عاجل خبرونه

تازه خبرونه

وسلوال طالبان دې ولس ته د جګړې نه کولو زیری ورکړي

د مشرانو جرګې غړي وايي؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا تګلاره، وسلوالو طالبانو ته یو ښه طلایي چانس دي، چې ولس له جګړې خلاص کړي. په افغانستان کې د امریکا له اتلس کلنې جګړې وروسته اوس امریکا د افغانستان د سولې تګلاره خپله کړې ده. امریکا د دغه …

نور... »

د طالب استازیو او خلیلزاد له خبرو هرکلی څرګند شو

د افغانستان د سولې عالی شورا په قطر کې د وسلوالو طالبانو د استازیو او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ له خبرو هرکلی کړی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې …

نور... »

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د غنمو لس زره ټنه اصلاح شوی تخم او د مزار شریف د کود و برق په فابریکه کې تولید شوې …

نور... »

د اوبو لګولو او دوه یم خان آباد د برښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې د  اوبو او برښنا وزارت سرپرست محمدګل خُلمي او د لینکو انفراتیک هندي شرکت د استازي احمد فرزاد ترمنځ د اوبو لګولو او دوه یم خان آباد د برښنا د تولید پروژې تړون په داسې حال کې …

نور... »

په بغلان ولایت کې د طالبانو ۱۱ لایزري جنګیالیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ویلي، چې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په سرخ کوتل سیمه کې د طالبانو لایزري جنګیالیو تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو د سرګروپ  قومندان مبارز پر بیز وسلوال برید وکړ، چې د دغه بیز د پولیسو له ټینګار سره مخ او شاتګ …

نور... »

وسلوال مخالفین په یوولس ولسوالیو کې برلاسي دي

کورنیو چارو وزارت وایي، نولس ولسوالۍ له هغو سیمو دي، چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ژر به دغو ولسوالیو ته پنځوس زره ځواکونه د امنیت خوندي کولو لپاره ولیږل شي. که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته اووه ورځې پاتې دي؛ خو دغه ټاکنې امنیتي …

نور... »

د امیر دوست محمد خان منځني ښوونځي ته د بیات بنیاد مرستې ورسیدې

بیات بنیاد د امیر دوست محمد خان منځني ښوونځي بېوزلو زدکوونکیو ته درسي او خوراکي توکي وویشل. د امیر دوست محمدخان منځنی ښوونځی د کابل په مرکز  کې دی؛ خو د دې ښوونځي زدکوونکي د مالي ستونزو تر څنګ له ښو امکاناتو هم برخمن ندي. بیات بنیاد د دې ننګونو …

نور... »

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلی

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان، سعودي عربستان او قطر له سفرونو وروسته بېرته کابل ته رارسیدلی او په ګلخانې ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله او دوه یم مرستیال دانش سره ولیدل. ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې په …

نور... »

په لوګر کې د چاودنې له امله د واده ګډونوالو ته مرګ و ‌ژوبله اوښتې

امنیتي سرچینو ویلي، چې د لوګر د محمد آغه ولسوالۍ د یوه کور په واده کې چاودنې څلور تنه وژلي او اووه نور یی ټپيان کړي دي. سرچینه وایي، دا چاودنه د محمد آغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې تېره شپه د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده …

نور... »

په تخار ولایت کې د ټاکنیز کمپاین په ناسته کې چاودنې ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

په تخار کې امنیتي چارواکي وایي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند د کمپاین پر غونډه چاودنه رامنځته شوې ده. د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر ویلي، چې دا چاودنه نن غرمه د رستاق په ولسوالې کې د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندې نظیفه یوسفي بیک …

نور... »

ټاکل شوې، چې په تاجکستان کې د شانګهای سازمان ۱۷سرمشریزه جوړه شي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۱۹) د شانګهای ناستې په څنډه کې د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته ویلي؛ هېواد به یې هغه مهال امن وي، چې په افغانستان کې امنیت او ثبات وي. ټاکل شوې افغانستان د شانګهای سازمان له غړو …

نور... »

د حزب اسلامي رهبر حکمتیار د لویې جرګې پر را بللو ټینګار وکړ

د پنجشنبې پر ورځ(د تلې ۱۹) سیاسي ډلې او بهیرونه را ټول شول او د افغانستان د روانې شخړې د حل لپاره یې  میسم نومې دوه ورځنۍ ملي ناسته جوړه کړه. د ملي یوالي په دې ناسته کې د حزب اسلامي مشر حکمتیار وویل: باید لویه جرګه را وبلل شي؛ …

نور... »

د نجونو وحدت لیسې لوبغالی د بیات بنیاد لخوا بیا ورغول شو

بیات بنیاد لوی مشر زدکوونکي هڅوي، چې د ستونزو په ګاللو د علم او پوهې زدکړه وکړي. د نجونو وحدت لیسه له کنډوالې کمه نه وه، زد کوونکیو او ښوونکیو یې د بیا رغاونې غوښتنه درلوده. دې غوښتنې ته د لاسرسي لپاره بیات بنیاد د دې لیسې لوبغالی ورغاوه. د بیات …

نور... »

د امریکا د ولسي جرګې مشر د ځانګړیو عملیاتو له قول اردو لیدنه کړې

د امریکا د ولسي جرګې رییس پاول راین تېره ورځ په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو له قول اردو لیدنه کړې ده. په هغه خبرپاڼه کې، چې د ځانګړیو عملیاتو قول اردو خپره کړې؛ په ډاګه شوې، چې ښاغلي راین د دې قول اردوله قومندان سره د بېلابېلو امنیتي ستونزو …

نور... »

د میدان وردګو په سید آباد کې وسلوال طالبان بمبارد شوي

د میدان ورګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید شوی، چې په کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي. د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په ډاګه کړې، چې دغو ځواکونو د طالبانو هغه ناسته بمبارد کړې، چې د ټاکنو بهیر د …

نور... »

په پکتیا کې د خلکو ترمنځ شخړې وسلوال طالبان خلاصوي

د پکتیا ولایتي شورا غړي او خلک وايي؛ پر دولتي عدلي او قضايي ادارو د خلکو بې باوري او پراخ فساد د دې لامل شوی، چې د خلکو زياتره قضیې وسلوالو طالبانو ته ورځي، چې له کبله یې حکومتولي تر پوښتنې لاندې راغلې ده. د پکتيا ولايتي شورا غړی ممتاز …

نور... »

حاجي نومې ښځينه پوليسه د جګړې لومړۍ کرښه ساتي

درخانۍ نومې ښځينه پوليسه د نرینه جامې اغوندي او د حاجي قومندان پر نوم شهرت لري. دا له تېرو شپږ کلونو څخه د کندهار د ميوند ولسوالۍ په سره بغل  سيمه  کي درې کمربندي پوستې لري او له وسلوالو طالبانو سره مخامخ جګړه کوي. دا هغه ښځينه پوليسه ده، چي …

نور... »

د امریکا استازی خلیلزاد له کابل وروسته اسلام آباد ته رسیدلی

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له افغان چارواکو سره له خبرو اترو وروسته د سې شنبې پر ورځ(د تلې ۱۷) په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی. پاکستانيو رسنیو ویلي، چې خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني …

نور... »

بیات بنیاد په قاري عبدالله ښوونځي کې خوراکي او درسي توکي ووېشل

بیات بنیاد د کابل ښار په دوه یمه ناحیه کې د قاري عبدالله ښوونځي له زدکوونکیو سره د بېلابېلو خوراکي او درسي توکو مرسته وکړه. بیات بنیاد د هېواد له پوهنیز نظام سره د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په دوه یمه ناحیه کې د  قاري …

نور... »

په هلمند کې ځانمرګي د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد اڅکزي په ګډون اته کسان وژلي

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې نن له غرمې وروسته دوه بجې د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد اڅکزي پر دفتر یوه ځانمرګي بريدګر برید کړی، چې په کې  د اڅکزي په ګډون اته کسان وژل شوي او  ۱۱نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده، …

نور... »