عاجل خبرونه

تازه خبرونه

پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال سفر

د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ادریس زمان په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی. د هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ په پام کې ده، چې دغه پلاوی د پاکستان له لوړپوړيو چارواکو سره …

نور... »

په خوست کې د حقاني شبکې ۱۲ غړي وژل شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو د خوست ولایت په صبري ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پر یوه پوځي مرکز برید کړی دی. د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۲ قومندانان او سرګروپان وژل شوي، یو ټپي دی، درې مشکوک …

نور... »

په فراه کې یوه ملا د خپلې کورنۍ د غړیو په ګډون دولس کسان وژلي

د فراه امنیه قومنداني وایي؛ د خاکسفید ولسوالۍ یو ملا امام، چې د وسلوالو طالبانو غړی و؛ د ښځو او  ماشومانو په ګډون یې د خپلې کورنې شپږ غړي او  شپږ ګاونډیان پر ډزو وژلي دي. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، دا ملا امام، چې …

نور... »

د افغانستان د سولې په اړه نوی پړاو پیلیږي-خلیلزاد

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د دغه هېواد د سولې بهیر غوني ځیږوونکي پړاو ته رسیدلی دی. د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی تېره ورځ ناوخته کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې، چې د حکومي مشرانو، سیاسي …

نور... »

پاکستان د افغانستان د سولې په اړه همکاریو ته لیواله دی- عمران خان

د پاکستان لومړي وزیر په اسلام آباد کې یوې ناستې ته ویلي، چې هېواد یې د هر هېواد په پرتله د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاریو ته لیوالتیا لري. د پاکستان لومړی وزیر ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د سیاستونو د ناکامۍ پړه باید پر …

نور... »

په کابل کې د داعش شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې  د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په کابل ښارکې د داعش د شپږ کسیزې ډلې د نیولو لپاره بریالي عملیات تر سره کړي دي. یاد ریاست د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۹) په ډاګه کړې، چې نیول شویو کسانو په کابل ښار کې …

نور... »

لویې څارنوالۍ د کرام الدین کریم د نیولو حکم کړی

د لویې څارنوالۍ مسوولینو ویلي، چې لدې مخکې څو ځلې کریم د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته غوښتل شوی؛ خو هغه له حاضریدو ډډه کړې ده. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي؛ د افغانستان د نجونو د فوتبال د ځينو غړیو د جنسي ځورونو څېړنې یې په تېرو شپږ میاشتو …

نور... »

په فراه کې ۱۱ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

امنیتي ځواکونو ویلي، چې ملي او امنیتي ځواکونو له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې  ۶ طالبان وژلي او ۵ نور ټپیان دي. په فراه کې د ملي اردو ویاند حشمت الله احمدي منلې، چې د دې ولایت د انار دره ولسوالۍ په آب ګرم سیمه کې له وسلوالو طالبانو …

نور... »

طالبانو په غزني کې له څلور تښتول شویو عامو وګړیو یو وژلی دی

د غزني ولایتي شورا غړیو ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت د چغتو ولسوالۍ د دره قیاق له اړوند سیمې څلور عام وګړي تښتولي او یو یې ترې وژلی دی. د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه څلور کسان وسلوالو طالبانو له …

نور... »

د پکتیا په زرمت او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ۱۹ طالبان وژل شوي

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ځاځي اريوب او زرمت ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د پکتیا د امنیه قومنداني ویاند سرادار ولي تبسم زیاته کړې؛ په ځاځي اریوب ولسوالي کې طالبانو غوښتل پر امنیتي پوستو ډله …

نور... »

په فراه ښار کې طالبانو ۱۲ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

طالبانو د فراه ښار په څندو کې  یوه پوسته نیولې؛ اووه پولیس یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دي. د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب منلې، چې تېره شپه طالبانو ښار ته نږدې پر حیدر قولي پوستې وسلوال برید کړی، چې په کې ۷ پولیس …

نور... »

د فوتبال فدراسیون پخوانی رییس په فوتبال ډګر کې له کارکولو بې برخې شو

د افغانستان د فوتبال فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه فوتبالستانو د جنسي ځورونې پر تور د نړۍ د فوتبال فدراسیون د اخلاقي جرګه ګۍ ( فیفا) لخوا د تل لپاره په دغو لوبو کې له کارکولو بې برخې شو. د فیفا د څېړنو له مخې؛ د لږ …

نور... »

د نوماندانو شورا، د ناقانونه حکومتي کړنو د مخنیوي غږ پورته کړ

د ولسمشریزو ټاکنو شورا له خپلو ملاتړیو غوښتي، چې په ټول هېواد کې اعتراضونه پیل او د حکومت د ناقانونه کړنو مخه ونیسي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې له پیل سره سم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا له خپلو پلویانو غوښتي، چې په ټول …

نور... »

د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې کړي

د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه په قطر او برلین کې د کیدونکیو خبرو په اړه له اروپايي استازیو سره د  افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خبرو وروسته؛ افغان چارواکو هیله ښودلې ، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې …

نور... »

د ولسي جرګې د ریاست لانجې د حکومت څارنې چارې ټکنۍ کړي

په ولسي جرګه کې د ریاست پر سر د شاوخوا یوې میاشتې لانجې له کبله د قانون جوړونې او د حکومت له چارو د څارنې چارې ټکنۍ شوې دي. د ولسي جرګې د ریاست لپاره له لانجمنو ټاکنو شاوخوا یوه میاشت تیریږي او څو کمیتې د دغې لانجې پر غوڅولو …

نور... »

د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر په ټول هېواد کې پیل شو

د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو لپاره تقویتي نوملیکنه د دري دېرش ولایتونو په څلورسوه دوه دېرش مرکزونو کې پیل شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وایي، چې  د ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د غبرګولي پر اتلسمه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره …

نور... »

د افغانستان کرکت ملي لوبډله له نیوزیلیند سره لوبیږي

د افغانستان کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له نیوزیلیند سره تر سره کوي. دغه لوبه نن شنبه( د غبرګولي ۱۸) د افغانستان پر وخت د مازیګر ۵  بجې تر سره کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په خپلو تېرو دوه …

نور... »

په افغانستان کې له نیمایي ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې له نیمایي زیات خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د جون اوومه، چې د غبرګولي له ۱۷ سره برتابره ده په ټوله نړۍ کې د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې. عامې روغتیا وزارت د …

نور... »

په فاریاب کې پخواني طالب والي د ملي امنیت له زندانه تېښته کړې

د فاریاب ولایتي شورا تائیدوي، چې د طالبانو پخواني والي صلاح الدین ایوبي د ملي امنیت له زندانه تېښته کړې ده. ملي دفاع وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۶) ویلي وه، چې په قیصار ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر زندان برید کړی او څلور اتیا بندیان یې …

نور... »

نوماندان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره خبرو ته چمتو ندي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا څرګنده کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره خبرو ته چمتو ندي. په داسې حال کې، چې د هرې ورځې پر تېرېدو ټاکنې را نږدې کیږي؛ خو نوماندان له ولسمشرغني سره، چې هغه هم نوماند دی وران شوي. …

نور... »