تازه خبرونه

په کابل کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر ټول غړي ګوښه شوي او رایې بیا شمېرل کیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په کابل کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر د رييس په ګډون ټول کارکوونکي له دندو ګوښه شول. د ولسي جرګې ټاکنې له ګڼو تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو سره مخ شوې، چې یوازې تر ولایتونو محدودې نه وې، بلکې په کابل کې هم …

نور... »

امنیتي بنسټونه دي د ناقانونه ګوندونو مخنیوی وکړي- عدلیې وزارت

د عدلیې وزارت وايي؛ یو شمېر ګوندونه په ناقانونه توګه د هېواد په لویو مسایلو کې ځان ښکېل ګڼي، چې امنیتي بنسټونه یې باید د هڅو مخه ونیسي. په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او ډلو تر منځ سیاسي سیالي روانه ده او د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره له یو …

نور... »

د راروان کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته واستول شوه

حکومت د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه، چې درې سوه نهه نوي میلیارد افغانۍ اټکل شوې؛ دوه سوه پېنځه اویا میلیارد افغانۍ په کې عادي او پاتې یو سل و څلیریشت میلیارد افغانۍ یې پرمختیايي بودجه ده. د مشرانو جرګې غړي وايي، که د بودجې په سند کې د دوی غوښتنو …

نور... »

امنیتي چارواکي له ولسمشر سره د ټاکنو په کمپاین کې بوخت دي- د مشرانو جرګې غړي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې امنیتي چارواکي له ولسمشر سره د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې بوخت دي او دا کار یې له قانون سرغړونه ده. مشرانو جرګې د افغان سرتېرو د تلفاتو د زیاتیدو او د جګړې او تاورتریخوالي د لمن د خوریدو له …

نور... »

په غزني کې ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي

د غزني چارواکو ویلي، چې تېره شپه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي او له ۷۰ ډېرو ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د غزني ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري له آریانا نیوز سره په تیلیفوني اړیکه …

نور... »

په هرات کې امنیتي ځواکونو د افغان- ترک ښوونځي ښوونکي ونیول

په هرات ولایت کې د افغان– ترک ښوونځي زدکوونکي او د دوی د کورنیو ګډې کمیتې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ښوونځی یو شمېر ښوونکي او زدکوونکي نیولي دي. د یاد ښوونځي ځینو زدکوونکیو ادعا کړې، چې د یکشنبې پر سهار ۶  بجې( د لړم ۲۰) یو شمېر امنیتي …

نور... »

د مسکو ناسته د خبرو لوی فرصت دی، باید له بندون سره مخ نشي

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د مسکو ناسته د سولې خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لوی فرصت دی او باید د سولې بهیر له بندون سره مخ نشي. د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پېنځه کسیز پلاوي ګډون د سولې خبرو د پیل لپاره هیلې …

نور... »

له افغان حکومت سره د خبرو چمتوالی نلرو- طالب استازی

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر په مسکو کې له افغان حکومت سره د هر ډول خبرو په ردولو ټینګار کړی او وایي؛ تر هغې، چې امریکا خپل سرتېري له افغانستان ونه باسي او له تور نوملړه د طالبانو نوم لیرې نکړي له افغان حکومت سره به خبرو ته چمتوالی …

نور... »

په ولسي جرګه کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون بیا هم تصویب نشو

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د سلیقه یي چلند له کبله د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون په څلورم ځل هم له تصویبه پاتې شو. دغه قانون ۱۶ فصلونه او یو سل و اته مادې لري، چې په اجنډا کې له بشپړ ځنډ وروسته ونیول شو؛ خو بیا …

نور... »

ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې ته د سروردانش پر ملګرتیا ټینګار څرګند کړ

په تازه ګام کې ولسمشر غني د خپلې ټاکنیزې ډلې یوه برخه روښانه کړې، چې د خپلو نیمګړیو کارونو د بشپړولو لپاره به یې سروردانش ملګری وي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیزې ډلې د وروستي کیدو په حال کې دي او ولسمشر غني سرور دانش د خپلې ټاکنیزې ډلې غړی …

نور... »

ولسمشر د بامیان- دوشي د سړک جوړولو پرانسته وکړه

د هېواد ولسمشر بامیانو ته په خپل دوه ورځني سفر کې د شنبې پر سهار( د لړم پر ۱۰) د خپل دوه یم مرستیال سروردانش، د دغه ولایت د والي محمد طاهر زهیر او یو شمېر وزیرانو پر ملتیا د بامیان- دوشي د سړک جوړولو چارې پرانستې. د ټولګټو وزیر …

نور... »

د هرات په کهسان ولسوالۍ کې دننه چاودنه شوې

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن غرمه مهال د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د ولسوال په دفتر کې يوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده. د هرات والي ویاند د پېښې د رامنځته کیدو تر څنګ ویلي، چې د کهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امیر د پېښې په ځای کې وژل …

نور... »

په سومالیا کې درې چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل

راپورونه وایي، چې په سومالیا کې ۳ موتربم چاودنو لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل. د دغه هېواد د روغتیا مسوولینو ویلي، څلور بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د سومالیا پولیس وايي، چاودنې په څو دقیقو کې صفحا هوتل ته څيرمه رامنځته شوې دي. …

نور... »

طالبان د امریکا منلې او شریکه ډله ده- سپنتا

د وفاق ملي تر سرلیک لاندې یوې ناستې ته په خبرو کې د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفرسپنتا ویلي، طالبان د امریکا منلې او شریکه ډله ده او د تېر په پرتله اوس په ډېرو سیمو کې هم واکمنه شوې ده. ټاکل شوې سبا د افغانستان د سولې په …

نور... »

لوی ملي ائتلاف د اته کسیز جوړښت له مخې ولسمشریزې ټاکنې غواړي

د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د حکومت مخالفو سیاسیونو داسې ناستې پاستې پیل کړې، چې ولسمشرۍ ټاکنو ته یو نوماند، چې درې مرستیالان به ولري او د لومړي وزیر څوکۍ ته به هم یو کس له درې مرستیانو سره دروي. په داسې حال کې، چې د افغانستان په اوسني …

نور... »

د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش ښایي سبا اعلام شي- کمیسیون

ولسمشر د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غوښتي وه، چې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش ژر اعلام کړي. که څه هم کمیسیون تر اوسه د ولسي جرګې د ټاکنو کار ندی خلاص کړی؛ خو دغه بنسټ غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش په دوه ورځو کې او یا هم سبا اعلام کړي. …

نور... »

په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي لاندې د کښتیو هڅې پیل شي

د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، چې په چابهار بندر کې به د افغانستان تر رپي(بیرق) او مدیریت لاندي د کښتیو هڅې پیل شي. د ترانسپورت وزارت وايي، د افغانستان د کښتیو له کار سره به افغان سوداګر د نړۍ له هرې برخي څخه خپل مالونه د افغان کښتیو په وسیله …

نور... »

د سولې عالی شورا پلاوي د مسکو ناستې ته روان شو

د سولې عالی شورا پلاوی د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په ناسته کې، چې د جمعې پر ورځ( د لړم پر ۱۸) تر سره کیږي؛ نن له غرمې مخکې د روسیې فدراتیف جمهوریت پر لوري روان شو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په …

نور... »

د ناتو سرمنشي ناڅاپه کابل ته راغلی او حکومتي مشران یې ولیدل

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۱۵) په یوه نااعلام شوي سفر کې کابل ته رارسیدلی دی. هغه د ملي وحدت حکومت له مشرانو او پوځي مسوولینو سره له لیدنې او خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې را څرګند شو او له …

نور... »

ښایي د لوی ملي ائتلاف ځینې غړي له نورو ټاکنیزو ډلو سره یو ځای شي

لوی ملي ائتلاف، چې د حکومت پر وړاندې په ډېر کش رامخته شو؛ یو شمېر غړي یې د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کیدو سره سم په نورو ټاکنیزو ډلو کې د یو ځای کیدو په اړه خبرې اترې کوي او ویل کیږي، چې ځینې نور غړي یې هم په نورو …

نور... »