تازه خبرونه

له نړۍ سره مې د طالبانو خبرو ته زمینه برابره کړه- اشرف غني

ولسمشر غني څرګنده کړې، چې له نړۍ سره یې د طالبانو خبرو ته زمینه برابره کړې، که نه؛ نو د ده په وینا څوک حاضر نه ول، چې لدې ډلې سره خبرې وکړې. ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۹) له غرمې مخکې د”جنګ بس دی” تر …

نور... »

په قطر کې د سولې درې ورځنۍ خبرې دوه ورځې ودریدلې

د خبرو پر څلورمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې له طالبانو سره مو خبرې له دوه ورځني ځنډ سره مخ شوې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د شنبې پر ورځ( د کب ۱۱) به دغه خبرې بیا پیل شي …

نور... »

د ۱۰سلنه مخابراتي خدماتو د محصول راټولولو پروژې تړون لاسلیک شو

د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۹) له غرمې مخکې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر شهزاد ګل آریوبي او د بوستوز ګروپ کمپنۍ د رییس ښاغلي جوشواجي بوستوز تر منځ د (Real Time Data Management)  سیستم پروژې تړون لاسلیک شو. د ریل تایم سیستم  د ۱۰سلنه مخابراتي خدماتو …

نور... »

د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو د نویو کمیشنرانو غوراوی به سبا پیل شي

د ولسمشر د دوه یم مرستیال دفتر وايي، چې د کمیسینونو د غړیو په توګه د کمیشنرانو اسناد ارزول شوي او سبا به یې د غوراوي بهیر د رایو په پایله کې تر سره شي. د ټاکنو د تعدیل شوي قانون له مخې؛ د ولسمشریزو ټاکنو ۱۸ نوماندان به د …

نور... »

د قطر په غونډه د بهرنیو ځواکونو وتل د خبرو اصلي برخه ده- مژده

وسلوالو طالبانوته نږدې سرچینې وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل، له القاعده او نورو شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارول هغه مسایل دي، چې د نن ورځې په غونډه کې پرې خبرې شوې دي. سرچینې …

نور... »

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی د پرېکړو بشپړ واک لري

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی د هر راز پرېکړو بشپړ واک لري. په قطر کې د طالب پلاوي مشري د پاکستان له بند څخه آزاد شوی طالب ملا عبدالغني برادر لري، چې د ملا هبیت الله مرستیال ټاکل …

نور... »

پر نوري فایبر او کانونو پانګونې ته لیواله يو- امریکايي پانګوال

په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګريزې خونې مسوولین وایي؛ امریکايي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پر نوري فایبر او کانونو پانګونه تر سره کړي. په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګريزې خونې مسوولینو په دې اړه یوې راببل شوې ناستې ته …

نور... »

هندي الوتکو په پاکستان کې د جیش محمد مرکزونه بمبارد کړي

هندي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد جنګي الوتکو په پاکستان کې د جیش محمد د وسلوالې ډلې مرکزونه بمبارد کړي دي. د هندوستان د کرنې وزیر په خپل یو تویت کې لیکلي، چې نن سهار زمونږ هوایي ځواکونو د پولې په پورې غاړه کې د ترهګرو پر مرکزونو بمبارد …

نور... »

ملا برادر اخند په قطر کې د مذاکراتي بهیر په غونډو کې ګډون وکړ

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ( د کب ۶/ د فبرورۍ ۲۵) د دوی سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د مذاکراتي بهیر په غونډو کې ګډون وکړ او د مرکچي ډلې غړي يې ګډونوالوته وروپېژندل. د …

نور... »

ښايي د سولې په مشورتي جرګه کې وسلوالو طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړشي-داوودزی

د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس عمر داوودزی وايي، چې ښايي د سولې په مشورتي جرګه کې وسلوالو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړ شي. د سولې د دارالانشا رييس عمر داوودزی وايي؛ حکومت به په دې جرګه کې ټول هغه شرایط له خلکو سره شریک کړي، چې …

نور... »

طالب او امریکایي استازي د پېنځم پړاو خبرو لپاره قطر ته رسیدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي د زلمي خلیلزاد او طالب استازي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پېنځم پړاو خبرو لپاره قطر ته رسیدلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي، چې طالب پلاوي ته قطري چارواکو …

نور... »

افغان حکومت باید له طالبانو سره د سولې او خبرو لپاره نرمښت وښیي- عبدالله عبدالله

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رييس وايي ؛ حکومت باید داسې نرمښت وښيي، چې وسلوالو طالبانو ته د خبرو نکولو هیڅ پلمه پاتې نشي. په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د پېنځم پړاو خبرې روانې دي. د …

نور... »

په چابهار بندر کې افغان سوداګر له دوه ګوني چلند اندېښمن شوي

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې هندیانو او ایرانیانو له افغان سوداګرۍ سره دوه ګوني چلند روان ساتلی دی.په داسې حال کې، چې له اقتصادي پلوه په چابهار بندر کې  افغانستان ته سوداګریزې هڅې ډېر ارزښت لري.  د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي، د افغان ولسمشر لخوا د چابهار لار پرانستل …

نور... »

د کب پر ۶ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب او امریکايي پلاوو خبرې پلیږي

د دوشنبې پر ورځ د کب پر ۶ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ دوه ورځنۍ خبرې پیلږي. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د قطر په غونډه کې به له افغانستان …

نور... »

په افغانستان کې د جګړې د دوام هیڅ پلمه نشته – اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی؛ زه ډاډه یم، چې سوله راځي؛ ځکه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نده پاتې. ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب ۵) د سوداګریزو توکو د لومړنۍ جوپې د پرانیستي د مراسمو لپاره نیمروز ولایت ته …

نور... »

یوناما په افغانستان کې د ولسي تلفاتو پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې په تېر میلادي کال کې له درې زره ډېر ولسي وګړي وژل شوي او اووه زره نور ټپیان دي. د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر(UNAMA)  کلنی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د …

نور... »

د آریانا نیوز د نظرپوښتنې پایله سولې ته د خلکو د اړتیا ښکارندویي کوي-څارونکي

د ټاکنو یو شمېر  څارونکي بنسټونه وایي؛ د آریانا نیوز او د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې نظر پوښتنې په ډاګه کړې، چې خلک سولې ته تږي دي. آریانا نیوز د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) په ملاتړ په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه …

نور... »

د چابهار له لارې د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه هند ته ولیږل شوه

که څه هم افغانستان په تېرو څو کلونو کې لدې بندر سره نښلول شوی؛ خو د لومړي ځل لپاره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه په ۲۳ کانتینرونو کې له نیمروز ولایت څخه چابهار بندرته ولیږدول شوه، چې هند ته صادر شي. د افغانستان ولسمشر نیمروز ولایت ته په خپل سفر …

نور... »

د سولې او ټاکنو په اړه د آریانا نیوز او نی بنسټ نظر پوښتنه له غبرګونونو سره مخ شوه

د آریانانیوز او د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) په نظر پوښتنه کې له څلوردېرش ولایتونو څه باندې پېنځه زره وګړیو برخه اخیستې وه، چې اکثرو یې د سولې خبرو په پنځ (اوج) کې له طالبانو سره د سولې هوکړه له ولسشمریزو ټاکنو غوره وګڼله. ځینې خلک وایي، په هېواد …

نور... »

د احتمالي نوماندانو لخوا د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو غوراوی مشروعیت نلري- څارونکي

 د ټاکنو څارونکي بنسټونه او حقوق پوهان وایي؛ د ولسمشرۍ د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلام مخکې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو غوراوی قانوني مشروعیت نلري او دا ناقانونه ګام دی. نږدې اتیا تنه د ټاکنیزو بنسټونو د غړیو او د دواړو کمیسیونونو د دارالانشا ریاستونو ته ورپېژندل شوي …

نور... »