عاجل خبرونه

تازه خبرونه

که ټاکنې د سولې د خبرو د پیل لپاره وځنډیږي؛ نو ترې ملاتړ کوو- سیاسي بهیرونه

یو شمېر سیاسي بهیرونه د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډيدو پدې شرط ملاتړ کوي، چې له ټاکنو مخکې باید د سولې خبرې پیل شي. داسې ښکاري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پخوا په څیر پر ټاکلې نېټه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار نکوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، …

نور... »

په کابل ښار کې امنیتي ځواکونه د علیپور د پلویانو د تاوتریخوالي مخنیوی کوي

د ملي امنیت عمومي ریاست د لیندۍ پر څلورمه د کابل د ۱۸ ناحیې د قلعه ی قاضي  په اړوند سیمه کې د نامسووله قومندان عبدالغني علیپور نیول تائید کړي دي.   د ملي امنیت عمومي ریاست د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ عبدالغني عالیپور په ۱۳۹۵ کال کې د یوې …

نور... »

وسلوالو طالبانو په فراه ولایت کې ۱۸ پولیس وژلي دي

د فراه ولایتي شورا ویلي، چې د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې ۱۸ پولیس سرتېري وژل شوي دی.  د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع څرګنده کړې، چې تېره شپه د ملي پولیسو یو کاروان د دغه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ پر لوري روان و، چې په …

نور... »

په کابل کې د علیپور د نیولو اعتراض له تاوتریخوالي سره مل شو

د کابل ښار د لویدیځې څنډې د ۱۳ حوزې د قلعه ی قاضي د اړوند سیمې خلکو ادعا کړې، چې د ملي امنیت ځواکونو علي پور نومی سیمه ییز قومندان، چې په قومندان شمشېر شهرت لري؛ نیولی دی. عیني شاهدانو ویلي، چې په دشت برچي کې د قومندان عليپور(قومندان شمشېر) …

نور... »

طالبانو د سولې عالی شورا ته په یوه لیک کې خپل دریځ روښانه کړ- خلیلي

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، چې د لومړي ځل لپاره وسلوالو طالبانو د سولې د خبرو په اړه په یوه لیک کې خپل دریځ روښانه کړی دی. په کابل کې د سولې عالي شورا لخوا د ولایتي کمیتو په دوه ورځنۍ غونډه کې د دغې شورا رييس وویل، …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو له احتمالي ځنډه خبر ورکوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پر احتمالي طرحه کار روان دی او ښايي دا کار د سراسري او رڼو ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو لپاره تر سره شي. د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته اوس دغه کمیسیون ته تر ټولو لویه …

نور... »

سوله په افغانستان کې بې قید و شرط نده- اشرف غني

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لاس په کار کیدو سره د لنډمهالي حکومت د جوړښت ګنګوسو ولسمشر غني په ښکاره لږ څه اندېښمن کړی دی. د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پوځ د سوق او ادارې په مرکز …

نور... »

د افغانستان سیاست طالبانيزه کیدونکی دی- سپنتا

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، چې د افغانستان سیاست طالبانيزه کیدونکی دی. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د کابل او نوي ډيلي تر منځ د امنیتي مسایلو پر سر څلورمه یوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. په …

نور... »

ناتو به په فراه ولایت کې له افغان ځواکونو ملاتړ کوي- سکات میلر

د پرېکنده ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان فراه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې ولایت کې ناتو ځواکونه ځای پر ځای کیږي.    د پرېکنده ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر، چې د شنبې پر ورځ دغه ولایت ته په سفر …

نور... »

د ولسمشر په فرمان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ۵ غړي وټاکل شول

د ولسمشر د دفتر مرستیال ویاند په خپل فیسبوک کې څرګنده کړې، چې اطلاعاتو ته د لاسري قانون د ۲۰ مادې له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ۵ غړي وټاکل شول. هغه په ډاګه کړې؛ د ولسمشر په تقنیني فرمان، چې نافذ شوی؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د …

نور... »

حکومت د ژنیو دوه ورځنۍ ناستې ته پوره چمتوالي نیولی

حکومت وایي؛ د ژنیو ناستې ته پوره چمتوالي نیول شوی، چې په کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې هم وڅېړل شي. ملګري ملتونه د نوامبر له اووه ویشتمې تر اته ویشتمې د سویس په ژنیو ښار کې د یوې ناستې کوربتوب کوي. په دې ناسته کې به …

نور... »

د کابل د علماوو مشر بصیر حقاني په کابل کې ووژل شو

د کابل د عالمانو شورا مرستیال ګل احمد صدیقي ویلي، چې د دغې شورا مشر مولوي عبدالبصيرحقاني د شنبې پر ورځ له غرمې وروسته څه نا څه ۳ بجې د کابل ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو. د کابل پوليسو تر اوسه په دې …

نور... »

په افغانستان کې د ناتو یو سرتېری وژل شوی

ناتو ځواکونو په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري وژل کیدل په ډاګه کړي؛ خو دا یې څرګنده کړې نده، چې دغه سرتېری د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوی دی. په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو څرګنده کړې، چې تر ۲۴ ساعتونو به د دغه امریکایي سرتېري …

نور... »

په کندهار کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه راغوزیدلې

په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو یوه اکمالاتي چورلکه راغورزیدلې ده. د کندهار امنیه قومندان تادین خان د پېښې د منلو تر څنګ ویلي؛ دغې چورلکې د یوشمېر سرتېرو له لیږدولو وروسته د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط کړی دی. نوموړي زیاته …

نور... »

له طالبانو سره د سولي په تړاو د حکومت پلاوی د ولسمشر له منظوري وروسته به اعلام شي – ارګ

په داسې حال کې چې سرچینو ویلي حکومت  له طالبانو سره د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره یوولس کسیز پلاوی  ګمارلی،؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، لا تر دې مهاله دغه چاره نه ده بشپړه شوې او د ولسمشر له منظوري وروسته به اعلام شي. سرچینو آریانا نیوز ته …

نور... »

په پاکستان کې د حقاني شبکې په پټنځي کې چاودنې درې کسان وژلي

رویترز خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ د اړوند سیمې د یوه امنیتي مقام او د حقاني شبکې د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې په پاکستان کې د حقاني شبکې په پټنځي کې ځانمرګي برید درې کسان وژلي دي. رویترز ته د حقاني شبکې دغې سرچینې ویلي، چې برید د …

نور... »

سوله د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ تړلي شیریانونه خلاصوي

که په افغانستان کې د سولې وروستۍ پیل شوې هڅې پایلې ته ورسیږي؛ د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ به هغه تړلي اقتصادي شیریانونه پرانستل شي، چې اوس خلاص ندي. د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله وايي، چې د افغانستان د سولې د راتلو لپاره وروستۍ هڅي …

نور... »

د مسکو ناسته پر جنګ پانګونه ده

د سولې عالي شورا مرستیال ویلي، چې د مسکو د سولې ناسته پر جنګ د روسیې پانګونه ده او که بله ورته ناسته جوړیږي؛ نو د سولې عالي شورا ګډون په کې اړین ندی. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت؛ د مسکو د سولې ناستې په تړاو د بحث کوربتوب …

نور... »

د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلکو پر بایو متریک رایو خپل ټینګار څرګند کړ

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکیو نن پنجشنبه( د لیندۍ لومړۍ) د کابل ـ ګردیز لویه لار د څو ساعتونو لپاره په دې اعتراص تړلې وه ، چې له بایو متریک پرته نورې ټولې رایې دې باطلې شي. اعتراض کوونکيو په ډاګه کړې، چې مونږ د سر په بدله …

نور... »

په ننګرهار کې ۵۴ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وایي، د څلور طالب قومندانانو په مشرۍ پنځوس طالب جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي؛ ۵۴ میله سپکه او درنده وسله یې هم حکومت ته سپارلې ده. داسې برېښي، چې شپینو او چاڼیزو عملیاتو په ننګرهار کې پر وسلوالو جنګیالیو د ژوند …

نور... »