څلورم نړ يوال نندار تون په كابل كي پرانيستل شو. افغان چارواكي وايي، دغه ډول نندارتونونه كولى شي، چې د سوداګرې ودې او د سوداګرو تر منځ د اړيكو د غښتلتيا زمينې برابرې كړي. د افغان او تركي سوداګرو په دغه ګډ نندارتون …

نور... »

په كندهار كې د دهله بند رغولو ته ۲۷۰ ميليون دالر ځانگړي شوي

د دهله د اوبوبند په كندهار كې ډېرې ځمكې خړوبولې؛ خو اوس د دې بند اوبه د ځمكو په پرتله كافي نه دي. د انرژۍ او اوبو وزير له دغه بند څخه د ليدنې پرمهال وويل، چې د دې بند د اوبو ظرفيت بايد لوړ شي او د دې ملي …

نور... »

د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې سترې سړخونې جوړيږي

د كرنې او مالداري وزارت چارواكي وايي، په روان كال كې به په ۳۴ ولايتونو كې سړخونې جوړې شي. د دې وزارت د پانگونې د جلب او جذب د پراختيا آمر محمد اکبر نادرپور وايي، پر دې پروژې به اته ويشت ميليون دالر لگښت راشي، چې د افغانستان د ملي …

نور... »

د سلما بند پروژه به د روان ميلادي كال تر پايه بشپړه شي

په هرات كې سيمه ييز چارواكي وايي، دا مهال د سلما پروژې كار اتيا په سلو كې پر مخ تللى. ټاكل شوې وه، چې د دې بند كارونه په ۲۰۰۸م كال كې بشپړ شي؛ خو د بودجې لږوالى او ناامنيۍ دا كار ځنډولى و. د هرات والي سید فضل الله …

نور... »

په كندهار كې به د ټاكنو ټول ۲۴۴ رای مركزونه خلاص وي

كندهار يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې خلكو يې د ټاكنو په ورځ د رايې وركونې د مركزونو په اړه اندېښنې درلودې؛ خو اوس د دې ولايت د ټاكنو خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر چارواكي خلكو ته ډاډ وركوي، چې د ټاكنو په ورځ به ټول مركزونه خلكو …

نور... »

پر كونړ سيند د برښنا بند د جوړولو پر لارو چارو خبرې وشوې

د افغانستان د ماليې وزير وايي، چې د افغانستان او پاكستان د اقتصادي همكاريو په نهمه غونډه كې د كونړ پر سيند د برښنا بند جوړولو او پېنځه ميليارد دالرو ته د سوداگريزې راكړې وركړې په زياتولو هوكړې شوې دي. د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي: د افغانستان …

نور... »

غزنی، د اسلامي تمدن پلازمېنه

پرون ورځ غزنى د ځانګړو مراسمو كوربه و په دې مراسمو كې دغه ښار د اسلامي تمدن د پلازمينې په توګه ونومول شو. د غزني والي محمد موسى اكبرزاده په دې مراسمو كې د كورنيو او بهرنيو بنسټونو د نه همكارۍ له امله انديښنه وښوده او ويې ويل چې، غزنى …

نور... »

په غور كې د ډبرو سكرو او مالگې د دوه كانونو د كيندنې تړونونه لاسليك شول

په غور ولايت كې د ډبرو سكرو او مالگې دوه كانونه تثبيت شوي او د كيندنې لپاره يي له شركتونو سره تړونونه لاسليك شول. د غور والي وياند عبدالحی خطیبي وايي: په دې ولايت كې كانونه شته، چې ناسپړلي پاتې دي. ښاغلى عبدالحی خطیبي وايي، تر اوسه د ډبرو د …

نور... »

له سري میاشتې سره د یو نیم میلیون دالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د سري میاشتې مرسته کوونکې ادارې د سعودي عربستان له حکومت سره د یو نیم میلیونو دالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به سعودي عربستان په افغانستان کي له اړو کسانو سره مرسته وکړي. د سرې مياشتې ټولنې رييسه فاطمه گیلاني وايي: …

نور... »

په کندهار کې د كرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون پرانستل شو

كندهار پوره دوه ورځې د ولسمشر حامد كرزي كوربه و، چې د امنيت لپاره يې ټينگ تدابير نيول شوي ول. كندهار ته له ولسمشر حامد كرزي سره په دې سفر كې د كابينې پر يو شمېر غړيو سربېره د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هم ملگرى و. ولسمشر …

نور... »

جاپان د كابل د نړيوال هوايي ډگر پر امنيتي چارو ۴۳ ميليون دالره لگوي

جاپان له افغانستان سره د وړيا مرستو په لړ كې دا ځل غواړي د كابل د نړيوال هوايي ډګر د امنيتي چارو د سمون لپاره دري څلوېښت ميليون ډالره ولګوي. د كابل نړيوال هوايي ډگر د امنيتي چارو د پياوړتيا لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د جاپان له …

نور... »